سويډن دمالمو ښار

د۲۰۱۴ ز کال دفبروری ۲۷

دمباره کی پيغام

 

دډيروخت دوست اوراته گران جرات صاحب !

زه پداسي حال کښي چې ستاسوپه ادرس دټولو پيغام لېږونکو له نېکو هيلو او ارزوگانوسره ځان همږغۍ بولم ،خوښ يم چې يوځل بياستاسو دفرهنگی هڅو په خوشحاليوکښي ستاسو دغښتلی اومنلي ويب پاڼې دقلمی همکارانو اوبې شمېره لوستونکوسره يوځاي کېږم .

لمړی خوبه لکه نوردوستان تاسوته ددې فرهنگی هڅوددولسمې کليزي په مناسبت دزړه له کومې مباره کی اونېکې هيلې وړاندي کړم .

پدې پوهېږم چې تاسو پدې دولس کاله ددې پاڼې دچلولو،دخپلو قلمی همکارانو اولوستونکوخوښ ساتلو لپاره څومره زحمتونه گاللي دي .اميد واريم چې په راتلونکي مطبوعاتي کال کښي مو ليکوالان په خپلو داسي ليکنو چې دټول ملت دردپرې دواشي ونازوی اوپه خپلو علمی اودملي احساس نه مالامال  ليکنوافغان ولس په منځ کښي رښتياسره لکه زموږ ډير درانه اوسپينږري  بقايي صاحب چې ورته اشاره کړې ،ټول په گډه ديوه مترقي اوپرمختللی افغانستان دجوړېدو لپاره هڅې لانوري هم گړندی کړي .

پدې ډاډه يم که دگران افغانستان دقلم خاوند خپلو ملي مسوليتونوته متوجه سي اوددې ولس پروړاندي بېله هرډول پخوانی اويا اوسنی تعصب اوکينې نه  پرته ،يوازي همدا ستاسو دپېژندل سوی پاڼي له لاري دافغان ولس په چوپړ کښي اوسي .زموږ دهيوادوالو بې شمېره ملي اوسياسي ستونزي به حل شي .

پدې هيله چې دآرايايي ويبپاڼه لانوره هم ځلانده اودافغان ولس په زړونوکښي ځاي پيداکړي .

يوځل بياتاسو اوددي پاڼې درنو قلموالو اولوستونکوته ددې ويب پاڼې دفرهنگی فعاليت دپيل ددولسمی کليزي دفرهنگی  برياو مباره کي وايم .

تاسودرانه دوست ته اوږد ،ارام ،هوسا اوبسياژوند دلازياتې پراخې حوصلې سره غواړم .

ستاسو دوست حبيب الله غمخور

 

 

 

 

 


 


بالا
 
بازگشت