رحمت اله روان

 

نړی داستعمار،اپارتاید اونژادی تبعیض خلاف ستر شخصیت له لاسه ورکړ

یلسن مندیلا د سږي ناروغۍ له امله په روغتون کې د درې میاشتو له تیرولو وروسته په کورکۍ تر درملنې لاندې و چې پرون یې د ۹۵ کلنۍ په عمر له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې د جنوبي افریقا ولسمشر منډیلا ته د مډرنې جنوبي افریقا د پلار خطاب وکړ او ویې ویل چې د منډیلا له مړینې سره جنوبي افریقا خپل ستر شخصیت له لاسه ورکړ.

دافغانستان ولسمشرحامدکرزي نیلسن مندیلا یو عادل رهبر او هغه  ستر انسان وباله چې د استعمار او اپارتاید یا نژادي تبعیض  پرخلاف یې پر عدم تشدد ولاړه مبارزه وکړه او د نړۍ نورو مشرانو ته الهام بخښونکی شو.

د افغانستان ولسمشر وویل: نیلسن مندیلا د جنوبي افریقا د عادي تورپوستو په ژوند او د حقوقو په اعاده کولوکې تل پاتې بدلون رامنځته کړ، ولسمشر کرزي څرګنده کړه چې نیلسن مندیلا د ټولو انسانانو د برابرۍ او د هغوی د حقوقو د مساوات کلک پلوی او د عدالت غوښتونکی انسان و چې د ده د غه نظرونه په بشپړه توګه  له اسلامي ارشاداتو سره هم اړخ لګوي ، همدا راز حامدکرزی د دغه ستر انسان د مړینې له امله د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب د ده کورنۍ، د جنوبي افریقا خلکو او ټولو آزادۍ غوښتونکو ولسونو ته وړاندې کړی.

نېلسن روليلالا منډيلا د سويلې افريقا په ترانسکاي نومې سيمه کې د 1918دجولای پر 18مه نېټه دې نړۍ ته سترګې پرانېستې ، پلار يې د قبيلې مشر و ، نيلسن لا ماشوم و، چې پلار يې ومړ ، خوده د پلار ځای ته د رسيدو هيله په زړه کې پټه ساتله او ځان یې دغه منصب ته چمتو کاوه .

 په 1930ز کې د کلي په يو ښوونځي کې يې لومړنۍ زده کړې بشپړې کړې . فورټ هار پوهنتون ته د ليسانس په هيله ورننوت خو داهيله يې پوره نه شوه، ځکه چې په 1940 ز کې يې له خپل ملګري اوليفرټامبو سره په دې پلمه له پوهنتونه خارج کړ ، چې دمحصلينو په لاريون کې يې ونډه اخېستې وه . منډيلا دغه مهال ډېر سرګردانه و، په لږ وخت کې د څو پوهنتونونو په لټه کې شو په پای کې په جوهانسبورګ ښار ګوټي کې مېشت شو او له لېرې يې زده کړه پيل کړه، لږه موده لا تېره نه وه ، چې دپوهنتوني زده کړو اجازه يې بېرته تر لاسه کړه او په ويتواټر پوهنتون کې یې دحقوقوپوهنځی پيل کړ .

