د ښځو نړيوال ورځ د نړی ټولو ښځو ته مبارک

شنبه د ۱۳۹۲ کال د حوت ۱۷ نیټه – د ۲۰۱۴ کال د مارچ ۸ نیټه

 

تر هر څه د مخه د ښځو د نړیوالی ورځی په مناسبت د خپل ځان او د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د ټولو غړو لخوا د نړی او په ځانګړی توګه د افغانستان ربړیدلو، ځوریدلو او غمځپلو ښځو ته مبارکی او ښی هیلی وړاندی کوم.

که د افغانستان د تاریخ بهیر ته کتنه وکړو، زموږ د میندو او خویندو ویاړلی کارنامی اوسپیڅلی هیلی تل پاتی دی لکه څنګه چی د نازو انا، زرغونی انا، بی بی عینو، د میوند د ډګر اتله ملالی، بی بی مهرو، غازی ادی، بی بی صاحبه او نورو ځلانده نومونه زموږ د هیواد د ویاړ په پاڼو کې په زرینو کرښو لیکل سوی دی.

په ځای به وی چی د هیواد د وروستی څه کم یو ی پیړی په سیاسی بهیر کی د ښځو نه ستړی کیدونکی هلی ځلی د ستاینی او کور ودانی وړ دی.

افغانو ښځو په ډیرو ستونزمنو شرایطو کې د خطر په منلو سره، ښځی او نجونی ویښتیا او د ټولنیز ژوندانه په چارو کی ګډون ته را بللی او روزنی ورکړی دی. هان د طالبانو په واکمنی کې هم په ځای آرامی ندی کښینستلی، خپلو پټو مبارزاتو ته یې دوام ورکړی او په ټولنه کې یی ارزښتناک ځای موندلی دی.

په افغانستان کی د منځمهال حکومت د پیل څخه وروسته د ښځو حقوق د بیړنیو او اساسی قانون په لویه جرګو کې د ښځو فعال ګډون، زموږ په هیواد کې نوی بریالی تجربه وه چی نړی ته یی د افغانستان د حقوق غوښتونکو ښځو غږ او موقف څرګند کړ .

د هیواد په ډلیزو رسنو، د ټولنیز ټولنو او د خیر ښیګنو موسساتو په مشرتابه کې  ښځو بر پوره برخه اخیستل او (٤٣) فیصده رای ورکول زموږ د هیواد په سیاسی ژوند کې نوی پړاو دی.

په تیرو اوو کلونو کې د ښځو د ژوندانه د ښه والی لپاره ګټور ګامونه پورته سوی دی یو څه شمیر لویو او کوچنو ټولنو، خپلواکو موسیسو، د هیواد د ښځو لپاره د علمی او فنی پر مختګ او دوی ته د کار امکانات برابر کړی دی.

خو لا تر اوسه ښځو ته د وروسته پاتی جنس په سترګه لیدل کیږی، په کورنیوکې د سوچ، بیان او پریکړی حق ورته نه ورکول کیږی. لا ښځی په خپل اسلامی، کورنی او ټولنیزو حقوقو نه پوهیږی.

د ښځو ټولنیز او اقتصادی ژوند ویجاړ پاته دی، په کلیو او صحراو کې پخوانی دودونه او رواجونه تر اوسه پوری سته چی زموږ د میندو او خویندو لپاره د زغملو وړندی.

 

نو د افغانستان ښځی و ښوونی او پوهنی ته اړتیا لری

 

په اوسنی حساسو شیبو کې د ټولو ټولنیزو ټولنو او روڼ آندو دنده ده چی د دولت په تمه نه وی او خپله لاس په کار سی او په ټول هیواد کې د ښځو د اقتصادی، کلتوری او پوهی په برخه کې د رښتینی بدلونونو لپاره فعال کار وکړی.

ګرانو خویندو!

افغانستان اوس بیا د یوی تاریخی پیښی په درشل کې دی چی هغه د ولسمشر ټاکنه ده چی  ستاسو ګدون به د ولسمشر په ټاکنه کې ډېر ښه رول ولوبوی او په افغانستان کې به د دموکراسی بهیر لا پیاوړی کړی.

باور لرم چی د ترهګرو، جګړه مارانو او ټوپکوالو څخه زموږ میندی او خویندی نه بیریږی ځکه چی په تیرو ټاکنو کې د سولی دشمنان په خپلو ګواښنو کې پاته راغلل او ښځو بیله کوم تشویشه په ټاکنو کې برخه واخیستل، اوس به هم د لوی څښتن تعالی په مرسته په ولسمشری ټاکنو کې دښمنان به خپلو ناوړو هیلو کې پاته راسی.

د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنه یو ځل بیا د ښځو د نړیوال پیوستون د ورځی په ویاړ خپله مبارکی د ټوله نړی ښځو او په ځانګړی توګه د افغانستان قهرمانو ښځو ته وړاندی کوی او هیله مند دی چی نور د افغانستان د کورونو څخه د غم کمبله ټوله سی.

 

ستاسو رایــــه، ستاســو حق

ستاسو ګدون، ستاسو بری

 

په درنښت،

الحاج غرزی خواخوږی

د ټولنی مشر

 

 

 


بالا
 
بازگشت