عبدالرووف  ليوال

 

ولسه ! ویخوړې او خوری دې لاپسې

دافغان شهید پاله ولس اتلولی ، میړانه او دښکیلاک او زبیښاک پرضد پاڅون له سلونو کلو را په دې خواجوت او زبات ته رسیدلی خودسورښکیلاک په مقابل کې دمیړانې او اتلولۍ نه بې خرته ناوړه ګټه واخیستل شوه  هغه داسې :

کله چې د۱۳۵۹کال له پیل نه افغان ولس ( پښتون ، هزاره ، تاجک ،ازبک ، تر کمن  اوټول ) دسور ښکیلاک پر ضد را پاڅیدل څه مهاجر شول او څوک هم په میړانه دجهاد په مورچلو کې ودریدل  ، خو په خواشینۍ سره ددې ولس له سرښندنو نه نړۍ خور امپریالیزم  او جهادی مشرانو ناوړه ګټه پورته کړه  ، دوی دواړو دشهیدانو په بهیدلو وینو لوبې وکړې ، پسخند یې پرې وواهه  .

دشوروی له ټوټه کید لو وروسته دافغان ولس بیت المال یې دغنیمت په نوم چور او تالان کړ او وروسته یې نړیوال امپریالیزم  په اوږو سپوروطن ته راووست اونن هم غواړی چې  ، بې له کومې علمی کړن لارې  دواک په ګدۍ کیناستل وغځوی اولاهم  دخمنډکو په څیر ددې ولس وینه وڅښی .  رابه شو دې ته چې شهید څوک دی او دڅه لپاره ؟

زموږ دجومات یو ملا وو چې دچا د مړینۍ خبر به ورته راغی ، نوویل به یې  چې دالله پاک رضا وه ، زموږ دټولو همدا لار ده خو کله چې دملا ګرانه کورودانه مړه شو ه ، کله چې ملا ته دهغې دمړینې خبرراغی نو ویې ویل چې اوس مرګی خوله خلاصه کړه  او آن انالله واناالیه راجعون یې هم ونه ویل ، ځکه داخو دملا صاحب یواځینۍ ښځه وه ،  نو نعوذ وبالله عزرایل بیځایه له هغې مرحومې نفس واخیست. دا خبره تر دې راغله  چې: څو کاله مخکې  کله چې په پژواک آژانس کې دخبرونو اډیتر وم ، دهرات دشینډنډ د عزیز آباد په سیمه باندې بهرنیانو بمبار وکړ چې له امله یې یو سلو لس تنه هیوادوال شهیدان شول ، په همدې ورځ په میدان وردکوولایت کې هم امریکایانو درې تنه زموږ وردک عزیزان په شهادت ورسول ، زموږ یو خبریال چې نوم یې ځکه نه اخلم چې اجازه مې نه ده ورځینې اخیستې داسې خبر جوړ کړی وو( دهرات په شینډنډ ولسوالۍ کې  دبهرنیو ځواکونو بمبار یو سلو لس تنه هیوادوال ووژل )

او بل خبریې داسې لیکلی وو چې په میدان وردکو ولایت کې د امریکایی ځواکونودعملیاتو په ترڅ کې درې تنه شهیدان شول زه چې د اډیت په لړ کې دې خبرونو ته ځیر شوم ، نو له ښاغلی خبریال نه مې وپوښتل چې دهرات وګړی ووژل شول ، خو دمیدان وردکوکسان شهیدان شول دا څنګه ؟ هغه راته کړل چې یو خودا وردګ ول اوبل دامریکایانو له خوا شهیدان شول او  په هرات کې خو ایټالویان د یره دی  .

دغویی دغمیزې را په دې خوادوولس زره یو ځای ، پنځه زره بل ځای او ښایی په زرګونه نورزموږ هیوادوال شهیدان شوی وی ، خو پنځه شپیته زره په کابل کې  ، شپږ زره طالبان په لیلې دښته  او شبرغان کې ،  درې زره دافشارو په عام وژنه کې ، دوه زره هزارګان د مزارشریف په سید آباد اودکابل په دشت برچی کې ستلی شوی دی ، دا ځکه چې هغه کمونستانو شهیدان کړل  ، او دکابلیانو وینه خو مباح وه چې دمجاهدینو په لاس ووژل شول ، دلیلې دښتې هم دحضرت مجددی په وینا  خالد بن ولید (دوستم ) وژلی  ، سید آباد اودشت برچی کې خو طالبانو بغاوت خاموش کړ ،  ځکه چې داسلامی امارت پرضد راپاڅیدلی وو ،   او افشاروته خو ښاغلی سیاف په غصه وو  ، نو داخو ستلی شوی  نه شهیدان ، هغه شاوخوا دوه زره معلمان چې مجاهدینو دجهاد په پیر کې ووژل ، هغو خو کفری لارښونې کولې ځکه فزیک ،کیمیا او بیولوژی يې تدریس کولو، چې کفری علمونه دی او آن تر دې چې لا اوس هم په دې علومو کې استادان کم او څوک ورسره علاقه  نلری  همدا اوس دملګرو ملتو دادارو له قوله دورځې تقریباٌ سل تنه وژل کیږی .

لنډه دا چې  ای ولسه  !

ویښ شه دا هغه ډلې ټپلې  دی چې ،  دټاکنو دګټلو لپاره یې نمایشی ايیتلافونه جوړ کړی تر څو په تا باندې يووار بیا حاکم شی  اودبهرنیو په ملا تړ بیا هم ددهراوود ، هسکه مینې  ، شینډنډ عزیز آباد  او دپکتیا د سپین ږیرو په څیر ډل وژنو ته ادامه ورکړی .

دا هغه ډلې ټپلې دی چې پخوا یې د ادیما اونینا او اوس يې دشجاعی په واسطه ستاسو جینو ساید ته ادامه ورکړې او ځان ته دبشر د حقوقو مدافعان هم وایی .

دا هغه ډلې ټپلې دی چې دځمکو دغصب مافیا ، داداری فساد مافیا دبانکونو دتالان مافیا او دستاسو د ربړولو مافیا ددوی په وجود کې عجین او نچوړ شوې .

که دا ځل ویښ نه شې داسې به دې وزبیښی چې د ګنی ټانټه به درنه جوړوی .

 

  

 


بالا
 
بازگشت