عبدالقیوم

 

موږ که وغواړو ملت کیدای سوو؟

   پدی شرط  چی هر څوک باید پدی  خبره نور و پوهیږی څوک یم او چیری یم؟ کله چی یوه انسان ځان  وپیژندۍ،تر ځان  پیژندلو وروسته هر څوک  بیله  تکلیفه په جامعه  کی خپل  ځانته ځای پیدا کولای سی.

 هغوی چی  نه غواړی ځانونه وپیژنی،یا لا نه وی پیژندلۍ او غواړی په پردی فشارونو یا وچه سپین سترګی سره د  ټولنی ،دولت او یا بل سیاسی او اجتماعی نهاد په منځ کی بیله  وړتیا او خلاف  د اصولو څخه ځان ور ټمبلو تلاښ کوی.

 باور ولری چی داسی اشخاص یا سړی هیڅ وخت د خپلی جامعی سره جوش نسی خوړلای. ژر به دخپلی ټولنی جلأ لکه پر بدن یا پوست باندی یوه ایضافی زخه چی مښتی وی همدغسی به پر جامعه یو ایضافی بار وی.

تر زیاته حده همدا پردی فشارونه دی چی پر  موږ افغانانو باندی  خپل د خوښی  زموږ نا خوښه مشر تابه را باندی تحمیلوی. موږنه پریږدی   په خپل اختیار پر هغه خپله وړه ټوټه خاوره کوم چی موږ خاړ پوړی پکښی کړیدی هلته آرامه شپه تیره کړو.

 نن ورځ  په نړۍ کی زموږ د خاړ پوړو مځکه  د افغا نستا ن  په نوم یا دیږی. په خفګان سره چی زموږ  هغه یو مټ خاوره نن د نړۍ د ټولو په فساد الوده سړو دپاره  په مناسبه ،آرامه بستره او جنت بد له سویده.

    لاکین موږ افغانانو ته یی زموږ  خپله خاوره  یی په  سره  تناره او جهنم  دوزخ بده له کړیده . مفسد ینو د نړۍ په هیڅ بل هیواد کی داسی آرام ژوند  نه لاره لکه نن ورځ چی یی په افغانستان کی لری، خو موږ دفغانان بیا د نړۍ په هیڅ پر مختللی هیواد کی هم په روحی لحاظ دونه ځا نونه  آرام نه احسا سوو لکه په خپله خاوره کی چی ؤ.

دا خبره هم  روښانه ده چی هر هیواد په مختلیفو شکلونه او بڼو سره خپل خپل مفسیدین  لری.افغانستان مفسد ین لرل خو د کورنیو جنګ جګړو په بهیرکی افغانی مفسد ین چاغ ، په نړۍ والو مفسد ینو بد ل سول د جهانی  فا سدو  حلقو یوه  ټینګه  کړۍ سول.

      افغانان په خاص هغه افغانان چی د آګاه وو خلګو خطاب ورته کیدای سی اویا سیا سیون او سیا ستوال ورته ویل کیداسی دوی باید پوهه وی پدی چی هیڅ کله   مفسد او مفسد ین د افغا ن ولس د نیکمرغۍ خیال  په خپلو سرونو کی نه لری او نه  روزی، مفسد ین  پدی کی ملامت هم ندی ځکه دولس د نیکمرغۍ فکر د دوی په اصولوکی ځای نلری.

 نو دابه ډیره ډیره ساده لوحانه نظریه،مفکوره او فکر وی که څوک دی ته منتظرناست وی  چی وده  خدای به  د مفسید ینو پر زړنو  درحم اوبه  تیری  کړی زموږ او زموږ دولس دښیګنو فکر به یی په سرونوکی را پیدا سی.

  هرګیز نه! پس د ځان پیدا کونه په جامعه کی ضرورده تراوسه پوری چی هرانسان په هر ټولنه کی ژوند کړی اویا ژوند کوی هغه ټولنه په ذاتی توګه د دووطبقو جوړه وی. یوه پورته  او بله کښته طبقه ، حاکمه او بله محکومه طبقه. پس دټولنی ټول غړی په یوه د دغو دوو طبقو پوری تړلی وی.

 داویشنه یا ویش د رنګ،پوستکی،ژبی ، دین اومذهب پر اساس نه ده منځته راغلی بلکی دا ویش د اقتصادی ګټو یا د تولید پر وسایلو باندی د ما لکیت لرلو او نه لرلو ویش دی. د تولید د وسا یلو مالیکن حاکم ،هغه چی د تولید د وسایلو له مالکیته محروم دی هغه محکوم دی.

 و لوو که د تولید د وسایلو څرخونکی دمادی نعمتونو تولیدونکی  اوچلونکی( مامورین، آفسران، معلیمین،کسبګراو بزګر) دی. بیا هم محکومه او کښته طبقه ده. یا په بل عبارت یو شمیرچی کار نه کوی مګر د ژوند ټول  وسایل نعمتونه  او امکا نات په اختیار کی لری اوبل ډول هغه چی سخت کارکوی خو دژوند دټولو نعمتونو څخه بی برخی دی ،نه مړه او نه ماړه دی.

پس د آکاه  خلګو دپاره تر هرڅه د مخه اړ ینه دا ده  چی د ځان ځای په ټولنه کی  پیدا کی. انسان باید  اول خپله په دی پوهه وی  چی  په کمه یوه د دغو طبقو پوری  تړلی انسان دی کله چی یی ځان پیداکی د هغه ځایه څخه د ژوند  او مبارزی هدف روښانه لیدلای سی دهغه ځای څخه به خپل وپوهیږی چی چیری ولاړ او  چیری  باید ولاړسی.

داچی زموږ دهیواد لوستی تر اوسه پوری نسی توانیدلای دیوه فعال او مطرح قوت په حیث په خپل هیواد کی تبارز وکی،خپل  او دخپل هیواد برخه لیک په خپله  وټاکی. د دی خبری اساسی علت دا دی چی د لوستوڅوجملو څخه یی د ځان اوخپلی طبقی په پیژندګلوی کی ګټه نه ده پورته کړی.همیشه  یی ځانونه د هغو په چوپړکی درولی وی چی د کامل اکثریث دګټو عاصبین وه.

همدا بد بختی ده چی خپل ځای راڅخه ورک دی، دمفسید ینوسانته موږ کوو،دمفسید ینو عزت موږ کوو،ومفسید ینو ته کار موږکوو ،  د مفسدینو د ګتو پر سر موږ په خپلو منځو نوکی  سره وژنو. موږ خپله د توپونو مرمی پرخپلوځانونوپیر کوو، خپل مندی اوخوندی بورو، بیا وایو چی مفسد ین ملامت دی. په موږ هیڅوک ګرم نه دی په خپله مو لاره غلطه کړیده . لاره یوده یو ځای کیدنه کله داخبره ومنل سول بیا داسول مخته راځی . څنګه  او پر څه شی را ټول سوو؟

 

 


بالا
 
بازگشت