حبيب الله غمخور

د۲۰۰۸ م کال اگست ۲۰ مه

سويډن    دمالمو ښار

بسم الله الرحمن الرحيم

په سويډن کي دافغانانو دعلمی اوفرهنگی مرکز دمشرتابه جرگې پيغام

د لوي څښتن  په نامه 

د افغانستان  دهنر اوکلتوري ودې ټولنې دمشر تابه جرگې غړو،اوددې درنې ادبي يادغونډي برخه والو!

په زياته خوښۍ موخبر تر لاسه کړ ،چي ستاسو دفرهنگی ټولنې په ابتکار اوزيار دروان لمريز ۱۳۹۲کال دسنبلې په ۱۴  نېټه  دپښتو ژبي او ادب دځلانده ستوري دافغانستان ادبي اوسياسی څېرې اولوړ شخصيت مرحوم  قيام الدين خادم د۳۴ تلين په مناسبت  دکابل په ښکلي ښارکي ديوې درنې اوشاندار يادغونډي دجوړېدوکوربانه ياست .

دپښتو ژبي دوتلي  ليکوال ،شاعر ،اديب اوسياستوال دتلين غونډي  درنو برخه والو!

اجازه راکړئ ددې پيغام  په مټ  تاسو اوستاسو له لارې دټول افغانستان د فرهنګ او ادب د پالندویانو اومينه والو،په ځانګړې توګه د افغانستان  دهنر اوکلتوري ودې ټولنې دمشر تابه جرگې غړو اوپدې  پر تمينه غونډه کي راټول شويو درنواودقدر وړفرهنگيانو اوفرهنگپالو ته د ځان اودلته په سويډن کې ددوستۍ کلتوري ټولنې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دمشرتابه اوپرديسوافغانانوتاوده سلامونه اونېکي هيلي تر تاسو پوري درورسوم .

زموږ دټولني مشر تابه جرگه او ټول غړي ستاسو پدغه فرهنگي لويه تلين غونډه کي ځانونه ستاسواغلو او ښاغلوسره  شريک بولي اوستاسودټولنې مشرتابه اوفرد فردغړي ته  ددې درنې غونډي دجوړېدوله امله په افغاني مينه  دمبارکۍ په ويلو سره  دلوي خداي له دربارنه ددې غونډي دبريالي پاي ته رسيدواوتاسو ته دلازياتو فرهنگی برياوغوښتنه کوم .  

سره له دې چې ددې علمی اومتفکر سياسي  اوفرهنګي شخصیت دکار اوژونددټولواړخونو راسپړل اوڅېړل به ددې غونډي تر حوصلې وتلی کاروي موږ په دې باورلرو چې پدې درنه روانه  علمي او ادبی غونډه کي به  تاسود استاد خادم صاحب  دکار او ژوندهغه اړخونه روښانه اوراوسپړۍ کوم چې تراوسه نه دی سپړل سوي اوزموږ دځوان نسل نه پټ پاته دي  . زما په اند اوباور ارواښاد خادم صاحب  د یوبشپړ علمي  اوفرهنگی مکتب په څير دخپل ژوند په ټوله موده کې دپښتوادب  دپراختيا،روښانتیا اودغه راز  دملي سیاست په ډگرکي ديادولو اوافتخار وړ گامونه اوچت کړی پدې لارکښي ئي دعملي کارونوترحنگ دقلم په مټ ډېري زياتي  ليکنی کړي اوپدې ملي چواوعلمی چوپړکښي ئې  ډېرې خولې توي کړې دي  .

د دغه شان ملي اوعلمي څېرواو شخصيتونو یاد ژوندی ساتل  اودهغو دآثاروخپرول او ورسره جوخت د هغوي له علمي فیض نه ځانونه اوځوان نسل  خبرول زموږ د ټولوفرهنګپالو افغانانو اوفرهنگی ټولنوملي او انساني دنده بلل کيږي . ځکه خود ګران افغانستان پدې زړه بوړنوونکو اوغم لړلو شرايطوکښي چې هرې خوادجگړې اوافغان وژنې اور بل دي دغه شان یوه علمي اوهېوادپالونکې هڅه  دډير ي  زيات ستاینې اوقدر وړکاردی .

درنو دوستانو ،اغلواو ښاغلو!

ارواښاد خادم صاحب دادب اوشعرپه برخه کي  دقلم چلولو تر څنگ يومبارز اووتلې څېره وه .  هغه د ژوند په اوږدوكې د افغانانو دروا حقوقو په خاطر مبارزه كړې او په دغه لاره كې يې د زندان له ترخوشېبکودڅکلو څخه نيولې بيا دمرګ  تر ګواښونو پورې ډېركړاوونه اوزحمتونه زغملي  اوگاللي دي . دوخت دحاکمانو داډول کړاونو ،تهديد اوتوهين دهغه ملاماته نکړه اونه یې دخپل هغه  ملي هوډنه چې دخپل ولس په وړاندي یې ځان ژمن باله راوگرځاوه .

دپښتوژبي لوي آدب  پوه،پرهيوادمين، ډيموکرات سياستوال دقيام الدين خادم له نن څخه ۳۴ کاله پخوا له دې نړۍ څخه دابد لپاره سترگي پنا کړې . خادم صاحب پدغه سترگو پټولوسره دافغاني آدب ،شعراوملي سياست  دنړۍ  يوه لويه برخه ټپه  تياره شول ،چي رڼاکېدل به ئې  متاسفانه تر ډيره وخته ستونزمن اوله کړاونوڅخه ډک وي .

