فیض محمد نړیوال

 

ملک الشعرا هاتف نامدار وه

 

 

د ادب علم کی غښتلی بسیار وه

ملک الشعرا هاتف نامـــدار وه

که یی نیکه وه کــــــــــــه یی پـــــلار وه

هــــــــــــر یو تللی دعلــــــــم په  لار وه

دوی که ښـــــــــــو سره همکــــــــار وه

له نیـــک عمل ســـــــره یی سروکار وه

هر یو وطــــــــــن لره خـــــــدمتگار وه

ددی گـــــــــــزار گل بی خــــــــــــار وه

اســتاد دپیدا له هســـــــی گلــــــزار وه

د انا محمد طاهـــــــر هوشـــــــــیار وه

د ادب علم کی غښتلی بسیار وه

ملک الشعرا هاتف نامـــدار وه

دا سخـی طبــــع مهمــــــان نــــواز وه

په قــــــــــلم یی پورته کـــری آواز وه

د غـــــــــزل یی اوچـــــــت پروازه وه

قصایدیی له پند ســـــــره همـــــراز وه

هر قسم نظم له پنـــــــد سره همراز وه

استاد په شــــــــعر ویلو ممــــــــتاز وه

د ادب علم کی غښتلی بسیار وه

ملک الشعرا هاتف نامـــدار وه

استـــــــــــاد د ‎څو شیبو سیلاب نـه وه

مدام دریـــــــــــاب وه کریاب نـــــه وه

هیڅکله خوښ په شـــــــــــتاب نـه وه

دا ثـــــــــــابت قدمه بی تاب نــــــه وه

په هــــــــــرارخ شه وه خراب نـه وه

په قول سیراب وه ســـــــــراب نه وه

د ادب علم کی غښتلی بسیار وه

ملک الشعرا هاتف نامـــدار وه

له توری نه په خـــــــود رنــگ خوښ

تل به یارانو ســـــــره همرنـگ خوښ

دگلونو پــــــه تازه رنـــــــــــگ خوښ

له یاره ســــــره څنګ په څنګ خوښ

تل مــــــدام یی نی وچنـــــــــگ خوښ

په محفــــــل د استاد سرآهنـگ خوښ

د ادب علم کی غښتلی بسیار وه

ملک الشعرا هاتف نامـــدار وه

پر ارزشــــــــــــه ښه اصیل گوهر ده

ملک اشعرأ هاتـــــــــف هنر پرور ده

روغو سترگو ته رنـــــــــــا ده لمر ده

استاد له ښو و بدونـــــــــــــــه خبر ده

کلیات یی زده کړی ته گتــــــــــــور ده

هغه دفضل و معرفت د فتــــــــــــــر ده

د ادب علم کی غښتلی بسیار وه

ملک الشعرا هاتف نامـــدار وه

عطوفت یی معلومدار په کــــــــلام شتــه

په سلوک یی قدر په خاص وعــــام شته

له سپیڅلی مینه سره یی نیک نام شـــته

په معاشرت کی یی دصمیمیت الهام شته

په استلال او منطق کی مـــــــرام شـــــته

دزره له کومی د فیض ورته احترام شته

د ادب علم کی غښتلی بسیار وه

ملک الشعرا هاتف نامـــدار وه

 

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت