عبدالقیوم

 

دڅلورو پوښتنو دځواب په لټه

 

څلرمه اوورستۍ برخه

 

۴- څوک دستونزي دوام غواړي؟

لنډجواب : زه،ته اوټول.

 

لازمه ده دلته داخبره ولیکم : فکرکوم واقیعت لیکم دکم کس یا ګروپ دخوشحالۍ اویاخفګان په خاطر نه ،بلکي دخپل درک اومسؤلیت له مخي.

هره دولت،هره ټولنه اوهرشخص باید ترخپلوشخصي ګټوزیات وعمومي مفاداتو ته معتقید اومتحدوي. خوهریوددوی څخه باید دخپلي بقأ ،ښه ژوند اونورپرمختګ دپاره هم تلاښونه وکړي.دولتونه باید دولسونوسره اوټولنه باید دخپلوافرادوسره په ګډه دبد بختیو مخه ونیسي.

 تجریبه اومشوره دژوند خوند زیاتوي ،جدیت ،حرکت جنش اوفعالیت دژوندمعنی اومفهوم دی.

پردې نابوده دنیاهره لویه اووړه لوبه جوړول،هره نقشه تړل،هر ستونزه اوتوطیه زیږول ،دلویوقدرتمندو دولتونو کار وي. دستوزو دجوړ یدو مقصد یې جوړونکو ته معلوم وي،دشروع اوختم نیټې يې دوی سنجوي. موږاو تاسي ته یې لکه څنګه چي  ددوی ا هداف مرمُز دي، دوام او ختم دواړه مرمُزوي . داسمه ده چي موږاوتاسي دتصمیم نیونکو څخه نه یوو.لاکین موږ مخنیوی کوونکي کیدای سوو،چي متحد سوو.

 

مګرپه تاسف سره زموږ زیات منور اوس هم د تماشا چانوغوندي لاس ترزنه ناست دي.صرف دونه وایې چي دالوبه پردوشروع کړیده دیوه هدف دپاره . خپل نقش په خپله نفي کوو،ترڅوچي مومادي ګټ نه وي عمل نه کوو. سوال دادی زما اوستا مسؤلیت دیوه انسان په حیث څه دئ؟.

 

دوی(دښمن) متحدانه عمل کوي دوی لمړی دخپل پلان دتطیبق دپاره په منطیقه کي دخپلو اجنټانومرستي ته اړدي، څودخپلو اجنټو پرلاس  دمنطقي دولسو نوپه منځه کي بې باورئ اومخالفتونه دې حدته ورسوي،څوولسو نه په رضأ دپردو لاوس وهنوته ښه راغلاست ووايې.

موږدآګاه خلګو په حیث باید څه کړي وایې یا اوس باید څه وکړو؟داپوښتنه باید هریودځانه وکړو.

 بل دښمن ته په عام ولس کي داخلاف اچولوښه،غوره اواسانه  لاره دمذهب اوعقیدې څخه ناوړه استفاده ده .

په هغوټولنواوهیوادوکي چی دعلم اوپوهي سره اشنائې  وي هلته دولسونو دپاکو احساساتوڅخه منفي ګټه اخیستل دښمن ته ساده نه وي .    

                                       

زخمونه

 

زړه دکوګله راکښای نسم

چي سم يې وګورې ته خپله

 ستادګوتوترشمار زیات دي

چي  سم یې وشمیرې په خپله

 

 دروڼ اندوتر منخ داختلاف اچولواو استخدام لاره، طتمع، ،وعدې ،چوکي ،پیسې اوپه وروسته کي تهدید. دښمن له دغوټولو چارو څخه  استفاده کوي .هیح کله زموږپه هیواد کښي دداسي  اوږدوجګړودرامنځته کیدو سببو نه یوازي کورني نه وه. ترهغوبه داجګړي رواني وي ترڅوچي زما او ستاخبره وي یا بې اتفاقي وي،ترهغوبه داجکړې رواني وي اوترهغوبه دا حالت مسلط وي،ترڅو چي بې علمي وي .

دچا به ژاړم پرچا بدووایم

ځکه بدخوهم زموږخپل وه

په بدوکي ښه پیداکولانه سم

خکه ښه موهم اوس ګډ سوه

 

موږ ددغه نه پوهي په سبب  ،خودخواه یو،بې اتفاقه یو،پرخپلوځانوهم  بې باور یو،خودکش بیګانه فرست یو،لنډه يې داچي هره بدي په موږاوتاسي کي ده،موږټول خپله هم دستونزي اوجنګ ددوام عامل یو. خپله ځانونه رواڼ اندي معرفي کوو،چي په واقیعت کي لا نه یو.نه خپله کار کولای سوو اونه بل څوک دمشرپه حیث زعملاي سوو.

 

موږمونورنه یو، زموږپروطن پرستۍ هم شک کیدای سي. ځکه کړني مودولس په خیرنه دئ.لا تردا اوس ډیرسته چي پرمړويې تجارت شروع کړیدئ ،دهغوی دعکسونوپورته اوکښته کوي دهغوڅخه یې بازيچې جوړي کړیدي.زه یقین لرم په اوسنیوشرایطوکي باید مړي پرځای آرام پریښول سي . دا به دمړو دارواحوپه ګټه وي اوهم دآنیده واحد جنبش په ګټه.

