عبدالقیوم

 

   وینه او مینه

شپږمه برخه

له پلرنۍ مينی  تیښته

مور د خپل زوی لونګ سره د شپی  په تیاره کی  دخپل  کوراو کلی  څخه لیری  بل پردی کلی  ته ولاړه. اوس نو دوی په دغه نوی  کلی  کی  د هیچا هیڅ هم نه دي اوڅوک یی په پلا اونیکه نه پوهیږی. په دی  پردی  کلی  کی  یوه خدای پرسته ښځه اوسیدله، چی   دهغی  میړه څو کاله مخکی  مړ او دا کونډه سوی  وه. سر او نیم سر واړه اولادونه اودمیړه څخه باغ اوپټی ورته پاته ؤ.

 دغی ګونډی ښځی  د خپلو خونو په څنګ کی  ولونګ او مور ته د اوسیدو د پاره  یوه خونه ورکړه.د لونګ مور چی  د خواریو سره  دوړکتوب څخه بلده ښځه وه، اوس چی  کونډه او د بل همسایه سول، نود نر میړه  په شان يی  کار ته ملا  وتړله. ساده خړ پرتوګ یی واغوستۍ، پوړنۍ يی  هم تور پر سر کی، ویښتان يی  د ایله پر ځای ټنګی  کوَڅۍ کړلې، ځان جوړول يی  لا وختی  پری  ايښی  وه.

لونګ هم شکر دی تکړپه ژبه پوه هلک دی. هغه ته خو سمد ستی  خواری  پیدا سوه؛ د کلیوالی  کونډی  پنځه وری  پیایی  لونګ خپل نس وا ړاوه. مور یی هم ارامه کښینه نستل ژرکلیوالو ښځو وپیژندله. دی  هم د پخوا په ډول  کار شروع کۍ ښځوبه وخت نا وخته د خپلو کالو منځلو په ورځ مرستی  ته ورغوښتل، تر کالو منځلو وروسته  به یی څه لاس  ور ته نیوی.

نور نو د لونګ مور د هر ډول ورپیدا سوو خواریو څخه مخ نه چپا وه. د هرکور کالی  به یی  پریولل، غړکی  به يی  ور شربلې، تلتکان به يی   ورګنډل، وړۍ به يی  ور شنلې، ډوډۍ به يی  ورپخولی  او یا کله چی  به ښځوخپل کورونه پاکول، نو د مرستی  دپاره  به يی   د لونګ مور وربلل.

د لونګ مور ته پرلږ لاس نیولوسربیره، پاته سوی  خواړه، څه چای او بوره هم ورکول کیدل. د لونګ مور ژر د دی  کلی د ښځو په منځ کی په دی  مشهوره سوی  وه، چی  یوه مسلمانه، د باور وړ او نه لاس وهونکی  ښځه ده.

د لونګ مورهم خپل یوازنی زوی لونګ ښه نازاوه او  دهغه روزنی  ته یی پام یی کاوه. هغه پوهیدله چی  زیات شمیرپه نس ماړه بی علمه خانان او په تیره بیا دغه نوی  د پاکستانی (I,s,I)روزلی افغان ټوپک سالاران اوپیسه وال پاک نفس خلګ نه دي. دلونګ  دموردا خبره ، چی  د لونګ پلار به تل هغی  ته ویل، شکر به کاږو چی  زوی لرو، زما تر مرګ وروسته به زما مینه توره نه پاته کیږی  او زموږ د  کاله څراغ به لګیدلی وي.

د لونګ مور ته  دوشیان لکه :پر ځان باور او د لونګ ملګرتیا هر څه وو. لونګ هره ورځ د ورځی پسونه پیول او ماښام سټړی چی به کورته راغی څه سبق یی هم وایه اوبیابه  د خپلی  مور په څنګ کی  پرهغه نازکه نغا ړه کی دخپلی مورسره  پروتی  مور اوزوی په دولړو یو زوړتلتک لاره.

لونګ به په هغه ورځ خوښ و، چی  مور به يی  د کالو، مینځلو او یا تلتک ګنډلو پرځاي، و یوی  لوی میلمستیا اویا کلیوالی  ښادیو ته د کاراو پخلی  له پاره وربلل سوی  وه. د شپی  به لا لونګ تیاری  نیوله، ځکه په هغه ورځ به يی  مورد نورو ورځو خلاف ډیره وختی  له خوبه پورته کیدله، د لمانځه تر ادا کولو وروسته به يی  سمدستی  خپل زوړغټ پینه، پینه تور پوړنی  پرسر او خپلی  زړی  کلوشی  به يی  په پښو کړې، لونګ به يی  هم سهار وختی  له خوبه را ویښ کړ.

لونګ به د لمانځه تر ادا وروسته سهاروختی  د بډایی  ښځی  پسونه څړته بوتلل او اومه غرمه کی به یی  ماړه کورته را وستل. او د پسونو  د شپی  خوړلو دپاره به يی  څه واښه هم ورسره راوړل  بیا به یی   په بیغمه  زړه سره خپله سپاره په څنګ او خپل زوړ کړوپ، رویی  بی  سر پوښه دیګ د ځان سره واخیستل او هغه کور ته به تلۍ چی  مور به یی  چیری کار کاوه.

که څه هم چی  لونګ نو اوس نامی  خدا د بدو سترګو دی  په امان وي، نژدی  د دولسو  دیرلسو کلونو ښه غښتلۍ هلک دی، خو د مور یوزوی دی. کلیوالی  ښځی  هم د لونګ څخه پلو مخ ته نه نیسي.

د لونګ مور مجبوره وه، تر هغه کوره ځان وختی  ورسوی  چيری  چی  دا به کارته وربلل سوی  وه. ځکه د وړو اخښل او د کور جاورو کول، هغه کارونه دی  چی  تر ناری  مخ ته باید وسي. د لونګ هغه ورځ د خپلۍ مور سره ښه تیریدله، کوم چی  په هغه کور کی  به د ده همزولی  هلکان او نجونی  زیاتی  وي.

د ډول ډول نجونو او هلکانو سره به يی  لوبی  کولۍ. د ټولو همزولو هلکانو او نجونو لونګ خوښ و. د لونګ مورد کلیوهکانو او نجونو خاله بلله او لونګ يی  د خاله زوي. لونګ چی  ښه هلک و، حتی د ټولو کلیوالوښځوهم خوښ و.

 دزیاتو ښځو دلونګ رنګ څه چی دهغه سمی ،پوره اوهوښیاری خبری خوښی وی .هریوی غوښتل د ده سره خبری وکړی. په هره ښادۍ کی  د لونګ مورته کلیوالو ښځونصیحتونه کول،  چی خواره مه سي، دغه زوی ته دی  سپلنی  دود وه، له بدوسترګو دی  په امان وي، بدی  سترګی  سته چی  نظر يی  نه کړي.

د شاه اغا له زیارته څخه ور ته د نظر (توربندونه) راوړه او ورپه غاړه کوه يي.

لونګ هم د خپلوهمزولو نجونو او هلکانو په منځ د هری  لوبی  په سرکی  (میراو) وي. د کلیو ښځو به خپل تر منځ د لونګ د مور د خوا پاکۍ او چابکۍ صفتونه کول. کله نا کله به کلیوالو ښځو د هغی  په غیاب کی  یوی  بلی  ته سره وویل:

- فلانۍ خواره مه سي، خوري؛ ته پر خاله ښه پام وکه، کار يی  څه کوی  ځوانه جهانه ده، په رنګ کی  هم جوړه نه لری. داسی  معلومیږی  چی  دا له ذاته ( اُپره) نه ده، کوم مصیبت وهلی  ده.

د لونګ مورهم د خپل مجبوریت له مخی  د خپل ژوند  په غم لړلۍ داستان هیچا ته نه سو ویلای. په هرصورت، د ښځو ځانګړتیا خو دا ده چی  د خپل میړه په مخکی  د پردۍ ښځی  د رنګ او کمال خبری  نه کوې. مګر د هغو ښځو چی  میړه یی  دری  یا څلورماینی  لري، هغوی  بیا دا خیال نه ساتي. دا چی  څنګه د قوماندان ترغوږه د لونګ د مور د ښایست خبره ورسیدله، معلومه نه ده.

 د لونګ مور د کلیوالی  ښاديوپه شپه، سره له دی  چی  د کار تر ختم وروسته که زیات نا وخته به هم سو، خو هغی  به خپلی  خونی  ته  ځان رساوه.

له هغی  ورځی  څخه چی  قوماندان د لونګ د مور د ښایست خبره اوریدلی  وه، نور يی  خپلی  ښځی  هیری  وی  او د لونګ د مور په فکر کی  ډوب و، چی  څنګه به وي؟ په هغه شپه  چی  د لونګ مور د ټوپکوال قوماندان کور ته د کار له پاره ور وبلل سوه، د لونګ مور چی  د قوماندان په کړو او کږو پوهیدله، د ځانه سره یی  ویل: "یا الله! پرتا ځان سپارم؛ له هری  بلا ما او بچی می  را ساته".

هغی  په خورا افسوس وویل:

- یا زما  ربه! موږ دی  هم بنده ګان یو که نه؟ غریبی  دی  ځان وخوري، د یوی  ګولی  ډوډۍ له پاره می  د پردو د کورونو وخواریو ته ځان اچولی دی. بی  غیرته والله که یم،  خوبی  کسه او بی  وسه یم، پردی کلی دی، سر توره خو دی  کړم، بی  کوره دی  کړم، یوازی  د عزت په ساتلو کی  را سره مرسته کوه!

بیرته يی  بیا وویل، دا هم د شکرځای دی چی  لونګ دی  را کړی دی. د هغی  په لونګ زړه تکیه و. هغی  به خپل ځان ته تسلا ورکړه چی  ځه لونک خو را سره دی.

قوماندان د څلورو معلومواورتو خاوند و، زیاته حرامه شتمنی  یی  را ټوله کړی وه. سربیره پردا ټولو چی  لرل یې، بد ارواح او په هډ  نا پاک سړی هم و.

دغه قوماندان  به تل د سترګو ترکونجو هری  ښځی  ته کتل. د لونګ مور چی  د ده د ښځو له خواهر ځل وکار ته وربلل کیده، قوماندان به د لونګ مور ته پرته له اړتیا یوه خبره کوله او په دی  ډول به یی  پر هغی  باندی  ځان لیدئ.

د لونګ مور د خپلی  حیا ساتلوپه منظور د قوماندان څخه پلو نیوی. د هغه خبره به يی  داسی  تیره کړه، لکه هیڅ چی  یی نه وی  اوریدلې.

قوماندان ته  خو خپلو ښځو د میړه په سترګه نه کتل؛ لکه هرو ډیرو ماینو لرونکو میړو ته چی  يی  ښځی  د میړه په سترګه نه ګوري. نو يی  د میړه په کږو تلو اوکږو کړو خوا نه بدېدله. په داسی  حالت کی  را ګیری  ښځی  له خدایه غواړی  چی  خاوندان يی  پر یوه بلا وا وړي.

په دی  شپه چی   د قوماندان د کشری  او ګرانی  ښځی  پلرګنۍ او خورلڼی  میلمنی  وي. اول خو دا چی  میلمنی  ښه نا وخته راغلې. ډوډۍ نا وخته وکښل سوه. د چای څښلو، د لوښو منځلو او د دالانچی  پاکولو ښه زیات وخت ونیوي، په اسمان کی  سپوږمۍ تر سر اوښتی  وه، ایله چی  د لونګ مور لوښی  او لرګی  سره ټول او له کاره فارغه سوه.

لونګ هم کله چی  نور کوچنیان او همزولی  یی بیده سوی  ول، راغلی  و، د اور په دالانچه کی  چیری  چی  موریی  په کار بوخته وه، بیده سو. د لونګ مور یو څه د ورجو کوینی  مویني، سوځلی  د نه ساتلو وړپاته سوی  خواړه په خپل رویی  دیګی  کی  واچول، غوښتل یی چی  د قوماندان له ښځی  څخه رخصت واخلي. بیا لونګ له خوبه راویښ کړی او خپل کورته ولاړه سي.

نور نو نژدی  دی د سهار پیرونی  را پورته سي؛ د قوماندان ګرانی  او نازولی  ماینی چی  د ټول کور واکداره وه، د لونګ مور ته وویل:

- خاله! ته یو ځل ماتله سه، لونګ دخوبه مه را ویښوه.

د دی  خبری کولو ورسته ښځه د قوماندان (میړه) د خوب خونی  ته ورغله، میړه ته يی  وویل:

- که ستا خوښه وي، ښه هوا ده، ټول کوچنیان بیده دي، دا میلمنی  به یوساعت په باغچه کی  وګرځي، لوی ښځی  دي، ګلان او بوټۍ نه ماتوي. د لونګ مور به دلی  زموږ تر بیرته را تلو پر کوچنیانو پام کوي.

قوماندان چی  په زړه پاک سړی نه و، وايی  ورېدل چی  د لونګ مور د کوچنیانوسره په کور کی  پاته کیږي، نو هغه څه يی  ورپه یاد سول، چی  له ښځو يی  اوریدلی  و:

- د لونګ مورځوانه او په رنګ ښایسته ده.

د قوماندان باغ او باغچه هیرسولٍ، شرمښ له خدایه څه غواړي؟ باد او باران.

قوماندان له خدایه دا ساعت غوښتی. په زړه کی  خوشحاله سو، ژر يی  خپلی  صدرۍ ته لاس کړي، له جیبه يی  د باغچی  د قلف کلۍ را وایستلی  او ماینی  ته يی  ورکړې.

د قوماندان ښځه راغله، د لونګ مور ته يی  وویل:

- یوازی  یو ساعت لا پاته سه، ښه هوا ده، کوچنیان ټول بیده سوي، ایله چی  میندی  يی   اوس بی غمه سوې، موږ یو ځل دا باغچی  ته ورځو او ته پر دغه کوچنیانو پام کوه، موږ ژر راځو.

د لونګ مور ناچاره وه، و یی منله او خپل کور ته له تلو پاته سوه. کله چی  ټولی  ښځی  باغچی  ته تللې، د قوماندان مشره ښځه لنډه له نورو ښځو څخه را وګرځیده او راغله د لونګ د مور سره د اور په دالانچه کی  کښینستله. د لونګ مور د دی  ښځی  په پاته کیدو خوشحاله سوه؛ هغه یوازی  بیریده.

تر لږ خبرو او مجلس کولو وروسته،  داور دالان چه ګرمه وه د قوماندان مشری  ښځی  ته  خوب ورغۍ او د لونګ څنګ ته پریوته او بیده سوه. د دی  ښځی  اومیړه تر منځ د میړه توب او ښځیتوب خوند لا ډیر وختونه مخکی  نه و.

د لونګ مور له یوی  خوا نا ارامه وه او له بلی خوا ښځو ورته پری  ایښی  کوچنیان، ټول د لوی سرای د غولی  په منځ کی  پرخټینه تنګاچه بیده وو. کله چی  د قوماندان مشره ښځه دکوتری  مور  د لونګ د اړخه  سره بیده سول، نو د لونګ مور هم د کوتری  مور او لونګ  دواړه بیده پری  ښوول او خپله د تاوده دالانه را ووته، د باندی  پر تنګاچه د ماشومانو په منځ کی  پرېوته.

له بیری  او تشویشه خوب نه ورتۍ، او پرځای ویښه پرته وه. په همدی   وخت کی  یی   ولیدل چی  قوماندان په تلوار لکه د منی  د وروستیو شپو وږی  لیوه چی په ښکار پیداکیدو پسی  په  هغه شان سر تورسر، ببره ږیره او توپنګچه په لاس د خپلی  خونی  د باندی  راووت او سیده  د اور د دالانچی  پرخوا ورغلۍ.

د هغه سترګی  پټی  وی؛ فکر یی کاوه، چی  د کور ټولی  ښځی  باغچی  ته تللی  دي، یوازی  د لو نګ مور پاته ده او د اور په دالانچه کی  پرته ده. د اور په دالانچه څه توده او لږ تیاره وه. په دلانچه کی  یی  دومره ولیدل چی  ښځه  د خپل زوی لونګ سره  پره ته ده ، د ده په فکر دغه د لونګ  مورده.

پر ښځه یی  ځان واچوی ورسره پریووت... ښځی  هم هیڅ مخالفت و نه کړئ، ځان یی  چوپ نیولۍ و. قوماندان فکر کاوه، چی  ښځی  له بیری  ځان چوپ نیولۍ دی ده خپل کار وکۍ. پوهه نه سو، چی دا یی خپله  ښځه وه . د غلا، بیړی  او وهم خبره وه. تر معملی  کولو وروسته ژر خپلی  خونی  ته ولاړ.

ډیر زیات خوښ په دی  سو، د ده په فکر چی  لونګ مور مخالفت ور سره ونه کۍ. لږ وروسته ټولی  ښځی  د باغچی  څخه بیر ته  راغلی.

دکوتری  مور هم د دالانچی  څخه ور ولاړه سول خوښه خوشحاله په ښځو ګډه سول  بیا خپلی  خونی  ته ولاړل.

د لونګ مورچی  د سرای  په منځ کی  پر تنګاچه ویښه پرته وه، هرڅه يی  د سر په سترګو ولیدل او ښه پوه سوله چی  بلا وه، برکت يی  نه. هغی  له ځانه سره وویل، ګوره، چی د کومو ښو اعمالو له برکته خدای  (ج) د درنده  له بریده وساتلم.

بیا يی  هم له بیری  ټول بدن ریږدېدئ، د منی  په سړه هوا کی   توده تبه پر راغله، په خولو کی لنده خیشته  سوه، سمی  خبری  یی نه سی  کولاي، غوښتل يی  چی  اجازه واخلی  او کور ته ولاړه سي. په دی وخت کی  قوماندان له خپلی  خونی  څخه خپلی  ګرانی  ښځی  ته ور ږغ کړل:

- ښځي! تاسی  راغلاست؟ ماینی  یی  ورته وویل: هو، راغلو!

قوماندان زیاته کړه:

- دغه د لونګ جان مورنن د اشپزۍ او لوښو منځلو سربیره، ستاسی  ډیرخدمت و نه کړئ؟ په خدای چی  دا ډیره مسلمانه ښځه را ته معلومیږي، د پټی  خولی  میرمنه ده. که کوم اضافی  کالی مالی لرې، یوه جوړه ورکړه، زموږ به خیرات سی  او د دی  به یوه پرده په وسي. دغه سل روپۍ هم زما له خوا ورکړه؛ داسی  د پټی  خولی  میرمنه والله که تردا اوسه پوری  ما د مزدورانو په تخم کی  لیدلی  وي.

د لونګ د مور په زړه نو یو پاک الله خبر و. حلق يی  وچ وچ کیده. هغه بی  خوبه، بیریدلی  او حیرانه پاته وه چی  اوس څه وکړي، څه ووايې، چا ته د زړه غوټه خلاص کړی او څه يی  له وسه کیږي؟ دلونګ مور نو اوس سل په سلو کی  باورمنده سول چی  قوماندان ورته سلګون ورکړۍ.

هر ډول چی  ؤهغی  خپل زوی  لونګ له خوبه را ویښ کړ، د پاته سوو سړو خوړو ډک دیګ، د قوماندان  ماینی  ورکړی د زړو کالوغوټه یی  را واخیستل او د لونګ سره یو ځای د قوماندان د کلا د دروازی  تر ولاړ ټوپکوال را تیره سوه.

د لونګ مور د خپل زوی سره په تیاره کوڅه کی  د کور پرخوا روانه وه او چورتونو پر سر اخیستی  وه. د هغی  لاری  ته پام نه و.

یو ځل به یی په فکر کی  ور وګرځيدل: چی راسه، د تیری  شپی  کیسه د هغه ماینو ته وکړه. بیا په چورت کی  ډوبه سوه، او د ځانه سره به یی وویل: شرم، حیا، غریبي، کمزوري، د زوی کوچنیوالې، مجبوریت، پردی کلی  او تر ټولو لویه خبره سرتوره یم، نه چی  خپله په دی  خبره کی  بد نامه سم  ځکه په غریب او ګونډه پوری  ژر تهمت مښلی  دا ټول یی   د لاری  خنډ سي.

مقابل لوری خو ټوپکوال، زورور جنګ سالار، یو شمیرحیله ګرملایان او نا پوهه کلیوال، دا ټول سره یولاس دي. نو راځه هر څه پر ځان تیره وه او ځان ساته؛ په تا خو يی  څه نه دی  کړې.

بیا یی په ډیره نا امیدی کرار له ځانه سره وویل: کونډه یې، غریبه یی  او زوی دی  ما شوم دی.

لویانو ویلی  دي:"چی  نه لری  سړي، مه کورت خوره، مه غوړي". لونګ سره له دی  چی  خوب ځنګاوه، خو د خپلی  مور دغه د نا امیدۍ خبره يی  وا وریده. په دغه ګړی  يی  څه ونه ویل، ځکه خوب پر زور و.

د لونګ مور د خپل ځان سره پریکړه وکړه، چی  خپل ځان خپله وساتی. اوس نوسپیدی  وچاودې، نژدی  سهار و، چی خپلی خونی ته را ورسیده او ستړی  ستومانه پرېوته. ژر سهار سو، ملا اذان وکئ، دی  هم کلمه وویله او را پورته سوه، خپل لمونځ یی  ادا کې. بدن یی  ورسره مرسته نه کوله څو ورځی  ناروغه سوه او د چا د کور کارو ته، به نه تلل.

ژوند  یی  ستړی دی؛ نور د پخوا په شان د هرچا د کور کارو ته ځان رسوي، خو د قوماندان د کور پر خوا ورګوری  هم نه. ډیر ځله د خان ښځو د لونګ مور وغوښتله چی  کار ته ورسي، ښادیو او میلمستیاو ته يی  د کارله پاره خبره کړه، خو د لونګ مور قسم کړی و، کار ته څه چی  بیا به د قومندان د کور په دروازه سر ور دننه نه کړي.

په دغو شپو او ورځو کی  له دغه کلی  څخه هم د نورو کلیو په شان هره ورځ یوی  یا دوو کورنیو د پاکستان پرخوا کډه کوله. ځکه دیوه لوری  جنګونه او بل خواته کار ورک سوو. لونګ څو ځله خپلی  مور ته وویل:

- مورجاني! که زه او ته هم پاکستان ته ولاړ سو، بده به نه وی. ډیر کلیوال حتا ملأ صاحب لا ویل چی  هلته مفت اوړه، غوړی ،خیمه او ډیر نور شیان افغانانو ته ورکول کیږي ډیری کورنۍ ګډه سوی.

د لونګ مور په زړه کی  د پاکستان او د هغو د مزدورو څخه سخته کرکه درلوده، ځکه چی  له پاکستانه راغلو ټوپکوالو د هغی  میړه او ورور ور وژلی وو. خو بیا هم حالاتو هغه مجبوره کړه  د یوی  بلی  کورنۍ سره پا کستان ته مها جره سوه.

***          ***          ***

د لونګ مور چی  کله پاکستان ته ورسیده، هلته د مهاجرو کمپ ته د خپل زوی لونګ سره ورغله. د ځای او یوی  خیمی  د ترلاسه کولو او راشن پاس د په لاس را وړلو له پاره یوه افغان ته چی  د کمپ مشر و، ورغله. د کمپ مشر چی  په زړه ناپاک، غل او حرام خور سړی و، د هغی  سره مرسته مشروط  کوله.

د کمپ مشر د لونګ له موره پیسی  غوښتی   چی  هغی  نه لرلې. بد اخلاقی   ته یی  ځان نه سپاره، بله ستونزه یی  دا وه، چی  د میړه تذکره یی  چا ته نه سوای ښودلاې، چی  څوک یی  و نه پیژني.

د لونګ مور په دی  فکرکی  وه، که د مهاجرو په کمپ کی  خلګ خبرسي، چی  دا د هغه اکبر ښځه ده، کوم چی  نژدی  دوه نیم کال مخکی  ټوپکوالو وژلۍ و، نه دا چی  مرسته به ور سره و نه کړي، بلکی  تربرونه به یی هم خبرسي، بیا به  دا  په زورد میړه کولو د ستونزو سره مخ وي.

لونګ او مور یی  په ډیرو ستونزو لیدو سره بیرته نا امیده افغانستان ته هغه کلی  ته راغله، چی  لومړی ځل د خپل اصلی  ټاټوبی  ورته راغلی  وه. ه بیا هغی  ښځی  چی  پخوا یی ځای ورکړی وو، بیا ځای ورکړی.نور بیا

 

´´´´´´´´´´´´´´´´

پنځمه  برخه

د ښوونځۍ،ښونکی  اوکتاب سوځنه

یوازی دری  ورځی اختر ته پاته  وی  چی  د لونګ  دښوونځۍ د سوځلو او د ښوونکی د وژلو دپاره وښوونځۍ ته یو ګروپ مولونه وهلی  څڼور ټوپکوال  سړی ورغله. شاګردان د خپل ښوونکی  ملا نیک محمد سره ټول د توپکوالو په ور تلو  اولیدوسره وارخطا سول.

شاګردان او ښوونکی صاحب ملا نیک محمد نه پوهیدل چی خبره څه ده ،په دی وخت کی  اجل نیولی چپراسی اکبر چی  د غیرحاضرو شاګردانو لیست یی  وړۍ و، هغه هم ښوونځۍ ته راورسیدی دوه غیرحاضرو شاګردان یی دځان سره له کورنو او کوڅو څخه  را وستی وه.

دغو دخدایه نه بیریدونکو ببرو ،بد رنګو څڼورو ږیرورو ټوپکوالو په تونده اوسپکه لحجه ومعصوموشاګردانوته وویل: مکتبیانوکتابونه، کتابچي، دقرآن (م) سپارې، پنسلونه، د مشق له پاره د لرګو تختی  ټولی  د خپلو بغل ځولیو او کوټو څخه دباندی را وباسئ او هلته یی د سرای په منځ کی  کوټه کړئ او په کوټوکی  هواری  سترنجۍ ګانی  هم د سرای  په غولی  کی  د کتابونو پر سر واچوئ.

دی ببرو د لرګو جوړی  دوی توری  تختی  هم ماتی  کړئ او د کوټه کړو کتابو نو دپاسه یی کښیښوولې.شاګردانو هغسی  چی  ټوپکوالو ورته ویل هغسی  کول.

وروسته د څڼورو ټوپکوالو مشر چی  دخبرو دلهجی یی معلومیدله یو پاکستانی بی غیرته پښتون افسرو،شاګردانو ته په پوچ ویلو پیل وکړ. سکول دکافرو دپاردی دمسلمانودسبق ویلوځای ماجت او مدرسه وی.ترچټیاتو وروسته یی  د معلم صاحب ملانیک محمد  اوچپراسی اکبر لاسونه اوپښی ور وتړل د دغوکوټه کړوکتابونو او لرګودپاسه کښینول؛ د قران مجید سپارو، کتابونو، کتابچو او نورو ته یی اور ور وا چاوه.

دا د هرانسان په خاصه د معصومو زده کوونکو له پاره عجبه د وحشت، وهمه او بیری  څخه ډکه یوه صحنه وه.

کله چی معلم ملأ نیک محمد او اکبر د سوځلو څخه د لیری  رغښتلو هڅه کوله، نو  دپاکستان نوکرو ټوپکوالو د الله اکبر په ویلو پرهغوی ډزی  وکړی او د ټوپکو په مرمیودغه مظلوم ،غریب،بی کسه او بی وسه انسانان یی غلبیل، غلبیل کړل.

دوی مړه نه وو، خو له حرکته ولویدل. دا مسلمانان او پښتانه د اورپه لمبو کی  سوځیدل،ناری یی  پورته اسمان ته ختۍ، څو چی کرار کرار یی  اوازونه چوپ او ساوی  یی و وتی.

کله چی د اورپه سرو لمبوکی دادوه غریب بی کسه اوبی وسه افغانان لولپه سول.

ولاړو ټولو شاګردانو ژړل، له بیری  یی  اندامونه څه چی  زامی  هم کړپیدی. په خپل راتلونکی  نه پوهیدل، چی  د دوی سره به دغه ظالم  ولاړ ږیرور، څڼور او ټوپکوال څه وکړي؟

 نورو ټولو ولاړو شاګردانو خو یوازی  ژړل، مګر د لونګ په زړه نو بیا بیله الله پاک څخه بل څوک څه پوهیدل، چی  پرده به لا څه تیرېدل. ولی چی د دی  واړه معصوم  افغان ماشوم مخ ته د هغه  یوازنی مهربانه پلار اوګران ماما د ټوپکو د مرمیو ترضربی  لاندی  او د سره اور په منځ کی په ژوندونی  سوځیدل، ډیردردونکی  یوه صحنه وو.

لونګ د خپل پلار او ماما له بدن څخه د وینو فوارې، د هغوی  ترخولو را وتلی  نارې، غلبلې، خیزونه، د هغوی پر بدنونو د اور بلی  لمبی  او دهغوی لپه تکی  په وېښو د سر په سترګو ټولی ولیدلی. ټوپکوالو د ملا نیک محمد او اکبر پرنارو او بغارو خندل او چا به لا د الله اکبر، الله اکبر ناره هم کوله.

 د دی صحنی لیدل د لونګ له پاره یو محشر و، محشر!!!  په  دی  ډول د پردو په لمسون او د پردو په خدمت کی  ولاړو ټوپکیانو دلته خپله وظیفه سر ته ورسوله او له ښوونځۍ   څخه ووتل.

 توپکوالو د تلو پر وخت د سرای پر دروازه  یولیک وځړاوه او ولاړه. کله چی  توپکوال دښوونځۍ څخه ولاړل، بیریدلی ماشوم  شاګردان چی  هر یو به د ښوونځۍ له سرایه دباندی  را وتل،شاوخوابه یی وکتل چی څوک نسته، نو په کوڅو، مځکو او باغونو کی  د خپلو کورونو پرلورځغستل هیچا تر خپلو پښو لاندی  مځکه نه لیدل.

مګر لونک د خپل وړوکتوب او ماشومتوب سره سره د دی  پر ځای  چی  د کور پرخوا وځغلي،هغه مخ پر اور ور وځغستل د بابا، بابا، ماما، ماما ناری  يی  وهلې. د اور په پړندو ورګډ سو، په خپلو نازکو خپړو يی  د سره اور له منځه د خپل پلار او ماما سوځلی  اندامونه چی  د اور لمبی  لا په پوری  وي، را یستل.

پردرست جهان څوک نه وو، چی د لونګ مرستی  ته ورغلی  وای. د لونګ لاسونه، پښی او مخ په سرو پړندو، ایرو او دود تور د پلار او ماما سوځلی  غوښی  او سوځلو هډونو يی  لاسونه تڼاکی  او په پړوندو يی  پښی  هم کباب سوې.

لونګ یوازی  هغه هډونه له اوره را یستل چی  غوښی  به يی  سوځل سوی  وې. تر هغو يی  په تنهايی  د خپل پلار او ماما سوځلی اند امونه له اوره را یستل، څو چی  موره که یی  له کلی  څخه کومک ته راورسیدل.

د لونګ مور په کلی  کی  د ورغلو او بیریدلو شاګردانو له خولی  دغه غم لړلی خبر واوریدی. د لونګ مورهغه چی  په کورونو  اوکلی کی  به د دی  د ښایست، ستر او حیا نقلونه کیدل، د دی  غمجن خبر په اوریدو سره یی  یو دم بی  ارادی  د پت ساتلو او ستر پرده څیری  کړله.

هغه څه چی  خلګو به افغانیت او د حیا د خوند يتوب وسیلی  بللي،دلونګ مور دوی داسی مجبوره کړل چی  هر څه  یی لیری وغورځول د لیونۍ په شان یی  پوړنی په تخرګ کی  ونیوه، لڅ مخ، سر توره ببر سر او لڅی  پښی  په کوڅو کی  مخ د ښوونځۍ   پر خوا  یی داسی را  ځغستله، لکه  یو وحشی  زمرۍ چی  په ښکار پسی  ځغلي.

دلونګ مورد سترګوپه رپ کی  یی  د ښوونځۍ   دروازی  ته ځان ور وره ساوه دښوونځی دروازه خلاصه ولاړه وه، په دروازه همداسی  ښوی ورننوتله. ګوری  چی  د سرای پرغولی  د مور نازولی ښایسته لونګ د تورو پړندو په منځ کی  په دود او ایرو لړلی  د پلار او ماما په سوځلو هډو پوری  لکه سورکی میږی مښتی  او د اور له منځه سوځلی  هډونه را کښوي.

د لونګ مور هم په پړوندو ورګډه سوه او په خپلولاسونو او سپينو مړوندونو یی  سوځلی  هډونه له اوره را یستل. احساس او غم دونه ورباندی  غلبه کړی وه چی  نه لونګ او نه يی  مورد خپلو سوځلو پروا لرل.

د دواړو، مور او زوی اوښکی  په سترګو کی  وچی  سوي، نور يی  اصلن په بدن کی  اوبه نه وي. د زړه له سخت درد او خفګان له امله يی  د خپلو سوځلو لاسونو او پښو سوزش، او د تڼاکو درد هر څه هیر وه. د لونګ غمجنی  مورهم د خپل میړه او ورور سوخلی  هډونه په خپل پوړنی  کی  را واخیستل. لونګ يی  تر لاس ونیو، د خپل پخوانی کور اوس کورګی  پر خوا  را رهی  سوه.

د کلی سړی، ښځی  او ماشومان له خپلو کورونو نه را ووتل. داسی  یو ماتم او چوپتیا خپره وه، تا به فکر کاوه چی  ټول کليوال مړه یا یی  له کلی  کډه کړی ده او کلی  دسړو اومړو خالی او تور دی. د لونګ مور په ساندو ساندو کی  ویل:

را وه یی وژل ورور او پلار د لونګ جان

زه یی کړم کونډه  او یتیم سو زما جانان

پرتاسی  دی  له غیبو اوله اسمانه ټکه پریوزي

چی  اخته ټوله په ویر سۍ د خپلوانو او د ځان

را وه یی وژل ورور او پلار د لونګ جان......

تردا وخته لا درست کلیوال پرځای وو. په کوڅه کی  یوازی دوه سوځلی  او دردیدلی یوه مظلومه ښځه او بل کوچنی ماشوم. هغه هم یوازی یو ګړی مخکی  مړوښی  ښځه وه، اوس کونډه  ده او زوی یی لونګ یتیم سو، را روان وو.

هیڅ انسان اومسلمان نسته  مرسته څه چی یو د رحم ږغ پر وکړي.میړه یی د ښوونځۍ  دچپراسی  او ورور يی  یو ملا امام اود ښوونکی په ګناه وژل سوی وه.

  دوی نه پوهیدل  پدی  چی  څنګه ،چیری  اوچا د دوی د وژلو فتوا ورکړی وه .او ولی  د دوی د مرګ  پچه را وختله، دا فتواګران څوک اوتطبیق ګران څوک  وه .

پدی خبره چی څوک مسلمان او څوک کافر دي، هرڅوک ښه پوهیږی  مګر جبر داسی  ظالم   دی چی  هیڅوک نه پوهیږي؟

***          ***          ***

اوس خو ټوپکوالو د ښوونځۍ   په دروازه یولیک ځړولۍ دی. هغوی  په لیکلی  کی لیکلی  دي:

- دا دوه سړی  چی  د کُفری  حکومت سړی  وو، موږ ووژل،  دشریعت په حکم  مو د الله پاک حدپرجاری  کړ، د دوی  جنازه او هدیره څوک نسی   کولای.

لونګ او مور يی  د خپلو دوستانو سوځلی  هډونه  خپل کورګی ته ورسول. د لونګ مور په خپلو ښځینه سوځلو، تڼاکو او زخمی  لاسونو او لونګ په خپلو کوچنیو سوځلو او تڼاکو لاسونو په داسی  حال کی  چی  تر کوچنیو او نازکو ګوتو یی  وینی  بهیدلې، په مځکه خپړی  ولګولې، د سرای د غولی  په منځ کی  يی  مځکه وکیند له، د دواړو - نیک محمد او اکبر- هډونه یی  یو ځای په کښی  پټ کړل.

په دی  ژړ مازیګر پر ټول کلی  یوه چوپتیا خپره وه؛ ټول وګړی  لکه چی  په خوب بیده وي. سته داسی  څوک چی  غم نه پیژني، له غمو څخه بی  خبره وي، ځینی  واقیعتونه د با احساسه انسانانو په زړونو کی  توفانونه را زیږوي.

لونګ او مور يی  له غمه ډک زړونه د قبرشا و خوا تاویدل را تاویدل. اما هغه وخت چی  پر سوځلو هډونو یی  خاوری  وا ړولی  او د غار خوله یی  پټه کړله، ور سره سم لونګ هم نور چوپ سو، هیڅ خبری  یی  نه کولې. د لونګ مور په لوړ اواز وویل:

- وروره، په تا او اکبرڅه وسول؟ تاسی  څه کړی وو، ولی  خبری  نه کوي؟ ای  بی  وفا دنیا،... دا په موږ مو څه وکړل؟

مور او زوی دواړو شپه د پټو کړوهډو سره په ژړا تیره کړه. لونګ پرلنده خاوره پړ مخی  پروت و د ډیری ژاړ څخه ستړی او خوب وړی ؤ. سهار ګوری  چی  لمر د پخوا په شان لکه نوری  ورځی  چی  به را خوت، په هغه ډول یی  بی پروا  خپله رڼا خپره او کرار کرار مخ پر لوړه خوت. د لونګ مور حیرانه وه، چی  لمر ولی  زموږ په غم غمجن نه دی.ولی یی زموږ په شان مخ تور ندی. هغی  لمرته ډیر وخت کتل بیا یی لمرته په اشاره وویل:

-"ستا دی  دا سور مخ داسی  تور سی  لکه زما د میړه او ورور چی  اور ورتورکړله هډونه"

دلونګ مور بیا خپل زوی لونګ په غیږ کی  ټینګ ونیوی، پر مخ یی  مچ کی، په خپله لمن یی  د لونګ د باړخوګانو څخه خاوری  او خټی  لیری  کړی،د لونګ جان دلاسو نه او پښو تڼاکو  ته به یی   و کتل  په کرږو، کرږو یی  وژړل.

بیا یی لونګ ته وویل:

- ای زما د زړه سره! ای زما د سترګو توره! اوس نو یو ته یی  چی  زما د سرتاج به يې! زه پردی  لوی او ارت جهان بی له تا بل څوک نه لرم. او ته بی له ما بل څوک نه لرې. ته خو را سره خبری  کوه.

- ته ولی  چوپ سوي؟

-زما څخه مرور سوی  یي؟

موریی  زیاته کړه:

-زویکه! زه ستا مور وم، سر له دغه ګړیه ستا پلارهم سوم. زه به ستا ټولی  هیلی  پوره کوم.

لونګ لکه چی  د مور خبری  نه اوریدي. هغه یوازی  دا یوه خبره وروسته تر اوږده ځنډه  تکراروله: "بابا، ماما"

موراو زوی دا ورځ او دغه شپه هم د سوځلو او ښخ کړو هډونو سره په ژړا سهار کړه.

هغه اکبر داختر دپاره را وړی  نکریزي، د اختر میوه او نوی  کالي، هر څه پر ځای پاته سول.

 سترګی  خو به بی له شکه چی  نعمت وي، هغه چی زړه سواندی  وی  اوهرو هغو سترګو چی  دغه صحنه لیدلی  وي، هغو ته نو سترګی  نعمت نه، بلکی  قیامت وي.

***          ***          ***

نن اختردی. لونګ ته چی  مور کالی  ګنډلی  وه، بی  اغوستلو پاته سول. د لونګ چی  سترګی  پټی  سي، هغه صحنه يی  په مغزو کی  را سي، یو دم یو ناره وکړي: بابا، ماما!

د لونګ مورهڅه کوله د لونګ له فکره دغه صحنه وباسي. نور لونګ یوازی  د خواری  مور د سترګو تور دی. موريی  د هرځل ور ږغ کولوسره ورته ویل:

- لونګه زویه، ستا بلا خو دی  پر ما سي.

خو هغه خوشحاله او شوخ هلک داسی  زهیر و، شوخی  یی  نوره نه پیژندله. مورخو یی  له پخوا څخه د لونګ د هری  شوخۍ په مقابل کی  تریو تندی، بده خبره او ښیرا هغه ته ترخوله نه را وتل اوس یی  مور«نذر» واخیستی چی  د خپل ژوند ترپایه به د خدای  (ج) د رضا او لونګ ته د اوږده ژوند په هیله هره د جمعی  شپه او د جمعی  ورځ ثوابی  روژه نیوله.

خو د لونګ له ذهنه هغه صحنه چی  د بد رنګو، ملونو وهلو ټوپک سالارانو د دوی په ښوونځۍ کی  د ده پلار او ماما بی  ګناه او په ظالمانه شکل وویشتل او د اور په لمبوکی  يی  وسوځل، هغه صحنه چی  د پلار بدن به يی  د هری  مرمۍ د لګیدو پر وخت ټوپونه وهل او مولونو وهلو به الله اکبرونه ویل او خندل به یې، نه هیریږي. د هری  مرمی  ویشتلو سره به د وینو فواره را وبهیده.

د هغه کتاب چی  لونګ يی  د زده کولو سره مینه لرله، هغه کتاب سور اور سو؛ د ده مهربانه پلار او ماما يی  وسوځل. د لونګ په ذهن کښی  دا صحنه واخښل سوه. تر هغی  ورځی  وروسته په کلیو کی  نور د کتاب ویل، د لیک زده کول او قلم په کورکی  لرل د کُفرعلامه او دواجب القتل دلیل سوو. له دغی  پیښی  وروسته، په کور کی  د مکتب د کتابونو لرلو د ډیرو افغانانو سرونه له تنه جلا کړل.

د لونګ د مور چی  لا (اِده) پوره نه وه، چی  لونګ کرار کرار پر خبرو راغی؛ د لیکلو او حساب سره یی مینه بیرته را ژوندۍ سوه. بی له قلم او کاغذ لرلو څخه یی پر مځکه د لاس په ګوتو، د لرګو او خاشو په واسطه څه لیکل او مخ ته تلۍ.

لونګ د خپلی  مور د کوټواله هګۍ وه. لونګ لکه نوم چی  يی  لونګ و، په هغه شکل مور ته د لونګو بوټی  سو. په خپلو همزولو کی  به له لیری  ځلیده. هغه هر چیری  او په هر څه چی  به مصروف و؛ پلار، ماما او د هغو بیګناه وژنه او سوځنه یی  له فکره نه وتل. په تیره بیا پلار.

 ځکه پلار به يی  هر وخت چی  سهار وختی  له کوره وتۍ، که به لونګ بیده هم و، ده به يی  پرسره لاس تیراوه او پر تندی  به يی  مچاوه. لونګ اته کاله د پلار د لاس تیرولو او مینی  سره عادت نیولی  ؤ.

د لونګ مور ته د خپل میړه هغه خبره ورپه یاد سوه، چی  یوه ورځ اکبر د لمانځه تر ادا کولو وروسته کور ته راغی او ویی  ویل:

ښځی  دغه زموږ د ملا نصیحت نن بل ډول ؤ، د لمانځه تر ادا کولو وروسته یی  وویل:

- دقیامت علایم معلوم سول، د مسجد سره د خلګو مینه کمه سوه، د مکتب سره مینه زیاته سول.

یوه ورځ د لمانځه تر دعا وروسته، ملا صاحب اکبر ته کرارپسته مګر درنه ژبه په معنی داره شکل ویلی و: اکبره! ته غیریب سړی یی  ستا سره نه ښایی  چی زوی دی  مکتب ته ورکې مسجد ته یی را استوه چی  (سپاره) ووايې، کلمه او لمونځ زده کړي،  ښوونځۍ   ته يی  مه استوه.

د لونګ پلارپه کلی  کی  غریب سړی و، هستي، نیستی  او ټوله شتمنی  يی  د انګورو څلور جويی  باغ او دوی بی له چاردیوالۍ زړی خونی  له پلاره څخه په میراث ورپاته وې. د باغ اوسول (حاصل) يی  دومره نه و. هغه ملا صاحب ته یوازی  یو من وچ کشمش ذکات ورکولای سوای.

د همدغه غریبی  له وجهی  تربرونه، کلیوالو د نوی  ملا په درولو او د زاړه ملا په لیری  کولو کی  هم نه پوښتۍ. ملا صاحب هم په داسی  موقف کی  ولاړ و کلیوالوته په یات ارزښت قایل نه وی. اوس خو ملا صاحب ټوپک لا هم لری.

د لونګ مور او پلار هغه وخت په دی  خبره پوهیدل چی  د دوی په اولاد پیدا کولو په تیره بیا د لونګ غوندی  زوی په لرلو يی  تربرونه خوښ نه وو.

د لونګ پلار د شپی  د ملا صاحب دا خبره چی  ده ته يی  په مسجد کی  کړی وه، د لونګ مورته وکړه:

- دا زوی دی  مسجد ته را استوه چی  سپاره ووايې، لمونځ او اودس زده کړی!!!

د لونګ مورچی  د میړه له تربرو څخه ښه زړه نه لاره، د لونګ تر زوکړی مخکی څو ځله  مخامخ دا د وچی  او بی  زویه ښځی  په نوم یادول. د لونګ مور دخپل میړه د تربرو پسی  شا خبری  اوریدلی  وی  چی  ویل به يې، اکبر زوی نه لري، میراث دي.

د اکبر تربرونو به د اکبر د باغ، ښځی  او کالو ویش ترخپلو منځو کاوه اوس چی  هر څوک د لونګ په هکله ښه خبره  هم ورته کوي، دا شک کوی  چی  په دی  خبره کی  نه چی  د تربرولاس وي، د خبری  منفی  اړخ به یی ښه سنجوي.

د لونګ مور چی  هیڅ وخت يی  وخپل میړه ته خبره نه ورغبرګوله او د هغه خبره يی  پر مځکه نه اچوله، مګر دا ځل  یی  میړه ته ویلی  وه:

- زه خپل زوی ښوونځۍ ته اچوم او لمونځ هم خپله ور زده کوم،  شکر قران شریف می زده دی د ملا خبره پریږده.

د لونګ مورته هم هغه د میړه خبری  ورپه یادیدی  او ارمان ورته دریدئ، او باورمنده کیدله چی  هغه وخت لا دغه د ملا خبره چی  زوی دی  مسجد ته را استوه، بی  مقصده نه وه.

دا دی  تر خپلی(اِدې) پوره کیدو مخکی  چی خبره تربروته ورسیږی یا تربرونه د لونګ مورته څه و وایی د لونګ مور د خپل زوی سره تصمیم ونیوی چی  نورباغ، کور او هدیره پریږدی  او پر یوه نا معلومه خوا وتښتي.

ښځه دخپل زوی لونګ جان سره د شپی  په تیاره کی  له  خپلی خونی  را ووتله، د وروراو میړه قبر ته د لونګ سره ودریدله، پرهغه خاورو یی  سجده وکړه، او خاوره یی  مچ کړه.

لونګ جان هم  دپلار اوماما دقبر خاوری په مخ پوری وموښلی بیا یی د خدای په امانی ځینی  واخیستله او خپل پلرنی کور، کلۍ او د خوارۍ ګودړان یی  پریښول. دلونګ مور په زیات ارمان داسی  وویل:

د کتابونو په اور

را ومو سوځل میړه او ورور

قسمته دا څه دی  وکړل

چی پریږدم خپل کلۍ او کور

دکتابو نو په اور.......

لونګ هم چی  د خپل پلرنی مینی  څخه تلۍ څو ځله به یی تر شا شا خپل کورته ورکتل خپل کلۍ،کور ،هدیره او باغچه یی  ارمانیدل.نوربیا

 

 

++++++++++++++++

څلرمه برخه

د لونګ ښوونځۍ

 

دا هغه کال ؤ چی   د ثور د میاشتی  پراوومه نیټه  یی دافغانستان په حکومت  کی  یو خورا لوی او اساسی  بدلون راغلی و. د پیړیو پیړیو د یوی  ټنبلی کورنۍ واکدارۍ ته د پای ټکۍ ایښول سوی  و. ور سره سم وحکومت ته د سرکار د نوم پر ځای د خلقی  حکومت نوم ورکړل سوی  و. خو بیا هم په حکومت کی  وظیفه لرونکو او کار کونکو سړو ته د سرکاری  سړو خطاب کیدی.

 دیوی او یوی  ورځی تر پایه د هیواد په لیری  پرتو سیمو کی  هم خلګ خبر سول چی  پاچا ګښتی راغلی ده. د زیاتو خلګوپه زړونو کی  د پخوانیو حکومتونو څخه د نفرت او بیری  په ځای د خلقی  حکومت سره د نژدېوالی  مینه را پیدا سوی  وه.

 یودم دښو ونځۍ  سره دخلګو مینه را پیداسول باور مند سول چی پاچا نه  خدای دی اونه  دخدای سیورۍ ،هرڅه چی دی دغه خلګ دی د هیواد په هرګوټ کی  د ښوونځيو جوړولو له پاره وطن دوستوخلګو حکومت ته وړیا مځکی  ورکړې، ترڅنګ یی  هرځای  د لیک او لوست د زده کړی وړیا کورسونه پرانیستل سول.

خلګو دلیک لوست د ذکړو کورسونوته مخه کړل د هغو خلګو له جملی  څخه یو تن اکبر هم و، چی  د خپل اخښی  ملا نیک محمد په تشویق یی د لیک او لوست د زده کولو په کورس کی  ځان شامل کړی و. او هم یی  خپل یوازنی زوی لونګ وښوونځۍ ته ورکړ.

په عامو اوغریبو ولسونو کی  وحکومت ته د ورنژدی  کیدو روحیه را وخوټیدله، خو د هیواد دننه یی  د مفتخورو او پردو پرستو او له هیواده بهرد افغان دښمنو قهر یی  هم را وپارا وه. لونګ نژدی  اته کاله عمر لاره.

 لونګ ته به  خپل مور او پلار په ګډه دا خبره کوله:

-  لونګ زویه، ښوونځۍ به ووايې، د خیر سره  به لوی سرکاری  سړی در څخه جوړسی  او که نورهیڅ نه وي، نو معلم خو به سې. بیا به نو د خیره سره پیسی  لرې، عزت به لرې، واده به درته وکړو. زموږ هیله خو همدا ته يې، مور او پلار دی  ستا بلا واخلي.

لونګ د خپل مور او پلار په دی  مهربانه او له محبته ډک نصیحته زیات خوشحالی دئ. ماما يی  هم دغه یو خوره يی لونګ درلود. پر ماما باندی  خوره يی زیات ګران وي. د اکبر کور ته نژدی   یوه کلیوالی  ښوونځۍ  وه چی  یو ښوونکی  یی درلود، ملا  نیک محمد د لونګ ماما د مسجد د ملایی  په څنګ کی  ددغی  ښوونځۍ ښوونکی هم و.

د لونګ پلار اکبر د خپل اخښی  ملا نیک محمد  په مرسته چی  په ملا نیکو سره مشهور و، سږکال نوی په ښوونځۍ کی  چپراسی مقرر سو. په وطن کی  د نوی  حکومت په منځ ته را تلو سره په خلګو کی  د ښوونځۍ سره د نفرت په ځای مینه زیاته سوه. ډیرو خلګو چی  پخوا خپل اولادونه ښوونځیو ته نه ورکول او یا به یی  په رشوتونو ورکولو له ښوونځیو ایستل، اوس یی  په ډیره مینه خپل اولادونه ښوونځیو ته شامل کړل.

دا دی لونګ په خیر وښوونځۍ ته روان سو. کلیوالی  ښوونځۍ د دوی له کور څخه لږ لیری  په یوه زاړه سرای کی  چی  دوی  خونی  یی  لرلې، پرانیستل سوی  و.

ملا نیکو یو قراردادی  ښوونکی و. هغه چی  پر معلمی  سربیره وښوونځۍ ته نژدی  مسجد کی  امامت هم کاوه، کلیوال دی  ته را بلل چی  خپل اولادونه په ښوونځۍ کی  شامل کړي؛ ځکه هغه په ښوونځۍ کی  شاګردانو ته سپاره، پښتو کتاب، حساب او خط په هغه خپل ډول چی  زده يی  و، ورښودل.

کله چی  ښوونځۍ پیل سو، د لونګ پلار اکبر ته تنخوا چالان سوه. د هری  میاشتی  په وروستیو کی  یې۵۵۰ افغانۍ پخه تنخوا وه چی  ۵ افغنۍ  تحویلدار صاحب  ګرځولی  ۵۴۵ا فغانۍ  یی کورته را وړی. او ترهر څه مهم  داوه چی په دغو شپو کی  نوی  حکومت د حکومتی  سړو، مامورینو، معلمینو، پوځی  خلګو، کارګرو او اجیرو ټولوته  د یو شان  کور لرونکواته سیره کوپون او واده نه لرونکوته څلور سیره کوپون ورکولو امر وکړۍ. د دی  امرسره سم اکبرهم د اته سیره کوپون خاوند سو.

اکبرپه خپل تیر ژوند کی  هیڅ وخت پر یو ځای  د غلمینو اوړو اته سیره کورته نه و را وړي. اوس د هری  میاشتی  په وروستیوکی  اوړه، بوره، چای او غوړی  کور ته را وړي. په کورکی  یی  اوړه، بوره اوغوړی  پیدا سول، حلق یی  لوند سو. کورنی ژوند يی  لږ ښه سو.دی هم اوس یو سرکاری  سړی و.

 دا لومړی کال یی  په خیراو خوشحالۍ سره تیر کړ.

لونګ د ښوونځۍ  لومړی کال په خوښی  پای ته ورسوې، په ښه نمره بریالی سو. هغه خپله دری  میاشتنۍ رخصتی  د مور او پلاره سره په کارونو کی  مرسته کوله او په څنګ کی  یی د خپل ماما څخه د پښتو کتاب، حساب او خط لیکل زده کول او قران مجید یی  لوستۍ. نیکو ډیر ژر په لونګ د دوهم ټولګی  پښتو کتاب او حساب ولوستل. لونګ اوس د دوهم ټولګۍ پیلیدو ته ښه تیاری  لرله.

رخصتی مخ په پای ته رسیدلو وه، په څو ورځوکی چی بیا ښوونځۍ شروع کیده. اکبرهم خوشحاله و. یوه ورځ معلم نیکو د لونګ پلار ته وویل:

-  اکبره! د ښوونځۍ  تر پرانستلو یوه هفته مخکی  به د خیره سره ښوونځۍ  ته ورسې، د ښوونځۍ  د سرای پرغولی (انګړ )چی  سره زوزان، چغک او زومی  را شنه سوی دي، هغه به وکاږي، سرای به پاک کي، د خونو دیوالونه به خړوبی کې، او د سرای غولی  ښه خیشت او اوپاشی  کړې.

ملا نیکو  زیاته کړه:

- سرمعلم صاحب را ته وویل، چی  په دی  ورځو کی  مفتیش صاحب له ښاره راځي، انشا الله موږ دواړه درځو، د ښوونځۍ  سرای او خونی  دنژدی ګورو.

لونګ چی  هوښیار هلک و، د خپل پلار، مور او ماما هره خبره یی  تل په غور اوريده، نو يی  د ماما تر خبرو وروسته خپل پلار ته وویل:

-         بابا جانه، دا د ښوونځۍ  جارو کول خونو تر هغو پرديومزدوریو لکه د غنمو لو کولو، د ویالو تر اشرونو، د دیوالونو تر وهلو، د خښتو تر مښلو، انګور کښیو، یوی  کولو، غوبل کولو، ګوروانی  او چوپانۍ ټولوڅخه ډیره اسانه نه دي؟ اکبر وخندل او ویی  ویل:

-         هو، زویه! دونه فرق لری لکه مځکه او اسمان.

-         لونګ ته چی  د خبرو نوره موقع په لاس ورغلی  وه، خپلو خبرو ته یی ادامه ورکړه:

- پلار جانه! زما هغه ورځی  چی  تا به په سرو او ټکنده غرمو کی  د کوراوکلی  لیری  فصلونو کی  لوونه کول، ما او مور به د غرمی  ډوډۍ (سوړسک) او د خیروګی  ماما د کور شلومبی  په کونجۍ کی  در وړلې، نه هیریږي.

د لونګ مور د خپل زوی  خبره ونیوله او میړه ته یی  وویل:

- لونګ جان زوی می  شکر دی هوښیار هلک دی، هر څه یی  په یاد دي. رښتیا په هغه سره اهاړ کی  چی  لمر به پر سر یو نیزه را کښته ولاړ و، په هغه ګرمی  کی به ما او لونګ لڅی  پښی  د کلی  لیری  فصلونو ته وتا ته اوبه او خواړه نه دروړل؟ زما خو پښی  څه پخی  او سختی  وې، مګر د لونګ جان د پښو نازکی  ګوتی  تڼاکی  او د سرو زوزانو به ډکی  سوې. زما هم ستا په دوړو، ګرزونو او خاورو لړلی سپیره مخ، وچ حلق، تڼاکی  او د سرو زوزانو ډک لاسونه او پښې، په لاره (لور) پری  کړی ګوتی  چی  اکثر وخت به دی  لاسونه په سرو وینو لړلی  وو، څیری  کالی  د ناړیو او لشو څخه ډکه ږیره له یاده نه دی  وتلي. هغو کارونو ته ناروغ کړې.

- اکبر وویل:

- هو، زموږ ژوند خو په هوکه او یا سوکه تیرېدئ، ملا نیکو ته دی  خدای خیر ورکړی چی  سرکاری  خواری  یی  را پیدا کړه او زه یی  سرکاری  نوکر کړم.د لونګ مور بیا خبره واخیستله:

ـ زما زوی به د خیره سره ښوونځۍ  خلاص کړي؛ خط  خوشکر  اوس لا ویلای سي، دی به هم سرکاری  سړی سي، ښه پیسی  به وګټي، زما او ستا ټول ارمانونه به را پوره کي.

لونګ چی  په خپل زاړه لنډی  تلتک کی  پیچلۍ پروت و، د مور د خبرو په پای کی  په ټوکه وویل:

- پلارجانه! د مورجانی  ارمان خو  را معلوم دئ؛ مور می  هر وخت وایې، زوی به خپله مور د خیره سره حج ته بیایې، مور می  نور څه نه غواړي.

د دی  خبری  سره لونک پریووت او بیده سو.

کله چی  دوهم کال ښوونځۍ پیل سوه، اکبر څلور میاشتی  تنخوا وا خیستله، کوچنی  اختر هم را نژدی  سوی  و. اکبرځان او لونګ ته د نویو کالو له پاره له بازارڅخه د ګلبهارد فابریکی  ټوکراو خپلی  ښځی  ته یی  څه د شولی  او څه د چیټ ټوکر راوړۍ. د لونګ مور په ډیرهوس د خونی  مخ ته نغاړکی هواره کړه، ستن، تار، انګشتانه او نوی  ټوکران یی را وا خیستل، د اختر له پاره یی په ډیره خوشحالی  کالی  ګنډل پیل کړل.

 اکبر دخپلی ښځی سره ناست او دزړه خواړه کوی :

ښځي! خدای مو ناره وا وریدله، دغه خواری  (چپراسيتوب) را ته پیدا سول، نیکو دی  خدای  په دواړو جهانو کی سر لوړی لری که نه سږکال نو زه د بل د خواریو نه وم...نفس می  بند بند کیږی.  او ترټولو ښه یی لا داچی ته هم د وږو د ټولیدو او د پردو د کورونو له کارو بیغمه سوې، خدای یوه ګوله ډوډۍ دا دی په عزت را رسوي.

ښځه یی  ورته وویل:

- سړیه، هو، شکردی، خوته می  زړه مه را اچوه چی  ناروغه یم، ډیرکارونه په مخکی  لرو. دا زوی موسبا او بیګاه د خیره  سره ځوان دی واده غواړي. پردۍ ښځی  کورته را وستل، خو مفتی  نه دي.

اکبر وویل:

- ښځي! ته فکر مه کوه، هغه دی نوی  حکومت د دغه ناوړه دود (لوړ ولور) یا د ښځو خرڅول یو نا روا عمل وګانه او اعلان  یی  کړل چی  پر ښځه باندی  تر شرعی  ټاکل سوی  مهر(ولور) زیاتی  پیسی  اخستل جایز نه دي. خدای مهربان دی، نه دی  دی  اوریدلي:

- چی  شپه تر میان، خدای مهربان!

د لونګ مور وویل:

- هر وخت چی  می  د لونګ ناوی  کورته را وستله، هلته به د خیره سره ارامه سم. هو، رښتیا سړیه! تا خو قول کړی و، چی  دغه میاشت تنخا (تنخوا) واخلم د خیره سره د څپلوغم به هم وخورم.

اکبر وویل:

هو، دا کار انشاالله کوم.

دری  سره - میړ، ښځه او زوی لونګ یی سخت خوشحاله وو. دوی د اختر را تلو ته ورځی  او شپی  شمیري. د دوی  په ژوند کی  به دا لومړی اختر وي، چی  ټول نوی  کا لی  او څپلۍ و لري.اکبر وویل :

ښځي څه شی به دپخیدو دپاره راوړم داخترپه شپه به یی پاخه کړو او داخترپه  سهار به زموږ دکوره هم ماجت ته دخیره سره کاسه ور ووزی،څونه خوند به وکی ،ځکه هراختربه زه ماجت ته خالی لاس ورتلم .

***         ***         ***

  ملانیک محمد  چی دهری میاشتی په ورستیو کی به  د ولسوالۍ مرکز ته  تلی  او دهغه ځایه به یی  خپل  او اکبر میاشتنۍ تنخاګانی راوړی دا ځل کورته خالی لاس راغی . ملا نیک محمد  چی دشپی   کورته راورسیدی   ډیرخوا بدی و. هغه اکبر او خپلی  خور ته کیسه کول:

- ډیر بد خبر می  را وړۍ دی.

- اکبر او خور یی   وویل :خدای دی  خپل فضل وکړي.

دوی ورته غوږ سول  وایه خدای دی  خیر کړي، څه پیښه ده؟ ملا نیکو په ډیرخفګان، ویری  او وهم سره چی  ناړی  یی  په حلق کی  وچی  وچی کیدی  وویل:

- هیڅ می  باورنه راځي، اوس هم لکه خوب چی  وینم، ولسوالۍ ته تللۍ وم،  ښوونځۍ ته ورغلم، ما ویل که تحویلدار صاحب زما او ستا تنخاوی  را وړی  وي، آختر را روان دی ځینی  را وا به یی  خلم او را به یی  وړم. لاکین هلته په بازار کی  لا چوپه چوپتیاوه، د ولسوالۍ په ښوونځۍ کی  یوازی   د جانک زوی مست ،مست ګرځیدی..

اکبر د ملا نیکو خبره ونیوله:

- هغه لنډی معلم؟

ملا نیکو ور زیاته کړه:

- هو، هغه لنډی معلم، یوازی هغه خوشحاله و، داسی  پورته او کښته سری  سترګی  ګرځیدئ. زه بیا د خدای نا خبره د پخوا په شان چی  د هریوه معلم او مامورپه لیدو به خوشحالیدم، له خندا څخه په ډکه خوله می  د ټولوسره روغبړ کاوه، مګرښوونکی  را سره د تیرپه ډول نه وو، څو زه هم د تحویلدارصاحب په څنګ کی  کښینستم.

د تحویلدار صاحب څخه می  وپوښتل چی  تنخاګانی  دی  را وړی دی  که نه؟ تحویلدارصاحب په کراره پوهه کړم چی  تنخاګانی  نسته، ملا صاحب خبره خرابه ده، ته وده چی  خدای لا څه کوي. بیا یی  نورهم په کراره را ته وویل:

- وه یی  واژه!!!

ما وویل: څوک؟... څوک یی  وواژه؟؟؟

تحویلدار صاحب پرخوله لاس را ونیوئ او زیاته یی کړه:

-         فکردی  ونیسه!... بیا یی د جانک زوی ته اشاره وکړه، چی  دی درپوه نه سي. که درباندی  اشتباهی  هم سي... هغه خو موږ او تاسی  له پخوا څخه ښه پیژنو چي... زوی نه و؟ اوس خو داسی  معلومیږی  چی  دوی مړ کړی وي.                           

-          ما هم په کراره ورته وویل زاره دی  را وچوله،څوک چاه مړکۍ؟

تحویدارصاحب بیا په کراره او کښته اواز را ته وویل:

- ملا نیکو، ګوره؛ زه تا پیژنم او ته ما پیژنې... نه زه حزبی   یم او نه ته.

- ما ورته درسته کړه، هو، دا خو رښتیا ده. په دی  خبرو نه پوهیږم، اوس خبره څه ده؟...  ژر را ته وایه څه خبره ده؟

ده بیا را ته وویل:

ـ ملا نیکو! قسم په خدای که می  پرخوله راځي، داسی  خفه یم لکه سکه پلارچی  می  چا را وژلۍ وي.

بیا یی  په سترګو کی  اوښکی  ورغړېدې. خبره یی  وژول را وژول، خو اخر یی وویل:

- هغه سپین ږیرۍ نور، نور... یی  وواژه!!!

- زه  بیا هم سم پوه نه سوم. ما هغه ته تسلی  ورکړه چی  خیردئ، د الله امر دی!... اخر می  ورته وویل،... څوک چا وواژه؟ هغه په ډیر تکلیف خبره پوره کړه او وی  وویل:

- تره کی!!!

- د دی  خبری  په اوریدو سره زما هم د بدن ویښتان شخ ودریدل، او ومی  ویل چا؟

تحویلدارصاحب د جانک زوی ته اشاره وکړه، او زیاته یی کړه، په ظاهره  داسی  معلومیږی   لکه دوی چي!... دا چی  د چا په ټونګ به دغه سپین ږیری وژل سوی وي، زه هم نه پوهیږم.

- زما ترسترګوهم بی  اختیاره اوښکی  را توی سوې، له شعبی  را ووتم، مخ د بازارپرخوا راغلم. حکومتی  مامورین، سرتیری  او حتا ټول خلګ خفه وو. په بازار کی  خندا ورکه وه، یوه له ډاره ډکه فضا وه. زه هم له ډیره غمه پړسیدلۍ لکه ډک ټوپک په څه نه پوهیدم، بس دغسی  سیده کور ته را روان سوم.