سويلي افريقا هغه مهال د پراخه توکميزو توپيرونو له مخې اداره کيده ، تورپوستو دا رښته ( حق ) نه درلود، چې دهېواد په اداره اوسياسي فعاليتونو کې ونډه واخلي . بده يې لا داوه ،چې سپين توکمو لږه کيو به له تور پوستو ډېره کيو هر څه په زوره اخېستل او له يوه ايالته به يې بل ايالت ته په زوره لېږدول، دسپين توکمو دغه ډول کړنې قبيلوي ولس ته د دوی پر مقدساتو ، ارزښتونو له ملنډو وهل پرته بل څه نه او هغوی ته دا ډېره سخته تماميده ،او د پلرونو او نيکونو له ځمکې شړنه ورته د زغم وړ نه وه . منډيلا په پوهنتون کې د زده کړې پر مهال داحس کړه ، چې ولس يې له کړاوه په رنځ اخته دی هماغه و ،چې په 1944ز کې د توکميز توپير له مخالف ګوند ( د افريقا ملي ټولنه ) سره يو ځای شو اوپه همدغه کال کې يې د ګوندپه چوکاټ کې د ( الشبيبه ټولنه ) جوړه کړه . منډيلا په خپله له دغې څانګې څارنه کوله او د خوځښت لپاره يې تابیا نيوله . ګوند په 1949ز کې دا ومنله ،چې دا د افريقا دملي ټولنې څانګه ده . ګوند په 1957زکې د چلينج کمپاين پيل کړ ، منډيلا ددغه کمپاين سرخيل و، په ټول هېواد کې په دې موخه وګرځيد ،چې خلک د توکمېز توپير پر ضد راپورته کړي ، لاريونونه يې وکړل او خپل لارويان يې مقاومت ته راوبلل . حکومت له پريکړې پرته ورته د بند سزا وټاکله پردې سربېره دا پريکړه هم وشوه ،چې منډيلا د شپږومياشتو لپاره د جوهانسبورګ له ښار څخه نه شي وتی . منډيلاددغو شپږو مياشتو په اوږدوکې دا پلان جوړ کړ، چې د ګوند څانګې څرنګه د پټ مقاومت پر شبکو واړوي .

 منډيلا په 1952 ز کې له خپل ملګري اوليفر تامبوسره په ګډه په سويلي افريقا کې دوکالت لومړنی دفتر پرانېست ، په همدغه کال کې منډيلا په ترانسفال سيمه کې د ګوند مشر او په ګرده سويلي افريقا کې دګوند مرستيال وټاکل شو . دوکالت دتجربې له کبله يې دريځ نور هم پياوړې او سرکښه شو ، ځکه دا ورته د هرې ورځې په تېريدو جوتيده ،چې د ده له ولس سره څومره تېری او زياتی کېږي . دوکيلانو ټولنه د ده پر ضد محکمې ته عارض شوه، چې ولې يې ده ته دوکالت اجازه ليک ورکړې دی ، محکمې دوکيلانو د ټولنې عرض ناقانونه وباله ، خو منډيلا له همدغه شيبې نور د ارام ساعت نه درلود . ديوشمېر رسمي او پوليسي فشارونو په ترڅ کې منډيلا اړ شو، چې د ګوند له ټولو څوکيو خپله استعفا اعلان کړي دمنډيلا له اړخه دغسې يوې هڅې حکومت قانع نه کړای شو هماغه و، چې د شملې پيړۍ په پنځوسمو کلونو کې يې نوم د غدارانو لړ ليک ته ورزيات شو .

 په 1948ز کې ملي ګوند په عامو ټولټاکنو کې ګټونکې شو ، دغه ګوند په سويلي افريقا کې سپين توکمه لږه کيو له لورې رهبري کيده، ګوند داسې توکمېز پلانونه او تګلارې درلودې ،لکه د توکم له مخې پر سيمو دخلکو ويش ، په دولتي ارګانو کې د توکمېزو قوانينو تصويبول . دغه مهال نو منډيلا دمقاومت او اپوزيسيون مشر ټاکل شوی و ، ده په لومړي سر کې دتوکمېز توپير پر ضد دسياسې مبارزې پلوي کوله ، خو په 1960 ز کې ، چې کله حکومت پر تش لاسو مظاهرکوونکو ډزې وکړې، دتوکمېز ضد ډلو ناقانونه اعلانولو سره سم منډيلا او د افريقا ملي ټولنې پريکړه وکړه ، چې نور پر وسله والې مبارزې لاس پورې کړي .

