شیرشاه حمیدي 

 

سپيڅلی او وياړلی ژوند

 

ژوند د پراخوهلو ځلو، ماتو او بریو، خوښیو او غمیزو، کمکیتوب،  ځوانۍ او زړښت اوږد بهير دی.   

د دغه بهير په ستر ډګر کې هر څوګ زیار باسي چې ځان ته د ژوند کولو لاره پیدا کړي، په دغه لاره کې انسان د ډېرو لوړو، ژورو، سړو او تودو سره مخامخ کیږي، هرې خواته منډې وهي او هر خلي -  بوټي ته لاس اچوي.

یوه  لاره چې انسان په دغه لوی ډګرکې د لویوالي، درنښت، شرافت او انسانیت پړاوته رسوي، هغه د زده کړې، پوهې، هنر، استعداد او لیاقت لاره ده.

د جهالت او ناپوهۍ  څخه د خلاصون ستر لارښود علم او پوهه ده.

د ناپوهۍ څخه د پوهې په لور تلل د ټولنیزو او ښو روابطو ټینګول، په خرافاتو او جهل باندې بری موندل، د پوهې او زده کړې له لارې تر لاسه کیدای شي. له دې کبله ويلای شو چې لوست، انسان د کمال او جمال لوړ پوړ ته رسوي.

د تمدن تکیه - کتابونه او مطبوعات دي، کتاب د دماغو خزانه په ډیرو قیمتي مرغلرو ډکوي. د کتاب مخونه هغه وزرونه دي چې انسان هسک اوبلې نړۍ ته الوزوي، په دښتو، غرونو- رغونو، هوا، سمندر او ټولو ځايونو کې ورسره ملګري وي. د کتاب مینه وال د مطالعې لپاره خپله مینه د نړۍ په ټولو خزانوباندې نه ورکوي. ځکه چې دا هغه مرغلره ده چې په هر ځای کې د پېرزوینې، هوسایۍ او درناوي ور ورته خلاصوي. مطالعه وکړه، بیا هم مطالعه وکړه تر څو پوه شې چې لا هم په ډېرو شيانو باندې نه پوهېږې.

 هو،هغه څوک چې د پوهې سره مينه لري، کتاب لولي اوهغه څوک چې د علم او پوهې د زده کړې په لارښوونه د یوې سرلوړي او پتمنې لارې په لټه کې دی هغه تل نېکمرغه او د دغې لارې سرښوونکی دی.

لکه څنګه چې وايي پوهنه او روزنه د لوړو اخلاقو سرچینه او لارښوونکي ده، همدارنګه  د پوهې اوعلم تر څنګ پاک وجدان د انسان په شتمنيو کې ستره پانګه ده. وجدان  د سپېڅلتوب، پاکوالي او صداقت استازی دی.

وجدان د پاک پروردګار اواز دی، په هر سپېڅلي زړه کې څښتن تعالی دغه شریف احساس چې وجدان نومیږي پیدا کړی دی. هغه څوک چې خپل زړه یې د چټلۍ، خیانت او ټګۍ څخه پاک کړی دی د سپېڅلي او رښتيني وجدان خاوند دی.

د ښه وجدان او سترو اخلاقو څښتنان د غره په شان دي، غره ته چې هر څومره سړی ډېر  ورنېږدې کیږي همغومره  ډېر د هغه  لویي او درنښت ورته څرګندیږي، د پاک وجدان او سترو اخلاقو څښتنان  هغه څوک دي چې د ټولو فشارونو، ټولو خنډونو او ځانګړو زیانونو سره سره د رښتينولۍ  پلوي کوي،  دعمل په ډګر کې هېڅکله هم  خپله روحيه او پوهه د شخصي ګټو پر وړاندې له لاسه نه ورکوي. دوی خپلواکه، پتمن او عزتمن  ژوند په بې کبرۍ او وجداني  زړورتیاکې لټوي.

