په اروپا کی دمیـشـته افغانانو د تولنو فدراسـیون

   فدراسـیون سازمانهای پناهندگان افغان در اروپا

Federation of Afghan Refugee Organizations in Europe         


باغ دګلوبه سمسوروی مونږبه نه یو

دبلبلوبه پری شور وی مونږبه نه یو

د۲۰۱۴ کال دجنوری۱۷

د۱۳۹۲لمریزکال دوهم نیمایی دپښتودشعراو ادب دپاره دلویو ضایعاتودوره وه. لومړی دپښتوغښتلی شاعراوادبی څیره خدای بخښلی نصر الله حافظ په حق ورسید اواوس  دپښتودمعاصرشعر، ادب او فرهنګ وتلی استاد ارواښاد صدیق پسرلی مرینه دافغانستان دشعراو ادب دمینه والو دخپګان او دفارو دکلتوری کمیتی دمسؤلینو دژوره  خواشیني سبب شو. دفارو د ۵۳ ټولنو په استازیتوب د اراوښاد محمد صدیق پسرلی او خدای بخشلی نصرالله حافظ صاحب درنې کورني ، خپلوانو  او د ادب  مینه والو ته  د زغم،  صبر او تسلیت مراتب  وړاندې کوو.

 استاد صدیق پسرلی د۱۳۰۷ لمریزکال دوری په میاشت په غزنی کی پیدا شوی وه د ۱۳۹۲لمریزکال دمرغومي په ۲۲ نیټه په هندوستان کې د ورپیښې شوی ناروغۍ له امله په حق ورسید. دارواښاد استادپسرلی دجنازې لمونځ د کابل په عیدګاه جامع مسجد کې د سل ګونو مینه والو، چارواکو او دفرهنګي کړیو  او د ارواښاد د کورنۍ لخوا ادا اودده دتدفین مراسم په ډیرعزت سره دکابل په ریاض الصالحین هدیره کی تر سره شو.

دتدفین په مراسمو کی پیژندل شوی پښتو لیکوال او کره کتوونکي استاد حبیب الله رفیع د استاد پسرلي په اړه وویل: «پسرلي صاحب د خپل ژوند ټوله برخه دغاټول په څیر دکړیو څخه لرې په صحرا کې ازاده تیره کړی او د وخت دهیڅ حکومت تر سیوري لاندی نه وو راغلی.»

دارواښادپسرلی چاپ شوی آثاردا دي: بسته ور، د نی کوڅه، کوچی ملا (ناول)، بخملی صحرا(ناول)ُ اودغزل بڼ (دښکلی غزلونوټولګه).

دغزل بڼ دښکلی غزلونو اوشعری صنعتونو نه بدایه غزلوکمیابه زیرمه ده. افغان كره كتونكي او ادبپوهان ته په کارده چه دارواښاد پسرلی غزلونه وڅیړی او پخپلو څېړنو كې دده دشعر ښكلاوې او ځانگړنې رابرسېره او د دغه نامتو شاعر حق په ځاى كړي.

ښاغلي بسرلی په ۱۳۵۹ كې پېښور ته مهاجر شو او د شپيتمو كلونو په پیل كې يې د «سپيدې» په نامه يوه مجله راوكښله، چې تر ۱۳۶۴ لمريزه پورې په منظم ډول چاپېده. په ۱۳۶۱ كې د پاسني په مستعار نامه «د وطن وير »په نوم د حماسي او انتقادي شعرونو ټولگه يې چاپ شوه. په ۱۳۶۶ كې د سپیدې چاپ بیا پیل کړ. او ورسره يې د افغان كلتوري  ټولنې بنسټ هم كښېښود. تر دې څه موده وروسته يې د افغان ادبي بهير بنسټ كېښود او د هغه مشري يې ومنله. په ۱۳۷۷ لمريز كې كډون كابل ته راغى او ترمرینه په خپل كور كې په ادبي هڅو بوخت وه .

 

د ارواښاد نصرالله حافظ  مړینه افغان ملت اوټول ادب خوښونکو ته لویه ضایعه ده. د لوی څیښتن نه خدای بخښلی نصرالله حافظ ته دفردوس برین غوښتنه کوو.

 

حافظ صاحب خپلی زده کړې د چپرهار په لومړني ښوونځي کې پای ته رسولي دي او نورې زده کړې يې په ۱۳۳۱ لمريز کال په کابل کې بشپړې کړ. په ۱۳۳۳ لمريز کال کې دپښتنۍ تجارتي بانک د ((وېسا)) د مجلې مسلکي غړۍ شو.  په ۱۳۳۹ لمريز کال کې د پښتون غږ د مجلې مرستيال او وروسته د راډيو د روزنې د ادارې د پښتو برخې چلوونکی وټاکل شو. په ۱۳۴۳ لمريز کال کې د راډيو د تدقيق مدير او د هنر او ادبياتو د ادارې مرستيال وټاکل شو. حافظ صاحب پنځه پنځوس کاله په راډيو افغانستان کې د پښتو ادبياتو په برخه کې کار کړی دی. خدای بخښلی حافظ صاحب ۱۳ چاپ شوی او۲۶ نه چاپ شوی آثارلری.

 ارواښادحافظ صاحب بايد په افغانستان کې د پښتو د اوسمهال غزل د مخکښانو څخه وشمیرل شي، دده غزلو کې د فورم له پلوه د اصیل کلاسيکې شاعرۍ اغیزې او د محتوا له پلوه د نوې زمانې غوښتنې او زموږ د ماحول او چاپیريال ارمانونه سره يوځای کيږي. دمثال په ټوګه حافظ صاحب دیو اصلاحی شعربه پیل کی داسی غږکوی:

د شمشاد له هسکې څوکې

 

د خــيـبــر د زړه لــه نوکې

هـــرې خواته وهم کوکې

 

څوک يې اوري او که نه؟

 

دپښتو ژبی دادبیاتوځوان مینه وال ته داهم پکارده چه دپښتوادبیاتودتاریخ په هکله دانترنت اودغربی نړی دکتابتونونه په ګته اخیستلوسره ژوری څیرني وکړی. ترڅودعلامه پوهاند عبدالحی حبیبی هغه هیله تر سره شی چه ۱۳۵۳ لمریزکال دقوس په پنځلسمه نیټه  دخپل بی ساری اثر(دپښتو دادبیاتوتاریخ) ددریم چاپ په سریزه کی لیکی:«زه بیا هغه خپله هیله تکراروم. چه ددی کتاب څلورم چاپ ته زمونږعلمی محیط اړنشی اوتر دی زیاته ګتوراوتحقیقی آثاردنوی علم تر رڼا لاندی راووځي اوداخبره ثابته شی چه زمونږنوی نسلونه دپوهنی پرسمه لار په رڼو سترګو روان دي او کولای شی، چی داسلافو بل کړی کوچنی څراغُ، لوی ځلانده مثال کاندی او دتحقیق اوڅیړنی په رنا کی خپل ژوندښه سمبال کړی. » 

 

«دفارو کلتوری کمیته»

 


FAROE, Post Box 707,   2300 AS,   Leiden,     www.afghandiaspora.org,    

faroe_af@hotmail.com

 


بالا
 
بازگشت