 

۳۵  کاله کیږي په هیوادکي لڅ جنګ،خیانت،ترور،فساد روان دئ،زموږ  وروڼه اووطنوال پکښي مري، مګرته لا ته يې اوزه لازه یم ترڅو (زه اوته ) یوځای (موږ) نسو خلګوته مصدردخدمت کیداې هم نسوو. په ویش، واخ ،په خفګان،په خبرو،په لیکنو، په شعرونو،په اعلامیو، په کنفرانسو نو او غونډو ، يې غندو اویا ستایو،هودا به نیک عملونه وي لکه دخوړوترمخه بسم الله الرحمن الرحیم ویل دونه ګټه لري .

 

 په خفګان دغه نیک اعمال موهم یودبل په مخالف اورقابت کي سرته رسیږی، په رادیو ګانو ،تلویزونونوو اخبارونو،ویب سایتونو،حتی غونډو کي په عوض ددې چي منورین  افغانان سره  یواومتحدکړو پرډلو،ګروپو سره تقسیموو.

 

آیا دلته هم خاریجان ملامت بولۍ که خپله ځانونه.موږیو چي دښمن ته ګټه رسؤ،موږ یوددښمن عمرموزیات کړۍ دئ ،زموږ  خودخواهي ددې عامل سول چي دښمن  راپکښي  میلې کوي.همدا سي نه ده؟

آیا  یوا زنۍ لا ره  د حل  د ا ګڼۍ چي  د غه هیوا د ا وهیوا  د وا ل پرد غه حا ل پرږدو،موږخوهر ډول چي وو دوطنه پښې راسپکي کړې،مګر وطنوا ل مو لا  په ا ورکي سوځي.دوستانو په آخیربیا خپلي همیشنۍ  غوښتني ته راځم:

ټول حزبونه ،سیاسي کړې اواشخاص په خوله اوقلم دغه خبره کوي ،چي دهیواد آزادي،دخلګونیکمرغي،عمومي خلع سلاح،داجتماعي عدالت  تطبیق غواړو ،دملي فوځ اوملي پولیسوتقویت غواړو ،دخلګوپه ګډون آزادو، مستقیمو اوسیري رایویومنتخب حکومت غواړو.

د میني په د نیا کي د  د ین ا و د  نیا جنګ دئ

منصف یې زه ترمیا ن شوم،نه یوخواشوم نه بل خوا

مګر داخبره هیڅوک نه کوي اونه مني چي دیوغښتلي ،واحداومتحد حزب دپاره مشرتابه  په انتخاب دټولو غړوپه آزادو، مستقیمو اوپټورایو ورکولو سره غواړو اومنو. نه داخبرنه مو،دلته دموکراسي ته رائې اوانتخاب ته  دغه دموجودوحزبونو  اوډلکیومشرتابه  ځانونه نه تسلیموي ،مشران يې ځانونه همیشه مشران واج الاحترام،دایم اوقایم غواړي.

ولي ددموکراسي  پر اصولوبرابر(هرچیري هرڅه په انتخاب )عمل یووالي  اوداکثریت په رایه انتخاب څخه ډارسته؟.احزاب دځان اوکورنۍ په خدمت کي مودرولي دي.داستاسي ګناه نده دا دهغوګناه ده چي په پټوسترګویې ستاسي اطاعت اوبنده ګي ته ځانونه سپارلي دي،دمریانوپه شان یې تاسي استعمالوئ.

 دافغانسان دسیاسي احزابوپه تاریخ کي داول ځل دپاره د(وطن دترقي دملی ګوند)  هغه لمړی ګوند دئ چي  مطابق دخپلي اساسنامي يې عمل وکړۍ د ګوند مؤسیس يې په ژوند دوني، په رضأ ،خوښه ،مشرتوب پریښود. دګوندمؤسیس په صداقت دده په عوض د نوي انتخاب سوي مشر ترشاه  ودریدئ اوولاړدئ.

موږ رهبري اومشرتابه مقامونه ابدي اودائمي دیوه شخص یا څوکسوتل ترتله اوبیله انتخابه  نه منو.نورافغان سیاسیون دنما یشي،تقلوبي، آبدي مشرتابه څخه نفرت لري،پدې خبره باید اوس ټول دګوندونو مشران پوهه سي .

نو سره لدې چي نن ورځ هرڅوک ،هره  ډ له  د خپل سیا سي ا وا جتما عي موقف اووضعي سره  نا را ضا ئیتونه هم لري بیا هم په عمل لاس نه پوري کوي. آیا یوځایوالۍ سخت  د ئ ؟زما په  باورنه ،کم څه چي سخت دي هغه  ترځان غوښتني،ځان لوړبللو ،ځان ته لولوټه  ایښوولو  شخصي منفعتونوڅخه تیریدنه  ده ،نه یووالۍ.

 هرحزب،هرسازمان،هره ټولنه ،هرنهاد اوهرشخص چي په اوسنیوشرائطو کي  دموکراسي ته تن نه ورکوي هغه واقعي مکاراوزنګ دښمن دئ.هیله ده صادیق واوسۍ.په ورسته کي وایم : که په موږپوره نه سوه!