هغه خوند چې د وجدان په پاکوالي کې يې ویني په بل هېڅ  شي کې یې نه ویني؛ دوی تل په نورو پېرزوینه کوي او هېڅکله په نورو باندې احسان نه باروي؛ دوی همېشه په دې اند دي چی د ټولنیزو کارونو سرته رسول ټولنه د فضيلت او کمال په لور بیایی، دوی ټول انسانان د يو او بل سره وروڼه ګڼي؛ د یوې خټې، يوې خمیرې او یو اصل څخه یې بولي؛ دوی په خپله شاوخواکې ظلم او ستم نه شي زغملی؛  دوی رښتیني نېکمرغي د ټولنی په غوړیدا او د وینو څښونکو ظالمانو له ظلمونو څخه د اولسونو په ژغورنه کې  لټوي.

دوی رښتينی شرافت او لویوالی په هغو چا کې ویني چی د بشر د ناخوالو اوکړاوونو د کمولو او درملنې لپاره خپله وجداني دنده تر سره کوي؛ د کینې، نفرت، بدبینۍ، ځان مننې، ځان ستاینې، کبر، چوغلۍ اوبې ځایه قار احساس یې په ځان کې وژلی او د غریبۍ، وزګارۍ، غم، خپګان، نا هیلۍ او ناشونۍ د ډار له منځه وړلو لپاره یې خپل ځان چمتو او غښتلی کړی وي.

 دوي چی په هر ځای کې د حقیقت سره مخامخ کیږي اطاعت یی پر ځان فرض ګڼي، دوی هیڅ شی په پټو سترګو نه مني، ځکه دوی ټول شیان لومړی د وجدان په محکمه کی په ژوره توګه او په پوره بې طرفۍ سره څیړي . وروسته بيا د وجدان د لارښوونې له مخې د شریف او رښتيني قاضي په څېر قضاوت ورباندې کوي. دوی هېڅکله هم خپل وجدان ته اجازه نه ورکوي چې هغه څه ومني چې باور پرې نه لري. د پاک وجدان لرونکي خلک تل د حقیقت پلوي کوي، تور ته تور او سپین ته سپین وايي؛ که چېرې د رښتیا ویلو له امله ضرر هم ورته رسیږي، غوره بولي چی هغه  ووایي، نه دا چې رښتينولۍ  ته زیان ورواړوي.    

زه په دې خبره ټینګ باور لرم چی د پاک او رښتیني وجدان څښتنان هغه خلک دي، چی ستر فکرونه  او سپېڅلي زړونه لري، دا ډول خلک غښتلی هوډ، ګروهه او ثبات لري او هرکله چې په خپلو نیمګړتیاوو پوه شي، اعتراف ورباندې کوي او بیا يې نه تکراروي.

هېواد او ټولنه دا سې خلکوته اړتيا لري چې د لوړ همت خاوندان وي، ملي مسألوته په نوښتګره بڼه  ګوري، د پردیو ګوډاګي نه وي، پر علمي او سیاسي پوهې برسېره  دداسې اوچتو اخلاقو خاوندان وي چې د هغو له برکته يې په خپلو کړو، وړو کې بری په برخه وي. 

هغه څوک چی د انساني شرافت او سالم  وجدان په نشتوالي کې په ډیره سرټیټۍ او بې شرمۍ سره خپل عزت تر پښو لاندې کوي، د قدرت اومقام څخه هم ناوړه ګټه اخلي، د ناروا، ناجایزو او ناوړه لارو په واسطه ځانونه د مقصد پړاوته رسوي، هر څه ته لاس ورتېروي او هر څه چې په لاس ورځي جیب ته یې اچوي. 

