حبيب الله غمخور

 

بس دۍ !

نورددي بې بنياده خبرو اودماشومانه سياسی لوبوپه ليدو او اورېدو ستړي سو!

 

زما دا ليکنه دلته په اروپا،امريکا ، کاناډا، هندوستان  استراليا ،پاکستان ايران اوعربی ژبو هيوادونواوسېدونکو   اوهلته په افغانستان کښي دامريکا اودکرزی ترمنځ دامنيتی تړون پر سر دورستيو ناندريوپه هکله دنظرانعکاس دی .

همدا نن شپه دبيات تلويزيون داروپاپر وخت دشپي داتوبجوپه خبروکي  يوخبر خپورسو چي په امريکا کي کومې ټولنې دافغانستان دمسائيلوپه هکله يوکنفرانس رابللۍ وو.

جالبه داچي پدې کنفرانس کي  په امريکا کي دافغانستان  پخوانۍ سفيرسید طیب جواد هم ناست وواوبيا یې ورسره مرکه وکړه اودې ښاغلي ددې پر ځاي چي که په رښتيا دافغانستان دبهرنيو چارودوزارت لخوادسفير په توگه ټاکل سوی وو، بايد افغانستان ته راغلی واي ،خورانه غلۍ اوهلته لکه له لمړئ ورځې چې دامريکا طابعيت یې درلودبيله کومی ستونزي پاته سو.پرون مهاجر بيا سفير اوبيابيرته مهاجر ،دلته يوه دولت اوملت ته کوم اعتبارپاتېږې ؟

دامريکا طابعيت یې درلود نو بيا څنگه  په امريکا کي دافغانستان سفير وټاکل سو او اگريمان یې ولي دې دامريکا اوسنی مخالف کرزي لاسليک  اوهغه ئې هلته دافغانستان سفير وټاکه ؟  اوچې له مقامه گوښه سوبيا هلته پاته سو. خوډيره جالبه داده چې دبيات تلويزيون له امريکانه تل ددې ښاغلي  سره مرکې کوي . خودبهرنيو چارژو وزارت ورته رڼې سترگي گوري اودانه وايي چې دا سفير صاحب بايد افغانستان ته راسي ،ځکه ددې وزارت ماموردی  .دلته مې دپښتو يوتاريخي متل راپيادسو،وايي ((دزوروراوبه پر لوړه ځی )) .ځکه خودزورور نوکرته څوک څه نسی ويلاي .

دلته پدي کنفرانس کي دافغانستان اوپاکستان لپاره دامريکا دولسمشر استازي ، يوځل بيا هغه خپلي پخوانۍ خبري ،لکه دامريکا اوناټو نورچارواکي  ،تکرارکړې ،چي که  کرزی دامريکاسره امنيتی تړون لاسليک نکړي ،نوافغانستان به له يوشمېر مختلفو ستونزوسره مخامخ  شي .

بلې!

موږ پرې پوهېږو!

خوداچي دامريکاسره دامريکاپه خوښه تړون نه لاسليکوی ترهمدې شېبې دامريکاتر نېغې حمايي لاندی دي،نوبياولی امريکا سرترې ټکو؟  .دسياسات خبره کله ،کله يوه وی اوکه دايوه خبره وسی،نو نه يوازي  کرزی بلکي هر څوک پرې پوهېږي اودهغې په اورېدوسره  به  کرزی نه يوازي دا تړون بلکي بل هر تړون په منډه لاسليک کړي .

خوزه ديوه افغان په توگه داخبره کوم چي ددي ((غړکي ))شربل نه يوازي داچي افغانان یې په رواني ناروغيو اخته کړي ،بلکی دامريکا دکمزوری اوماشومانه سياست بيلگه هم ده .داخبره ځکه کوم چي اوس موږ ددي خبري له اورېدونه کاملأ ستړی سوی يو،ځکه هره ورځ په تکرار دهربهرنی لوپوړی چارواکي نه دا خبره اورو،چي کرزی داتړون نه لاسليکوي او  افغانستان به له دې يا هغې ستونزي سره مخامخ سي .

پوښتنه داده ؟ولي افغان ولس  اوياد دافغانستان سياسي برخليک اونړيوالي اړېکي دامريکا اودامريکا راوستلی دسياسی لوبو اوياناغېړيوقربانی سي ؟؟؟

له هغه لمړۍ ورځې نه کرزی دافغان ولس انتخاب نه وو، بلکی داد دامريکا انتخاب وو . ځکه نو اوس داڅومياشتی په تکرار دډله ايزورسنيوله لاري دافغانستان سره دامنيتی تړون په هکله بې ځايه اودماشومانه خبرو اوتبلېغاتو موږ ټول افغانا ن ستړی کړي يو . اوکه رښتيا ووايم دغه ډول تبلېغات دافغان ولس په غيرت اوملي احساس دمنفی تالرلوسره يوډول نوې دښمنی راپاروی ،چي پايلی به یې ددواړو ولسونولپاره دردونکی وي .

داځل  چې هر څوک پردي ولس  دجمهوررئيس په نوم وتپل سي هغه به هرومروداتړون لاسليک کړی،کنه دې مقام ته نسي رسېدلاي . ښه خوداوه چې امريکا ددي تړون په هکله معقول سياست خپل کړئ واي اودهغوسره یې مشوره کړې واي کوم چي ددې هوادپه ټولو ټولنيزوکودونو بلد اوپوهېږي،نه  له هغوسره چې ټول عمر یې په بهرکي تيرکړی خو اوس راته برخليک ټاکي . پاي

 

 

 


بالا
 
بازگشت