عبدالولي منګل

وروستی ګوزار

په زرګونه امريکايي سر تيري د پسرلي جنګي عملياتو ته تياري نيسي. ويل کيږي چې دا به د القاعدې او طالبانو د راپرځيدو وروسته لومړني زورور عمليات وي.

امريکايي پوځونه اوس د افغانستان او پاکستان په پوله کې راټوليږي چې د طالبانو او القاعدې ويرونکې شبکې ته وروستی غوڅ ګوزار ورکړي.

پنتاګون خبر ورکړی دی چې په دې برخليک ټاکونکې جګړه کې به په افغانستان د ننه ١٠٦٠٠ زره امريکايي پوځيان او په عراق کې د امريکا د ځواکونو د مخصوصو عملياتو ټولګي هم برخه اخلي. د يادونې وړ ده چې دا هغه ټولګي دي چې صدام حسين يې نيولی و. وايي چې دا جګړه ايز عمليات به په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې تر سره کيږي، او د يادولو وړ ده چې  اسلام اباد هم د امريکايي  نظامي قوتونو سره په دې عملياتو کې ننګه کوي.که څه هم  پاکستان په علني توګه د امريکايي پوځونو عمليات د دوی په خاوره کې رداو نه مني ، خو پرويز مشرف د پردې شاته د جورج بوش سره هر ډول مرستې ته چمتووالی ښودلی دی.

داسې ښکاري چې پنتاګون غواړي په عراق کې ورته دفاعي ستراتيژي په افغانستان او په تېره بيا په دې سيمه کې  پلې او عملي کړي.

له بلې خوا واشنګټن خپل ديپلوماتيک چينلونه هم ګړندي او فعال کړي دي.په سيمه کې يې له ايران او نورو هېوادونو نه غوښتي دي  چې د جګړې پر مهال د طالبانو او القاعدې پر مخ ورونه او دروازې وتړي او د امريکايانو سره پوره مرسته وکړي.

په دې ډول واشنګټن غواړي ، او ددې جګړې موخه او مقصد هم دادی ، چې طالبان او د القاعدې پاتې شوني د تل لپاره له پښو وغورځوي او بيا ددې توان پيدا نه کړي چې په پښو ودريږي.

سياسي کارپوهان او د امريکا د پېښو څارونکي په دې باور دي ، چې دا به  د سياست په ډګر کې د بوش لپاره تر ټولو سخته ازموينه وي، چې کيدای شي د  راتلونکو جمهوري رياست په انتخاباتو کې دده د برياليتوب يا ماتې سبب شي.

په عين حال کې د مشرف لپاره هم دا يو سخت وخت دی. په پاکستان کې مذهبي ګړۍ چې څو ځله يې دده دوژلوهڅې کړې ، نه غواړي چې امريکايان د پاکستان خاوره د القاعده او طالبانو سره  د  ډغرو لپاره استعمال او وکاروي.

په امريکا کې  د سياست ځينې لوبغاړي وايي چې کې چيرې دا ځل اسامه بن لادين د امريکا له پنجو ووځي ،  چې په اغلب ګمان په همدې سيمه کې دی ، د جورج بوش په انتخابي کمپاين به ناوړه اغېز وکړي  او دده لپاره به جبران  نا منونکي پايلې او عواقب  ولري.


بالا

بعدی * صفحة دری * بازگشت