دغه ډول مخ توري کسان د اور په شان دي، لکه څنګه چی وايي، اور ته خپل او پردی یو شان دي، دوی هم د خپلو ګټو په خاطرد هېوادوالو تر منځ  د تاوتریخوالي زياتولو ته لمن وهي، د هېواد پاکه خاوره پر دښمنانو پلوري، په ټولنه کې غمیزې، ناورینونه او ورانۍ رامنځته کوي، خپل هېوادوال د بېلا بېلو ګواښونواوستونزو سره مخامخ کوي.  دګڼ شمېر ټولنیزو اووګړنيزو مسألو او همدارنګه   د سولی، خپلواکۍ او په ټولنه کې د سياسي ثبات  د رامنځته کولو پر وړاندې ستونزې او خنډونه  زیږوي.

خلک د دې ډول خاینانو او د بشريت له  دښمنانو څخه کرکه کوي. دا رښتيا دي چې وايي:           قدرت او بډایی داسې غولوونکی شیان دی چې کمزوري خلک خورا ژر ورباندې غولیږي، د ځان غوښتنې او کبر په لومه کی يې نښلوي، د انسان او انسانیت څخه یی لرې او پردي کوي.

ددې پر خلاف هغه څوک چی د قدرت پر مهال په سړه سینه کار کوي، په ډیر ستونزمن، کړکېچن او سخت وخت کې هم برسېرنو احساساتوته نه تسلیمیږي. هغوی همېشه ټولې چارې د خپل عقل او پوهې په مرسته سرته رسوي.

اوس هرڅوک په دې باندې پوهیږي چې هغه ټولنه نېکمرغه  وي چې هلته د خلکو کړه وړه د پوهې او علم  پر بنسټ  ولاړ وي.

پوه کسان همېشه هوښیار، وفادار، مهربان، صبرناک او صمیمی وي.

د حکمت او پوهې خاوندان خپل حکمت له سرو زرو څخه هم لوړ بولي.

هغوی د ټاکلو شرايطو او غوښتنو سره سمه  وینا کوي او خپل کړه وړه هم  د خپلې وينا سره سم سر ته رسوي.

دوی هېڅکله هم خپل فکري ثبات او روحي غښتلتيا  له لاسه نه ورکوي.

بايد ووايو: هغه څوک چی د خلکو زړونوته ورننوتلي او هلته يې پراخ  ځای نيولی وي، د خلکو په اروايي خصوصیاتو او تمایلاتو ښه پوهيږي، د خپلې وینا او خبرو اترو په وخت کې د مقابل لوري  روحیه، عقیده او اند هم  په نظر کې نیسي.

  د دا ډول غښتلي انظباط او ټينګ  دسپلین لرونکو ملي کسانو سره همېشه د مهربانۍ، بښنې، لويۍ،  صداقت او رښتينولۍخویونه ملګري وي.

دوی د هرچا  کړه وړه د ښه عمل،ښو اخلاقو او ښه سلوک په تله کې تلي. هغوی دبرياليتوب ډېر پړاوونه وهلي او په دې لاره کې زياتې لاسته راوړنې لري. دوی د خپلو تجربوله مخې د ټولنې رنځونه سم  درمل کولی شي.

نو ځکه هغوی د ټولنې رښتيني بچيان دي.

په پای کې د سکالو په اړوند لاندې ژورو خبرو ته د ستاسو پام راګرځوم:

-  ادب او پېرزوينه د ښو او نېکو چارو ښکلي ټولګه ده؛                       

- ټولې بدبختۍ د کمزورو ماغزو پر خاوندانو باندې خورا ژر بری مومي؛

- کبر د ناپوهۍ او هلاکت پيل دی؛

- ډېره ستره پانګه عقل دی،ډېره ستره بې وسي کم عقلتوب او ډېر ستر جهالت غرور دی؛

- د ژمنې پوره کول مېړانه  ده؛

- د حيا جامې عيبونه پټوي؛

- د نېکۍ پر وړاندې نېکي د پور لنډول دي، خو د بدۍ پر وړاندې نېکي لوی احسان دی.

کور مو ودان، اوبه مو سړې او ډوډۍ مو توده.

 

په ډېر درنښت.

شېرشاه حمیدي      

 

 


بالا
 
بازگشت