عبدالولي منګل

 

منځ محاله اداره او د غميزې دوام

د طالبانو ارتجاعي سلطه پای ته ورسيده .په نسبي ډول دښځو،  مطبوعاتو ,بيان آزادي رامنځ ته شوه. د هېواد د بيا رغونې په لار کې ځينې ګامونه واخيستل شول.خو ددې ټولو پرمختايو سره سره هغه لومړنۍ هيلې چې زموږ ځوريدليو خلکو د بون د تړون او د موقتې ادارې درلودلې تر سره نه شوې.جګړه پای ته و نه رسيده ، سوله او امنيت ټينګ نه شو ، د پاکستان ، عربانو، ايران  مداخله ګر لاسونه لنډ نه شول او په ټول قوت سره په پټه د جګړې اور ته چې لا نه دی مړ لمن وهي. حالت د طالبانو د وخت په پرتله کړکيچن شو.لا تر ننه ددغو هېوادونو بنسټپالې حلقې او جاسوسي ادارې د طالبانو د پاتې شونو سره مرسته کوي او نه پرېږدي چې دا هېواد آباد ،متمدن او سوکاله شي.

د هېواد په زيات شمېر ولايتونو کې خپلسري زورچلونه او انارشي روانه ده، پخواني ټوپک والان چې مر کزي حکومت ته سر نه ټيټوي،په خلکو بې ساري ظلمونه کوي، د هېواد عامه شتمني لوټ او تالان کيږي. د بېلابېلو خپلواکه خبري سرچينو له مخې،د خلکو ژوند  خوندي نه دی،جنسي تېري، تېښتونې، غلا او لوټماري ورځنۍ پېښې دي چې دوام لري .قومي کرکه اخري اوج ته  رسېدلې ده .

هغه څوک چې د B52  په زور يو وار بيا د قدرت شان او شوقت ته ورسيدل، اوس يې يو وار بيا هېواد په وړو وړو امارتونو بدل کړی، چې د پرديو د غلامۍ ځنځير په غاړه خپل ټاټوبی د ټوټې  کېدو او نابودۍ لور ته کاږي.

مرکزي حکومت پراخ نه شو او حکومت عملآ د جګړه مارانو تر فشار لاندې دی.د ملي اردو او پولسيو د جوړيدو کار هسې تشه د خولې خبره ده کوم چې په عمل کې دغه کار د ډېرو ستونځو سره مخ دی.

 د هېواد په  سياسي نظام کې سترې نيمګړتياو اوجود لري. دموکراسي پلوه او د مدني ټولنې ارزښتونه اوجود نه لري ، د بنسټپالو مذهبي ټوپکوالانو او تنظيمونو له خوا د خپلې خوښې قوانين او فارمانونه تحميليږي. لنډه دا چې يو رښتينی دموکراتيک اساسي قانون رامنځ ته نه شو.

د هېواد د بيا رغونې لپاره رغنده ګامونه نه دي اوچت شوي .په مليونونه ډالره د زورورو قوماندانانو جيبونو ته ولوېدل.په دې لار کې بهرنۍ نړۍ هم هغه قولونه او وعدې  تر سره نه کړې، چې افغانانو ته يې ورکړي وې.

 پوښتنه دا ده چې زموږ د هېواد ددې اوږدې غميزې د هوارۍ په لار کې اساسي خنډونه کوم دي؟

ټولو ته جوته ده چې د افغانستان د ستونځې د حل کونجي په وروستي تحليل کې دافغانانواو په سر کې د مترقي کړيو او غورځنګونو    په لاس کې ده.خو لکه چې وروستيو پېښو څرګنده کړه بهرنی اړخ او هم بايد له ياده ونه ايستل شي.نن چې د نړۍ زيات شمېر هېوادونو د افغانانو سره ددې غميزې په هوارولوکې ملا تړلې ده ،دا ددې څرګندونه کوي چې ددې هېواد امنيت او سياسي ثبات څومره سيمې او بهر ته اهميت لري.

خو يو ټکي ته بايد پام وشي !!! افغانان او د فغانستان د پېښو شننوکي په ياد لري چې په دې هېواد کې يکتازي که د هرهېواد له خوا هم وي نه چليږي،او په دې خلکو تپل شوي حکومتونه  ځای نه لري،او د دا ډول هڅو او تلاشونوڅخه ډېرې ترخې  نتيجې او تجربې  تر لاسه شوې دي.

