حبيب الله غمخور

 

حبيب الله غمخور

۲۰۱۳ ز کال دنومبر ۲۴

دکرزی صاحب نوی اوجالبې  لوبي  !

 

حامد کرزی دمشورتي لويې جرګې په لومړۍ ورځ  چې دوې  ورځې وړاندي د همدې موضوع لپاره په کابل کې پيل شوه وايي ،که چيرې داجرګه له امنيتي تړون سره موافقه وکړي او ملي شورا يې تصويب کړي نودا امنيتي تړون دې هغه مهال لاسليک شي چې انتخابات په سم ډول ترسره شوي وي ،يعنی  د امنيتي هوکړه ليک تر ټاکنو وړاندې نه لاسليک کېږي .

ديادونې وړ ئي بولم ،چې دجرگې په لمړۍ ورځ  هم ماپدې هکله يوه لنډه ليکنه دفيسبوک له لاري خبره کړه .

سره له دې چې داخبره دټولو افغانانو اودجرگې  برخوالوته حيرانوونکې وه نن دنومبرپر ۲۲ دامريکا متحده ايالاتو دولتي چارواکودکرزی ددې څرگندونې پر خلاف خپل غبرغون څرگند کړ .

امريکا غوښتي، چې له افغانستان سره دې امنيتي هوکړه ليک،د امنيتي مسووليتونو د غوره لېږد او ددې هېواد د ماموريت د دوام لپاره تر راتلونکو شپږ و اونيو پورې لاسليک شي .

پدې هکله دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا ځانګړي استازي جيمز ډوبينز ګواښ وکړ، چې د ټاکنو تر سره کېدو پورې به  ددې هوکړه ليک ځنډول د افغانستان په اړه د امريکا د ژمنو ترسره کول ، ستونزمن او پېچلي کړي.

 ده دامريکا PBS تلويزيوني شبکې ته وويل :((زه فکر کوم چې دا موضوع به  له افغانستان نه د نړيوال   ملاتړ کچې ته سخته او اوږدمهاله ضربه ورکړي .))

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات یوه ویاند ویلي د تړون د لاسلیک په تړاو د افغان ولسمشر حامد کرزي وړاندیز چې ویلي یې وو شپږ میاشتې وروسته یعنی د ولسمشرۍ تر ټاکنو دې وځنډول شي، نه عملي دی او نه هم ممکن .

 د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې جن ساکي هم وويل، هېواد يې تصميم نيولى، څو وپوهېږي، چې حامدکرزي  په لويه جرګه کې ددې ځانګړې موضوع له وړاندې کولو څه موخه درلوده؟

د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل وویل، که امنیتي تړون ژر لاسلیک نه شي امریکايي پوځیان نه شي پاتې کېدای . هغه زياته کړه  ،ولسمشر بارک اوباما ته سپارښتنه نه شي کولی چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د پوځي حضور پر پلان فکر وکړي ،مګر دا چې افغان چارواکي امنیتي تړون سمدستي لاسلیک کړي .ښاغلي هېګل وویل، د امریکا له متحدو ایالتونو سره له موافقې پرته امریکا نه شي پوهېدای چې افغانان څه غواړي، دامریکايي پوځیانو رول به څه وي او یا څرنګه ماموریت پر مخ بوځي .  2013.11.22

ولې بياهم تر اوسه پوري د افغانستان حکومت د امنیتي موافقې د ژر لاسلیکولو په باب د امریکا د متحدو ایالتونو غوښتنه رد کړې  چې وايي د کابل او واشنګټن ترمینځ امنیتي تړون باید د روان کال له پای ته رسېدو مخکې لاسلیک شي .دوي وايي  دا موافقه باید د راتلونکي کال تر انتخاباتو وروسته وخت ته وځنډول شي . افغان حکومت یوځل بیا ټینګار وکړ چې امنیت، سوله او عادلانه انتخابات د کابل او واشنګټن ترمینځ د امنیتي تړون د لاسلیکولو مهم شرطونه دي . ۲۰۱۳.۱۱.۲۲

ولې بل لورته  ددې جرگې زيات شمير برخوال دکرزی دورورپه گډون پدې عقيده دی چې که دا تړون پدې جرگه او پارلمان کي ومنل سی بايد سمدواسره لاسليک سي .

يوشمير سياسی څېړونکی اوزه پدې باوريوچې کرزی دخپلو راتلونکو گټوپه خاطر هره ورځ يوه نوې خبره کوي ،چې هيچا حتا يوه ماشوم ته هم دمنلو وړنده .زموږ په باورکرزی صاحب غواړي دخپلي هغې خبري له مخې چې ویې ويل  امريکا دافغانستان په راتلونکو ټاکنوکي رول لري، په امريکاداومنی چې دده دخوښی اوهغه چا ملاتړ وکړي کوم چې دبرياليتوب په صورت کي بيا کرزی دافغان ولس پر وړاندي دخپلې دولس کلنې دورې دناخوالو په هکله سوال اوجواب ته راونه بولی اودفاع ترېنه وکړي .