هرسورڅاڅکۍ چي ولیدلۍ وي پرمځکه

خالقه! پرهغه مځکه نوسره ګلان راشنه که

 

وګورم چي دوستان دغه څلورپښتني څنګه جوابوي؟

 

پای

 

+++++++++++++++++

 

دریمه برخه:

 

۳-چا پکښي مزيې وکړې ا وڅوک پکښي خرا ب سول؟

 

الف – چا پکښي مزيې وکړې؟

 

کله چي غوا ړو یو ځا ی ته ولا ړسو ترهغه مخکي دا ضرور د ه پوه سوچی ا وس چیري یو. نورا به سولمړی دې خبري ته دابه روښانه کړو چي  دولسونوتر منځ دبې باوریو ،خپل منځي جګړو ،هیواد خرڅوني  اونړوني څخه چاه ګټه پورته کړل؟ هغو چي ګټه پورته کړل هغو مزیې وکړې. کله چي دغه پوښتني ته په انصاف سره جواب ورکووباید لږترلږه دخپل هیواد دتار یخ څوپاڼي راواړو. وګوروچي همیشني مزې کونکي څوک  وه.زموږپه هیواد کي تیرومو هم داوسنیوپه شان په دغه رویش اوطریقه  ثروتونه جمعه کړي وه .که موږ ددغو لنډو۳۵جګړه ایزو کلونو جریان چي هرڅه زموږپه مخکي تیریریږي اولا ورته دپای ټکۍ نه دئ ایښول سوئ،بیله ژورفکره وګورۍ ،هرڅه لڅ دي. څوک څوک وه؟ اوڅوک څوک سول؟ پس یقیني خبره داده  زیات  هغه چي اوس ادعالري   موږ دپلار اونیکه څخه شتمن وو،هغه هم پدغه شان یوڅوک سوي بوله.

 

ازکجا کرده این سیم وزرش

یاخودش دوزبودیا پدرش

 

نه بارید از آسمان برسرش

یاخودش دوزبودیاپدرش

 

بدبختانه چي زموږدهیواد تاریخي خط السیرداسي راغلۍ دئ .داوس په شان حکمرانان په تیرتاریخ کي زیات لروچي دپردونوکروه.بلکي زیات واکدار مو دیوه نه دیوه خارجي دښمن حکومت دپټو شبکو سره نوکرۍ کړي دي ،لږلروچي مستقل اوآزادبه وه. هر خاریجي زبرځواک چي زموږ هیواد ته راغلۍ دئ  په بیلو،بیلووختونو کي دخپل ضرور ت اوتوان په پیمانه زموږ په هیواد کښي دنن ډیري کورنۍ ترحمايې اوتربیي لاندي نیولي دي.

 

بیله شکه افغانانو(ولس) هروخت  خاریجي تجاوزته غاښ ماتونکۍ جواب ویلۍ دئ.خو دبل بیګانه هیواد مادې اوتسلیهاتي مرسته يې ترلاسه کړیده. بیا يې نو دخپلووینو تویولواو دخپلوسر ښندونوپوسط دجنګ په ډګرکي  دښن ته ماته ورکړیده داهم رښتیا ده.

په زیاتي خواشنی سره ترجګړې وروسته يې د خپل هیواد واک دبل خار یجي ترحمايې اوتربیې لاندي (نوکر)  صفته افغان ته  سپارلۍ دئ. دتاریخ په اوږدو کي هرزبرځواک خپلي منظمي  یونیفورم لرونکي لښکري زموږ دخاوري ایستلې دئ،مګرخپل افغاني جاسوسي کورنۍ يې د پاچا، صدراعظم ، وزیر،مشر ، خان، ملک ، آغا،شیخ،ملأ ،پیر اوفقیرپه نومونو پرایښي اوحمایه کړیدی.

 

دغه ستا په ړنګ جهان کي چي وداني بنګلې دي

دمعمار دلاس تڼاکي دمزدورتودې خولې دي

 

هرهغه امپراتور،پاچا ،رئیس جمهور او آمیرچي دخپل اقتدارپروخت  ولس دپوهي اوبیداری جلأ ساتلۍ ، دولس  دپوهي په لاره کي يې عملي ګامونه نه دي اخیستي که یې ټبروال اوپه ګټو ورسره شریک  هرڅونه صفتونه ولیکې،هغه آزاد ،حکومتونه اودملت نماینده حکومتونه نه ؤ ،بلکي وابسته ،دپردونماینده اودپردو دګتو ساتونکي نوکر حکومتونه وه.

 

دافغانانو په قضایاوو کي ښکیلو خاریجي  طرفینو خصوصاً په وروستیو اواوسنیوجګړوکي دبریالي اوګټه وړونکي طرف مقصدونه ترزیاته بریده حاصل سوه، دوی ګټه وکړل . دخپلو پیسو،اسلحواو مخکني استخدا م کړل سوافغانانو په توسط  يې زموږ بیچاره دعلمه لیري ساتل سوي ولسونه  دځانو په ګټه دافغان اولس په ضرر ښه استعمال کړل .

 داسلام دنوم څخه یې داسي  پرځای استفاده وکړل چي په طول دتاریخ کي واقعي مسلمانانو داسلامه دونه ګټه نه ده اخیستې لګه دغو استخدام سوو اسلام نما کورنیو چي فایده وکړه. خاریجانو خپل سیال او اریف (روس)  مات کړئ ،زموږهیواد يې راخراب اودسرسړي يې راته ووژل. هوزموږهرواکداردسرسړي وژل خود ورستیواواوسنیوحکومتونو وژني سختي پدې وې چي مکتب لوستي زیا ت ووژل سول.

