حبيب الله غمخور

 

 

سويډن دمالمو ښار

حبيب الله غمخور

دسپتمبر۱۴ مه

راسئ دالمان په پارلمانی ټاکنوکې داغلي حميرا منصوري ملاوتړو!

 حميرا منصوري، د آلمان په ټاکنو کي يوازنۍ افغان  ټبره(افغانه ) نوماندې ده .

دالمان ړغ راډيو پثښتخو ژبې ويب پاني ددې خبر په لوستلوسره ډير زيات خوشحاله سوم . زما لپاره دوياړځاي دی چې  زموږ هغه افغانه چې په بهرکي دنياته راغلې خو غواړي چې ترنوروشاته پاته نسی ، دادی دسږکال  دالمان دباير ايالت کې دالمان دپارلمانی ټاکنو ميدان ته وردانگی .

پدې خبرکي راغلي  چې میرمن منصوري په اصل کي د آلمان په راينلاند کي ږېږېدلې اودخپلو ورونو اوخوېندو سره لويه سوې ده. د هغې مور او پلار افغانان دي خو زيات وخت کيږي چي په آلمان کي ژوند کوي . حميرا منصوري په شپېتمه لسيزه کي د افغانستان د صدراعظم ډاکتر محمد يوسف لمسۍ ده.

دډاکترمحمد يوسف دې لور خپلي لوړې زده کړې د آلمان په گيوتينگن پوهنتون کي د فزيک په برخه کي کړې دي اودلته يې خپله دوکتورا په ښو نمرو تر لاسه کړې ده . منصوري وايي چي د افغانستان زيات کلتوري اړخونه يې پېژندلي خو هيڅکله د هويت په اړه د بحران سره نه ده مخامخ سوې . هغه زیاتوي  ورته روښانه ده چي يوه آلمانۍ افغانه ده .

حميرا منصوري په تيروکلنوکي دلومړي ځل له پاره دخپل پلار او نيکه هيواد افغانستان ته ولاړه. هغې له خپلي مور سره چي د ۲۰۰۲ کال راهيسي په افغانستان کي بشري مرستي کوي په کارونو کې مرسته وکړه . منصوري په دې توگه له نزدې څخه د افغانستان وضعه وليدله او له افغانانو سره یې اړيکي ټينگي کړې .

حميرا منصوري ته د سياست سره لېوالتيا له خپل نېکه نه په ميراث پاتې ده .ددې خبرې په يادونې سره چې په بهرکي زموږ  ټولې خوندی اوپېغلې دهغوهيوادونوپه سياسی اوټولنيزژوندکښي پدې ډول لکه دا اغلې خور فعالي اوتردې کچو ځانونه راورسوی . دالمان په فدرالی جمهوريت کښي له ټولو افغانانوڅخه ديوه افغان په توگه غوښتنه لرم چې ددې درنې خورملاوتړی .پوهېږم که دبل کوم گوند سره سمپتي هم ولرئ ،او ددې افغانی خوردهڅولواوملاتړ په خاطرکه ددې شاته ودرېږئ ،فکرنه کوم چې تيروتنه به موکړې وي،بلکې ددې په برياليتوب سره به مو په بهکې خپلې نوری خوندی او پېغلو ټي هڅولي وي . 

http://www.dw.de/حميرا-منصوري-د-آلمان-په-ټاکنو-کي-افغان-ټبره-نومانده/a-17085626

 

 


بالا
 
بازگشت