رحمت اله روان

 

نوازشريف به د دريم ځل لپاره دپاکستان د صدراعظم شی

نوازشريف به له ١٤ کاله انتطاره وروسته په دريم ځل دپاکستان صدراعظم شي، د نوموړي گوندپه ملي اسمبلې کې ١٢٦ څوکۍ گټلي ١٨خپلواکو گټوونکو هم ددغه گوند غړيتوب ترلاسه کړې دی چې له مخې دڅوکيوشمير١٤٤ته رسيدلې دى او٣٦ ځانگړي( ښځواو لږکيو) څوکۍ هم دمسلم ليک په برخه رسيدلې په دی خاطر یی دحکومت جوړونې اکثرت  ترلاسه کړې دى ،دپاکستان جنګ  انټرنیټي سایټ د را پور پر اساس  دپاکستان  په ورستیو پارلیماني ټاکنو کې  نوي ټاکل شوي ا ستاذي په ولسی جرګې کې دجون  په لومړۍ نیټه غونډيږي او لوړی مراسم به تر سره کوی دا هم ویل شوي دی چې دپاکستان دولسي جرګې مشر او مرستیال مشر به د جون  په دریمه  او نوی لومړی وزیر به هم  په همدغې جرګې کې  د جون په پنځمه نیټه وټاکل شي ،دا په داسې حال کې دي چې دپآکستان مسلم لیګ ن څانګې  ددغه  ګوند  مشر نواز شریف دلومړی وزارت لپاره غوره کړی دی او یو بل راپور هم ښئ چی دپاکستان تحریک انصاف ګوند هم دلومړی وزارت لپاره جاوید هاشمي ټاکلی دی چې ښآئي ددغو دوو  کاندیدانو  ترمینځ به سیالی وشی دبله لوری پاکستاني رسنیو په دغه هېواد کې د ټاکنو د کمیسيون له قوله د وروستیو ټاکنو ګټونکی د مسلم لیګ (ن) ډلې مشر نواز شریف معرفي کړی دی

د نواز  ګوند غړي په دې توانيدلي، چې په ټاکنو کې په پارلمان کې د اکثریت رايې وګټي. نواز شریف دوه ځله مخکې هم، په ۱۹۹۰ ز کال او ۱۹۹۷ ز کې د لومړي وزارت مقام ته رسیدلی و، خو په دواړو وارو، له واکه ګوښه کړل شو. لومړی ځل د هغه مهال د جمهور رييس غلام اسحاق خان لخوا او دوهم ځل د جنرال پرویز مشرف لخوا د یوې کودتا په پایله کې کې بې واکه شو،په پاکستان کې که شریف ، مشرف او یا  اشرف راځي، د دوی  په تخلصونو کې د شرف مشترک ټکی  یواز ې په نوم کې  شتون لري، خو له  شرافته یې نه یوازې د افغانستان په مقابل کې کار نه دی اخیستی بلکې د خپلو خلکو لپاره یې هم  ځانګړی شرافت نه دی څرګند کړی. په ځانګړې توګه د پښتونخوا خلکو قسمت تل د دغو واکمنو پر مهال خوار وي او دغه چارواکي يوازې د دوی د ځپلو لپاره په دسیسه جوړولو لګیا وي.

په پاکستان کې که نوازشریف راځي یا کومه بله نوې څیره  نو دافغانستان  دوسیه  له هماغه پیله له پوځ استخباراتو سره وي او ملکي حکومت  په دې تړاو هغه څه کوي ،چې پوځ او استخبارات یې  ورته وايي. په دې ټاکنو کې یوه بله د پاموړ او اندېښنې خبره داده ،چې وسلوالو پاکستاني طالبانوزیاتره پښتانه  کاندیدان په نښه کول . نواز شریف  په پاکستان کې تر ډېره دسعودي عربستان سړی دی  دده په راتګ سره  په افغانستان کې  دنواز او ایراني اخوندانو ترمنځ  سړه جګړه به بل ډول غوره کړي  په لاندې لیکنه کی دنوازشریف دژوند او سیاست  په اړه مختصر معلومات را ټول شوی دی.

