حبيب الله غمخور

 

بهرميشت افغانان بايد دخپل قانونی حق نه دفاع  وکړي

حبيب الله غمخور

د۲۰۱۳ ز کال دنومبر دريمه

په اروپا،امريکا، استراليا ،کاناډا،هندوستان ،جاپان ،اودنړۍ په نوروهغوهيوادوکي چې افغان کډوال اوسی  بايد پدې راروانو احتمالي انتخاباتوکي دخپل گډون دقانونی حق په دفاع کي ودرېږي ؛پرې نږدي چې ددوي داقانونی حق دجنگسالارو اوپاټکسالارواودولتی مافيادسياسي حوسونو،هڅواوگټوقرباني شي . دټاکنو خپلواک کمېسيون ،نړيواله ټولنه اودملگروملتودسازمان اړونده ادارې  زموږ له حق نه ددفاع حقوقی اواخلاقی مسوليت لري . زموږ له گډون پرته هرډول انتخابات  به دافغان مظلوم اوخاموش ولس  پروړاندي دقانون دپلې کېدوپه نوم يودسيسه وي،چې پايلې به ئي داډول وي لکه دنوروټاکنو،چې هيچاته دمنلو وړنه وې .

هرڅومره چې دټاکنو کاټلې موده رانږدې کيږي په هغه اندازه دانتخاباتوپه هکله سيالي او بحثونه گرمېږي . ترکومه ځايه چې ليدل کيږي دټاکنوپه هکله مختلف نظرونه موجود دي . يوه ډله وايي چې  کرزی په خپل ټول توان اوقدرت کوښښ کوې ترڅودټاکنو مخه دامنيتي ستونزو په بهانه ونسی ترڅوديومودې لپاره پر خپله دغه دنده پاته سي ،چې پدې موخه په کندهار،هلمند اويوشميرنورو ولايتونوکښي دکرزی دکورنۍ دغړولخواددې ولايتونوديوشمير مشرانو سره دغونډو په طرڅ کي داخبره  مطرح سول چې ټاکنې وځنډېږې .پدې غونډوکې هڅه ددې لپاره وه چې دکرزی دپلويانولخوا داوړانديز چې دامنيتی ستونزوله امله ټاکنې ناشوني دي ،ټول افغانان  نسي کولاي پدې ټاکنو کي برخه واخلي نوښه داده چې داټاکنې ديوې مودې لپاره وځنډېږي  ومنل سی .داسي ښکاري چې دپردې شاته دافغانستان امنيتی حالت دهری ورځې په تېرېدوسره ټکنۍ کيږي ،له دې نه هدف دادی چې دغه افغانان مجبورسی ووايي چې پدې ناامنه شرايطوکښي ټاکنې ضرورندي اوکرزی صاحب بايد پرخپله دنده پاته سي .منطق یې هم  برابردې چيري چې امنيت نه وی اودهيواد اکثريت نسی کولاي په ټاکنوکي برخه واخلې نو ښه داده چې ټاکنې وځنډېږي .

متاسفانه پاکستان او ايران دخپلو نوکرانو پوسيله په پښتون مېشتوسيموکښي داستونزه تربل هر ځاي  زياته رازېږ وي اوهمدا اوس یې رازېږولې ده .دليل دادی چې  زموږ گاونډ چارواکي  تراوسه پد ې نه  پوهېږي چې څوک به راتلونکی مشر وي . ددې ترڅنگ دوي نه غواړي چې دلته ټاکنې وسی او امريکادادخپلې يوې سياسي برياپه توگه خپلو هيوادوالوته دخپلو هڅواوزيانونودبديل په توگه ښکاره کړي . ځکه خودوي دواړه دا تلاښ کوي  چې دټاکنو مخه ئي نېولې وي،نو هر ډول امنيتی ستونزي رازېروي . البته داددوي منطق دي،خو موږ يوشمير افغانان  ددې حالت په وړاندي بل وړانديز لروچي اوس پر هغه بحث  تروخت دمخه دي،که چيري اړتياپيداسول په هغه شېبه به دانتخاباتودنه کېدوپر وړاندي دبديل وړانديز اعلان  سي .

سره له دې،که يوڅوک داخبره وکړی چې تراوسه موږ  پردې باورنلرو چې په رښتياسره دي دافغانستان په سياسي ډگرکي دامطرح قوتونه اوڅېرې چې ترډيره بريده دولس کاله پخوادامريکا اودنړۍ دنوروهيوادونوددولتی ادارو سره داړېکوپر بنياددلته په افغانستان کي په مختلفو بهانو اوفرمانو بېله استحقاقه دولتي واک ته ورسېدل اوتراوسه یې دا دولتی چوکۍ په دواړولاسونوټينگې  نېولې اوبل چاته دهغې دتسليمېدوخيا ل نلري،دېته حاضرشي چې داسي ټاکنو ته غاړه کښېږ دي چي دوي پکښي بېواکه سي ،داخبره هم دغور وړ ده ،ځکه موږ يې دسرپه سترگوگورو چي همدا پر دولتي واک پاته کسان دراتلونکی واک ترلاسه کولولپاره دټاکنو په نوم  نوي هڅې کوي،ترڅويوځل بيادټاکنو په پلمه دافغان ولس حاکمان پاته سي .

 دوي هره ورځ دټاکنوپه  اړوندوخبروکي خلکوته پدې دروغجنې وعدې سرۀ چې گوياددولتی واک روڼ انتقال ته ژمن دی  ،مگر بل لورته  بياپه خپلو رسمی څرگندونوکې دوي په روښانه ټکوځانونه دمجاهدينودرهبرانو اومجاهدپه نوم مستحق بولي اوبرعلا وايي بې له موږنه ېي هيڅوک نسي کولاي .داچې چاجهادکړئ اوچادجهادپرنوم له لمړۍ ورځې بياتراوسه سياسی سوداگري کړې داټولوته لمر غوندي روښانه ده . په حقيقت کي خو مجاهدخاوري خوری،اولادونه یې فقر کوی، خودوي دا دمجاهد په نوم سياسي سوداگر په عيش اونوش کي شپې سباکوي دابله خبره ده . دادجهاد سوداگر پدې ورستيو کي داخبره هم کوی چې  که موږ نه يو،دا دولت دچاپلار پرمخ نسي بېولاي ،يعني که دوي حاکمان نه وي نوهرو مرويوځل بيا کورنۍ جگړه پيلېږي،دافغانستان ځمکنې بشپړتيااوخپلواکی له گواښ سره مخامخ کيږي، داچي څوک  داکورنۍ جگړه پيلوی اودهمدې اوسنيو ناخوالوپرو ړاندي همدا ښاغلي څومره دملت  په وړاندي مسول دی  هيڅ نه وايي ؟ اوددغه سوالوحق ملت ته  هم هيڅ وخت  دوي نه دی ورکړئ چې ترې وپوښتی ،ددې ټولوناخوالو مسول څوک دۍ؟  دوي ځانونه په مورثۍ ډول ددولتی مقامونومستحق اودافغانستان دنجات فرشتې  بولي اوبياوايي موږ  دسياسي واک دروڼ اوسوله ايزانتقال ته ژمن يو!!!!

 دا ښاغلي په يوه اوبل ډول شعارونودخپل هغۀ رقيب  چې ددوي گټوته  دټاکنوپدې سياليوکي  زيان رسوی  مخه نسي . ددغو  زور واکوتر منځ دتړلودروازو تر شا ته د خبرواوخاصو محفلونو په طرڅ کښي ددوي ترمنځ  جوړ جاړی  اوټولو رنگا رنگ هڅوسرۀ څنگه کېداي سي له دوي سره داومنل سي چې دوي په رښتيا هم  ددولتی واک روڼ انتقال ته ژمن دی؟

سره له دې چې زه دانتخاباتو په سرته رسېدوباندي دحاکمو چارواکو دقسم خوړلو او وعدوسرۀ  لاتراوسه ډاډمن نه يم  چې ټاکنې به تر سره سې،که چيري بياهم دکومې اړتيا اويوې سياسي معاملې پر سردجوړجاړي اويانړيوال  کوم فشارله امله  دې ته اړسي  ترڅودټاکنوپه نوم يوه ننداره دتير پشان جوړه کړي ،هغه به په هیڅ صورت رڼې ټاکنې نه وې .ترکومه ځايه چې موږ گورو او دټاکنولپاره دپردې شاته سوداگري اوچنې  وهلوپه هکله معلوماتونه ترلاسه کوو،هغه ددې ښکارندوي دي چې در‌وڼو ټاکنوخو به درک نه وي ،چې نه وي، بلکې زموږ داکړې دلی ولس  به يوځل بياپه خپلو سترگو جالبې ناندرۍ وگوري  .

يوازي همداسږکال شاوخواپنځه مياشتی پخوا داخبره مطرح وه چې دټاکنوقانون دې تصويب اوکرزی دې توشيح کړي . ترډير جراوبحث ،چنو وهلووروسته دانېمگړۍ شانته  قانون  تصويب اوتوشيح سو.داچې ددې قانون په وړاندي کارپوهانو اودنظرخاوندانوڅومره وړانديزونه اوگوتنېونې لرلې هغوته چاغوږ  ونه نيوه داپر خپل چال پرېږده .

دبېلگې په توگه دښځوامتيازات چې زموږ دهيوادغوندی ټولنه کښي  هرومرو بايدورکړه سی دهمدې قدرت دتږ ولخوا کم سول ،د هندو ورڼو قانونی حق چې ددې هيوادوياړلی اوسېدونکی دی اودنړۍ په هيڅ يوه هيوادکښي تربل افغان شاته ندې پاته سوی ، بلکې په ډير غرو اووياړځان ان په هندوستان کي هم افغان معرفی کوي ،نه پوهيږم په کوم بې منطقه دليل ترپښولاندي سول اويوه څوکۍ هغه هم  دهندوي ورڼودزياتی هڅي اوگوتنيونې ورو سته دکرزی په فرمان ورکړه سول . داچې دکوچيانو دحقوقوسره څه وسول ټول پرې خبردی .

داخوپرېږده اوس یې گوروچې په پاکستان او ايران کښي افغان کډوالوته دټاکنوپه بهيرکښي دگډون حق ورکول کيږي ،خودنړۍ په نوروهيوادونوکښي اوسېدونکی افغانان بياددې قانوني حق نه محرومېږې ، انسان ورته حيران پاته سي!

ماخپله د لمړنئ بېړنۍ لويي جرگې دجوړېدو پر وخت له ښاغلی قاسميارسره چې د پاکستان او ايران له سفر څخه  لندن ته راغلی وو تليفوني خبري وکړې اوله هغه مې وپوښتل ،ولي  بېله پاکستان او ايران څخه دنړۍ په نورو هيوادونوکي افغانان دخپل قانونی حق يعنی په لويه جرگه کي دگډون  اونظر څرگندولونه محرومېږي؟ هغه راته وويل ،ستاسو پوښتنه پرحق ده ،زه دادی داروپا په سفر راوتلئ يم غواړم دا مسله حل کړم کله چې سويډن ياډنمارک ته درغلم له نږدې به خبري سره وکړو.متاسفانه هغه داروپانوروهيوادونوته رانه غلئ اوله هغه لندن څخه یې دکابل په لورپرواز وکړ .پدې ډول په افغانستان کي د ټولو لويوجرگوپه غونډوکې هم  بهرمېشت افغانان محروم پاته سوی داچي داجرگې په هرنوم اونښان جوړی سوی،حقوقی ارزښت اوصلاحيت یې څومره وو ،اودچادگټولپاره په څه ډول دايري سوې اوس  پرې خبري نه کوم . پرخپل وخت ما اونور ډيرو ليکوالواومبصرينو دډله ايزورسنيوله لاري پردې مسله مفصل بحثونه کړي اودېته مو گوته نيولې چې ولي په نوروهيوادونوکي اوسېدونکی افغانان  دخپل قانونی حق نه محروم سوی دي ؟

تاسو خبر ياست چې دوه ځله نور دجمهوری رياست لپاره ټاکنې وسوې،دادئ ددريم ځل لپاره دجمهوري رياست دمقام اوولايتی شوراگانولپاره  په حقيقت کي تش په نامه دټاکنوبازا رتود اوددولتي حاکمانو په وينادټولو امنيتی گواښونو اوستونزوسره چې دراتلونکي انتخاباتوپه وړاندي سته ،پرخپل وخت  ترسره کيږي ،بياهم بېله پاکستان اوايران څخه دنړۍ دنوروهيوادونو افغانان له دې قانونی حق نه محروم شمېرل کيږي

جدی اوقانونی پوښتنه داده :که په پاکستان اوايران کي افغان کډوالوته په ټاکنو کي برخه ورکول کيږي؟ نوولې دنړۍ په نوروهيوادونوکي اوسېدونکی افغانان چې شمير یې تر يوميليون اوړی او غوڅ اکثريت یې دسياسي اوټولنيزي پوهی خاوندان دي ،دهمدې پوهی په رڼاکښي په ښه بڼه کولاي سي دافغانستان دراتلونکي لپاره نوی مشر پر ټاکلو فکر او قضاوت وکړی ، په انتخاباتوکي د فعال گډون اورايي ورکولو له قانوني حق  نه محرومېږي؟

دخندا وړ اوحيرانووکې خوداده چې دهمدې نورو هيوادونه مېشت افغانان  په دولتي کاروبارکښي فعاله برخه اخيستلاي  شي ،ياځان دغومقامونوته چې اوس دټاکنو لپاره پرې بحث  روان دي کانديدولاي سی ،مگر  کانديد انوته درايي ورکولو لپاره دمالي اوتخنيکی ستونزو په  بهانه  بياعام  وگړی محرومېږي ؟

ماڅوځله پدې هکله پخپلو ليکلنو کې دې ټکې ته اشاره کړې چې پدې ورستيو کلنوکي دعراق ،مصر ،سوماليې ،يمن اويوشميرنوروهيوادونودجمهوری رياست په ټاکنوکښي ددغوهيوادونودسفارتونولخوادکور به هيواد  اونړيوالو سازمانو په مرسته ددغوهيوادوکډوالوته درايي څرگندونې حق ورکړل سوئ . نوپه کوم منطق او دليل  افغانان ددې بشری او قانونی حق نه  دبشردقوقودنړی والې اعلاميې دټولوپرنسيبونوخلاف محرومېږي ؟؟؟

دښځولپاره خو په خاص مهارت دشرعيت ،دود،دستور اوامنيت نه شتون په نوم پاټکونه جوړدی،په پښتون مېشتو سيموکي خوله همدي اوس نه معلومه ده چې لس په سلوکي نارينه  برخه نسي اخيستلاي،نوښځې به څنگه برخه واخستلاي سي؟داخبری پرېږدئ چې همدا نن دسپتمبر ۱۷  کرزی صاحب خلک غولوی او ورته خطاب کوي ورنو او خوندو کارتونه واخلی خپل سرنوشت خپله وټاکئ .کوم سرنويشت ؟اوکومه دټاکلو بڼه او امکانات ؟؟ په بهرکي دافغان  کډوالولپاره په ډيره بې شرمۍ دتخنيکی اومالي امکاناتودنه لرلوپه نوم ددې لپاره پاټکونه جوړېږ ي چې  په ټاکنو کي کېداي سی دغه کډوال دجنکسالارواودجهادپه نوم پېژندل سوو افغان دښمنوسوداگرو،ددې دولس کلن حاکميت په دوران کي په دولتی فساد ککړو پر وړاندي دسوداگری اومعاملې مخه ونيول سي اودټاکنو لوری ددوي دگټې او غوښتنې پر خلاف بدل سي؛ ځکه خودوي تل په همدې يوه غولونکې مالي اوتخنيکی امکاناتودنه شتون  په  بهانه په بهرکي افغانان چې کولاي سی دټاکنوپه هکله خپل رغنده نظر څرگنداوفعال سهم ولري محروم ساتي .

زماله نظره هغه افغانان چې په بهرکي اوسېږ ي بايد دخپل دې قانوني حق نه چې په ټاکنوکښي دفعال گډون زمينه ورته برابرشی  دخپل ملي اواسلامی مسوليت دسرته رسولوپر بنياد ددولتي اونړيوالو چارواکو نه په کلکه  غوښتنه وکړي تر څودازمينه ورته برابره سي . پرې نږدي چې ددريم ځل  لپاره هم ټاکنې ددوي له گډون پرته ترسره شي . ومن الله التوفيق

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت