مُقبل کاروان

د استاد سیاف پیژندنه

استاد سیاف پخپله دنده کی واقعا استاد دی هیڅ بل څوک نسی کولای د ده په شان شرایطو ا حالاتو ته په کتو ډول ډول کړنی تر سره کړی زه غواړم د استاد فضایلو ته ستاسو پام راواړوم.

۱: استاد د شوروی په وړاندی په لوڅ سر او لڅو پښو په اصطلاح جهاد پیل کړ استاد بهرنی پوځی پخپل هیواد کی نسو زغملای ځکه یی د بهرنی پوځیانو تر شړلو د جهاد سنګر ګرم وساتۍ ، کوم بهرنی پوځیان چی نن زموږ په هیواد کی شتون لری استاد دا بیله خبره بولی، دا پوځیان خو د اسلامپالو او بنسټ پالو د ټکولو لپاره راغلی دی او دوستان دی.

۲: استاد تر بل هر رهبر وتوانیدۍ د عربو نقدی مرستی ترلاسه کړی چی د الهی استعداد نماینده ګی کوی داچی عرب پخوا مجاهد وه اوس القاعده شول  دا د شرایطو او حالاتو بدلون دۍ صرف استاد د حالاتو سره ځان عیار کړ.

۳: زما په آند که استاد ته ووایی چی هغه ایت شریف ( د یوه مومن قتلول د ټولنی د وژلو په شان ده) څه تعبیر لری هغه به ووایی چی دا زموږ د شرایطو سره مطابقت نه کوی. استاد له دی کبله چی د امریکایانو د شتون دوام غواړی هیواد او ولس ته کوم بد نیت نلری د ځان د ساتنی او بقا په هیله دا کار کوی.

۴: د استاد ګلبدین تر هغه خوښ ؤ چی د روس سره یی جهاد کاوه خو د امریکی په وړاندی جهاد د دوستانو سره جګړه ده نه جهاد.

۶: د استاد طالبان په دی نه خوښیږی چی تر شرعیی اندازی اوږده ږیره نه منی پداسی حال کی چی دده مبارکه ږیره د واقعی اسلام ثبوت دۍ  .

۷: استاد په غرب کی د کابل د شیعه مسلمانانو په وژنه ډیر ستړی سو خو هیڅ چا مننه ځنی ونکړه ځکه ګیله مند دی.

۸: استاد د ولس دمینی له کبله پر ځان ګناه ومنله د چمتلی دښته یی غصب کړه مګر ولس یی د کورو خاوندان کړه.

۹: استاد افغان ولس د معلم ،کافر، لوڅ سری او کمونست په نامه وژل خو اوس د دوستم سره په حاکمیت کی ځکه شریک دی چی دوستم فیور کمونست دی دا نیمچه کمونستان د استاد نه خوښیږی.

۱۰: استاد د ښارګوټو جوړول د ولس سره جفا بولی ځکه دی دا کار نه کوی هغه وای مرګ نیژدی دۍ غصب او ډالرونه په درد نه خوری د اخرت له پاره خواری پکار ده.

۱۱: د استاد د وینا سره سم هغه به په جنت کی د احمدشاه مسعود، دوستم،ربانی او نورو مجاهدینو سره وینی.

زه نه یم خبر چی په جنت کی هم غصب ،وژل او پانګه سته که یه ؟ خو استاد ورته خوشاله دۍ شاید وی به!

۱۲: د استاد په آند بهرنی دوستان (امریکا،جرمنی،فرانسه ، استرلیا، ایتالیا ،انګلینډ، او نور) زموږ په هیواد کی د دین ساتنه کوی او پر مسلمانانو لورینه لری له یوه اړخه ولس د تروریزم یا اسلام پالو څخه ساتی او له بله طرفه استاد یی په زهره لندکروزانو،بی شماره باډیګاردانو نازولۍ او د بنسټ پالو څخه یی ساتلۍ دی.

۱۳: استاد کینه دله ندی د محقق،دوستم او خلیلی سره یی پخوانۍ دښمنی خاورو ته وسپارل استاد وای زما دښمنی خو د محقق او خلیلی او دوستم سره نه وه بلکه زما دښمنی د ګوته سنګی ، افشار د خلګو سره او ازبکو سره وه هغه چی له منځه ولاړه نور خیر او خیریت دی هیڅ مشکل پاته ندی.

۱۴: استاد د خدای د دښمن ابلیس سره دومره دښمنی لری چی اوس یی د هغه چوکۍ په خطر کی اچولی ده نیژدی چی شکست ورکړی او د ویاړ او غرور چوکۍ تری نه خپله کړی.

۱۵: استاد ډیر حلیم دی کله چی یی امریکایانو کور تلاشی کړ ده په ډیره حوصله مندی وویل خیر دی دوستان څه په میلمستیا را وغوښتل سی څه بی خبره کور ته راسی په دواړو صورتو کی میلمانه دی.

۱۶:  استاد و هغه حدیث ته په کتو(زه رالیږل سوی یم چی د اخلاقو مکاریم تکمیل کړم) نه په غوسه کیږی صرف او صرف په کال یویا دوه ځلی کنځاوی کوی خو پخی یی کوی هغه هم د مسعود او ربانی د مړینی په کالیزه کی.

۱۷: استاد د خپل خط څخه د سر په بیه نه تیریږی صرف دوستم یی پخوا کمونست او کافر ګڼی جهاد یی ورسره کاوه کله چی امریکایانو پوه کړ چی هغه ډیر زورور دۍ بیا یی د ستر مجاهد په نامه وپیژندۍ او په نظام کی ورسره شریک سو .

۱۸: استاد چی پس له اوږدی مسافرۍ څخه کابل ته راغۍ د حاکمیت د لمړی سړی په هکله ډول ډول نظریات موجود وه کله کله هم د ظاهرشاه و قدرت ته د راګرځیدو خبره کیدل استاد خپل دریځ داسی بیان کړ( که ظاهر شاه کابل ته راسی زه به بیا سترګی توری کړم او له سره به جهاد پیل کړم) خو کله چی امریکایانو نصیحت ورته وکړ نو بیایی د ظاهرشاه هرکلی وکړ او چی ویی لیدل چی ناټو او امریکا و هغه ته ډیر اهمیت ورکوی نو ژر تر ژره یی په کاریزمیر کی د ظاهر بابا په ویاړ میلمستیا وکړه او د احترام د څرګندولو په موخه یی لاسونه ورمچ کړ.

داوه د محترم استاد سیاف د حق دلاری مجاهد خصایل او فضایل چی لنډه یادونه یی ضرور وه.

 

 

 

 

 

 

  


بالا
 
بازگشت