.

 عبدالباری عارض

 

مخ ته پرتی ستونځی او ولسی اندیښنی

د افغان حکومت او امریکایی چارواکو ترمنځ ترینګلتیا پراختیا ومونده دواړه غاړی د دیپلوماسۍ تر څنګ د مطبوعاتی تقابُل څخه هم ډډه نه کوی. اړینه نده د ښکیلو غاړو وروستۍ څرګندونی او کړنی تفسیر سی خو دا یقینی خبره ده چی   د پردی شاته د دواړو غاړو ترمنځ چټکه دیپلوماسی هم جریان لری، امریکا د لمړۍ ورځی خپلو ګټو ته ارجحیت ورکوی او ستر هیوادونه د عادت له مخی د مرستی او همکارۍ تر نامه لاندی په لیری سیمو کی ګټی لټول خپل طبعی حق بولی. افغانان به هم خپل مسولیتونه پر نورو نه تپی د لمړی بُن په بهیر کی ولی عواقب نه وه سنجول سوی؟ د اوسنۍ ناخوالو سرچینه د هغه ځایه پیل سوه  هغه وخت داسی کومه هڅه نده سوی چی راتلونکی پکښی تضمین سوی وای په عوض کی د واک ترلاسه کولو ته لمړیتوب ورکړل سو او هڅی ټوله د مقاماتو پر ویشلو متمرکز سو.اوس د اړتیا له مخی باید افغانی ګټی د سیمی او امریکا د ګټو سره هماهنګه کړل سی دا هم یقینی ده چی هغوی به هیڅکله افغانستان د یوه مطمین پارتنر په توګه و نه منی ممکن هغوی هم ځانته دلایل او ارزونی لری خو بله لاره شتون نلری سوله هم رایګان نده بلکه ځانته یو قیمت لری موږ پخپل لاس وطن داسی حال ته ورسوۍ چی اوس باید د سولی لپاره لوړه بیه و زغمو ، او دا هم یقین دۍ چی هیڅکله به امریکا او پاکستان سوله په تحفه کی رانکړی ، د هغه ډیرو ستونځو سره چی افغانستان یی لری ممکنه نده چی امریکا ډیر ژر موږ هم د کورنیو ناندریو وژغوری هم د ګاونډیانو د غمه خلاص کړی او هم د سریع انکشاف په لوری وخوځوی نو ځکه د توان او استعداد په اندازه ګټی باید ولټول سی دا به تیروتنه وی که فکر وکړو چی د امریکا په راتګ په سیمه او هیواد کی ګټی سره تقسیم کړو او یا داچی موږ به امریکا ته سکنی او پاکستان پردی وی.

که ادعا وکړو چی امریکا یوازی خپلی ګټی لټوی دا نوی خبره نده د روسانو د تجاوز پر وخت هم یوازی ستر هیوادونه و توانیدل د افغانانو د شهادت په بیه خپلو موخو ته ورسیږی او دا به ممکنه نه وی چی امریکا دی د خدای لپاره و موږ ته ملیاردونه ډالر خرڅ کړی او خپل بچیان دی زموږ د سوکالۍ لپاره قربانی کړی. د لمړۍ ورځی جوته وه چی د نیمی نړۍ پوځونو راتګ په نهایت کی خاماخا درنه بیه غواړی.  

     ولس ته یو لړ نوی اندیښنی را ولاړی سویدی د دی اندیښنو بنسټ هغه موخی دی چی افغان او امریکایی چارواکی یی د روانو ناندریو ترشا لری . په لمړی لید د ولسمشر کرزی غوښتنی ملی بنسټ لری خو د روانو ناندریو سره سره وړاندوینه ستونځمنه ده اما د امریکا اړتیا ته په کتو بعیده نده چی امریکا د کرزی غوښتنو ته غاړه کښیږدی سر بیره په هغه چی ځنی مبصرین د کرزی وړاندیزونه و امریکا ته د منلو وړ نه بولی خو ډیره مهمه او د پام وړ خبره دا ده چی ټول دولتی چارواکی او جهادی مشران د عکس العمل په نه ښکاره کولو د کرزی د دریځ ملاتړی ښکاری په داسی حال کی چی د افغانانو تیرو ته په کتو په استثنایی مواردو کی د یوه دریځ لرونکی وی .

 د امریکا لپاره د پام وړ خبره ده دا چی افغانی مختلف سیاسی اړخونه په اکثرو مواردو کی د خپل منځی ژبنی،سمتی،مذهبی او نوراختلافات قربانی دی خو اوس چی د موثر او مطرح اړخونو دریځ یو شانته معلومیږی ولس ته داسی پیغام رسولای سی چی ګواکی خدای مکړه یو ځل بیا په هیواد کی عمده ستونځه مطرح ده. او دا پیغام ډیر خطرناک دۍ امریکا ته مهمه ده پر نننی وړاندیزونو غور وکړی ځکه ناشونی نده چی راتلونکۍ حکومت هم د امنیتی تړون د امضا څخه په څنګ سی، هغوی هم بل څوک ندی بلکه د همدی اوسنۍ اداری څڅوبی دی . په هر صورت د موضوع حساسیت ته په پام حالات په ملی او سیمه ایزه کچه په اندیښنو څارل کیږی او د نوی پراختیاوو انتظار ایستل کیږی.

ځنی نور تاثیر لرونکی هیوادونه چی ظاهرا یوازی د مرستو په محدوده کی له لیری د افغانستان سره محدودی اړیکی لری، هم انکشافات په دقت څاری او حتی ډیر افغانان په سیاسی تحولاتو کی دهغو د لاسوهنی څخه اندیښنه لری.               داسی فکر نه کیږی چی د ټولو ناخوالو او کمیو سره سره ټول شیان د خپلو خواهشاتو سره سم ترلاسه کړل سی   زموږ ځواک او اقتصاد نه ایجابوی چی استحکاک رامنځ ته سی . حالات نازک دی د افغانستان ساتنی ته ستونځی متوجه دی تر ډیره بریده د نړیوالو پرنسبو څخه په ګټه پورته کولو د سترو دوستانو په اقناع کی د ځمکی او حاکمیت ساتنه نغښتی ده، د تقابل دیپلوماسی مناسبی پایلی نه لری.دا خبره هم یقینی نه بریښی چی هرڅه دی د امریکا په لاس کی وی د تاریخ په اوږدو کی ډیر لوی طاقتونو تیروتنی کړیدی. وای( یو سړی چی بریتونه یی ډیر لوی وه خپل اته کلن زوی حمام ته بیولۍ ؤ لاسونه یی ور کیسه کول د نصیحت په توګه یی ورته وویل : خدای ډیر لوی دی او ډیر قدرتمند او توانا دی . زوی په تعجب د پلار بریتو ته وکتل او ویی ویل : تر تا هم لوی او زورور دۍ؟) یوازی کمزورو ته بریتور زورور ښکاری تاریخ شاهد دۍ چی د زمانی فرعونان د تاریخ د جبر او تقدیر په وړاندی پر ګونډو سوی دی که څه هم بریتونه یی لوی وه.

ستونځه یوه نده بلکه یوه له بلی سره تړاو لری . ټاکنیز کمپاین پیل سو او په لنډ وخت کی د رشتیا میدان ته یعنی ټاکنو ته دریږی. که نړیوالی اړیکی په نننی ډول پراختیا ومومی ایا ټاکنی به متاثری نسی؟ څه موده مخکی افغان چارواکو هیله څرګنده کړیوه چی متحدین د ښه ټاکنو په لاره کی مرسته ورسره وکړی ، اوس که هغوی نه یوازی مرسته ونکړی بلکه تبلیغاتی او نوری ستونځی هم را ولاړی کړی نو څه ډول به موږ د ښو ټاکنو شاهد اوسو؟ دا هم جوته نده چی د امنیتی چارواکو ډاډګیرنی به د ټاکنو د بهیر په هکله تر کومه بریده بامسولیته دی.خو مخ ته پرتی ستونځی او ننګونی له پامه نسی غورځیدلای. د تیرو ټاکنو په بهیر کی د امنیتی چارواکو ډاډ ګیرنی دقیقی نه وی.

هیله داده چی بهرنی او کورنی کړکیچونه پراختیا و نه مومی ،ټاکنی په مناسب ډول ترسره سی نه چی د اساسی قانون  ۱۴۳مادی ته اړتیا محسوس سی او اضطراری حالت اړین وګڼل سی.

    

  


بالا
 
بازگشت