د دی  خبری  په اوریدو ټول غمګین سول. د لونګ چی  په خبره سرخلاص سو، دی هم زیات خفه سو.

د لونګ مورسرسرتور کي، ښیرا يی  وکړه، و يی  وویل:

- هرچا چی  دغه سپین ږیری سړی وژلی وي، خدای دی  یی   د ال او اولاد سره  په خپل عذاب ګرفتار کړي!

ټولو وویل:

- امین ، یا رب العلمین!

***         ***         ***

لږ وخت لا تیرنه و، لکه چی  د لونګ د مور دعا قبوله سوله، هغه د سپین ږیری  قاتلان په غضب ګرفتارسول. د هیواد پرشمالی  پولو سری  متجاوزی  لښکری  د میږیانو په شان زموږ پر خاوره را وبهیدلی  او له هوا څخه را واوریدلې. زموږ په هیواد کی  ټولی  را غوړیدلی  هیلی  یی  مړی  کړې، د وطن حالات پر بل مخ وا وښتل. د افغانستان په خاوره کی  د پردیو لیری  او نژدی  هیوادونو پټو او ښکاره لاسوهنو زور واخیست....

***               ***                    ****

اه! دا دی په کلیوکی  چک چکه خپره سوه چی  ښوونځۍ  ته تلل کُفردی. د لونګ موراو پلار چی  دا ګونګوسی  وا وریدي، زړه نا زړه سول، چی  لونګ ښوونځۍ  ته واستوی  که نه. بل دا چی  اکبرنوی د تنخا خاوند سوی و؛ ملا نیک او د لونګ مور د واړو د ملا نیکو څخه وپوښتل:

- ملا نیکو، ته خوملا یې، په قران (م) کی  ښه پسی  وګوره، که رښتیا ښوونځۍ  ته تلل او ښوونځۍ لوستل کُفر وي، چی  لونګ ځینی  را وباسو.

ملا نیکو ورته وویل:

 

خوری  !ما خوسبق لږ ویلۍ دئ، تر اوسه می  نه دی  لوستی  چی  ښوونځۍ ته تلل او یا سبق ویل دی  کُفر وي. هلته خو کم څه چی  ما لیدلی  دی  او ماته می  استاذ را ښولی  دی ، وایی  چی  علم پر نر او ښځه - دواړو- فرض دی، بیا هم زه به دا ځل ښه  قران شریف  پر وګورم.

-         په هر ډول چی  وه بخت ورسره یاری  و نه کړه. تراختر څو شپی  مخکی  چی دوی لا اختر ته  هوسیدل. د ژوند اول اختر یی ؤ چی پلار ،مور او زوی درو سرو نوی کالی ورته لرل وایی نه غوستل.نوربیا

Svara, Svara alla eller Vidarebefordra | Mer

Qayum Abdul محترم جرأت صاحب سلام درته وایم په ډیره بخښنه سره عرض لرم چی دغه (۴) برخه نشر کړی په پورته لیکنه کی یوڅه تیرونه وه

Till

jag

feb 26 vid 7.02 PM

محترم  جرأت صاحب  سلام درته وایم  په ډیره بخښنه سره  عرض لرم چی  دغه (۴) برخه نشر کړی  په پورته لیکنه کی  یوڅه تیرونه وه هغه می  اصلاح کړل  او دادی در ایمل می کړل.

وینه او مینه

څلرمه برخه

 

د لونګ ښوونځۍ

 

دا هغه کال ؤ چی   د ثور د میاشتی  پراوومه نیټه  یی دافغانستان په حکومت  کی  یو خورا لوی او اساسی  بدلون راغلی و. د پیړیو پیړیو د یوی  ټنبلی کورنۍ واکدارۍ ته د پای ټکۍ ایښول سوی  و. ور سره سم وحکومت ته د سرکار د نوم پر ځای د خلقی  حکومت نوم ورکړل سوی  و. خو بیا هم په حکومت کی  وظیفه لرونکو او کار کونکو سړو ته د سرکاری  سړو خطاب کیدی.

 دیوی او یوی  ورځی تر پایه د هیواد په لیری  پرتو سیمو کی  هم خلګ خبر سول چی  پاچا ګښتی راغلی ده. د زیاتو خلګوپه زړونو کی  د پخوانیو حکومتونو څخه د نفرت او بیری  په ځای د خلقی  حکومت سره د نژدېوالی  مینه را پیدا سوی  وه.

 یودم دښو ونځۍ  سره دخلګو مینه را پیداسول باور مند سول چی پاچا نه  خدای دی اونه  دخدای سیورۍ ،هرڅه چی دی دغه خلګ دی د هیواد په هرګوټ کی  د ښوونځيو جوړولو له پاره وطن دوستوخلګو حکومت ته وړیا مځکی  ورکړې، ترڅنګ یی  هرځای  د لیک او لوست د زده کړی وړیا کورسونه پرانیستل سول.

خلګو دلیک لوست د ذکړو کورسونوته مخه کړل د هغو خلګو له جملی  څخه یو تن اکبر هم و، چی  د خپل اخښی  ملا نیک محمد په تشویق یی د لیک او لوست د زده کولو په کورس کی  ځان شامل کړی و. او هم یی  خپل یوازنی زوی لونګ وښوونځۍ ته ورکړ.

په عامو اوغریبو ولسونو کی  وحکومت ته د ورنژدی  کیدو روحیه را وخوټیدله، خو د هیواد دننه یی  د مفتخورو او پردو پرستو او له هیواده بهرد افغان دښمنو قهر یی  هم را وپارا وه. لونګ نژدی  اته کاله عمر لاره.

 لونګ ته به  خپل مور او پلار په ګډه دا خبره کوله:

 لونګ زویه، ښوونځۍ به ووايې، د خیر سره  به لوی سرکاری  سړی در څخه جوړسی  او که نورهیڅ نه وي، نو معلم خو به سې. بیا به نو د خیره سره پیسی  لرې، عزت به لرې، واده به درته وکړو. زموږ هیله خو همدا ته يې، مور او پلار دی  ستا بلا واخلي.

لونګ د خپل مور او پلار په دی  مهربانه او له محبته ډک نصیحته زیات خوشحالی دئ. ماما يی  هم دغه یو خوره يی لونګ درلود. پر ماما باندی  خوره يی زیات ګران وي. د اکبر کور ته نژدی   یوه کلیوالی  ښوونځۍ  وه چی  یو ښوونکی  یی درلود، ملا  نیک محمد د لونګ ماما د مسجد د ملایی  په څنګ کی  ددغی  ښوونځۍ ښوونکی هم و.

د لونګ پلار اکبر د خپل اخښی  ملا نیک محمد  په مرسته چی  په ملا نیکو سره مشهور و، سږکال نوی په ښوونځۍ کی  چپراسی مقرر سو. په وطن کی  د نوی  حکومت په منځ ته را تلو سره په خلګو کی  د ښوونځۍ سره د نفرت په ځای مینه زیاته سوه. ډیرو خلګو چی  پخوا خپل اولادونه ښوونځیو ته نه ورکول او یا به یی  په رشوتونو ورکولو له ښوونځیو ایستل، اوس یی  په ډیره مینه خپل اولادونه ښوونځیو ته شامل کړل.

دا دی لونګ په خیر وښوونځۍ ته روان سو. کلیوالی  ښوونځۍ د دوی له کور څخه لږ لیری  په یوه زاړه سرای کی  چی  دوی  خونی  یی  لرلې، پرانیستل سوی  و.

ملا نیکو یو قراردادی  ښوونکی و. هغه چی  پر معلمی  سربیره وښوونځۍ ته نژدی  مسجد کی  امامت هم کاوه، کلیوال دی  ته را بلل چی  خپل اولادونه په ښوونځۍ کی  شامل کړي؛ ځکه هغه په ښوونځۍ کی  شاګردانو ته سپاره، پښتو کتاب، حساب او خط په هغه خپل ډول چی  زده يی  و، ورښودل.

کله چی  ښوونځۍ پیل سو، د لونګ پلار اکبر ته تنخوا چالان سوه. د هری  میاشتی  په وروستیو کی  یې۵۵۰ افغانۍ پخه تنخوا وه چی  ۵ افغنۍ  تحویلدار صاحب  ګرځولی  ۵۴۵ا فغانۍ  یی کورته را وړی. او ترهر څه مهم  داوه چی په دغو شپو کی  نوی  حکومت د حکومتی  سړو، مامورینو، معلمینو، پوځی  خلګو، کارګرو او اجیرو ټولوته  د یو شان کور لرونکواته سیره کوپون او واده نه لرونکوته څلور سیره کوپون ورکولو امر وکړۍ. د دی  امرسره سم اکبرهم د اته سیره کوپون خاوند سو.

اکبرپه خپل تیر ژوند کی  هیڅ وخت پر یو ځای  د غلمینو اوړو اته سیره کورته نه و را وړي. اوس د هری  میاشتی  په وروستیوکی  اوړه، بوره، چای او غوړی  کور ته را وړي. په کورکی  یی  اوړه، بوره اوغوړی  پیدا سول، حلق یی  لوند سو. کورنی ژوند يی  لږ ښه سو.دی هم اوس یو سرکاری  سړی و.

 دا لومړی کال یی  په خیراو خوشحالۍ سره تیر کړ.

لونګ د ښوونځۍ  لومړی کال په خوښی  پای ته ورسوې، په ښه نمره بریالی سو. هغه خپله دری  میاشتنۍ رخصتی  د مور او پلاره سره په کارونو کی  مرسته کوله او په څنګ کی  یی د خپل ماما څخه د پښتو کتاب، حساب او خط لیکل زده کول او قران مجید یی  لوستۍ. نیکو ډیر ژر په لونګ د دوهم ټولګی  پښتو کتاب او حساب ولوستل. لونګ اوس د دوهم ټولګۍ پیلیدو ته ښه تیاری  لرله.

رخصتی مخ په پای ته رسیدلو وه، په څو ورځوکی چی بیا ښوونځۍ شروع کیده. اکبرهم خوشحاله و. یوه ورځ معلم نیکو د لونګ پلار ته وویل:

 اکبره! د ښوونځۍ  تر پرانستلو یوه هفته مخکی  به د خیره سره ښوونځۍ  ته ورسې، د ښوونځۍ  د سرای پرغولی (انګړ )چی  سره زوزان، چغک او زومی  را شنه سوی دي، هغه به وکاږي، سرای به پاک کي، د خونو دیوالونه به خړوبی کې، او د سرای غولی  ښه خیشت او اوپاشی  کړې.

ملا نیکو  زیاته کړه:

- سرمعلم صاحب را ته وویل، چی  په دی  ورځو کی  مفتیش صاحب له ښاره راځي، انشا الله موږ دواړه درځو، د ښوونځۍ  سرای او خونی  دنژدی ګورو.

لونګ چی  هوښیار هلک و، د خپل پلار، مور او ماما هره خبره یی  تل په غور اوريده، نو يی  د ماما تر خبرو وروسته خپل پلار ته وویل:

-         بابا جانه، دا د ښوونځۍ  جارو کول خونو تر هغو پرديومزدوریو لکه د غنمو لو کولو، د ویالو تر اشرونو، د دیوالونو تر وهلو، د خښتو تر مښلو، انګور کښیو، یوی  کولو، غوبل کولو، ګوروانی  او چوپانۍ ټولوڅخه ډیره اسانه نه دي؟ اکبر وخندل او ویی  ویل:

-         هو، زویه! دونه فرق لری لکه مځکه او اسمان.

-         لونګ ته چی  د خبرو نوره موقع په لاس ورغلی  وه، خپلو خبرو ته یی ادامه ورکړه:

- پلار جانه! زما هغه ورځی  چی  تا به په سرو او ټکنده غرمو کی  د کوراوکلی  لیری  فصلونو کی  لوونه کول، ما او مور به د غرمی  ډوډۍ (سوړسک) او د خیروګی  ماما د کور شلومبی  په کونجۍ کی  در وړلې، نه هیریږي.

د لونګ مور د خپل زوی  خبره ونیوله او میړه ته یی  وویل:

- لونګ جان زوی می  شکر دی هوښیار هلک دی، هر څه یی  په یاد دي. رښتیا په هغه سره اهاړ کی  چی  لمر به پر سر یو نیزه را کښته ولاړ و، په هغه ګرمی  کی به ما او لونګ لڅی  پښی  د کلی  لیری  فصلونو ته وتا ته اوبه او خواړه نه دروړل؟ زما خو پښی  څه پخی  او سختی  وې، مګر د لونګ جان د پښو نازکی  ګوتی  تڼاکی  او د سرو زوزانو به ډکی  سوې. زما هم ستا په دوړو، ګرزونو او خاورو لړلی سپیره مخ، وچ حلق، تڼاکی  او د سرو زوزانو ډک لاسونه او پښې، په لاره (لور) پری  کړی ګوتی  چی  اکثر وخت به دی  لاسونه په سرو وینو لړلی  وو، څیری  کالی  د ناړیو او لشو څخه ډکه ږیره له یاده نه دی  وتلي. هغو کارونو ته ناروغ کړې.

- اکبر وویل:

- هو، زموږ ژوند خو په هوکه او یا سوکه تیرېدئ، ملا نیکو ته دی  خدای خیر ورکړی چی  سرکاری  خواری  یی  را پیدا کړه او زه یی  سرکاری  نوکر کړم.د لونګ مور بیا خبره واخیستله:

ـ زما زوی به د خیره سره ښوونځۍ  خلاص کړي؛ خط  خوشکر  اوس لا ویلای سي، دی به هم سرکاری  سړی سي، ښه پیسی  به وګټي، زما او ستا ټول ارمانونه به را پوره کي.

لونګ چی  په خپل زاړه لنډی  تلتک کی  پیچلۍ پروت و، د مور د خبرو په پای کی  په ټوکه وویل:

- پلارجانه! د مورجانی  ارمان خو  را معلوم دئ؛ مور می  هر وخت وایې، زوی به خپله مور د خیره سره حج ته بیایې، مور می  نور څه نه غواړي.

 

د دی  خبری  سره لونک پریووت او بیده سو.

 

کله چی  دوهم کال ښوونځۍ پیل سوه، اکبر څلور میاشتی  تنخوا وا خیستله، کوچنی  اختر هم را نژدی  سوی  و. اکبرځان او لونګ ته د نویو کالو له پاره له بازارڅخه د ګلبهارد فابریکی  ټوکراو خپلی  ښځی  ته یی  څه د شولی  او څه د چیټ ټوکر راوړۍ. د لونګ مور په ډیرهوس د خونی  مخ ته نغاړکی هواره کړه، ستن، تار، انګشتانه او نوی  ټوکران یی را وا خیستل، د اختر له پاره یی په ډیره خوشحالی  کالی  ګنډل پیل کړل.

 اکبر دخپلی ښځی سره ناست او دزړه خواړه کوی :

ښځي! خدای مو ناره وا وریدله، دغه خواری  (چپراسيتوب) را ته پیدا سول، نیکو دی  خدای په دواړو جهانو کی سر لوړی لری که نه سږکال نو زه د بل د خواریو نه وم...نفس می  بند بند کیږی.  او ترټولو ښه یی لا داچی ته هم د وږو د ټولیدو او د پردو د کورونو له کارو بیغمه سوې، خدای یوه ګوله ډوډۍ دا دی په عزت را رسوي.

ښځه یی  ورته وویل:

- سړیه، هو، شکردی، خوته می  زړه مه را اچوه چی  ناروغه یم، ډیرکارونه په مخکی  لرو. دا زوی موسبا او بیګاه د خیره  سره ځوان دی واده غواړي. پردۍ ښځی  کورته را وستل، خو مفتی  نه دي.

اکبر وویل:

- ښځي! ته فکر مه کوه، هغه دی نوی  حکومت د دغه ناوړه دود (لوړ ولور) یا د ښځو خرڅول یو نا روا عمل وګانه او اعلان  یی  کړل چی  پر ښځه باندی  تر شرعی  ټاکل سوی  مهر(ولور) زیاتی  پیسی  اخستل جایز نه دي. خدای مهربان دی، نه دی  دی  اوریدلي:

- چی  شپه تر میان، خدای مهربان!

د لونګ مور وویل:

- هر وخت چی  می  د لونګ ناوی  کورته را وستله، هلته به د خیره سره ارامه سم. هو، رښتیا سړیه! تا خو قول کړی و، چی  دغه میاشت تنخا (تنخوا) واخلم د خیره سره د څپلوغم به هم وخورم.

اکبر وویل:

هو، دا کار انشاالله کوم.

دری  سره - میړ، ښځه او زوی لونګ یی سخت خوشحاله وو. دوی د اختر را تلو ته ورځی  او شپی  شمیري. د دوی  په ژوند کی  به دا لومړی اختر وي، چی  ټول نوی  کا لی  او څپلۍ و لري.اکبر وویل :

ښځي څه شی به دپخیدو دپاره راوړم داخترپه شپه به یی پاخه کړو او داخترپه  سهار به زموږ دکوره هم ماجت ته دخیره سره کاسه ور ووزی،څونه خوند به وکی ،ځکه هراختربه زه ماجت ته خالی لاس ورتلم .

***         ***         ***

  ملانیک محمد  چی دهری میاشتی په ورستیو کی به  د ولسوالۍ مرکز ته  تلی  او دهغه ځایه به یی  خپل  او اکبر میاشتنۍ تنخاګانی راوړی دا ځل کورته خالی لاس راغی . ملا نیک محمد  چی دشپی   کورته راورسیدی   ډیرخوا بدی و. هغه اکبر او خپلی  خور تهکیسه کول:

- ډیر بد خبر می  را وړۍ دی.

- اکبر او خور یی   وویل :خدای دی  خپل فضل وکړي.

دوی ورته غوږ سول  وایه خدای دی  خیر کړي، څه پیښه ده؟ ملا نیکو په ډیرخفګان، ویری  او وهم سره چی  ناړی  یی  په حلق کی  وچی  وچی کیدی  وویل:

- هیڅ می  باورنه راځي، اوس هم لکه خوب چی  وینم، ولسوالۍ ته تللۍ وم،  ښوونځۍ ته ورغلم، ما ویل که تحویلدار صاحب زما او ستا تنخاوی  را وړی  وي، آختر را روان دی ځینی  را وا به یی  خلم او را به یی  وړم. لاکین هلته په بازار کی  لا چوپه چوپتیاوه، د ولسوالۍ په ښوونځۍ کی  یوازی   د جانک زوی مست ،مست ګرځیدی..

اکبر د ملا نیکو خبره ونیوله:

- هغه لنډی معلم؟

ملا نیکو ور زیاته کړه:

- هو، هغه لنډی معلم، یوازی هغه خوشحاله و، داسی  پورته او کښته سری  سترګی  ګرځیدئ. زه بیا د خدای نا خبره د پخوا په شان چی  د هریوه معلم او مامورپه لیدو به خوشحالیدم، له خندا څخه په ډکه خوله می  د ټولوسره روغبړ کاوه، مګرښوونکی  را سره د تیرپه ډول نه وو، څو زه هم د تحویلدارصاحب په څنګ کی  کښینستم.

د تحویلدار صاحب څخه می  وپوښتل چی  تنخاګانی  دی  را وړی دی  که نه؟ تحویلدارصاحب په کراره پوهه کړم چی  تنخاګانی  نسته، ملا صاحب خبره خرابه ده، ته وده چی  خدای لا څه کوي. بیا یی  نورهم په کراره را ته وویل:

- وه یی  واژه!!!

ما وویل: څوک؟... څوک یی  وواژه؟؟؟

تحویلدار صاحب پرخوله لاس را ونیوئ او زیاته یی کړه:

-         فکردی  ونیسه!... بیا یی د جانک زوی ته اشاره وکړه، چی  دی درپوه نه سي. که درباندی  اشتباهی  هم سي... هغه خو موږ او تاسی  له پخوا څخه ښه پیژنو چي... زوی نه و؟ اوس خو داسی  معلومیږی  چی  دوی مړ کړی وي.                           

-          ما هم په کراره ورته وویل زاره دی  را وچوله،څوک چاه مړکۍ؟

تحویدارصاحب بیا په کراره او کښته اواز را ته وویل:

- ملا نیکو، ګوره؛ زه تا پیژنم او ته ما پیژنې... نه زه حزبی   یم او نه ته.

- ما ورته درسته کړه، هو، دا خو رښتیا ده. په دی  خبرو نه پوهیږم، اوس خبره څه ده؟...  ژر را ته وایه څه خبره ده؟

ده بیا را ته وویل:

ـ ملا نیکو! قسم په خدای که می  پرخوله راځي، داسی  خفه یم لکه سکه پلارچی  می  چا را وژلۍ وي.

بیا یی  په سترګو کی  اوښکی  ورغړېدې. خبره یی  وژول را وژول، خو اخر یی وویل:

- هغه سپین ږیرۍ نور، نور... یی  وواژه!!!

- زه  بیا هم سم پوه نه سوم. ما هغه ته تسلی  ورکړه چی  خیردئ، د الله امر دی!... اخر می  ورته وویل،... څوک چا وواژه؟ هغه په ډیر تکلیف خبره پوره کړه او وی  وویل:

- تره کی!!!

- د دی  خبری  په اوریدو سره زما هم د بدن ویښتان شخ ودریدل، او ومی  ویل چا؟

تحویلدارصاحب د جانک زوی ته اشاره وکړه، او زیاته یی کړه، په ظاهره  داسی  معلومیږی   لکه دوی چي!... دا چی  د چا په ټونګ به دغه سپین ږیری وژل سوی وي، زه هم نه پوهیږم.

- زما ترسترګوهم بی  اختیاره اوښکی  را توی سوې، له شعبی  را ووتم، مخ د بازارپرخوا راغلم. حکومتی  مامورین، سرتیری  او حتا ټول خلګ خفه وو. په بازار کی  خندا ورکه وه، یوه له ډاره ډکه فضا وه. زه هم له ډیره غمه پړسیدلۍ لکه ډک ټوپک په څه نه پوهیدم، بس دغسی  سیده کور ته را روان سوم.

د دی  خبری  په اوریدو ټول غمګین سول. د لونګ چی  په خبره سرخلاص سو، دی هم زیات خفه سو.

د لونګ مورسرسرتور کي، ښیرا يی  وکړه، و يی  وویل:

- هرچا چی  دغه سپین ږیری سړی وژلی وي، خدای دی  یی په خپل عذاب ګرفتار کړي!

ټولو وویل:

- امین ، یا رب العلمین!

***         ***         ***

لږ وخت لا تیرنه و، چی  د هیواد پرشمالی  پولو سری  متجاوزی  لښکری  د میږیانو په شان زموږ پر خاوره را وبهیدلی  او له هوا څخه را واوریدلې. زموږ په هیواد کی  ټولی  را غوړیدلی  هیلی  یی  مړی  کړې، د وطن حالات پر بل مخ وا وښتل. د افغانستان په خاوره کی  د پردیو لیری  او نژدی  هیوادونو پټو او ښکاره لاسوهنو زور واخیست....

***               ***                    ****

اه! دا دی په کلیوکی  چک چکه خپره سوه چی  ښوونځۍ  ته تلل کُفردی. د لونګ موراو پلار چی  دا ګونګوسی  وا وریدي، زړه نا زړه سول، چی  لونګ ښوونځۍ  ته واستوی  که نه. بل دا چی  اکبرنوی د تنخا خاوند سوی و؛ ملا نیک او د لونګ مور د واړو د ملا نیکو څخه وپوښتل:

- ملا نیکو، ته خوملا یې، په قران (م) کی  ښه پسی  وګوره، که رښتیا ښوونځۍ  ته تلل او ښوونځۍ لوستل کُفر وي، چی  لونګ ځینی  را وباسو.

ملا نیکو ورته وویل:

 

خوری  !ما خوسبق لږ ویلۍ دئ، تر اوسه می  نه دی  لوستی  چی  ښوونځۍ ته تلل او یا سبق ویل دی  کُفر وي. هلته خو کم څه چی  ما لیدلی  دی  او ماته می  استاذ را ښولی  دی ، وایی  چی  علم پر نر او ښځه - دواړو- فرض دی، بیا هم زه به دا ځل ښه  قران شریف  پر وګورم.

-         په هر ډول چی  وه بخت ورسره یاری  و نه کړه. تراختر څو شپی  مخکی  چی دوی لا اختر ته  هوسیدل. د ژوند اول اختر یی ؤ چی پلار ،مور او زوی درو سرو نوی کالی ورته لرل وایی نه غوستل.نوربیا

 

++++++++++++++++

د ونډۍ غوښه

 

دریمه برخه

دا دی د ونډۍ ورځ را ورسیدله؛ سهار چی  اکبر د ماجته څخه کورته راغۍ  خپلی  ښځی  ته وویل:

 - هله ژر سه هغه دوه شلی  (څلویښت) افغانۍ چی  می  ساتلی  وې، نن یی  د لګښت(مصرف) ورځ ده، هغه را که چی  ځم ونډۍ درته راوړم. د دی  خبری  په اوریدو د لونګ مور په ډیره خوشحالۍ سره چسته د خپله ځایه  ولاړه سوه؛ د تاخچی  غوټی  اوغوړاشی  یی  دخونی  په منځ  کی  سره را چپه کړي، په ډیرمشکل یی  په غوټو کی  هغه څو کاله مخکی  ساتلی  او دخپلی خولی سپمولی  دوه شلګون نوټونه پیدا کړل.

اکبر نو د کلونو ذخیره او سپمولی  پیسی د ځانه سره وا خستي، د غرګی  د کلی  پر لور ور روان سو. په  هغه کلی  کی  د اوبو د ژرندی  مخ ته د غټ (پنبيي) توت سره پر خټینه تنګاچه ونډۍ وال عبدالله لالا د څو نورو سړو سره پیتاوی  ته ناست و. چړی  او ساتول یی  مخ ته ایښی  وه، غوا یی  هم را وستلی  او هلته تړلی  وه.

عبدالله لالا انتظار و، چی  په ونډۍ شریک ټول کلیوال راسي. دا دی یو په ونډۍ شریک اکبرهم ځان ور ورساوه.  اکبر وناستو کلیوالو ته سلام وا چوه. تر سلام او روغبړ وروسته اکبر وعبدالله لالا ته ورنژدی  سو، په کراره اوعاجزانه توګه یی هغه ته خواست وکی. دا سی چی  که ده ته د دونیم شلو ونډه ورکړي. دوه شلی  لرم او پاته (۱۰) افغانی  به انشا الله څو ورځی  وروسته درکړم.

عبدالله لالا چی دځوانی څخه یوخرابات او مناجات سړی و، او اکبرهم په ځوانی  کی وخت ناوخته  دهغه  سره کښینستۍ، کله کله چی به  پره کی  راغلی نو خپل روڼ یی تیراوه  یو دم مم  یی  ورسره واهه. په هغه یاری  یی  یوځل بیا د اکبر وچ، ژړمخ او ډنګرولاسو ته وکتل، زړه یی  پر وسو. د اکبرخبره یی  ومنله ورته ویی  ویل: اکبر جانه پروانه کوی  لس ګون دی  ستا بلأ واخلی  ته خو می پخوانی یار یی.

بیا نو اکبر په ډاډه زړه هلته خپل پټو تر ځان لاندی  کړ او پر کښینستۍ. په ونډۍ شریک  سړی څوک راغلی  او څوک را روان وه، ټول په ونډۍ شریک ونډه وال او د مسجد ملا صاحب سره را جم سول.

 عبدالله لالا پرملا صاحب ږغ  وکی:

- ملأ صاحب انشا الله څوک  به نور پاته نه  وی ، لاس پورته کوه دعا وکړه.

 ملا صاحب  تر آعوذ بی الله او بسم الله  ورورسته یو لنډه سورت ولوست، او دعا یی  وکړه. تر دعا وروسته، عبدالله لالا پرخپلو اولادو ږغ وکی هلوکو غوا را ولۍ.  زامنو یی غوا راوستله.

نا ستو خلګو یو دبله سره ویل:

 ـ د پلانی د لاس غوښه به ښه خوږه وي.

بل پر بل سړی  لاس کښیښود.

څو عبدالله و ملا صاحب ته وویل:

- په چا غوا حلاله کړو؟

- ملاصاحب خلګوته مخه ور واړاوه ویی  ویل:

 زما په باور خپله دی  عبدالله غوا حلاله کړي، دی  خپله ښه تقوا داره مسلمان دی.

 خلګو دملاصاحب په خبره کی  څه ونه ویل د غوا پښی  یی  وتړلې، بیا یی را چپه کړه، څو تنو ټینګه هم ونیوله. ملا صاحب ،عبدالله اللهُ او ناستو ټولوالله اکبر، اللهُ اکبر ووایه، عبدالله دغوا پر غاړه  چاړه  راکش کړه. ژر ژر یی  په ګډه سره پوست کړه. کوټی، پښی  او دیلبند یی  هغو ته ورکړل چی  وختی  یی  پیسی  پریکړی وې. د غوښو د سرجم څخه یی ملا صاحب ته دوی  کټوی  غوښه ورکړه. ترهغه وروسته د حلالی  غوا پر څرمن غوښی  لس کوټی  کښیښول سوې. له کلیو راغلی  خلګ زړه خوږی  وو. هرچا د اوموغوښوله لیدو خوند اخیست.

 دغوښوهره کوټه د لسو تومنو وه. اوس نود هغوونډه چی  پنځه تومنه ده. هغوپه دوو نفرویوه کوټه د غوښو واخیستله. نوری  برخی  په څلورو، پنځو، شپږو او حتی اتو نفرو سره شریکی  وې. خود محمد اکبرونډه د دوه نیم شلی  افغانیو وه. چی  په غریبو کی  نو اکبر لویه برخه وال و.

 ټول خلګ ورته  حیران وه، چی  اکبر څونه ډیره غوښه کورته وړي؟ ا کبر د یوی  کوټی  څلورمه برخه کورته وړي. دا وخت لمرپرسراوغرمه نژدی وه.

 اکبرغوښه را واخیسته، ډیرخوشحاله و، لڅی  پښی  په مټنو کوڅو کی  د کورپرخوا داسی  روان ؤ لکه لویه فتحه چی یی کړی وی .په فکرونو کی غرق دی وایی چی کورته ورسم ښځه او لونګ جان به غوښه و وینی څونه به خوشحال سی. دجمعی شپه خولا لیری ده ښځه به می  دغوښو څخه لغړ (هډوکی) وباسی  او یوه خوندوره ښوروابه ځینی را پخه کړی. پدغه  فکر اوخوشحالی کی په یوه چارناله کورته راورسیدی.

 

دا د اکبر او د هغه د ښځی  په ژوند کی  لومړی ځل وو، چی  دونه زیاتی  غوښی  د هغو کور ته راځي. ښځی  يی  په ډیرهوس دغوښوڅخه هډوکی را وایستل  او  پر نوره غوښه یی مالګه وشندله. غوښی  يی  په یوه وچه او کلکه لښته وپیلي. بیا يی  د لرګی  دوه سرونه په پړی  وتړل، د خپلو خونو مخ ته د ولاړی  ونی  په یو ښاخ  را وځړولي.

 دلغړو څخه یی ماښام ته ښوروا پځه کړل ، دانو داکبر،ښځی او لونګ هغه دخوښی څخه ډکه شپه وه چی شاهانو به دغسی شپه نه وی لیدلی. تر ښورا خوړلو وروسته چی شپه پخه سوولونګ بیده سو، ښځی  اومیړه په تیاره کی  دغه خبره سره اړوله او را ړوله، څو د خبرو په پای کی  د لونګ مورخپل میړه ته وویل:

 - د جمعی  شپی  ته استاد فیضو کاکا) هغه کلیوال  ماهرسړی  ؤچی هلکان  یی سُنت کول)را وغواړه، زه به سبا سهار لا ښځی  خبری  کړم.

تردی  خبری  کولو اوتصمیم  وروسته دواړو سړونه کښیښول  او بیده سول. د لونګ مور سبا اومه غرمه کی مهال خپل لوی پړنی  پر سر کی، له کوره ووته، چی کلیوالی ښځی  خبری  کړې، او هغوی ته ووایي، څود جمعی  شپی  ته د دی  کور ته ورسی  او د لونګ د سُنتۍ په ښادئ کی  ګډون ورسره وکړي. او له هغو کورو څخه چی  دریی  یی  لرلې، هغه هم را ټولی  کړې.  ښځه تر(ګونګو) ماښام پوری  په کورونو وګرځیده، ښځه په ستړیا  ځکه نه پوهیدله چی زیاته خوشخاله وه.

کله چی  کورته راغله، خاوند  اکبريی  هم پر کور و،بیا سره کښینستل، مجلس يی  ډیر خوږ و، یو بل ته يی  وویل، چی  دیګ، کاسی  او هغه څه چی  په کار کیږی  د فلانی  او یا فلانی  له کوره به را وړو.  دشپی تر ناوخته يی  پر دغه خبرو خوند اخیستۍ اوپام يی  په بله وو.  هر سهار به یی غوښی  دخونی څخه دباندی  د ونی په ښاخ  ځړولی  او  د شپی  به یی  په خونه کی  ساتلې.

اکبر اوښځی یی په کورکی  لږغلمین اوړه ساتلی  و. خپله یی اوربشینه پخوله او خوړله. څه وږی  چی  یی میده کړی او پاک کړی یی  لا نه و، لازمه یی وګڼل چی  د لونګ د سُنتۍ په ښادۍ کی  د هغو څخه کار واخلي. نو د لونګ پلار هغه څه وږی چی  دوی د کودو د ټولولو پر وخت په پردیو وډونو کی  ټول کړی و، هغه وټکول، پاک یی  کړل، ټول ټال یو مشتک( یو مټ)  غنم سول.

د لونګ پلار تر ژرندی  پوری  د مشتک د وړلو له پاره کوم مردارهډۍ نه لاره. مجبور سو، مشتک یی  په شا کړ او تر ژرندی  یی  یو ووړ. ستړۍ ستومانه په ژرنده کی  د روڼ (نوبت) رسیدو تر وخته  هلته  دژرندی په یو کونج کی  په خاورو کی پریووت. نا وخته د مشتک د اوړه کولو وار ور ورسیدی. د مشتک تر اوړه کولو وروسته، اسیوان یو مزد(مزدوری) غوښتۍ او بل شکرانه( شاګردانه، شرینی او په غربیرواج "تیف") . د اکبرد مشتک څخه چی څه اوړه دمزد په نوم  اوڅه اوړه د شکرانی په نوم واخیستل سول باریی سپک سوو. هغه یی را په شا کړل ماښام نا وخته ستړی کورته را ورسیدی.

د شپی  یی د ښځی  سره مجلس ډیر خوږ و، دواړه  ستړی وه په خبرو خبرو خبرو کی  بیده سوی  وه. دښځی  يی  غوښی   د باندی  په ونه ځړولی   هیری  سوی وی  چی خونی ته یی راوړی  . خو اکبر تر بیدیدو مخکی ولیدلی  غوښی  دباندی  پاته دی  غوښی خونی  ته را د ننه کړی . ښځه چی  سهار له خوبه را ویښه سول ، تر لمانځه وروسته یی  د نغری  په کومی کی  پرهغه برنی په پړوندوکی پټ کړی اورباندی څه پروړ،خاشی  او خځلی وا چولی په پو، پو کولو تر زیات دود پورته کیدو وروسته اور بل سو. بیا یی د اوبو ډکه توره ګډوه پر دیګدان کښیښوله.

 کله چی  د ګډوی  اوبه پر ایشیدو سوي، د جوارو اوړه یی  په خاورین کاشنه کی  واخښل. پر اور یی  تبخۍ کښیښود، د جوارینو اوړو څخه يی  ټکی جوړی  کړې، یو مخ او بل مخ یی  پر تاوده تبخی  څه وچ اوچی څه ځان ونیسی  بیا سوړسکان د اور په پړوندو کی  ښخ کړل چی په مغز پاخه سي. میړه او ما ندینی بیا هغه د ښادۍ جوړولو او خوشحالی  خبری  سره پیل کړي. ویل یی  چی  ترناری  کولو وروسته به ځي، دیګ او کاسی  به د همسایه ګانو له کورونو را ټولوی.

- په همدی  وخت کی  یو دم د لونګ د مور ورپه یاد سول چی  غوښی  يی  د شپی  د باندی  د یاده وتلی  دي. یو اه يی  ترخوله ووتله، ژريی  وځغستل، ترخونی  ووتله، ونی  ته يی  وکتل، ویی  لیدل چی  غوښی  نه سته. دخفګانه یی سر  پرله وګرځیدۍ، پر سترګو يی  توره شپه سوه، ډوبه پرمځکه ولویدله.

-اکبرپه خونه کی  دننه د هغی پر مځکه د لویدو درز وا ورید. اکبرچی له خونی  را ووت، ګوری ښځه يی  د سرای په غولی  کی  په خاورو کی  لیته پیته بی  حاله پرته ده. ژر ژر يی  له خاورو څخه خپله ښځه را پورته کړه او په کش کش یی  تر خونی  ورسوله. لونګ د دوی په دربی  له خوبه را ویښ سو، ویی  لیدل چی  مور یی  بی  سده پرته ده، په ژړا سو.

اکبر وارخطا کله لونګ ارامه وی  او کله د خپلی  ښځی  لاس، پښو او تندی  ته لاس ور وړي. پر مخ يی  اوبه ور وپاشی،بیا یی اوبو ته  دوه پلمیټه وا چول، دغه خوږی  اوبه یی  د ښځی  په خوله کی  ور وا چولې، د خدای فضل و، ښځه پر سد راغله.

تر کلمی ویلو تر مخه یی اوله خبره دا وه:

- غوښي، غوښي، غوښي......

میړه یی ورته وویل:

 - څه وایې، غوښي...غوښي... څه در پیښ سول؟ څه وسول، څه وایې؟

 ښځی  بیا په نیولی  او خفه اواز خبره درسته کړه:

- غوښی  نه سته!

اکبر چی غوښی یی په خونه کی مخته ځړیدلی  ورته وویل:

- هغه دی  ځړیږی. ته بیده وی ما د شپی  خونی  ته را وړی  وي.

د دی  خبری  په  اوریدو سره ښځه کرا کرا،عا دی  حا لت ته را وګرځیده.

چی غوښی یی ولیدی نو وروسته یی کلمه و ویل شکر یی وکښۍ .

څه شیبه وروسته، اکبر ورته وویل:

- زه به د حا جی  مراد لالا د کور دیګ او کاسی  راوړم، ته ولاړه سه، څه غلمین اوړه لانده که.

د لونګ مور ولاړه سوه، مګر لاسونه او پښی  یی  ریږدیدل. اکبر د اوړو کاشین، په ګډوه کی  اوبه، د مالګی  کنډولی او د مشتک څخه لږغلمین اوړه ورته را نژدی  کړل، او بیا یی وویل:

- اوس به نو زه دیګ او د ښوروا د پاره کاسی  د همسایه له کوره در ته را وړم. بیا نو ځم استاد فیضو کاکو به را ولم. ته لونګ خوشحاله ساته او خونه جاروکه.

 -ښځی  په ډیرمشکل سره اوړه لانده (واخښل) کړل. او د استاد فیضو اکا د را تګ له پاره یی  په خونه کی  د کالو منځلو خاورین تشت سرچپه کښيښود، پرسر یی  نغاړکی  ورهواره کړه. د دی  له پاره چی  لونګ د سُنتی  پر وخت پر دغه لوړ ځای کښینوي.

اکبر ژر،ژر د همسایګانو څخه پیتلی  او خورینی کا سی او کا شینان کورته راوړل .

بیا اکبرله کوره ووت، اوتر لږ وخت تیره ولو وروسته، اکبرد استاد فیضو اکا سره جوړه کور ته را ننووت. لونګ چی  د خپل پلاره سره استاد فیضو اکا او بیا د هغه په بغل کی  کوچنۍ د چړو، امبور او پلاس څخه ډکه درنه بغل ځولۍ ولیدله، په ځان وپوهیدی.

 خو پلار او مور یی  په چل چل سره هغی  خونی  ته ورووست، چی  د ده د سُنتی  د ناستی  ځای  پکښی  جوړکړل سوی  و. استا د فیضو اکا د کوچنیانو د تیرایستو او مصروف کیدو په لاره کی  ډیرمهارت لاره. هغه پوهیده چی  څنګه یو هلک تر خپل تاثیرلاندی  را ولی  او ژر یی  سُنت کړي.

استاد فیضو اکا نوره لونګ ته وخت ورنه کړی چی ځان دوری دوری کی  دسترګو په رپ کی یی لونګ سُنت کی  او دکوره څخه ووتی.

***         ***         ***

نورنو لونګ پروت و، یوه اړخ او بل اړخ ته یی  بالښتونه پراته وو، سپین ټوکر یی  پر پښوهوار او پری  کړی ټوټه یی  په زرغون تارکی  اچولی  تر چپه پښه غوټه سوی  وه. پلار یی  ورته ناست و، مچان یی ځینی  شړل. مور یی  سره له دی  چی  د سهارغوځاریدو څخه یی  بدن درد کوي، د ډوډۍ او ښوروا په پخولو اخته وه.

د ماښام تر لمانځه وروسته د کلی  ښځي، نجونی  او د لونګ همزولی  هلکان د خپلو مندو سره د لونګ کور ته راغلل. دولاغی  او پړونی  یی  له سرو ایسته کړل، کشرانو د لونګ د مور سره په ښه مینه او اخلاص د ډوډۍ په سمولو اواچولو کی  مرسته وکړه. تر ډوډۍ خوړلو وروسته، ټولو کلیوالو او خپله د لونګ مور د شپی  تر نیمایی  پوری  په ګډه او جلا جلا بدلی  وویلې، شلی  یی  وکړی او اتڼونه یی  وکړل. ټولو شپه په ډیره خوښۍ سره  یی سبا کړه.نوربیا

 

 

 

 دوهمه برخه

 

د لونګ پلار یوه ورځ د خپل زوی خوا ته تر کتلو وروسته، خپلی  ښځی  ته مخ ور وا ړاوه، او ورته وی وویل:

- ښځي! سږکال خو باید له خیره سره لونګ هم «سُنت» کړو.

 د ښځی  هم د خپل خاوند خبره خوښه سوه. مګر د لونګ پلار ته يی  وویل:

-سړیه! ګوره، دغه یو زوی لرو، نه مو د هغه د نوم ايښولو ښادی  جوړه کړه، نه مو پر زوی چانشره وویل، نه مو د اووم شپ پر روړنه کړل، نه موغاښ کوچه وکړل او نه می  د سر کلۍ (سرخریلو) ورځ په درییو او خوشحالۍ ولمانځله.

-اکبر وویل وسه مونه لرل ،که نه دچا نه خوښیږی  چی  په خپل زوی هوس او خوشحالی   وکړي.

-د اکبر ښځي وویل: پرسُنتی  به يی  نو د خیره سره یوه ښادی  نیسو؛ زه خپل هوس په کوم.

 پریږده چی  د تربرو یی  زړونه وچوي. ته یی  وینی  سږکال می   چرګه پوره ۱۲چیچیان لري؛ ما ویل چی  ټول به خرڅ کم  ګوندی  څو روپۍ  په جوړی  کړم، کله چی   د بلوڅو کډی په دوبی دریګه کلی ته را شوه سی دچرګی د چیچانو په  پیسو به دهغو څخه یوه سیرلۍ را نیسم، زما  او لونګ جان به  سات په تیروي، که خدای  کول بل کال به هغه لوبزه او لنګه سي، حلق به مو په لوند وي.

خیر، سُنتی  یی  تر هرڅه ضرور ده، نو ټول د چرګی  چیچیان به تر خپل لونګ جارکړم، ټول په یوه شپه حلالوم، د کلی  ښځی  خبروم، ټوله شپه ښی  دريی  پر وهم اوخوشحالی په کوم.

په داسی  وخت کی چی  د اکبر ماینه (ښځه) ښه پر جوش راغلی  وه، اکبر دټوکی په ډول پر ور درسته کړل:

 -هو...هو!... ښه اواز خو دی  دی!

 ښځی  یی  ورته وویل، تر خوله دی  تیره یم، خود می  ښه اواز دی.

پر اکبرنه یوازی  لونګ ګران و، د هغه مور هم پر ګرانه وه. هغه خپلی ښځی  ته وویل:

 - ښه خبره دی  وکړه، خو ته لږ صبر وکړه چی  منی را ورسیږي، دا کارونه د منی  دي.

اکبر د دی  خبری کولو سره په فکرکی ډوب سو.

-اکبر په دی  په فکرکی ډوب سو، چی  د خپلی  ښځی  دغه هیله به څنګه پوره کوي؟ له لږ ځنډ وروسته يی  سر را پورته کړ او بیا يی خپلی ښځی ته  وویل:

- ښځي! ټول خلګ خپل زامن په منی  ځکه سُنت کوی  چی  له یوی  خوا هوا سړه وي، له بلی  خوا مچان هم کم وي. په څه سړه هواکی زخم ژر وچیږي. بل، زه به پوښتنه کوم، کله چی  په کليکی ونډۍ کیدله، او باور می  راځي، انشا الله د منی  په لومړيو شپو او ورځوکی به کلیوال یوه ونډۍ وکړي. ولی  چی  کلیوال ټول زړه خوږی  سوی دي. زه به د ونډۍ په ورځ پوره دوه چاریکه (چارکه) غوښه د ښادۍ جوړولو له پاره درته را وړم.

اکبر له لږ ځنډ وروسته زیاته کړه:

- ته تلوارمه کوه، ستا د چرګی  چیچیان لا اوس کوچنۍ دي. هغه پریږده چی  څه نور غټ سي، بیا به هغه خرڅ کړو. یوازی  مو په مخکی  د هلک سُنتی  نه ده، اخترهم را روان دی. اخترته به ستا د چرګی  چیچیان  ښه غټ سوی  وي، هغه به په ښو پیسوخرڅ کړو. د چرګانو په پیسو به د اختر له پاره زوی ته یو کمیس او پرتوګ وکړو. پخوا مو زوی ته یو کمیس بسنه کوله، خو سږکال د خیره سره تر پخوا څه زیات ټوکر په کار دی، ولی  چی  وهلک ته تر سُنتی  وروسته پرتوګ هم ضرور دی.

 

اکبر بیا  په خندا د یوی  ټوکی  په ډول خپلی  ښځی  ته وویل:

- ستا خو به ښه یاد وي، څه ښی  وختی  وې، کله چی  زه هلک وم، موږ همزولو تر۱۵ او۱۶کالو پوری  پرتوګان نه لرل، کمیسونه مو اغوستل او بس.

ښځی  یی  وویل:

- خاوری  څه ښه وختونه و، لوی لوی سړی  به واست لڅه .... به ګرځیده لاست.

اکبر وویل:

- څنګه یی  کوې، د زمانی  سره به ځو.

اکبر زیاته کړه:

- ښځي،بل سبب همدغه و، چی  ما به درته ویل، لږ صبر وکړه، ځکه زما په دغه لږو پیسو خو د کمیس او پرتوګ دواړو ټوکر نه کیدی.

د لونګ مور د میړه خبره ومنله، میړه ته يی  وویل:

- سړیه، ته رښتیا وايې، زما دی  خبری  ته پام نه و، چی  پرتوګ هم غوښت غواړي.  ولچی لونګ جان به کله کله را ته ویل چی  موري، په جومات کی  یو شمیرهلکان پرتوګو نه لري.

- اوګوره ښځي! رښتیا یوه بله خبره را یاده سوه. دا استاد فیضو خوهم یوڅه خشمړی  غواړي، مفت خوهغه هم دا ستا د زوی "بلاګی" نه پری  کوي.

د لونګ مور پرته له ځنډه په خندا ځواب ورکړ:

 - ځه ورک سه، د شی  د پری  کیدو پر وخت بیا زما زوی سو، ستا نه؟

تر ټوکی  وروسته ښځی  خپل میړه ته داسی  اطمینان ورکړ:

 - غم مه کوه، هر څه به سم سي. دا ځل چی  هګی  والا کلی  ته راځي، ما به انشا الله د خیره سره۲۰هګۍ ټولی  کړی وي، هغه به خرڅی  کړم، پوره لس روپۍ کیږي. د هغه تیرځل هګیو لس روپی  می  هم ټینګی  ساتلی  دي، یو څه پلمیټ او پتاسی  چی  می  د خلګو له کورونو را وړی  دي، هغه به په ټوکرکی ورسره غوټه کړم، د استاد فیضواکا مخ ته یی  کښیږده، تر یوه تومن خو به دا زوی مړی هم زیاتی  نه غواړي؟

د لونګ پلار د خپلی  ښځی  د خبرو په اوریدو ډیرخوشحال سو.

 

***         ***          ***

 

یوه ورځ مسجد ته چا داسی  خبر را وړ:

- د جمعی  په شپه د غرګی  د کلی  عبدالله لالا وچه غوا ونډۍ کوي.

 د خبر په اوریدو سره د کلی  مشر وویل:

- هر څوک چی  په ونډۍ کی  ونډه غواړي، یوه ورځ د مخ ته دی  ملا صاحب ته ووايې.

د لونګ پلارچی  د همدغسی  خبراوریدو ته یی  غوږ اړولۍ و، ژر یی  ملا صاحب ته وویل، زه هم غواړم په ونډۍکی ځان شریک کړم.

د دوهمی برخی پای .نوربیا

 

+++++++++++++++++++++++++

 

وینه او مینه

 

د سر خبره!

 دا به ډیر سخت کار وی په  یوه داسی  نا برابره ټولنه کی چيری چی ولس یی د خپل ژوند په هره برخه  د توپک او توپکوالو تر سخت ظلم لاندی په سختۍ نفس کاږی او یو کیلوال دی و کولای سی  د مروج کړل سوغیری اسلامی اوغیری اخلاقی رازونو څخه درسته  پرده پورته کړی. یا دی هغه  د کاغذ پر مخ د لیکلنی په بڼه تر خلګو پوری ورسولای سی.

  لرو زیات  شمیر لیکوال چی ارزو  یی ده  که وکولای سی دخپلوخلګو ذهنیتونه  په واقیعت ویلو اولیکلوسره څه روښانه کړی،کوم چی زموږ وطنوال په بی خبری کی همیشه د د ښمنانو د د سیسو ښکار وی.

موږ په خواره د علمه لیری پاته ټولنه کی ژوند لرو تر څوچی فاسدین  پر واک وی نو لیکوالو ته د حقیقتونو را لڅول  ستونزمن کار دی. د زمانی  د ټګانو (جاسوسانو،ظلمانو،خائینانواو وژونکو)د مخه پرده پورته  کول او دهغوی اصلی څیری خلګوته ښودل هغه وخت ښه کیدای سی چی ولسونه بیدار وی. تر اوسه لا موږ مجبوریو د ټګانو نومونه مستعار و لیکو،مستقیمه ګوته چا ته نسو نیولای، دکیسی محل او ځان نسی ښو ولای. دا ټول مشلات د لیکوال مخته پراته وی.

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

لــــونــګ

 

 

 یوازی پنځوس کاله پخوا وښار ته نژدی  د زیاتوغریبو کورنیو په شان  دلونګ  پلاراکبر هم په یوی  غریبی  کورنۍکی د ژمی  په یوه سړه او تیاره شپه کی چی نه څراغ ؤنه دوا،نه ډاکترؤنه روغتون پر سپیره ډاګ، لڅه مځکه  خړو خاورو د موره  وزیږېدی.اکبر د خپلی  زوکړی له هغه لومړنۍ ورځی  څخه په لوږه او خواریوکی را ګیرغټیدئ. دهیواد نوروغریبو انسانانو په ډول د ژوند سختیو، ستونزو، خواریو او نیستیو داسی وټکاوه چی په وروسته کی  د جوشی  خښتي (۱) غوندی  پوخ او سخت سو.

 لا پوره غټ سوی  هم نه ؤ، چی  پلار یی  ورته د یوه بل تر ځان لا هم غریب

سړی  وړه لور ورپه نامه کړه. اکبر او پلار یی لا په ګډه  د ولور یوه څنډه اداد کړی نه وه چی بله ورته پیښه سول.

 متل دی وایی چی ډبره د یتیم له سره نه چپیږي. دادی د اکبر مور او پلار  غبرګ د (وبا) په کال د وبا ناروغۍ ووهل او مړه سول. اکبر یوازی  او یتیم پاته سو. خُسر یی  چی  د اکبر د پلار رښتونۍ یار او اشنا و، ويی  لیدل چی  زوم یی  یتیم پاته سوي، هغه یی  خپل کور ته را ووست، او خپله لور یی  بیله ولوره اخیستلوڅخه  ور واده کړه.

د اکبراو ښځی  یی تر واده وروسته ډیر اولادونه وزیږول، مګر اولاد دونه یی نه پاییدل.

 په کلیوالو کی  عام او مسلط ذهنیت داسی  را جوړ و، د هغو بیچاره خلګو چی  اولادونه به یی  نه پايیدل، پرهغوی  به یو بل زیاتی تور او تهمت تړل کیدئ.

ویل کیده به چی  پر دوی د رب قهر نازل سوی دی؛ پر دوی د پټو بلاوو (پیرانانیانو او خبیثه اروا حونو) اثر پروت دی. دا ښځه او سړی پر درانه ځای ختلی  دی... او نور نور تورونه تړل کیدل.

په کلیوالوکی د دغه ډول پاخه منفی ذهنیت اثر ؤ، چی اکبر او ښځه یی  مجبوره سول، د خپل اولاد د پایښت په هیله هره ورځ پر خپلو فرضو لمونځونو سربیره نفلی  لمونځونه هم کول. بیا به دواړه جوړه پر زیارتونو، تعویذګرو، سیدانو او پیرانو باندی ګرځیدل. هر چیری  او د هر چا څخه به يی  دا یو خواست او یوه غوښتنه لرله:

 د اولاد د پایښت له پاره دُوعا، دم، چُوف، تعویذونه، څاښتونه، پلیتی  او تور بندونه(توبندونه).

د ټولو هغو مړو د قبرونو له سرو څخه د خوردی  اخیستل، د زیاتوهغو پیرانو دربارونو ته په اُمید ورتګ کاوه چی  نومونه به یی  د خلګو په خولو کی  وو، او خلکو به د هغو په باب داسی ویل:

-  هغه پلانی پیر نه دی! آه  د ده قربان سم، د رب نازولۍ دې، ټول پیریان ده مسخر(تابع) کړی دي!

یا هغو پیرانو ته چی  لوی لوی لنګرونه یی چلیدل، له مځکی او آسمانه به خلګو ورته پیسی، غوایی، پسونه، چرګان، اسان ، اوښان حتا لوړنی  د دروږو  په نوم ور وړلی.

اکبر او ښځی  ته به یی   چی  څه لاس ته ورتلل، و دغسی  لویو پیرانو ته ور وړل. د هغو په دربارکی  به یی  شپی  او ورځی  تیرولې. په دربارکی به یی  د دربار کارونه سر ته رسول، څو د پیر ښه پاملرنه ځان ته را واړوی  او خدای هم ځینی  راضی  سي.

 بالاخره، په ډیرو بی  ګټو ګرځیدو، را ګرځیدو، دروږو او شکرانو ورکولو باندی  ستړي، مفلس او نا اُمیده سول.

وروسته له ډیرو  ستړیاوو، سرګردانیو او خواشينیو ګاللو په ولس کی  د منل سوی  متل سره سم يی  تن و تقدیرته وسپاره. پردی  خبره په ظاهره دواړه سره سلا سول: "چی  نه کوی  حبیب،نوڅه به وکی  خوار طبیب". نور نو اکبر او ښځی  یی  دفکرد خرابوالي، لږو او کم ځواکو خوړو او خواریو په سبب مأیوسه او د میني، محبت، د میړه او ماینی  ترمنځ د مناسباتو چلونه یومخ هیره کړل.

د مداکبر به هلته  نورهم خولک تنګه  سؤ چی د خپل کور د باندی  په  کوڅه کی به یی  دخپلو تربرنو ،خان،ملک، پیراولادونه لیدل چی پرهر یوه سور او سپین مخ ناست وه  او ګرځیدل به. او هر کال به یی  یو بل هم زیږاوه.

 دغریبۍ او زیاتو نورو خواریو سربیره، د اولاد نه لرلو یی  له ژوند څخه زړه ور تور کړی ؤ. په مغزو کی چی  یی هر څه وه،هغه به وه، خو کله نا کله به یی  تر خوله یوه د خواشینۍ خبره هم را ووتله:

- خدایه! دا موږ بیچاره ګان دی  یوازی  خواریو اوغمو ته پیدا کړی یو؟

 په دغه ډول ښځه يی  هم وخپل یو وزری  نا روغ میړه ته کتل، ډیره زوکلیدله. سربیره پر هغه چی  اولاد یی  نه لاره  دخپل راتلونکی ژوند  څخه یی بیره او وحم  لاره او د ځانه سره به یی  ګروم کاوه.هر وخت به د ځانه سره  ګډه وه:

- که خدای مه کړه، سبا می  دا میړه نه وی، د میړه تربرونه او میراث خواره به زما سره څه وکی؟ آیا زما سره به هم داسی وکی لکه  د ٫٫ببوګلی خاله٬٬ سره چی   میراث خورو وکړل؟ یا یا  زما خدایه مه می  سر توره وه ،که به سر توره کیږم ما ته نو مرګ راکړه.

وخت نا وخته خوبه یی خپل سر، سر تورکړ، اوغبرګ لاسونه به یی  پورته کړل، آسمان ته به یی  خوله ونیوله. هیڅوک نه پوهیدل چی  هغی  به لا څه ویل؟ خو یوه خبره ښکاره وه چی  ښځه د اولاد په نه لرلو زوریده او ورځ تر بلی   یی  خپل وزن بایلی  او د بدن غوښه يی توی اوبه کیده.

د میړ او ماینی دواړو څخه خوب له سترګو الوتۍ ؤ، شپه او ورځ په فکر او سوداکی وه.  دوه دری  کاله اکبر او ښځه یی  یو له بل څخه جلا بیدیدل.

یوه ورځ سهار وختی ښځه له خوبه را پورته سوه، ډیره خوشحاله ښکاریده. اکبر ولیدل چی  ښځه یی نن خوشحاله ده، غوښتل يی  د خوشحالۍ په سبب یی  پوه سي. هغه لا ښځه نه وه پوښتلې، چی  ښځی  خپل میړه ته داسی  وویل:

٬٬اه سړیه! واوره؛ یوه خبره درته کوم ته به نووایی چی څه خبره به وی اویا بل ډول فکر ونه کی. که څه هم  ما او تا خو ژبه کړی وه، چی  نوربه اولادونه نه زیږوو.مګر یو اولاد به پیدا کوو،هغه په دی چی (برايې) شپه، په خوب کی  یوه نورانی  سپین ږیری  سړی  داسی را ته وویل،، ‍‍

- د الله (ج) له درباره نا اُمیده نه سي، تا ته به رب لونګ درکړی اوهغه به دخیره سره لوی سي.

د اکبر ښځی  زیاته کړه:

 - زه باور لرم چی  دی  نورانی  سړی  به رښتیا را ته ویلی وي. اوګوره! که دا ځل په رښتیا الله (ج) ما او تا ته زوی را کړي، فکردی  وی  چی  هیريی  نه کړي، هغه وخت چی  ملا صاحب يی  په غوږ کی  اذان ورکوي، نو سمدستی  ورته ووایه چی  د (لونګ) نوم پری  کښیږدي. هیردی  نه سي.

هغی  بیا پر اکبرتاکید وکړ:

- ګوره، هیر یی  نه کړې!

اکبرهم د سپيڅلی  او کلکی  عقیدی  خاوند ؤ، د خپلی  ښځی  خبره يی  زړه ته تیره سوه او ټینګ باوری سوو، چی  خدای به زوی ور کړی.

کال داسی  تیر سو، لکه یو ګړی. د ښځی  زوی وسو. دا دی وروسته د ډیرو کلونو له تیریدو څخه یو ځل بیا د اکبر د خونی  پربام سهار وختی  دری  ناری  وسوې:

- د خدای له داده، د مړو له یاده، د اکبر زوی وسو!

دا دری  ناری  ټول کلی  واوریدې. دا هیله خو د دوی  پوره سوه. خدای (ج) دوی ته زوی ورکړ. سهارچی  د نوی  پیدا سوی  هلک پلار اکبر خپل زوی په خپلو ډنګرو لاسونو په غیږه کی  نیولۍ مسجد ته په دی  نیت وروړئ، چی  ملا صاحب به یی په غوږکی اذان ور وکي.خو ملاصاحب چی سهار تراذان  مخکی  د اکبر د زوی د زیږیدو ناره اوریدلی  وه، نو د اکبرپه لیدو پوه سو، چی  د مسجد پر لور یی  نوی  پیدا سوی زوی را اخیستۍ دی.

 مګر بل څه ورسره نسته، مانا دا چی اکبر په خالی  لاس ور روان دی.

ملا خپل یوه چړی  ته ورږغ کړه ورته  ویی ویل:

- هلکه ور سه، د اکبرګی  د زوی په غوږ کی  اذان ور وکړه.

 اکبر چی د ملأ صاحب  سپکه  لفظ (اکبرګي)  وا وریدی خوڅه یی ونه ویل  . چړی  د هلک په غوږ کی آذان وکی. که څه چی اکبر د ملا په کړو خفه سوی ؤ ، بیا هم د ملا پر خوا ورغلې، هغه ته یی  په عاجزانه او کمینی  سره وویل:

- ملا صاب، زما او د مور يی  د هلک دپاره د لونګ نوم خوښ دی، دغه نوم پرکښیږده.

خو ملاصاحب پدی چی ده ته څه ورنه کول سول خپه ؤ پرهلک باندی  د نوم له ایښولو څخه یی انکار وکړ.

اکبر د ملا څخه پوښتنه وکړه چی  ولی  نوم نه باندی  ږدی؟ ملا ورته وویل:

- اکبره! د هلک په غوږ کی   خو مو اذان مفت درته وکړئ، بس دی  نه ده؟ د نوم ایښولو میوه (شیریني) دی نه ده را وړی او بل د لونګ د نوم سره خو د "عبدال"  او "محمد" توری  نسته.

اکبر ته هغه د پښتو متلونه چی  تربرو به یی  هر وخت په قصدی  توګه د ده مخ ته تکراراوه "هستی  کوی  مستي" چی  نه لری  سړي، مه کورت خوره مه غوړي" ور یاد سول. اکبرپه پټه خوله او خپه زړه هلک کورته را وړی او د خپلی  ښځی  څخه یی  دا خبره پټه وساتله.

 - اکبر خپلی  ښځی  ته وویل:

- الحمد الله چی  خدای پاک ما و تا ته زوی را کی، نور نو زموږ پر مینه میراث خور پیدا سو، که زه مړ هم سم، په تا به می  فکر خراب نه وی  او ستا پر لور به می  سترګی  کږی  نه وي.

 اکبر خو هر څه په غوږو اوریدل او د سر په سترګو لیدل . کوم وخت چی  به د کلی  د یوه ماړه په کور کی  هلک وزیږیدئ، سهار وختی  پربام تر درو نارو سربیره، څاښت به د ټوپکو ډزونه  کیدل، خوشحالۍ به وي، ملا صاحب او چړیان به تر لمانځه وروسته د یو شمیر مړو سره  یو ځا ی د خان سراچی  ته ورتلل، د هلک په غوږ کی  به یی  هلته  اذان ور کاوه،ماښام به نشره  ویل کیده، نوم به ایښول کیدې، مبارکۍ به وي، شیرینۍ به ویشل کیدې.

- اکبر به  وویل:

- ای زموږ خدایه! موږ دی  په کومه ګناه او دچاه په ګناه  نیولی  یو؟

خیر، اکبر خپل زوی د لونګ په نوم ونوماوه. اکبر چی  په دوو لاسونو یو څه ګټل،هغه یی  په خپل زوی  لګول. لونګ د لونګ په شان د مورپه مهربانه او پاکه غیږه کی اودخپل پلار ترسیوری  لاندی  را وغوړیدئ. له مور او پلارڅخه یی د ژوند کولو لومړی  حرکات او ډولونه لکه خوړل، خبری  کول، شفقت او مهربانی  زده کړل.

 لونګ په خاوروکی ترخاړپوڅو وروسته، ولاړ سو او قدم یی  واخیست؛ یوه نیمه خبره یی  زده کړه. ژر کوڅی  ته را ووت. په خاورو او خټوکی د نورو کوچنیانو سره په ټولنه ور ګډ سو؛ د همزولو سره په خبرو او لوبو مصروف سو. هغه په کوڅه کی داسی  څه زده کړل چی  په کورکی د هغو زده کړه ممکن نه وه.

لونګ به لا شپږ کلن سوی نه و، چی  د ژوندی  پاته کیدو او نفقی  پیدا کولو لپاره د کلیو د نورو بیوزلو کورنیو د ماشومانو په شان د خپل کمکی  بشری  توان او ځواک سره برابر د خپل مور او پلار سره په خواریوکی مصروف سو.

لونګ تر پلار د خپلی  موره سره ډیره مرسته کوله.

 په دی  ډول د مور يی  لاس په خلاص و. د لونګ پلار ناروغ او یووزری سړی و. د اقتصادی  کمزورتیا په وجه یی  ښځی  ور سره ملا وتړله. هغی  له هیڅ کاره مخ نه ګرځاوه. د لو او لور پر وخت، د کودو، د درمندونو پر وخت یی  په فصلونو او وډنوکی وږی  ټولول.

د هر کس او نا کس د کورونوکارونه به یی کول. اکبر به بیا هم په دی  شکرونه کښل او ویل به يې:

 - د خدای تعالی مهربانی  ده، د ښځی  می  اوس د خپل زوی سره خوله پری سول، هغه نوره له یوازيتوب او بی کسۍ را ووتل.

دلمړۍ برخی پای ، نوربیا


بالا
 
بازگشت