دادئ نن دنومبر پر ۲۴ مه ددې جرگې ورستۍ ورځي ننداره زماددې خبري سپيناوی کوی چې کرزی صاحب دکومو موخولپاره لاس اوپښې وهی .

دکابل دجوړی سوې جرگې په وروستۍ ورځ دکرزی په ويناکښي دده دځان غوښتنۍ اودخپلو راتلونکو مخولپاره بېساري هڅوداڅرگنده کړه چې ،متاسفانه کرزی دحپل حاکميت له ورستيو شېبونه هم دخپلو مخولپاره ددې ملت قربانۍ ته په ير ښکلو نومواوالفاظو حاضردی .دکرزی داويناچې په يقين وروستۍ به نه وې داسې ډيیري ويناخوي اوعجايې به افغانان دده له خول پدې ورستيوکي واوری ،ترڅودی ارام سوی نه وي اوياخپلی موخی ته رسېدلی نه وي .ددې داغولونکی اوپارونکی هڅې اوڅرگندونې دده او  دافغان ولس دبيلتون پر واټن دده لخوادتصديق مهر لگول وه . ولي کرزی دا ۱۲ کاله دافغان ولس دمړواوشهيدانو حساب نه کاوه،چې اوس یې کوی . اوس چي ممکن امريکا ورته ويلي وي ستاسو اوستادملاتړي دې په مخه ښه وي ؛نودادی  ان دامريکاترهر بل مخالف چې ددې مخالفت دپټلولولپاره دافغان ولس سره ددوستۍ اوهمدردی ډول غاړي ته اچولی ،کرزی صاحب هم ددوي پر لار تگ پيل کړ  .خداي خبرچي ددي لاری مسافربه چيري رسېږي .زموږ ولس خو وايي ،((داچې کرزی پرې نوی سفر پيل کړی دا لار ترکستان ته ځی .)) موږ ته ډير جالبه ده، دهغې جگړي ددمړواوامنيت په غم غمجن کېدل چې دښاغلی کرزی په حاکميت کي دده دپاته کېدولپاره قرباني سوي .همدې کرزی دهرې وژونکی حملې پرخلاف دخپل وياند پوسيله اوکله کجله خپله په ويناوو کښي  ددوي په اصطلاح ددولت دمخالفينو دژونکو بريدونوپر وړاندي  کلک غبرگون ښکاره کړئ ،نواوس څه پېښه سول چې کلک غبرگون ،ديوبل چاپه کلکی ملامتی بدلېږي؟؟؟؟

افسوس ،کاشکی موداخبرې دخپل حاکميت په لمړيو ورځو اوشپوکښي کړي واي .اوس چي پرتلوياست ، پدې ټکو غواړی دا بيچاره ولس وغولوی چې گوياتاسوتربل هرچادملت خواخوږي ياست ،فکرکوم ډير ناوخته سوی دئ .همدې امريکاتاسوبېله کوم استحقاق نه پردې ملت دخپلو ټولو جنکسالارو اوپاټکسالاروسره يوځاي چې همدا اوس هم ستاسو ددي ټولوغولونکو خواخوږيوسره ترې بېزاردی ، پر دې ملت دا ۱۲ کاله وتپل سو.موږ بېرېږوچې پدې ټکنوکښي به هم يوځل بياديوې نوی څيرې په مټ دا جنگسالاسرپرموږ وتپی .موږ پدې باوريو  لکه چي تاسوپه څولنډو ټکوکي ورته اشاره وکړه ستاسودحاکميت له لمړۍ ورځې نه بياتر ورستۍ ورځې دا ولس غولېږې،زه يوازی دومره ويلاي سم ،خداي دي پر دې ملت رحم وکړي .زه دې ملت ته وايم ترڅوبه داسي غولېږۍ اوداحساساتوقرباني کيږۍ ؟ داستاسو کورنۍ اوخبهرنۍ دښمن دی چې تاسوته وايي  ترتاسو بل قهرمان نسته، خودقهرمان په جامه کښي مو عمرپه غلامۍ کښي تيراودنړۍ يوله شاته پاته ملکونواو ولسونونه حسابېږئ ؟؟؟ زمايوزنۍ هيله داده چي داملت په رښثتياسره ديوه خواخوړی مشرڅښتن سی ،که څه هم دا ورځ متاسفانه تراوسه لاليري ده ،خوخداي دې په خپل حرمت اورحم داوټن لنډکړي . ومن الله التو فيق

 

 

 


بالا
 
بازگشت