دنواز شریف بیوګرافي له دوو ټکو سره کلک تړاو لري یو د ده اسلامي شالید او بل دده بورژوازي ټولنیزه پشتوانه. همدغه دوه ټکي وو ، چې نواز شریف د ازاد بازار تګلارې ته مخه کړه او لامل یې هغه ترخه تجربه وه ، چې په ترڅ کې یې د ده د کورنۍ ټوله شتمني ضبط شوې وه . همدغه اغیز و ، چې نواز شریف په خپله سیاسي تګلاره کې اسلامي او لیبرال لیدلوري راخپل کړل، که څه هم دا په پاکستان کې ضدونقیض لیدلوري ګڼل کیږی ،د همدغه ليد لوري په رڼا کې له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته نواز شریف سمدلاسه دپاکستان په لاهور کې ( اتفاق اسلامي اکاډمۍ ) پرانېسته ، چې خپلو شاګردانو ته به یې دیني او دنیوي زده کړې پر یوه مهال برابرولې له نواز سره دغه فکر تر ډيره مل و او چې کله دسیاست نړۍ ته ورننوت نو قران کریم یې په لیسو او ښوونځيو کې لازمي مضمون وګرځاوه، نواز له پوهنتون وړاندې دلاهور په اکاډمۍ کې زده کړې بشپړې کړې ا ودپنجاب پوهنتون دحقوقو له پوهنځي فارغ شوی دی.

میا محمد نواز شریف، چې غوره بولي نوم يې په همدغه بڼه واخیستل شي او دایې په تذکره کې هم لیکل شوې دی، له خپل ارټاټوبي کشمیر سره ډېره لېوالتیالري. نواز شریف دپاکستان له زیږیدو یو کال وروسته د 1949 ز د ډسمبر پر 25 په لاهور کې نړۍ ته سترګې پرانېستي او له اقتصادي پلوه یې له خپلې کورنۍ سره پر دغه ګڼ مېشتي ایالت پنجاب پورې تړاو ومونده . هغه مهال یې کورنۍ د کانونو په راویستو بوخته وه، پلار یې له خپلو نورو شپږو وروڼو سره دغه کسب له نورو انحصار کړی و اوهمدغه یې دشتمنۍ سرچینه وه ، خو په 1979 ز کې د لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو داصلاحاتو په پایله کې دنواز دکورنۍ ټوله شتمني عامه شوه،نواز شریف له جنرال ضیاء الحق سره نږدې اړیکې درلودې دهمدغو اړیکو له برکته یې په 1977 ز کې داتفاق شرکت په نوم کارخانه پرانېسته ، کار او ګټې یې ورځ تر بلې وده کوله ان تردې ، چې دشلمې پیړۍ په نوېیمو کلونو کې یې کلنې پانګه 450 میلونو ډالرو ته ورسیده او په 1981 ز کې 16 میلونه ډالره ګټه ترلاسه کړې وه . په اتفاق کارخانه کې د کارګرو شمیر نږدې 10 زره تنو ته رسیده پردې سربېره نواز په پاکستان کې د بورې او رخت ستر شرکتونه لري 

نواز د 1985 ز داپریل پر 9 نېټه دپنجاب ایالت دحکومت مشري تر لاسه کړه ، خو سیاسي فعالیت یې دشلمې پيړۍ له اتیایمو کلونو څخه راپيل کړې و او ددې ترڅنګ یې اتفاق شرکت دمدیر په توګه دنده هم ترسره کوله .

نواز دوه ځلې په پاکستان کې دلومړي وزیر تر څوکۍ رسیدلې ،خو دواړه ځل یې واک په ډراماتیکه بڼه له لاسه وتې دی، لومړې یې په 1990 ز کې دلومړي وزیر په توګه لوړه وکړه ، خو د 1993 ز د جولای پر 18 نېټه له دغې څوکۍ ګوښه شو. د کارپوهانو له انده دا په پاکستان کې د ډیموکراسۍ په تاریخ دواک بیلګه يیز لیږد و، چې په لومړي ځل د سوداګرو له نوې توکمه ( نسل ) یو سړی واک ته رسیږي ځکه پخوا دغه څوکۍ د پوځ او یا دودیزې بورژوازې لخوا ګرو شوې وه . په دوهم ځل نواز د1997 ز د فبرورۍ پر 17 واک ته ورسیده ، خود 1999 ز داکتوبر پر 12 دجنرال مشرف دکودتا له لارې سیده زندان ته ولاړ ،دنواز او بینظیر بوټو دښمني اوږد تاریخ لري او له 1985 ز څخه رادیخوا پيل شوې ده، دا هماغه کال دی چې جنرال ضیاء الحق د الوتکې په پېښه کې له منځه ولاړ او بینظیر بوټو وتوانیده ، چې ائتلافي حکومت جوړ کړي، خو نواز یې مخالفت کاوه او د نوموړې پر ضد یې داسلامي ګوندونو یو ائتلاف رامنځته کړ ، چې همده یې مشري کوله او د 1988 ز په ټاکنو کې یې ونډه واخېسته او دپاکستان ملي پارلمان ته یې لار ومونده خو دپنجاب دلومړي وزیر په توګه یې دغه دنده غوره وبلله له بوټو سره یې دپرله پسې اختلافاتو له کبله درسنیو دسر ټکې و .

نواز له خپل اقتصادي او سیاسي نفوذ څخه تل ګټه پورته کوله ، چې بینظیر بوټو او نورو سیاستوالو ته ستونزې راوپنځوي ان تردې ، چې د بینظیر بوټو د ګوښه کولو پلان يې جوړ کړ، ځکه چې له 1988 ز څخه رادیخوا بوټو او ګوند یې په واک کې و . نواز له خپل نفوذه کار واخېست دپوځ له سترو جنرالانو ، بیروکراتانو او سترو سوداګرو سره یې دبوټو اړیکې غوڅې کړې او په 1990 ز کې وتوانیده ، چې لیبرال ، اسلامي ډلو ټپلو دايتلاف په ترڅ کې واک ته ورسیږي ،نواز شریف دخپلې واکمنۍ پر مهال هڅه کوله ،چې ازاد بازار پياوړې شي او دسوداګرۍ په برخه کې دلیبرالیزم غوښتنې په پام کې ونیسي لومړې ګام یې دا و ،چې د پاکستان اقتصاد یې د بوټو د سوسياليستي سمونونو له منګولو خلاصوه او د دولت ځینې پروژې یې وپلورلې ، له بهره یې دپانګې اچونې بهیروهڅاوه. که څه هم دغه ګامونه دنړیوالو بسپنه ورکونکو موسسو لخوا ښه وارزول شول ، خو په کوردننه له ستونزوسره لاس وګریوان شو ځینو دا له وخته وړاندې خبرې وبللې ، چې په پاکستان کې دبیکارۍ کچه هم ورسره لوړه شوه .

دنواز تګلارې په پاکستان کې دواک دسیاسي اواقتصادي محورونو تر منځ له ګواښه ډکې وبلل شوې دده دمخالفینو ، چې په سر کې یې بوټو وه یوایتلاف رامنځته کولو ته وهڅول پر نواز نیوکې ډیرې شوې او ولسمشر غلام اسحق خان اړ شو ، چې د 1993 ز په اپریل کې پارلمان ړنګ کړي نواز شریف د دیرشو میاشتو په واکمنۍ کې 20 ملیارده کلدارې خپلې پانګې ته ورزیاتې کړې وې . بوتو او نواز یو بل ته په نوبت سره د لومړي وزیر څوکۍ پرېښوده کله ، چې بینظیر بوتو لومړۍ وزیره شوه نواز داپوزیسیون مشر شو ان تردې ، چې د 1996 ز دنومبر پر 5 مه نېټه بینظیر بوتو هم له ورته برخلیک سره مخ شوه او ولسمشر فارو ق لغاري له واکه ګوښه کړه خپله لغاري بیا د 1997 ز په نومبر کې له ولسمشرۍ څخه لاس واخیست .

نواز هڅه وکړه ، چې ددوهم ځل لپاره واک تر ګوتو کړي داځل یې په خپل ټاکنیزکمپاین کې پر ولسي ارزښتونو ډډه ولګوله ، چې فساد به له منځه وړي ، ټولو ته به کارونه مومي په پاکستان کې به ددیموکراسۍ نورمونه پلي کوي ، چې په نړیواله کچه دپاکستان نوم بېرته ښه شي هماغه و ، چې په 1997 ز کې ټاکنې وشوې او نواز شریف د 217 څوکیو څخه 134 څوکې راخپلې کړې او د یو شمیر وړو ګوندونو دراخپلولو له کبله یې دغه څوکۍ 165 ته ورسولې . په دغو ټاکنو کې بخت له بینظیر بوټو سره یاري ونه کړه او یوازې 18 چوکی یې وګټلې ،کله چې نواز د لومړی وزیر په توګه لوړه وکړه نو ژمنه یې وکړه ، چې د پاکستان اقتصادي وضعیت به ښه کوي ، دپړسوپ مخنیوي به کوي ، دپاکستان 30 ملیارده ډالره پور به پرې کوي ، له هند سره به خپلې اړیکې ښې کوي او افغان کړکیچ ته به حل راوباسي .

