ارواښاد ملنګ جان زموږ دهیواد خوږ ژبې، حماسي او اولسي شاعر:

خدای بښلې ملنګ جان د پښتو ژبې  میړنې، حساس ،  حماس او  اور ژبې شاعر وو.ارواښادملنګ جان د پښتو ژبې په عامیانه شاعرۍ کې د ژور سیاسي شعور او لوړ ملي احساس په درلودلو سره په خپلوپاروونکیو او هڅوونکیو خوږو نغمواو ترانو کې د وخت حاد موضاعات،خپل ملي فکر، خیال او احساسات، ملي او پښتني پیغامونه په ډیره ساده،  روانه او ظریفانه ژبه خپل اولس  ته ورسول . د ده شاعرانه احساس، درک او استعداد د ده په شعرونو کې له ورایه معلومیږي . دی هغه پیاوړې اونامتو  اولسي  شاعروو، چې  ده په خپلو شعرونو کې خپله   مینه او محبت، خلوص او صداقت د پاک الله سره، د وطن سره، د قام او اولس سره، د پښتو او پښتونولۍ سره، له انسان او انسانیت سره ، د سیاست ، ننګ ،  ټولنیزې او علمي ودې او پرمختیا سره په ډیر عالي شکل انځور کړې دي .

 دی یو پرهیزګار، ریښتین او سپیڅلې انسان وو. دی دمهر، محبت  اومینې،  یوه ځلانده څیره وه . د ده نوم د پښتو ادب په ډګر کې  نه  هیریدونکې او نه ورکیدونکې  دی .

ښاغلې عبدالله بختانی خدمتګار، چې زموږ دهیواد یوتکړه او نامتوادیب، شاعر او لیکوال دی ، د ارواښادملنګ جان په  اړه په خپل یو شعر کې داسی وایي :

  

ملنګ جان  زموږ د عصر یو آواز و

د وطن  د خوارو خلکو د زړه راز و

په  خوږو  نغمو  بیداره  یې اولس  کړ

رازو نیاز، دردو ګداز او سوزوساز و

ما د ارواښاد ملنګ جان یو شمیر شعرونه  د انځور په شکل ترتیب کړې دي چې ستاسو د ادب مینه والو پام ورته را  اړوم .

 

 

 

پرون  وصل کې سلطان  وم

پرون  وصل کې سلطان  وم  نن په  هجر  کې ملنګ  یم

خوږ  وطن  را پورې  اور  شو  چې  له خوږ  یار نه په څنګ یم

***

خلکه!  ولید عاشقۍ کې ما جنت  او  دوزخ  دواړه

ناست  په ګل لکه بورا  وم  نن په  اور ستي  پتنګ یم

دا  دنیا په  دنیا دارو  مبارک  دې  وي  عالمه!

زه  دیار په  چرګۍ خوښ یم، بې  پروا  له  نام و ننګ  یم

د وصال شپې  که  هزار وي، دقیقې غوندې  شوې  تېرې

اوس  دهجر په  لمبو کې تل  تر تله  په  زړه  تنګ یم

ترحم  وکړئ  یه  خلکو نن  په ((ملنګ جان)) باندې

ټول د  زړه په  وینو سور  یم  له غماز  سره  په جنګ یم

شاعر : ارواښاد ملنګ جان

***

 

څه پیژنم!

مجنون  دې  رانه  جوړ  کړو  ننګ  و عار  څه پیژنم؟

د هجر  په زندان کې زیست  روزګار څه پیژنم

د ننه  په عالم کې له عالم  ځنې  جدا یم

ډوب ستا په تصور کې دشت  و ښار  څه پیژنم

د زړه  د پاسه  وایم  چا ته  خان  چا ته  بادار

بادار  مې په  زړه ته  یې  بل  بادار څه پیژنم

ځار ستا تر  زوړ  انګړ  شه  د بل  چا  قصر و ماڼۍ

چې ته  نه یې   ګلشن کې  زه ګلزار څه پیژنم

حیران  دی  زما اوښکو ته  باران  د نو بهار

په  خپلو اوښکو لوند یم  نو بهار څه پیژنم

ملنګ نه ومه، زه  ملنګ جان  تا  کړمه ملنګ

په مینه  چې  ملنګ شوم  کسب و کار څه پیژنم

شاعر : ارواښاد ملنګ جان

ترتیب کوونکی : انجنیر عبدالقادرمسعود

 

 


بالا
 
بازگشت