ابرازتأثر وغم شريکی

بمناسبت درگذشت خانم پروين اولين خواننده زن افغان

                        ـ  ـ   ـ  ـ  ـ  ـ  ـ  ـ  ـ  ـ  ـ  ـ  ـ  ـ  ـ  ـ  ـ  ـ  ـ  ـ

 

شورای سراسری افغانان وشورای زنان افغان مقيم دنمارک ، سوگمندانه بخاطر وفات هنر مند فرهخته کشورما، زنده ياد ميرمن پروين تأثر و تأسف عميق خويش را ابراز ميدارند و در حاليکه نبود اين نماد و تجلی هنرموسيقی افغانستان را ضايعه جبران ناپذير می دانند به خانوادهء عزتمند شادروان شيون کابلی شاعر تبعيدی ووالا مقام افغان، اقارب، دوستان و جامعه هنری افغانستان تسليت می گويند و برای مرحومه ميرمن پروين، خانم شجاع  هنر مند  بي بديل ووطن دوست که حدود شش دهه با تحمل مشقات فراوان موجوديت و جايگاه زن افغان را در عرصه موسيقی کشور تثبيت و در اين راه مصدر خدمات فراوان گرديده است فردوس برين را استدعا می دارند.

 

بادرود های فراوان

      شورای سراسری افغانان وشورای زنان مقيم دنمارک

پنجشنبه 19 قوس 1383 خوشيدی

مطابق نهم دسمبر 2004 ميلادی

 
*******************************************************

پيام تسليت       

بمناسبت وفات دو شخصيت فرهنگي افغانستان

- - - - - - - - - - - - - - - - - - - -

 

هرگز نميرد آنكه دلش زنده شد به عشق

 

    شوراي سراسري افغانان مقيم دنمارک سوگمندانه آگاهي حاصل نمود که دو خدمتگزار مومن و نيكوكار وطن عزيز ما افغانستان  هريک  شادروان اکادميسين پوهاند دکتر عبدالشکور رشاد شخصيت ارجمند علمي فرهنگي و ادبي وطن پس از هفت دهه کار خسته گي نا پذير تحقيقي ادبي و فرهنگي  ونيز زنده نام  داوود فاراني شاعر نويسنده و ژورناليست سابقه دار با کارهاي ارزنده هنري  ادبي در راديو تلويزيون افغانستان  رخ در نقاب خاك كشيد ند و ديده بر جهان فرو بستند.

   شوراي سراسري افغانان مقيم دنمارک در حاليکه تأثرات عميق خود را بمناسبت وفات اين دو شخصيت فرهنگي و خدمتگزار ابراز ميدارد از بارگاه ايزد متعال براي مرحومين طلب مغفرت نموده  به خانواده ها و همچنان  به همه ي علاقمندان و دوستان اوشان و جامعه فرهنگي  افغانستان اظهار تسليت مي نمايد واز خداوند متعال براي اوشان رحمت و غفران مسئلت دارد که روح مطهر ايشان را با ارواح طيبه ي معصومين عليهم الاسلام محشور گردانند.

 

با درود های فروان

شورای سراسری افغانان مقيم دنمارک

مورخ چهارشنبه 11 قوس 1383 خورشيدی مطابق 1ول دسمبر2004

 

 

 
******************************************************

په سويډن کی دافغانانو دعلمي او فرهنگي مرکز دخواخوږۍ پيغام

 

په زياته خواشنۍ مو خبر تر لاسه کړ چی نن دورځی دافغاني آدب ستر او ځلانده ستورې آديب ،شاعر ، ليکوال محقق اوتاريخ پوه دخپلو مينه والو او درنې کورنۍ دغړو سره دآبد لپاه خداي په امانی وکړه او له پانی دنيانه ئی سترگي پټي کړي .آنا الله وانا الیه راجعون

 

په سويډن کی دافغانانو دعلمی او فرهنگي مرکزمشرتابه جرگه داوسيدونکو افغانانو په استازيتوب دارواښاد علامه پوهاند عبد الشکور رشاد مړينه زموږ دوياړلی هيواد لپاره ستره او جبران ناپذيره ضايع بولی دلوي استاد دکورنۍ دغړو ،مينه والو اوټول افغان ولس سره پدي ملي ناورين کښی ځانونه شريک بولی .