 په 1961 ز کې منډيلا دافريقا دملې ټولنې د نظامي څانګې مشر وټاکل شو، منډيلا د 1962ز په اګسټ کې ونيول شو او دناقانونه سفر له کبله پر 5 کاله بند محکوم شو. په 1964ز کې دوسله والې مبارزې د پلان جوړوونکي په تور ددوهم ځل لپاره ونيول شو او دعمري بند سزا یې ورته وټاکله. منډيلا پوره 27 کاله په زندان کې تېر کړل ، له زندان څخه د منډيلا راخوشې کول د توکميز توپير دتګلارې د نه منلو سمبول وګرځيد.

په 1980 ز کې د جون پر 10 مه نېټه هغه ليک خپور شو ، چې منډيلا د افريقا ملې ټولنې مشرانو ته ليکلی و؛ په ليک کې راغلي وو : « يو موټی شئ ، ځانونه چمتو کړﺉ ، وجنګېږﺉ ،موږ به د ولسي خوځښت د سندان او وسله والې مبارزې دڅټک تر منځ توکمېز توپير له منځه وړو» .

 په 1985ز کې منډيلا ته وړانديز وشو ، چې د وسلې والې مبارزې د بندونې له اعلان سره به له زندانه خوشې شي ، خو ده ونه منله او د 1990ز دفبرورۍ تر 11مې نېټې پورې په زندان کې پاتې شو ، هماغه و، چې د افريقا دملي ټولنې مبارزې او هڅو رنګ راوړ او د نړيوالې ټولنې د فشار په ترڅ کې د ولسمشر فريدريک ويليام دې کليرک په امر له زندانه خوشې شو، دده له خوشې کيدو سره سم د افريقا ملي ټولنې څخه لګيدلي بنديزونه پورته شول .

منډيلا له ولسمشر فريدرک سره يو ځای په 1993ز کې د سولې د نوبل جايزه واخېستله . دافريقا دملي ټولنې مشري او د سويلي افريقا ولسمشري منډيلا له ( 1991 جون تر 1997 ډيسمبر ) دافريقا دملي ټولنې مشر او د(1994می څخه تر 1999ز ) پورې د سويلي افريقا لومړنی تور پوسته ولسمشر و، د ده د واک پر مهال سويلي افريقا ډېر بدلون وموند، واک له لږه کيو ډېره کيو ته ولېږدول شو، خو له دومره ستر پرمختګ سره بياهم د ځينو له نيوکو بچ نه شو، ځکه د ايډز دناروغۍ په اړه يې پريکنده ګامونه پورته نه کړل، د نړۍ له يو شمېرمشرانو لکه معمر القذافي او فيډل کاسترو سره يې کلکې اړيکې هم د نيوکو يوه برخه وه .

 منډيلا په 1999ز کې تقاعد شو ، خو په ګرده نړۍ کې د بشر له حقونوسره د تړلو ډلو، ټولنو سره يې خپله ناسته ولاړه پرينښودله. د نړۍ يو شمېر سترو مشرانو، ولسمشرانو ورته د درناوي او احترام په دود مډالونه ډالۍ کړل .

 منډيلا په لويديځ کې يو شمېر جنجالي دريځونه راخپل کړل لکه د فلسطين موضوع ، د بوش ( زوی ) له بهرنۍ تګلار سره مخالفت او نور ... منډيلا ،چې په 2004 ز کې د 85 کلو شو او پريکړه يې وکړه ، چې نور پر کور کيني او عام ژوند پيل کړي ، ځکه روغتيا يې نوره د ګرځيدو راګرځېدو اجازه نه ورکوله دا یې غوره وبلله ، چې خپل پاتې عمر له خپلې کورنۍ سره تېر کړي . په 2005 ز کې د ملګرو ملتونو د ښو نېتونو استازی وټاکل شو ..

 

 پای

رحمت اله روان

 

 


بالا
 
بازگشت