 

بلاخیره دخارجي کړیو دکار نتیجه اوثمره د( بن کرغیړن کنفرا نس) وو. چي په عمل کي تاسي  ولیدل  نتیجه یې کرغیړنه  را ووتل. د ا فغا نستا ن  وا ک يې وخپلوهغوا شخا صو ته پلا س کي ورکړي چي دوی له ډیرپخوا څخه په خپلو شبکوکي  روزلي وه.اوټول بد نا مه ،پیژندل سوي څیرې وې.دغه داخلي اوخاریجي پرواک سپاره ګټندویان دي.

 نوپه هغه ملک کي چي افتخارپه ذلت، اوسر لوړي په سرټیټي حاصلیږي، هلته به نوڅو ک ګټندوی وي؟آه داتمیز دچاه سره دئ؟ څوک به دا سره جلأ کوي ؟.جنګ تمویلونکي اوجنګ رهبري کونکي دباندني اوکورني  ګتندویان دي نه ولسونه.

 

ب:- څوک پکښي خراب سول؟

 

روښانه خبره ده چي هروخت اوبیا په دغو لڅو(۳۵) کلونوجګړو کي دافغانانو (راست اوچپ )دواړه طرفه خصوصاًهغوچي په صداقت دوطن دآزادۍ اوآبادۍ فکرپه خپل سرکي  لاره  پدې جګړوکی ووژل سول اوخراب  . وطن اوعامه شتمني چي دټولو افغانانو مشترک مال وو، دخاورو سره خاوري سول . په مجموع کي  مکتب لوستي په   کافر، کمونیست ، اوجاسوس خلګوته معرفي کړل سول،مشران يې ورووژل اوکشران يې دربدره اوآواره کړل.

 

بل لوری په مجاهد اوطالب کي  وطن پرست اوپه پردوپوري تړلي  بیله مړو نورټول په  اشرارو، توپکيانو ،غلو ،توپکسالارانو وروسته په ،تروریست،القاعده ،قاچاقبر اومافیا په نومونو دادئ تراوسه ټکول  کیږي. دراست اوچپ  اړخونو ترمنځ یولڅ تفاوت داؤ ،چي  دمجاهدو په نوم مشران له پخوا څخه دپردونوکران وه ،هغوی اوکورنۍ يې  نه داچي  خاریجانووساتل بلکي ،دپریمانه مرستو اوډالروپه زوريې دخپلونور اهدافو دپاره،اشراف اوواجب الاحترام وساتل.خو بدي دا ده چي ټوله افغانان  جهانیا نو ته ترسپکو هم سپک وروپیژندل.معلومه  ده چي  ولسونه ټول سره یوځای ګډوسوځل سول، نورنه چاته نوم پاته سونه افتخار.یوازي دجنګ تمویله ونکي ،اوهغه په نوم افغانان بریالي دي .

 با ید افغانان!

 دژوندپه رازونو پوهه سوې وي .دتیراو اوس وخت په فرقونو پو سي. راځی کامیابي  خودناکامي زیږیدلې ده .آیا څوک سته چي زموږله دغه مظلومیته خلاص کړي؟  آیا لا فکرکوي چي داهرڅه دناپوهی پربندیاد زموږپه هیواد کي سرته رسیدل اویا رسیږي؟ نه داسي نه ده جأ بر،هرڅخه اګاهان، دپلان له مخي  پربې وزله دعلمه لیري اولس باندي تطبیق کوی .

داخبره دلمر په شان روښانه ده دافغانستان په خاوره کي که دعربو سره  جګړې سویدي، که دسکندر،چنګیز، الاکو،تیمور، نادر افشار، انګریز ،روس  اویا اوس دناټوپه وړاندي جګړه. هرو خت داولسونه دي چي داورپه لمبوکي سوځي،وژني اوخوارۍ يې دولسونو په برخه وي ،قهرماني ،بریا اوښادئ دڅوتنواوپردویووي.دښمن ته دعلم اوپوهي  څخه دولسو نو دلیري ساتلوفایده همدغه وه.

 

ددریمي برخي پای

++++++++++++++++++++++++++++++++++++++

 

دوستانودجهان په ښادیوښاد اوسۍ ما رأی وواهه دغه لاندي څلور پوښتني چي ټول افغانان په خاصه سیاسیون او ځوان نسل يې دجواب موندلو سره علاقه لری،د ورځي  تودې خبري دي ،نوضرورده چي  ګران  باخبره او پاک ضمیره صاحب نظره افغانان (چپ اوراست) بیله دې چي طرف وښئي یا تهمتونه وتړي،  يا کوم شخص ،ګروپ، ډلي اوحزب ته توهین پکښي  وکړي خپل سکه معلومات دواقیعتونوپر بنیاد ،په ښو ادبي الفاظو،ښایسته منطق اومستندو اسنادو سره  له افغا نانوسره شریک کړي. پرنظریاتوقضاوت وخلګوته پریږدو.

 زما مقصد اوهدف دټولني د ځوان نسل دذهنیتونو روښانتیا ده، چي هغوئ ستاسي دوستانودعلمي ،مستندو اومعقولوجوابوپه رڼا کي د وطن دآبادۍ په خیرخپله لاره پيدا کړی.

هغه وخت چي دلاندینیو څلورو پوښتنو ځوابونه  دوستانو ولوستل، که  نظريات زیات سره برابر، مشابه یا حداقل لږهم سره ورته وه، بیا به نوپه خیرسره  دمشابه نظروالو په مرسته، دعاقلانه انسانانو په څېر د ستونزو څخه د خلاصون پرلارو چارو بحث وکړو.اوکه دستونزو د را پيدا کيدو په لاملونوپه نظرونوکي تر ټاکلی حدزیات اختلاف ؤ،هغه دساړه او دګرم جنګ روحیه په قوت ژوندۍ وه، نو دامعنی به ولري چي نور وخت ته  اړتیا ده ، ځکه  دښمن دروڼ اندو په منځ کي غښتلۍ ځاي لري او پوهه کمزورې ده. 