دلوي استاد مړينه په هيواد کښي ډيره ستره او تکان ورکوونکې پيښه اوملي ناورين دۍ ،او   د گران استاد ځاي به دزياتی مودي لپاره دافغاني آدب فرهنگ او کلتور په جونگړ کي څوک ډک نشی کړای. همدا اوس ئی داکور بي خاونده اوددي کور ځوانان يتيمان او افغانان یی په وير کښينول.

دارواښاد علامه پوهاند رشاد علمي او فرهنگي خدمتونه اثار او انځورونه زموږ دهيواد دځوان نسل لپاره دډيرو ارزښتمنو سرچينو په توگه داستفادي ستره خزانه ده .

موږسره لدي چی داستاد سترو علمي ،آدبي او تاريخی خدمتونو ته دقدر په سترگه گورو،په افغانستان کی مو چارواکو ته وړانديز دادۍ چه دستر علمي اوملي افتخار (علامه رشاد) ټول ناچاپه ليکنی بيله لاس وهنې ددولت په مرسته چاپ او دهيواد په داخل او له هيواد نه بهر دکتابتونونو په واک کښي ورکړه شي.

لازمه بولو چی داطلاعاتو اوکلتور وزارت د افغاني آدبياتو او تاريخ پوهني دبشپړ تيا اوغښتلتيا په لار کي دبنسټيزو خدمتونو او دهغه لوي مقام اورول ته ددرناوې په وياړپه کابل او قندهار کی علمی او فرهنگي ځايونه دلوي استاد په نوم ونومول شي .

دلوي او بخښونکې خداي «ج» له دربارنه دستر تاريخ پوه دملي آدبي شخصيت دکورنۍ غړو ،مينه والو او افغان ولس ته دزړه صبر په غوښتلو سره گران استادارواښاد علامه پوهاند اکاډميسين عبدالشکور رشاد ته دجنتونو غواړو. روح دي ښاد وي 

                                 مالمو  سويډن     ۱.۱۲،۲۰۰۴      

 

***********************************************************************

دعلامه پوهانداستاد رشاد ياد دي آبدي وي !

        ۲.۱۲،۲۰۰۴

 

پرون دافغانستان د آدبياتو ،هنر اوتاريخ ځلانده ستوري علامه پوهاند اکاډميسين عبدالشکور «رشاد »له پانی دنيانه دآبد لپاره سترگی پټی کړي .ياد دي آبدي وي . دپښتو ژبي لوي آدب   پوه ،پر هيواد مين، ډموکرات سياستوال او سر غندوی استادعلامه« رشاد » پدغو سترگو پټولو سره دافغاني آدب نړۍ ټوله تاريکه کړه. نه تنها پښتو دانصاف له مخی دري هم يتيمه شوه، اوددغه فرهنگي ناورين سايه زموږ د هيواد پر فرهنگي او آدبی نړۍ وغوړيده، دډير وخت لپاره زموږ په غمځپلي هيواد کی بياداسي چړې نشۍ پيداکيداي .

پياوړې علامه استاد پوهاند« رشاد»دخپل عمر په 83 کلونو اوټول ټا ل څو نيم گړو ورځوپه ګډون 61  کاله دگران هيوادځوان نسل پداسی روحيه روزلۍ چي دهر څنه لمړۍ بايد : تل پاتۍ افغان ،بيا ويښ ځلمۍ ، دنړۍ دکاروان نه بايد شاته پاته نشي،په علم او پوهه کی غلام نسی، که ئی دجگړي په ډگر کی گټلی په سياست کی بايلل ورته پيغوروې، که پښتو ا ويا دري ژبۍ وۍ دفارس نوکر نشی، که ځوان دۍ پخوانۍ گوډاگۍنشې، که افغان دۍ په آدب، کلتور، فرهنگ،ټولنيزو اړيکو هيواد پيژندني او انسان ته په درناوی ،غيرت، پاک لمنۍ کي پاته رانشي،که انسان دۍ انسا نيت ،بشري عاطفي ، انسان دوستی ا و نوع پرستي هيره نکړي، تر ټولو وړاندي که پيغله ،ښځه او يا مقدسه مور ده دماشوم په روزنه او وطندوستۍ ته په صداقت کی تر نوروپاته رانشی .اوکه ماشوم يا زڼکۍ وې مور ،پلار ،مشرانو ،گاونډيانو ،هيوادوالو پکل کی انسان ته په درناوي او چوپړ کی شاته نه وي.

