عبدالرووف  ليوال

 

اسلامی مافیا(دامپریالیزم تالی څټې )

دوه ورځې وړاندې دننی افغانستان  په ورځپاڼه کې د(مافیا)په نوم یوه غوره او په زړه پورې لیکنه خپره شوه ، په دې لیکنه کې ښاغلی لیکوال افغان ولس دیوې شل میلیونرانو(مافیا) په لومه کې ایسار ولس بللی .

داشل سرې بلا (افغان اختاپوت) دیرش کاله وړاندې هیڅ شی نه درلودل ، دپلۍ ټک ته ناست ول او دجوماتونو له لیارې ورته څوري رارسیدو ، خودافغان ولس دجهاد له برکته دې ناولی مقام ته ورسیدل ، لیکوال له بد مرغیواو کړاونوڅخه دافغان ولس خلاصون ددې مافیاپه ماتولوکې وینی.

باید وویل شی چې دا مافیا یواځې د خدای (ج) په زوردهغه ځواک له خواراپرځیدلای شی چې ، څو کاله وړاندې یې دشراو فساد په نوم ، نومولی وه هغه چې وایی (بد پیر ته بد مذب جوړیږی یا کږه خوله سوک سموی ).

ددې ځواک وزیرانودخپلې واکمنۍ په مهال په شکنې ګوزاره کوله ،  کله چې ددې شل سرې بلا له یوه تن سره ، یوې رسنۍ مرکه درلوده ، اوله هغه نه د جایداد او شتمنۍ په هکله پوښتنه وشوه ، هغه د ( له مافی السموات والارض ) مبارکې آیې ته په اشارې سره وویل چې ، دافغانستان مځکې او کانونه دې خدای (ج) ملکیت دی ، داملکیت باید دزورواکوله خوا تصاحب یاغصب اوبیاوپلورل شی ، ترڅومسلمانان ترې ګټه پورته کړی ، چې ددې خرڅلاو له برکته دی هم ددې شل سرې بلا یو سر ګرځیدلی  ،  خوده ته باید وویل شی چې ، ستا ماندینه خو هم دخدای بنده او ملکیت دی ، هغه هم باید وپلورل شی ترڅونور مسلمانان ترې ګټه پورته کړی .

بل مهم ټکی دادی ، هغه چا چې داشل سرې بلا (مافیا) ته وده ورکړه اوپه خپل حکومت کې یې راګډه کړه باید دافغانستان په تاریخ کې دستر جنایتکارپه نوم وپیژندل او محکمه شی .

عبدالرووف لیوال.

 

 


بالا
 
بازگشت