نواز له دغو ژمنو څخه یوه هم پوره نه کړه او یوازې یې دخپلو صلاحیتونو دپراخولو په سوچ کې و او د پاکستان په اساسي قانون کې یې دځان په ګټه د دیارلسم ځل لپاره بدلون رامنځته کړ او له ولسمشر ه یې دا حق واخېست ، چې یا لومړې وزیر له واکه ګوښه کړي او یا پارلمان ړنګ کړي یو بل کار ، چې دا څوارلسم بدلون ونومول شو هغه دپارلمان دغړو ګوندي تعهد و او د ګوند مشر کولای شي ،چې هرهغه غړی ،چې دمشر له امر سرغړونه وکړي له پارلمان وباسي دغه بدلون په عملي بڼه د باور دسلب له مخې دلومړي وزیر ګوښه کول ناشوني کړل په بله مانا دنواز دغه بدلونو دومره صلاحیت ورکړ ، چې دغو ټول صلاحیتونه دومره و ، چې له نواز سره نه چا حساب وکتاب کولای شو او نه یې ګوښه کولای شو . دهمدغو صلاحیتونو له کبله دنواز او دسترې محکمې دمشر سیدسجاد علي شاه تر منځ اختلاف سر راپورته کړ او په 1997 ز کې دمحکمې رییس استعفا ته اړ شو .

دنواز ددومره محبوبیت تر شا د1998 ز دمی د 8 نېټې اتومي چاودنې وې ، چې دهندوستان په مقابل کې یې وکړې،دپوځ او نواز ترمنځ اړیکې دومره ښې نه وې کله ،چې نواز دلومړي ځل لپاره لومړې وزیر شو دپوځ دڅلوروواړو مشرانو ( ستردرستیز ) سره یې اړیکې ترینګلې وې لومړي یې په 1991 ز کې دکویټ دجګړې پر سر له جنرال میزرا اسلم بیګ ، په سند ایالت کې د ډله ییزو وژنو پر سر له جنرال اصف نواز ، له ولسمشر غلام اسحاق خان او خپله نواز ترمنځ د اختلاف په اړه یې دپوځ له لوی درستیز واحد کرکر او څلورم په پاکستان کې دملي امنیت دکمیسون دجوړونې پر سر یې له ستر درستیز جنرال جهانګیر کرامت سره اختلاف سر راپورته کړ همدا و ، چې جنرال کرامت د 1998 ز به اکتوبر کې استعفا وړاندې کړه خو وخت یې د 1999 ز دجنورۍ پر 9 پوره کیده،له جنرال کرامت سره دنواز شریف اختلاف له واک سره خپله دنواز پيل او پای و د جنرال له استعفا وروسته نواز داسې ګام پورته کړ ، چې وروسته بیا پرې پېښمانه وو ، جنرال مشرف یې دستر درستیز په توګه وګوماره نواز دا انګیرله ، چې مشرف له لږه کیو سره تړاو لري دومره به ځواکمن نه وي او دده تر اغیز لاندې به وي ، خو جنرال دومره ځان ورنږدې کړ ، چې په پای کې یې دنواز حکومت رانسکور او زندان ته یې واستوه او په نواز یې دقاچاق ، درغلۍ ، تښتونې تورونه ولګول وروسته یې بیا د امریکا دمتحده ایالاتو د ولسمشر بیل کلینټن پر منځګړتوب د اعدام له سزا وژغوره او سعودي عربستان ته یې تبعیدکړ .

نواز دکرکټ له لوبې سره ډیره لېوالتیالري دشلمې پیړۍ په اویاییمو کلونو کې یې دغه لوبه د یو ماهر لوبغاړي په توګه تر سره کوله د 1974-1973 ز ترمنځ د پاکستان داورګاډیو دکرښې دلوبډلې داستازي په توګه دغه لوبه کړې ده ،نواز شریف دخپل پلار میا محمد شریف په خوښه دخپل تره له لور نصرت شهباز سره دودیز واده وکړ او دحمزه ، سلمان سربېره یې له نصرت څخه درې لورګانې وزیږولې . نواز له عالیې هني سره دویم واده وکړ ، خو وخت یې سره تیر نه شو او دخدیجې په نوم یوه لور یې له دویم واده څخه پيداشوه ،خو عالیې ورڅخه طلاق واخېست اوس یې له تهمینه درانې سره درېیم واده کړې دی .  

 پای

رحمت اله روان

 

 


بالا
 
بازگشت