عبدالقیوم

 

دټولو څخه مننه

ضمنن ټولوته بلنه

دوستانو سلام : بلنه نه داسي چي راسې زموږ سره یوځای سي ،بلکي موږ درسره یوځا ی کیږو.زموږ دبلني څخه مراد یوځای والۍ دئ، دیوه غښلي ځواک تشکُل دئ،نه تنها ستا په خوښه اونه زما په خوښه بلکي دا دوخت غوښتنه ده ، دادټولو ګډه غوښتنه ده زه اوته هم په هغوکښي راځو "راسئ سره یوسوو".

هرکال په یوه ورځ ختمیږي ،هرنوي کال په یوه ورځ شروع کیږ ي. پدې طبیي تغیرکي دانساناو نقش نسته .سږکال بیا هم دتیروکلونو په ډول نوي کال ته دور ننوتلو له امله، دمروج کړل سوي دود په اساس مي مشرانو، خپلوا نو ،ملګرو او ټولو هیوادوالوته دنوي کال دپیل مباره کي ولیکل. دوخت اوموقع څخه په ګټه مي علأوه پر تبریکۍ ویلو، په لیکنه کي ټولو دوستانو خصوصاً هغوئ چي دسیاست سره مینوالودي، ددوئ پام دې خبري ته راګرځا وه چي:( زما ن او زوریدلې افغان ولس )زموږاوتاسي مکتب لوستو سیا ستوالو څخه غوښتنه لري؟ بسته ترنورودځا نونو لوړبللو څخه لاس واخلۍ ،دنفرت پرځای دمحبت، دیووالي ،نژدي والي اومتحد والي دپاره په صداقت دخبرو څخه په عمل لاس پوري کړئ .دوطن آزادي ،دولس نیکمرغي په نفرت ،جلأ والي اوتشوخبرو نه میسره کیږي.هغه ؤ چي زما د لنډي لیکني په جواب کي زیاتو ملګرو اودوستانو دمحبته څخه په ډکو ښکلو جملو، ښوادبیاتو لیکل سوي پیغا مونودګلونو په ګیډیوو سمبال ونازول لم. له ټولوڅخه مننه، درارسیدلوپیغامونو د اکثریت محتوا یوه وه ، هغه په عنعنوي ډول دوعاګا ني وي.په زیاتو ایملو کي په وطن کي سوله، امنیت ،ښه حکو مت راوستل دملګروتر منځ وحدت په خواست له خدایه غوښتل سوي وه. حال داچي د اسلامي قانون (قرآن مجید) دوینا پر اساس دا کارونه په خدای(ج) پوري اړه نه لري. الله پاک نه امنیت خراب کړیدئ ،نه يې نا رامي جوړه کړیده ،نه يې حکومت بدکړي اونه زموږ اوستاسي د یووالي په پلاره کي خنډ دئ . کمی په موږ اوتاسو کي دئ...... . دغه دوعاګاني کلونه کلونه په هرکا لهَ،کلي اومسجد کي ویل کیږي."خپل عمل دلاري مل"،"ښه خوئ به دې ودان کړي، بدخوی به دي په ځان پوري حیرانکړي"،" دنفاق ونه ګل نه لري سرداره،نه به وڅکې میوتریې مذه داره"، "دیوه لاسه ټک نه خیږي". آیا د افغانانو،سیا سیونو، مبارزینواواګاه خلګو په حیث دهیواد اوهیواد والوهیرول جُرم اوګناه نده؟چاته اوڅه ته منتظریاست ؟.