اوسنۍ پیچلي او کړکيچنې وضعي  ته په کتوسره زه فکرکوم چي شايد لږ څوک به وي اوممکن هیڅوک به هم په ښکاره  ونه وايې چي  ددې وضعي دوام غواړو، غيرله دښمنه، دښمن به هروخت وي ،قوي او کمزورۍ کیداي ،مګرپر مخ ورک کیدای نسي.

هو ! زه به په سلو کي  سل پد ې قا د رنسم چي لاندې پوښتنو ته  د ټولوافغانانو د خوښې اوقنا عت وړځوا بونه پیداکړم. ځکه داوسنیو ګرمو ستونزو د را زیږیدوعاملین ترډیره حده ژوندي څه چي پرواک دي. پس دموجودي وضعي څخه ګټه اخيستونکی اوګټه پورته کونکي ډیرځانونه پرحق او متضررین یا مقابل لوری چي اکثریت دي پر ناحقه بولی.

هرلورئ  پیښي دخپل دیدلوري په اسا س تراوسه بیان کوي. په هر صورت شک نسته چي ولس دوسته ،صادق،پر هیواد مین افغانان په دواړواړخونو(چپ اوراست)کي یودبل څخه دشمیر په تفاوت موجود وه. ځکه را ته اُمید پیداکیږي چي دغه وطن دوسته افغانان به ترډیره بریده وکولای سي ، تر څو په انصاف سره ونوي او ځوان نسل ته دخدمت په نیت ستونزه څه ناڅه روښانه کړي .

 د پاکو زړونو لرونکی اوهدفمند انسانان سالم فکرکوي. دډیرو اوږدو ،پیچلوځوابونو څخه چي دهدف موندل پکښي مشکل وي بايد ډډه وشی . په روښا نه  توګه څه غواړو؟ دلته دملامت اوسلامت ، دقلمي برتریو خبره طرحه نه ده. نوترتاسوټولودتحصیل اوپوهي له مخې کشر به هم  په خپل وار دخپل فهم ،درک اومعلوماتوپه تکیه   داڅو جملې ستاسو په اجازه ولیکي .

 پوښتني

۱- ستونزې څه دي ؟

۲- ستونزې کله اوڅنګه رالوڅې سوې ؟

۳- چاه پکښي مزې وکړي اوڅوک پکښي خراب سول؟

۴- څوک دستونزو دوام غواړي؟

 

۱- ستونزي څه  د ي؟

 زما په باورد یوې ټولني کلتور د تا ریخ په بهیر کي  د هغی ټولني  د ما د ي ا ومعنوي ا رزښتوا ود ا نسا نا نود عملي ا ونظري کا را و فعالیتونو د مجموعي محصول  دئ .چي  متاسفانه زموږ په ټولنه کي دعلم اوپوهي  دلږوالي په سبب دا مادي اومعنوي ارزښتونه چي دټول ملت سرمایه ده  له ډیرپخوا څخه  متضرر سویدي. په طبیعت ا وټولنه کي له وړی زری ،حجری، حیوا ن ،ا نسا ن،ټولني ا ونړی څخه نیولي تردرستو کا ئنا تو پو ري ، په هرڅه کي یوټا کلي ډول نظم شته والي لري،نو د هغي جملی څخه په ټولنه کي هم بایدنظم وي.

کله چي په ټولنه کي نظم ټینګ وي نوهلته فضیلت ا و ښیګنه وي ا و په فضیلت کي ښکلا  ا و زیبا  يې وي. که په یوه ټولنه کي  بې نظمي را منځته کیږي، نود فضیلت ځا  ی بې فضیلتي ا وویرا ني نیسي. ټولنه په بې فضیلتي کي خپله ښکلا د لا سه ورکوي ا وهرڅه بد رنګه کیږي. د رښتینوا لي ، میني ، وفأ ،عد الت، ا ومړا ني ځا ي ، درواغ ،کینه ،جفأ ،ظلم ا وسپیتانه نيسي نوپداسي حالاتو کي هرا نسا ن په تیره بیا ا حسا س ا وعا طیفه لرونکی انسا نان بې قرا ره کیږي ا ود فضیلت  د رامنځته کید وا وژوند د  بیا  ښکلي کولود پا  ره ا وا ز پورته کوي.

په هره ټولنه  په خاصه توګه  په شاته پاته ټولنوکي دنظم  دبرقراري اونه برقر ارئ مسؤلیت په اول قدم کي  دحکو متو نوپرغاړه وي،داچي زموږسلطنتونه میراثي  وه، میراثي سلطنتونه همیشه مردود اوناروا وي ،پس زموږ پرخاوره ډیرو نارواوو پاچهۍ کړیدي. سلطنتونه او په واک ورسره شریکوخپلي واکمنۍ نظم بللې ځکه ددوی ګټي پکښي خوندي وې، دنفوس پوره اکثر یت  د هغه نظم سره موافق نه وه. داچي اکثریت ولس ناتوان وه ،سلطنتو نه مستبد ، دیوه جبرله مخي چپ وه،په ظاهر ه  داسي معلومیدل چي نظم سته،مګرپه واقیعت کي ولسونوته دغه نظم قابل دقبول نه ؤ،یوه ږغ ته منظرناست وه.

