محمد آجان غلجی

 

 

 

څو څلور بولی

 

 

لاړل وطن نه یاران لاړل

پردوملکو ته پوهان لاړل

بلبلان ځی چی خزان راشی

له مجبوریه خواران لاړل

 

-------------------

 

ددی  وطن څښتنان چیری  ؟

آ پرونی  افغانان   چیری   ؟

څو به فتنه او شر حاکم وی

زموږوطنپال شازلمیان چیری؟

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

 

هیواده  هسکه دی جنډه شه

خپلواکه ژوند دی همیشه شه

دښمن دی واړه شرمنده شه

افغانه  جګه  دی  شمله  شه

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

 

ربه دا توری  شپی  سبا کړی

له ځان ځانی نه مو  رها کړی

په دی ویرجن اووران وطن کی

د ګلو  څانګی   په  نڅا  کړی

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

 

زموږ د بڼ ګلان دی چیری  ؟

د دی چمن  بلبلان   چیری  ؟

هرڅه ساړه او خزان  وینم

روښانه پوه انسانان چیری ؟

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

 

آسمانه  مه   اوروه   کاڼی

دا ډول ډول ستر غونډاری

یوازی موږ یو تر تا لاندی

چی کړوی مو په هر واری

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

 

سپرلیه کاشکی همیشه وای

ښکلی موسم به درسره وای

نه به  ګرمی او  نه  یخنی وه

زموږ دنیاګی به ښایسته وای

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

 

موږ ته مو کلی؛ کور یادیږی

زړه مو  ورتګ  ته  هوسیږی

اوس د لیوانو  کی  دیره  ده 

ځکه څوک  هم نه ورستنیږی

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

 

داسی تقدیر ته چی تسلیم یو

همیش  محتاج به  د غلیم یو

باید  په ځان  باور  پیدا کړو

موږ هم  بنده د رب  کریم یو

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

 

ښکاره دوستان اودښمنان شول

لکه  د لمر  شانی   روښان  شول

ښه دی په غور ؛ ځیر هغوی  وی

چه د  سبا ورځ  واکداران شول

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

 

که په خپلو کی خواږه وای څه به ښه وای 

که نفاق مو تر مینځ نه وای څه به ښه وای

کور مو  وران  شه  ای مغرضو  ګاونډیانو

که موږ پاته په خپل حال وای څه به ښه وای

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

 

د نفاق  غږونه   پورته  له  هر  لوری

دښمنان زموږ د شقاق  ترانی بولی

دوفاق  حق کی نه غږ او نه عمل شته

وطن هیرشوهرڅوک خپلی ګټی ګوری

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

 

انصاف څه دی صرف آرمان تنها رویاده

د  عوامو  غولول  او  معما  ده

چا لیدلی ؟ څه وخت شوی ؟ کله کیږی  ؟

د  حکامو  واک  کی  تل  هسی  ریا  ده

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

 

دانصاف او عدالت ښکلی نومونه

د عوامو غولولو  ته دامونه

له اذله  او  اوله بیا  تر ننه

زورورو کارولی دا څیزونه

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

 

 

ای  په  ژړا  مینو  ؛ څه له  خندا نکوی

د ویر ماتم  ملګرو ؛ څه  له  ګډا  نکوی

ژوندون خوشاله تیر کړی دنیا وفا نلری



 

حرص وغم څله څله؟سوچ او سودامکوی

 

 

 


بالا
 
بازگشت