نو څه بايد وشي؟

داسې ښکاري چې د افغانستان د کشالې بنيادلا نه دی حل شوی او داکشاله له بنياده بايد  حل شي. نو پکار ده  چې ددې هېواد د شخړې د هوارولو او ددې هېوادپه چارو کې د ناروا بهرنيو لاسوهنو د بندولو او د افغانستان د خلکو د خوښې د حکومت په اړوند د نړيوال تړون لپاره يو رښتينی او پراخ نړيوال کنفرانس را ټول شي، چې ددې هېواد ټول ګاونډيان ،متحده ايالات او روسيا پکې فعاله ونډه واخلي، چې داسې بين المللي تعهدات او پرېکړې پکې وشي چې په افغانستان کې بهرنۍ لاسوهنې په قطعي ډول بندې شي او په دې اړوند نړيوال تضمينات رامنځ ته شي .

اساسي مساله دا ده چې افغانستان د يو خواييز او يو جانبه خارجي اغېز او نفوذ څخه خلاص شي ،او دا هېواد د نورو هېوادونو پر ضد د نظامي _سياسي او اقتطادي هدفونو او ګټو لپاره  استعمال او په خارجي پايګاوو بدل نه شي، او زموږ هېواد د يوه حاکميت لرونکي او نه ټوټې کېدونکي هېواد په توګه عنعنوي بېطرفي غوره او د عدم انسلاک او ناپېلتوب سياست وچلوي. او په افغانستان کې د دخالت او مداخلې ټولې زمينې له منځه ولاړې شي چې تر اوسه پورې لا نه دي تللي.

اوس چې د طالبانو واکمني پای ته رسيدلې ده او د افغانستان د قضې د حل ابتکار عملآ موقت حکومت ته سپارل شوی دی، د بل هر وخت په پرتله د لانجې د پای ته رسيدلو شرايط مساعد شوي دي.مګر له بده مرغه ،د هېواد دمليونونو خلکو او سياسي ځواکونو د انتظار او غوښتنو پر خلاف  دا ځل بيا قدرت د جنګسالارانو لاس ته لوېدلی دی ،او هېواد لا د جنګي زونونو او ډګرونو څخه نه دی خلاص شوی، د (بون د تړون ) ټولې پرېکړې لا نه دي عملي شوي.

په داسې حال کې چې د افغانستان خلک او ټولې مترقي کړۍ ،هغه هڅې چې د قدرت د بېلابېلو مرکزونو د ړنګولو د وسله والو ډلو د خلع سلاح کولو او د وسلو د ټولولو، او د هېواد د قومونو ، مليتونو او قبايلو د اکثريت د ملاتړ څخه برخوردار د يو قوي مرکزي حکومت د رامنځ ته کېدو په لار کې کيږي ملاتړ کوي، مګر په عين حال کې ، د هر ډول لاسپوڅي او تپلي شوې ادارې مخالف دي.

داسې ښکاري چې راتلونکي انتخابات به ، چې بايد تر سره شي  واقعي  او عادلانه نه وي او په افغانستان کې د قدرت د عادلانه وېش مساله چې يوه  تر ټولو مهمه او عمده شخړه ده ،نه شي حل کولای. ځکه ددې انتخاباتو ګټونکي معلوم دي،او دا داسې انتخابات دي چې د جنګسالارانو تر فشار، د برچې او ټوپک تر سيورې  داييريږي .نو پکار دي چې ټوپکوال زونونه منحل، د ملي پخلاينې له لارې او د ملګرو ملتونو تر څارنې،داسې آزاد انتخبات ترسره شي، چې د هېواد ټول ترقي غوښتونکي او د مدني ټولنې طرفدار قوتونه، ډلې او سازمانونه پکې آزاده برخه واخلي، يو رېښتينی او دموکراتيک اساسي قانون رامنځ ته شي ،چې د افغانستان  خلکو ته د تمدن ،ترقۍ او يوې ښکلې سوکاله او مدني ټولنې ته د اوښتون دروازه پرانيزي.

 

نوټ: که دا پاڼه ستا سې په سايت کې نه لوستل کيږي، نو تاسې کولای شی چې د ټول افغان څخه د پشتو فونت تر لاسه کړۍ.

برای خواندن اين مضمون ضرورت به فونت پشتو است که می توانيد ازاين سايت دریافت نمائید

pashto fonts

www.tolafgha.com


بالا

بعدی * صفحة دری * بازگشت