پس دستونزي  دزیږیدني  اصلي ریښه زموږ په افغاني ټولنه کي د نن او نوې خبره نده اوحتی مبدأ يې هم دقیق تاریخ نه لري.کله ناکله توپانونه پیښ سویدي ،خوتوپان  دستونزو مبدأ نه ده.موږ بایدهرڅه دماضي سره په رابطه کي وڅیړو، جلأ له ماضي څخه اصلاً هیڅ شي نسته ، زموږ هدف دماضي له سپيړلو څخه دیوه دفاع اوبل تخریب نه دئ ،اوس ماضي زموږاوستاسي ټولو افغانانومشترک مال اوتاریخ وګر ځیدئ.

زموږ نه ور وسته راتلونکي نسلونه به دماضي دمفیدو تجربو څخه  ګټه پورته کوي،له اشتبا هاتوڅخه به يې ځان ساتي. پرون دنن اونن دسبا سره ټنيګه اړيکه لری . ځکه  پرون خوشحا  ل با با د خپلي زما  نی  د ظلم ا وبې عد ا  لتی  پرضد  بغا  وت کړۍ وو .ویلي يې دي:

ا طا عت  د  ا  وللأ مرځکه نه کړم

خلیفه  د  زما  نې په زړه کا  فر  د  ی

ګرا نووطنوا لو: دناپوهي له امله ځا ن خوښونه، حرص ،بې اعتما دي دمنورینو ترمنځ بې با وري وخپل ا وج ته رسیدلي  ده. راسئ  دیوې لحظې دپاره  سرونه  وخپل ګیروان ته ورکښته کړو،آیا لږ موسره ووژل؟ دښمنانو یودبل په وړاندي دخپلو اهدافو دپلاس راوړلوپه منظور یودبل په مقابل کي سره استعمال او ونه جنګولو؟.

آه داتمیز دچا سره دئ؟ عدالت اوانصاف چیرې دئ؟ چي لا تراوسه هم دهم هغي کمي پوهي له وجهي  ټول منورشخصیتونه دبل کس یا ګوند هره مثبته هڅه بې ا رزښته ،سپکه ،بې ګټي اوحتی دپردو په ګټه ا و اشا ره ښکاري. علاوه پرنورو عواملو ( بې باوري ) اویوبل ته دشک په سترکه کتل زموږ دروڼ اندوتر منځ لویه  اوا سا سي ستونزه د ه چي موږ ځوروي اویوشمیرله سیاسته څخه لیرې  بې تفاوته کوي.

 بې تفاوتي ددښمن سره مرسته ده. خوشحال بابا پرخپل وخت  د بې  دردو او بې تفاوتو خلګو په هکله وا يې:

زړه چي نه وي مبتلأ

پری  د ي سا  زه شي بلأ

د ادني چا ري ادنی وی

د  ا علأ چا ري ا علأ.

 

 

۲-ستونزه کله ا وڅنګه رالوڅه سوه؟

 

   د ستونزي د کله ا وڅنګه رالوڅیدو په باب به خامخا نظریا ت متفاوت وي. یوداچي زموږ دهیواد ستونزه یوه نده ، بل علاوه پرکورنيو لاسونو، خارجي لاسونه هم پکښي دخیل دي.د ستونزي زیږونکۍ  لوبغا ړۍ یو شخص، یوګروپ یوسیا سي  حزب  او يا یود ولت نه ؤ.

 

 د ولسونوترمنځ دنفاق اچولوڅخه ګټه پورته کونکي دولتونه ،سیاسي ،مذهبي  کړۍ ،یوشمیر کورنۍ اوحتی د هغو اشخاصو شمیرهم کم نه دئ،دکوموترمنځ  چي فکري ،سیا سي ،طبقا  تي ګټي اوځا نګړ تیاؤ شتون لا ره ا ولا  تر ا وسه هغه تفا وتونه په قوت موجود دي.

 

نو و دې سوا ل ا وهربل سوال ته جوا ب ورکول به دټولوهغې سره یوشا ن نه وي. اوحتی دافغانانو دستونزو دراپیدا کیدو یا زیږیدودقیق تاریخ  اونیټه معلومه نه ده.ترکومه چي مالوستي  دي ،ددې ورستیولوڅوپیښوپه قضا یا وو کي ښکیل هرلورۍ  چي کوم څه لیکلي دي هغوی داکوښښ کړیدئ چي دمسؤلیت پیټي  په یوډول دډولونوپربل واچوي دمثال په ډول:

 

 اول:-ډیرد وستا ن  د دغه ستونزي  درازیږیدواورالوڅیدو ا سا سي ریښې ا وعوا مل په هیوادکي  له ډیره پخوا څخه د یوشمیرفاسدو وا کمنومیراثي پاچهي ،د علم ا و پوهي درایج کولو سره دسلطنتو اګاهانه نه مرسته  اودښمني وه چي زموږ ولس يې دعلم اوپوهي لیري ساتلۍ ؤ.