محترم انجینر ذکریا "یوسفزی" هم یو جانداره ایمیل راته را استولۍ دئ،دنظر،پیشنهاد ،وړاندیز اوهمکارۍغوښتونه یې کړیده.پدې شان محترم درمحمد"وفا کیش" صاحب هم د تفا هم "فکري خطوطو" تر نوم لاندي یوه جانانه برنامه ترتیب او راته را ایمیل کړیده اونظريې غوښتۍ دئ زه ددوی دواړو څخه مننه کوم،چي د هیواد دآزادۍ او هیوادوالو دنیکمرغۍ په لاره کي يې احساس،هیمت اوفکرونه فعال دئ.ګرانودوستانو!دابه راته ډیره مشکله وي چي و هرایمیل ته ځانګړئ ،ځانکړئ جوابیه ایمیل ولیکم. هدف معلوم دئ، موضوع یوه ده اودرد دټولومشترک دئ. مشکل دادئ چي دسره یوځاکیدواوراټولیدو ادرس مو یونه دئ .رښتیا داده چي دبد بختیو څخه دځانونو اوملت دخلاصون لاره "یووالې" دئ داخبره ټولولومنلې ده.ودي هدف ته دتلو لاره به په ګډه تعقیب کړو . راګرځم دې ته ترما تاسي ته ښه معلومات سته همدا اوس اوس په افغانستان کي دننه نژدې (۶۰) سیاسي احزابو په وزارت عدلیه کي ځانونه راجسترکړي ، دسیاسي فعالیت جوازونه يې په لاس راوړیدي، دپورته (۶۰) حزبونو دجملۍ څخه تر(۲۰) زیات يې دمترقي اوچپوپه نوم ږغ کوي.که څه چي ټول پوهیږویوشمیرله هغو حزبونوڅخه تش په نوم یوازي په کابل ښار ،یا دهیوادپه یوه خاصه منطقه اویوه ژبه کي تراوسه راګیرپا ته دي. مګر له دې خبري هم انکار نسي کیدلای ددوئ په منځ کي سته داسي حزبونه چي دهیواد په اکثریت ولایاتو، اوله وطن څخه دباندي هغوهیوادنوکي چي افغانان شتون لري دوی هلته دکار فعالي کمیټی لیري .زه فکر نه کوم چي په اوسنیوسختو پیچلو اوبحراني شرایطو کي دبل نوي بنیاد، حزب اوټولني جوړیده دي ترجوړکړواحزابو افضل اوبهترمؤقف په جامعه کي ونیولای سي. ترکمه ځایه چي زما پیژندل ګلوي ده په ووروستیو نژدې دولسوکلونو کي دافغانستان په ولایتواوخارجي هیوادو کي دسیاست سره مننه وال په ډیر کم شمیر افغانان به مستقیل پاته وي. هغوچي دمشرتابه اورهبرۍ خیال يې په خپل سرکي لاره دخپل توان برابرخپل بختونه لا وختي ازمائیلي دي، اوهغو چي سیاست يې کاوه دځان دمشرتابه غوښتلوفکريې د سره غورځولۍ وو،هغوی هم ټولو لاوختي دخپلي خوښي اوعلاقي وړحزب سره لاسونه ورکړیدي. محدود شمیراشخاص بینا پرهرعلت چي وه ډیرکلونه يې دتشکُل اوتشکیلاتي مبارزي څخه ځانونه لیري ساتلي دي.اوس فکرنه کوم چي دهغوڅخه دي داسي فعال خوځښت جوړکړلای سي چي نور احزاب پرځان راټول یا رامات کړلاي سي.زما په فکر ښه خبره به داوي چي دیووالي په روحیه اوفکر مطابق دخوښي په موجودو جوړو حزبو نوکي دننه سي هلته دهغوئ په منځ کي دغه دیووالي روحیه پیاوړۍ کړئ،دموکراسي ته وده ورکړئ دابه دیووالې دپاره،لنډه، بهتره اوبې خطره لاره وي.

خطوط زښت زیات لیکل سویدي،که ټول په غورسره وکتل سي ،اختلاف دنظرو به په مشکل پکښي پیداکړئ.نوهغه څه چي (۱۰۰) ځله نورو لیکلي وي بیا لیکلو ته يې ضرورت څه دئ؟معلومیږي چي خبره پرطرحه نه ،بلکې پر اشخاصواومشرتابه وي. نو راځئ دغه خبره لڅه کړو، چي ګډ کښینو په انتخاب اورايې سره مشرتابه وټاکوو.هرڅوک به دصفوفوپه هنداره کي خپل ځان وګوري، هغوی چي انتخاب او نماینده سي پرکاري پلان اودسازمان دجوړښت پر طرزالعمل به بحث کوي . کړنلاره مطابق دشرائطو ،داکثریت غړوپه خوښه به تصویبه وي .دحزب،جنبش اویا هربل څه دپاره مشرتابه دزیاتوپه خوښه په ګډه به انتخاب سي.

موږ په متحده ایا لاتو اوکاناډا هیوادوکي میشت د"وطن دترقی ملي حزب " ټول غړي په یوه خوله دخپل حزب"دوطن دترقی ملي حزب" په نما ینده ګي په جرأت اعلانه وو،چي زموږ دحزب رهبري اوټول غړي بیله هیڅ مخکني شرط څخه د هغو افغا نانوسره چي دافغانستان دآزادۍ ،آبادۍ اودیموکراسي پلوي ځانونه بولي، دهغوی سره دډموکرا سي پر اصولوبرابردیووالي په لاره کي مشکل نه لرو. موږته تاسي ووایاست کله ؟ چیري؟ څنګه اوپه شکل درسره یوځای سوو؟خلګ نور خپل سري رهبري نه قبلوي،موږ په خپل حزب کي دحزب مشرتابه په انتیخاب اود معین وخت دپارمنلې اومنو ،موږ انتصاب ،ابدال آبدا ،دایم اوقایم مشرنه لرواونه منو،هرڅه په مشوره اوانتخاب قبلوو.اوداچي محترم "پوپل" صاحب دډیروخت را هیسي زحمت باسي مقالي لیکي چي "ولي بي اتفا قه یو" ډیر و دوستانو هم خپل نظرونه ورته لیکلي دي .ټولودامسلهء ښه تحلیل کړیده،زما په باوراساسي مشکل دادئ چي (ځان اوخپل ټټودبل ترآس ښه ګڼو ) . مخ پرپورته روان یوو،ستاسي لخوا دجواب په تمه.پخوا ویل کیدل چي"وخت سره زردي" اوس هغسي نه ده اوس وخت "دمرګ اوژوند ترمنځ هویا نه".وحدت ژونددئ اونفاق مرګ.

داحسا س دوښیدو، دیووالي اوغښتلوالي په هیله ستاسي کشر.

.19013-2-04

منشي عبدالقیوم امریکأ

 

 


بالا
 
بازگشت