 خادم صاحب  دخپل عمر د ۷۲ کلونو څخه  ۵۴  کاله گران هيواداودهيوادځوان نسل ته وقف کړ . هغه علاقه لرل اوددي لپارئي تلاښ کاوه  چي ځوان نسل پداسی روحيه  وروزل  شي چي دده په وينا دهر څه نه لمړۍ بايديو تل پاتۍ افغان وي ،بيا ويښ ځلمۍ وي ،اودنړۍ دکاروان څخه شاته پاته نشي ،په علم او پوهه کی  دچاغلام نسي، که ئې دجگړي په ډگرکی بريا گټلې وي  نوپه سياست کی ئي بايلل ورته پيغورمعلوم شي .

هغه پدې باور ووچي  افغان زلمی په آدب،کلتور،فرهنگ،ټولنيزو اړيکو،له وطن  سره مينه  انسان  ته په درناوي اوملي شهامت کي تر هيچاشاته پاته رانشي،بشري عاطفه ،انسان دوستی اونوع پرستي هيره نکړي . دهغه په نظر يوه مور بايد خپل ماشوم  په وړکتوب کښي  دوطن او انسان سره دميني په روحيه  وروزی  .

دگران ا ستادخادم صاحب ملي اسلامی اووطنی چوپړ په همدغو نيمگړويادونوکی  نشي  منعکس کيداي دهغه ژوندليک اوخيالاتوباندي  پوهېدل لويو تبصيرو اودکتابونو په کچه ليکنو اوڅېړنوته اړتيا لري .

 ستر استاد دخپل لنډ ژوندپه اوږدوکی هغه څه سرته رسولي چی ډيرو دهغه دسرته رسيدو په هکله تصورهم  نشوکولاي  . خادم صاحب تر  «۵۰ »  نه زيات علمی،ادبي اوفرهنگي اثار زموږ دجگړه ځپلی هيواد راتلونکو نسلونوته ديوې علمي اوفرهنگی پانگې په توگه پرې اېښيدي ،دهمدې پيغام اودې درنې غونډي دترېبون څخه زموږ ځوان نسل ته دهغه دټولواثارودلوستلو اوپه هغه باندي دپوهېدواوعملی ذگرکي دافغان ولس دښېرازی  لپاره داستفادې مشوره ورکوم .

خادم صاحب يوله هغو سياست والوڅخه ووچي نه يوازي ئې په سياسي ليکنو اومقالوکښي ددولتی فسادسره نه پخلاکېدونکې مبارزه کول بلکي دشعرپه پېيلو جملو اوالفاظوکښې ئي هم ظلم ،ستم ،رشوت اوپه دولتي کچه  فسادرسواکاوه اوپه کلکه ئي غانده .

دگران استادخادم صاحب  په اند نه بايد افغانان هميشه دمهربانوهمسايه گانوځيره خوراوخيرات خواره وي،  يادبهرنيانولورېنو ته منتظراوسترگی په لار اوسي .

خادم صاحب يوله هغو علمي اوفرهنگی شخصيتونوڅخه وچي دقومي بي اتفاقیو،ژبني،مذهبی،ا ومنطقوي اختلافاتو،ملي غرورتر پښولاندې کوني سر ه سخت  مخالفت کا وه اوداډول روحيه ورته دتحمل وړنه وه .

ځکه خو هغه نه يوازي اديب اوغښتلی شاعر يادېږي بلکې ديوې  وتلې سياسي څېرې په توگه به تل دافغان ولس په زړونوکي ددرناوي وړ ځاي ولري اودهغه په علمی اوسياسي کارناموبه وياړي  .

اغلواوښاغلو!

هيله موداده چي پدغه علمي اودرنه يادغونډه کي دښاغلي خادم صاحب دفرهنگي او آدبي چوپړ  پر ارزوني  اوددې لوي اديب او شاعر پردرناوۍ سر بېره  دهغوله چاپه پاته اثاروپه هکله دلارو چارو وسنجولو په اړوند گټورگامونه  اوچت شي  . دابه دټول افغان ولس په ځانگړې توگه دپښتنولپاره دلوي افتخارځاي وي چي دخادم صاحب  اودپښتو ادب دنوروستوروناچاپه  اثاردچاپ بخت  ومومي .    

ستاسوددې درنې تلين غونډې له تريبون  څخه په استفادي سره په افغانستان کي دولتی  مشرتابه او اړونده چارواکوته وړانديز کووچي :

دکابل په ښارکی يوله علمی يا فرهنگي مرکزونو څخه  داستاد قيام الدين خادم  په نوم  ونومول شي .

موږ يو ځل بيا تاسو ددې درني غونډي جوړونکو اوبرخوالو ته پدي ملي او فرهنگي چوپړکي دلوي خداي له دربارنه دزياتو برياليتوبونوهيله کوو . اودپښتو ژبي دغه ستر اديب ، شاعر،ژونالست ،ليکوال او غيرتي سياست وال  پاکي  روح ته ددعالاس پورته کوو. ومن الله التوفيق

ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې  اورزگان ملي مهالنۍ خپرونې مرکز مشر

حبيب اله غمخور

 

 

 


بالا
 
بازگشت