          دهیواددپرمختګ  اوترقي مخنیوی په خاصه دمحمدظاهرشاه دآوږده سلطنت دوره ، بیاوروستي کلونه چي  زیات لړزاند ه وه په لږ وخت کي دڅوتنو صدر اعظمانو ټاکل اوبرطرف کول ،  د ا حزا بود قا نون نه امضأ او توشیح ،د سلطنتي کورنۍ په دننه کي اختلافات اوکشمکشونه اویوشمیرنورو عواملولاس سره ورکړۍ  څو هغه دسلطنت په بطن کي پټي چټلۍ ( ستونزه )يې را برملأ کړې،دچنګا ښ دمیاشتي د۲۶تاریخ پیښه يې را منځته کړه .

 

هرڅوک که ژاړي نوهغه به دښمنان ژړوي

یوزه بدبخت یم چي همیش مي خپل دوستان ژړوي

 

دوهم:- بل شمیردوستا ن بیا  سرد ا رمحمدد ا ود خا ن  ا و د هغه دچنګاښ دمیاشتي ۲۶کود تا دستونزي د رالوڅیدو اساسي عامل ګڼی . وائې چي د یوه نسبتا  آرا م سلطنت چپه کول، دسلطنت هرډول ګنده کي چي وه ښه په دې وه چي سريې تړلۍ ؤ. ورسره دسلطنت  دوختونو د نیم بنده دموکر اسي له منځه وړل، دشورویانو په مشوره دپرچم سره په ګډه د کودتا سرته رسول ، دپرچمیانو سره دحکومت تقسیم ، دکورنیو چارووزار ت،دوخت استخبارات ،دزراعت وزارت،دسرحداتووزارت دهیوادپه ۸۴ولسوالیوکي پرچمي ولسوالان مقرره ول ، دجمهوریت ترنوم اوشعارلاندي د مطلق استبدا دی واک چلول،

 د اسلامي نهضت  دطرفداروځوا نا نو نیول ا ووژنه،ومحمدهاشم خان  میوند وا ل ا و نورو  زیا تو سیا سي ا شخا صو ته توطیه جوړونه ، دهغوئ وژنه ،بند ي کونه ، په قلعه زمانخان کي د ډلیز قبروڅخه دپنځوسوو افغانانو دمړوراایستنه او داسې نور بولی .

 

 د وطنه څخه دیو شمیرځوا نا نوفرا رته زمینه برابرول څوهغه ټول د پا کستا ن په دام کي ولویدل، دجزأ دقانون انفاذ، د سیا سي فعا لیتو نومخنیوی ، دمیراکبر خیبر تروراودخلق دموکراتیک ګوند پررهبرۍ باندي حمله اوبندي  کول اوخورانورزیات عوامل د د ې ستونزو د درسوأ کیدو داسا سي عواملو په توګه په ګوته کوی .

 زر،زوراوفوځ غرونه چپه کولای سي، ښارونه تسخیر، نړو لای  اوخرابولای سي،لاکن په زړوکي مینه اورارواني اوبه نسي وچه ولای اودرولای.

 

سرداروې،لیونی وې،ولي ؟سور سوي شهزاده

سورنوکله بیرته توریږي، ولي ؟سوي دونه ساده

 

دریم:- بل شمیرهغه خلګ  چي په تیروسلطنتو کي يې ګټي خوندي وې ،هغوی بلکل پورته ټولې ادعاګانې  هرڅه نا چیزه نيسي اوحتی تیر وختونه دجنت سره مشابه ګڼي. د ستونزوشروع اورالوڅیدنه تازه او د ۱۳۵۷ کا ل د غوائې د میا  شتي ۷ نيټه بولي.

 ادعا لري چي دخلق دموکراتیک ګوند د شوروي په مرسته د سردا رمحمدد ا ود خا ن  آرام ،قانوني اولمړۍ جمهوریت ونړوي. دا ود خا ن اوکورنۍ يې ووژل ، بې ګنا ه خلګ  يې ونیول او ووژل، په حکومت اوسیاست کي يې نورو احزابو  اوسیاسیونو ته  دګډون حق ورنه کړي ،بې وخته فرمانونه يې صادر کړل ، د ښځوخرڅولو یا  ولور ا خیستني مخنیوی ، د سو د ا وسلم لغو ه کول، د بېسوا د ئ پر ضد د جهاد اعلان، ا ود مځکودوړیا ویش فرما  نونه ، د ا ډول کړني  د ټولني  د کلتورا وحتی  د ا سلا م  د مقد س  د ین  د ا رزښتنو خلا ف بولي.نوهغه ؤ چي ستوزه يې رالوڅه اووزیږوله .

 

ارزوه ګل نه ؤغوټۍ وه چي ناڅاپه

دخزان سېلیو وکړل یرغلونه

 

څلرم:- نور شمیرا فغا نا ن بیا پد ې با ور د ي چي  تیر هرڅه  که ښه وه یابد ،هغه موخپل اوکورني وه ،مګر د ۱۳۵۸ هجري کا ل د مرغومي د میا شتي شپږمه دسره روسي فوځ دتیري ورځ ، دا فغا نستا ن د وخت پردولت اود ا فغا نستا ن پرحریم  دروس دهوا يې اوزمیني قوا ونظا می تیری  اوتجاوزؤ چي برحا ل حکومت يې ونړاوه ا ودافغانستان برحال رئیس جمهور يې وواژه. ددو لتي چارواکو نیونه ،بیله محکمي دهغوي وژنه دزیاتونوروحزبي اودولتي کارکونکو اضافه تر لسوکلونودبې سرنوشتي په حالت کي  په زندانوکي  دټولوبشري حقونومحروم ساتنه وه .

 

دروسانو لخوا دټول هیواد بمبارول اوتریو میلون زياتو افغا نانو شهادت اودپنځو  میليونو افغانانو مهاجرت  اونور څه وه چي دولسونو احساسات يې راوپارول،اووجهانیانوته يې دمداخلې اولاسوهونوزمینه مساعد ه کړه، دروس  دغه مداخله دبد بختیو ا وستونزو مور بولي.

 

یوپه اتحاد واتفاق پرې قومونه سول

ته دخپل ټبر سره یونه سولې نا دانه

 

پنځم:- زیات شمیرخلګ په خاصه روڼ اندو پخوا اوپدې ورستیو کي دافغانستان دبدبختي یا ستونزي اساس خپله پا کستان  او ایران اوهلته ددوئ پلاس جوړکړل سوي اودپردیولخوا کارول  سوي ،تنظيمونه چي د۱۳۷۹هجري  کال دغوائې دمیاشتي پر ۸ نيټه دخپلو خارجي بادارانو  خصوصاً دپاکستا ن په عمده نقش  اورهبرۍ په افغانستان کې واک ته ورسيدل ، بولی .

  دغه تش په نوم مجاهد و ،په عمل کي غله، قاتلان اوجاسوسان وه پدې چي دملت ټولې شتمنۍ يې چورکړې،ملي اردو اوټول امنیتي ځواکونه یې ونړول،طیاري ،ټانکونه ،وړې اودرنې سلاحوي يې کباړکړي.

 

په واقیعت کي روسی اشغال  په پاکستاني،ایراني اودپردې شاته د نورو هیوادوپه اشغال واوښت، دهیواد هرهرڅه غلا اوونړول سول. داسلامي تنظيمودخپل منځي جګړوله امله تنهاپه کابل ښارکې ۶۵زره انسانان ووژل سول. ښارونه  اوټول دولتي اوشخصي تعمیرونه، فابریکي کورنه اوهرڅه لمړی چورکیدل بیا سوځول کیدل .ښوونځۍ ،ښوونکي  اوزده کونکي کافروګڼل سول ،ښونه او روزنه ورک سول،ټول هیواد په کنډواله اوبد اخلاق خانه بدل سوو ،تردې وروسته هیواد اوهیوادوال پرستونزو واوښتل.

 

په لوږیره يې تیرنه وزې حرام خوردئ

پررکوع ،سجود،که هرڅونه نسکوردی

 

شپږم:- پدې توګه بل ګروپ خلګ اوترډیره  بریده  شمالي ټلواله  چي طالبانو دواکه بې واکه  کړل، دطالب  حاکمیت  دټولو دبدبختيو عامل بولي.وايې چي طالب دپاکستان د آی،اس،آی  هغه دوهم مخ دئ . که څه چي یوشمیر په شمالي ټلوالوکي اګاه  سړي  داموضوع  داسي  بیانوي :داخبره نورهرچاته  اوس روښانه ده چي توپک سالاران پرنورجهان علاوه دایران اوپا کستان  ددواړودپټو شبکو رسوأ اوګډ جاسوسان وه .

 

امریکا ،انګریز،عربو اوپاکستان دطالب د رامخته کیدو څخه دنوروسیاسي غرضونوماسیوا  یو مقصد په افغانستان کي دایران دنفوذ مخ نیونه وه.دروڼ اندو اوعاموافغانانو دپاره دا ډله هم دجنګسا لارانو  په شان دعلم دښمنان ،د زده کړو ،آزادۍ ،دښځو دنهضت دښمنان ،دوطن دجوړوني سره مخالف اودپردونوکران بولي.

 

لامعلومه نه ده چي څوک به څه شي

یا به څوک چیري دچا په جال کي مړشي

دجاسوس انجام همیشه لڅ ،روښانه نه وي

ترڅوچي وړی بارترهغوښه وي

 

اووم:- داوسنی زمانې هوښیار نسل پوهیږي چي خوارولسونه دجهان همیشه لویواوقوي هیوادونو د خپلو شخصي  اهدافو  او منافعودپاره استعمال کړیدي. افغانستان هم  یودغریبو اوشاته ساتل سو هیوادو دجملۍ څخه دئ.په افغانستان کي هم  دټولو لوبوتشوق کونکي ،سمبالونکي ،دخپلو وسلو آزمایونکي خارجي لوی هیوادونه وه .چي زموږ افغانان يې دخپلو اهدافو دپلاس راوړلو دپاره استعمال کړ.

 زموږ تیر تاریخ دداسي پیښو څخه ډک دئ . دافغانانو ترمنځ د  ۳۵ کالو جنګونو،وژنو،خرابونو نتیجه  داسوه ،چي افغانان مړه ،معیوب ،مهاجر، هرڅه موخراب .مګر خارجيانو خپلواهدافو  ته ځانونه نژدې کړل. دخپلو مقاصدو دلاسته راوړلو په خاطر يې خپل لاسپوڅي  مفسد حکومت د(بن) دکرغیړني پریکړي په اساس دافغان ولس پرڅټ سپور او دخپلوفوځونو شتون يې هلته دائیمي کړ.

 داد افغانانو دپاره اوږده ۳۵ کلنه جنګي  غمیزه چي لايې  پای معلوم نه دئ دهمدي هدف لپاره پرمخ وړل کیدل.

 

په زراوزوردبل چي پرچوکۍ سپورسي

په زور دولس باید هغه را نسکورسي

 

ددوهمي برخي پاي .

 

 


بالا
 
بازگشت