دگران ا ستادعلامه پوهاند رشاد ملي اسلامی او وطنی چوپړ په همدغو نيمگړو يادونو کی په لنډه توگه کيداي شې.

 ستر استاد علامه پوهاند «رشاد» دخپل لنډ ژوندپه اوږدوکی هغه څه سرته ورسول چی ډيرو دهغه دسرته رسيدو په هکله تصورنه ا وهو دیی « خوب او خيال» باله. لوي استاد علا مه پوهاند« رشاد» د «94»نه زيات علمی ،آدبي،فرهنگي اوتايخی اثار زموږ دجگړه ځپلی هيواد په ډيرو ستو نزمنواود ناخوالونه ډکو شرايطو کی چی ورته ځينی« ددموکراسۍ لسيزه،دځان غوښتنې واکدارې ، جهادی او داسلامی عمارت ټول واکې،اوراوروسته دآيتلاف(موقته ا وعبوري اداره) وایی»، دسپين کاغذپر مخ دهيوادراتلونکې نسل ته په ميراث پريښوده،هغه نسل ته چه ځوان«عبدالشکور رشاد» آن دځوانۍپه مستو شيبو کی دهغوي دا نسانی او روا حقوقو  څخه دملاتړاو دفاع  په منظور هر څه پر ځان گا للي، ولی هميشه یی پر دي ټينگار کاوه چی  ځوان نسل زموږدټولنی راتلوکې جوړوی ، او دا دافغان هيواد «بنايان» (جوړوونکي) دي دوي بايد داسی وروزل شي تر څووکولای شی دهيواد د بيارغاوني لپاره ميرويس نيکه او لوي احمدشاه غوندی دافغان ولس دچوپړ جوگه شی.

دگران استاد په اند نه بايايد افغانان هميشه دمهربانو همسايه گانو ځيره خوراو خيرات خور وي،  يادعربي شيخانو لورونې ته منتظراو سترگیپلار وي .

علامه استاد« رشاد »دداسي اندونو سره  کوم چی پايله یی په يو ه او بل نامه  «غلامي، قومي بي اتفاقی،ژبني ، مذهبی،ا و منطقوی اختلاف،دملي غرور تر پښولاندی کونه، او افغان اولس دهرپردي کس او نا کس تر واک لاندي راوستل وی  سخت ملی  غبر گون ښودلۍ دۍ.که دويښو ځلمو نهظت دکاغذ پرمخ او ډيرو چيغو وهلو پر بنسټ ډير پخوامنحل شوۍ ؤ خو په حقيقت کی استاد «رشاد» غوندي څو گوتي په شمار ژونديو ويښو زلميو دا بير غ تر هر اوسني سياتوال اوچت ساتلۍ دۍ. خير که دوي پارکوته نه وتلی،او لوی لاريونونه ییندي جوړکړي خو دوی پخپلو جونگړو کی افغان شاه زلموته «دمور وطن او سر تر وطن جار» درسونه ورکړيدی .

 

زما غوڅ او پر ځاي وړانديز دادۍ که دلوي استاد  مقبره دکندهار د پوهنتون په انگړ کي جوږيږي ،همدا پو هنتون دی د «په کندهارکي درشار پوهنتون» په نا مه ونمول شي.همداشان مي دافغانستان ولسمشر ته ديو افغان په توگه وړانديز دادۍ چی دکابل په ښار کی هم يو له علمی يا فرهنگي مرکز داستاد رشاد په نامه ونومول شي .فکر کوم هيڅ افغان په سياسی اصطلاح پښتون،تاجک، ازبک، هزاره، ترکمن، چهارايماق، بلوڅ،نورستاني،هندو اونورقومونه به پدي ف خفه نشي که دکابل په ښار کی يوه ځانگړي علمي مؤسسه داستاد «رشاد» په نامه ونومول شی.

دنړۍ په ټولو هيوادو کښي واټنونه ،ميدانونه او علمي مؤسسی داستاد «رشاد» پشان کسانو او علمانو په نامه ياديږی.

                                            حبيب اله غمخور     مالمو   سويډن 

 


بالا
 
بازگشت