عبدالرووف لیوال

 

زه دوزخ ته تلی وم

دلیندۍ دمیاشتې وروستۍ شپه چې د(یلدا)شپۍ په نوم یادیږی ، دلوی خدای نه غواړم چې (په دې شپوکې دخدای نه څوک ناروغوی او نه دې هم دناروغ لروونکی وی !) آمین .

ځکه چې هرڅومره لیمه ښکته او پورته کوې داشپه لانوره هم غځیږی، چې په دری کې وایی (مګرکلید صبح را درچاه انداختند ).

په هر صورت دخدای رحم وچې وروسته له پریشانۍ بیده شوم ، په خوب کې ګورم چې نه ګورم نعوذبالله دوزخ ته تلی یم ، اورونه دی ، ماران دی ، ښاماران ، داړه ورځناوران  چې په دنیا کې یې (دایناسور) بلل ، له جینګواوغټوداړوسره اخوا دیخوا ګرځی را ګرځی اودې سره یو ځاځی شانته سړی چې په لاس کې یې دبرق دډانګې په اندازه یواورلړونی لری،دږیرې هر ویښته یې داور دلښتې نه اوږده ،  اور هم لړی او کله ، کله په نورو کسانو غصه هم شی ، ما دخپل څنګ کس نه وپوښتل چې دا څوک دی چې په خلکو بابایی کوی اوپه څه خاطر یې دلته راوستی ؟ هغه راته کړل چې : دا کپتان صاحب دی هغه یې دچمتلې ددښتې او دنصرت مینې دځمکو دغصب او د کوم هزاره دوژنې او داچې په پیښورکې یې ظاهرشاه کافر بللی وو ،  خووروسته یې په پغمان کې ورته ډوډۍ کړې وه دلته راوستي او اوس په دوزخیانو مقرر دی .

دې بلې خواته یو بل تن چې برګه شانته دریشی او په سر یې دغرڅه غوندې داور دوه ښکر درلودل لکه دلیونی په شان یوې خوا او بلې خواته تاویده ، خپل ګاونډی نه مې و پوښتل چې دې خوارکی څه ګناه کړې ویې ویل داسروری نومیږي اوپه هغه دنیا کې یې د مسلمانانو دوژنو امر ورکړی .

په داسې حال کې چې داور غونډوسکی دما خواته راروان وو، یوبل سړی له غټې پوزې سره چې داور نه جوړ پکول یې په سر او اورین ښامارترې نه راتاو وو له ورایه را څرګند شو ما د پاړسوانو په خبره له کهنګی دوزخی نه وپوښتل چې دا لاپسې څوک دی ؟ چې چیغې وهی (ما وزیر اکبر خان ته بوځی ) هغه ځواب راکړ: وایی دې سړی پښتنی تجارتی بانک ته مخامخ له غریبو او مظلومو خلکو نه دساعت پلورنې دکانونه غصب او په هغه ځای یې د زرګرۍ مارکیټ جوړ کړی .

ده خپله نه مې وپوښتل چې تاڅه کړی؟ هغه راته وویل: پرسو نه کو برار،جایګه بنام تپه سکارد را ګرفتو ، نمره ساختو ، آل  میګن کې توغصب کردی ،.   ارې برار هرچی ګریه وزاری مونوم ایله نه موته .

په همدې خبرو کې وم چې داور نه جوړیو غټ داینا سورخپلې اورینې سترګې راباندې راویستلی ، غلی شوم او بلې خواته داورونو په غونډوسکو کې ولاړم که ګورم چې یو بل څوک داورپکول یې په سراو دقبضې په اندازه داورږیره یې پر مخ ده ، هغه ته مې وویل چې ته څنګه دلته راغلی یې ؟ ده راته کړل : وروره ! کله چې په هغه دنیا کې دحج او اوقافو  وزیروم ،  درغلۍ مې کړې وې او داختلاس په پیسو مې په لندن کې رستوران جوړ کړی و.

وړاندې ولاړم چې داور نه جوړ پاسته ، پاسته ماران مې تر پښو لاندې شول ، یو څه خوښ شوم چې داخو یو څه پوست ځای دی ، چې دوه ږیرخریلی څنګ په څنګ په داسې حال کې چې تر ستونی داور په سکروټو کې ډوب دی او کوکارۍ وهی . دې وونه مې وپوښتل چې پر تاسو څه دخدای غضب را نازل شوی او څه مو کړی ؟

هغوی راته وویل چې:  په هغې دنیا کې مودبیت المال روپۍ له کابل بانک نه غلاکړې وې اوسره له دې چې را باندې زبادې هم وې ، موږبیرته ورنکړې ، اوس مو دا حال دی .

هخوا ګورم چې یوه ښځینه داور په ګاڼه پسول شوې اوسورې وهی ، هغې نه مې تپوس وکړ ؟ ته عاجزه اوسیاسره ولې په دې اور کې لامبو وهې ؟ هغې راته کړل : زه په هغه دنیا کې دبشری حقوقودکمیسیون مشره وم ،دریو تنودشجاعی جک ادیما او ذکریا کندهاری په نومونو بیګناه مسلمانا ن وژلی و،مادهغوننګه کړې وه ، زه هم په همغه ټس کې دلته راغلې یم .

په همدې وخت کې وو چې یو غټ دایناسورراباندې برید وکړاو له ستونی څخه یې ونیولم ماکریغه کړه ،همدې کریغې سره ، میرمنې مې له غوږنه کش کړم او راته ویې ویل : څه بلا درباندې شوې ! چې په خوب کې کریغې وهې ؟ پاڅه یو ګیلاس اوبه وڅښه او بیر ته بیده شه . ځان سره مې لاحول کړل ،توبې مې وایستې او له کټ نه را کوزشوم ، زما چې لیدلی خوب په یاد نه پاتې کیږی دادیلدا شپې خوب مې ترنن دمرغومی تردوهمې پورې ټکی په ټکی په یاددی.

عبدالرووف لیوال.

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت