شهیدامان الله سیلاب( ساپي ) د لوړتفکراوسپیڅلي احساس شاعر او لیکوال

ارواښاد امان الله (ساپی) چې زموږ د هیواد با استعداده، پیاوړې، ساده او سپیڅلې اونامتوشاعرو د ده نوم د ادبیاتو په تاریخ کې د یو دروند او با احساسه شاعر په توګه روښانه او ځلیدونکې دی . دی د یو عالي ادبي، ملي او علمي شخصیت څښتن و، او دشعر او شاعري بیرغ یې اوچت ساتلې و.    

سیلاب صیب دشعر او شاعري سره یوه ځانګړې مینه او علاقه درلوده او د ده  د ژوند دایمي مصروفیت و. دی یو ستر اولسي شاعر و. د ده شعري کلام یوه خوږه ژبه لري، د ده خبرې د زړه خبرې دي . د ده په کلام کې  دوستي، عشق اومحبت، مینه او خلوص، وفا او صمیمیت، رښتیا او صداقت، ایمان اوعقیده، جذابیت او ښایست، دروندوالې او وقار پروت دی . د ده په شعرونو کې سوزاودرد پروت دی، دی د یو ژور اغیز او دروند تاثیر خاوند شاعردی .

ما د سیلاب صاحب یو شمیر شعرونه چې زموږ د هیواد د اوسني سیاسي کړکیچنو حالاتو سره مطابقت لري د انځور په شکل ترتیب کړې دي ستاسودرنو دوستانو پام ورته را  اړوم .

په ډیره ادبي مینه او درنښت : انجنیرعبدالقادرمسعود

 

د آزادۍ پیغام

بشر ته  چې  نسیم  راوړو  پیغام  د  آزادۍ

اوچت  شول  ملتونه  په  هر  ګام  د  آزادۍ

نړۍ  او  نړۍ وال  که  آزادۍ  نه  قربانېږي

افغان  سر  په  تلي  وړي  تل  په  نام  د  آزادۍ

***

د آزادۍ دولت

افغان  تل  مست  په  مینه محبت  د  آزادۍ

له  هر څه  ورته  غوره  دی  دولت  د  آزادۍ

د ژوند په  لوړو  ځوړو  چې   بری  مومي  ځي  وړاندې

همدا  یې  ګڼه  نښه،  برکت  د  آزادۍ

د آزادۍ بیرغ

اوچت  دې  وي  توغونه  په  جهان  د  آزادۍ

بشر  دې  پاتې  نه  شي  په  آرمان  د  آزادۍ

تر څو چې  دا دنیا وي  نو اوچت  دې له  هر  چا وي

بیرغ  په  دې  نړۍ  کې  د افغان  د  آزادۍ

***

دآزادۍ پتنګان

دنیا  ورته  سر ښکته  په  تعظیم  کړي  تر  قیامته

کوم  قوم  چې  سرو مال   کاندي   قربان   د   آزادۍ

په  سرو مال  ډیل  نه  دي  د  آزاد  ژوندون  په  مینه

له  څیرمې  پتنګان  دي  افغانان  د  آزادۍ

د آزادۍ قهرمان

 

منلی  نړۍ  والو پیژندلی  لروبرو  دی

افغان  ملت  ختیځ  کې قهرمان  د  آزادۍ

ملت  چې  له  خوښۍ  نن  په  جامو  کې  نه   ځایږي

کړو لوړ  جموریت  شوکت  روښان  د  آزادۍ

شاعر : شهید امان الله سیلاب (ساپی)

ترتیب کوونکی : انجنیر عبدالقادرمسعود
 


بالا
 
بازگشت