په افغان سوله کې د ټولو خیر دئ

محمد انور ولید: ۹ـ ۱۲ـ ۱۳۹۳ هجري لمریز کال

انساني ژوند په ذاتي لحاظ د عقل ترڅنګ له نفس او شیطان سره مل دئ ، او کله نا کله یې تر مینځ ټکر ، تصادم او ستونزې هم مینځ ته را ځي ، چې د هواري له پاره یې موږ ته  د تعقل پر بنأ سوله او جوړ جاړی را په ګوته شوی دئ .

سوله د خدای تعالی خوښه ده ، ځکه خو یې خپلو بنده ګانو ته په خپل مینځ کې پر ګډ سوله ییز ژوند باندې ټینګارکړی دئ .

په سوله کې د انسانانو ترمینځ انساني مینه اوالفت له سره را ټوکېږي ، وده کوي ، ورځ تر بلې یې زړونه سره نږدې کېږي ، یو د بل په غم اوښادۍ کې ځانونه په محسوسه توګه سره شریک ګڼي ، انساني خواخوږي یې د اکمال او پخېدو مرحلې ته په کې رسېږي .

څه چې د خپل ځان له پاره غواړي ـ د نورو له پاره یې هم غواړي . په روا او معروفو کارونو کې په لاس او ژبې سره یو د بل مرستې ته وردانګي ، اوله هر ډول ګناهونواو یوبل ته له ضرر رسولوڅخه ځانونه ساتي . له همدې ځایه د انسان حقوق د انسان ترڅنګ خوندي ساتل کېدای شي .

کله چې انسانان یو د بل ترڅنګ سره ډاډمن شي ، نو بیا په سوله کې په صبراو زغم سره هوسا او بسیا ژوند هم سره تېرولی شي . ځکه هرڅوک به د انساني ادب په چوکاټ کې د خیرښېګڼې اولورېینې لاسونه یوبل ته سره ورکوي . هېڅوک به نه غواړي چې بل څوک د آزادۍ له نعمت څخه بې برخې اوځانته د نازاو کرېشمو بسترپرې وغوړوي .

افغانستان نن ورځ همداسې یوهېواد دئ چې تربل هرڅه مخکې ریښتینې سولې ته اړتیا لري . داسې سوله چې په کورد ننه ـ اوله کوره د باندې هېڅوک په کې غرضي اوتخریبي ګوتې و نه وهنې . افغانان پرېږدي چې د خپلې خوښې په جوړ کړي نظام کې د تاو تریخوالي او تشدد پرځای له آرام ـ هوسا او بسیا ژوند څخه خوند واخلي . ځانګړې او ټولنیزې ملي هیلې یې په کې ترسره شي .

په خپل افغاني چاپېریال کې له روغتیایي ، تعلیمي ، اقتصادي ، امنیتي او د ژوند له نورواړوندو آسانتیاووڅخه برخمن شي . افغانان هم د متمدنې نړۍ له کاروان سره په دې شرط ځان یوځای کول غواړي چې په هېواد کې یې ريښتینې دوامداره سوله اوټیکاو را شي . د وا ردا تي مصرفي توکو پرځای په کورد ننه د هوساینې اوخود کفایۍ ترکچې پورې د خپلو تولیدي توکو څښتن شي .

ولې متأسفانه چې د افغانستان ستونزه ، او ددې ستونزې حل څو کورني او بهرني اړخونه لري چې اصلاح ته یې شدیده اړتیا شته :

۱:ـــ د ستونزې کونی اړخ د ځمکو او واک غاصبین او د ډلو ټپلو مافیایي سیستمونه دي چې حکومت او ملت دواړه یې یرغمل نیولي ، هغوی په هېڅ ډول نه غواړي چې د خپل واک خپسه دې د خاموش اکثریت له سینې جګه کړي ، ځکه که سوله راشي ، بیا خو د دوی ګټې په سوله کې له خطر سره مخ کېږي .

۲:ـــ پخوا ځینو ګاونډيوهېوادونولکه (پاکستان ،هند او ایران) د خپلو ګټو له پاره د افغانستان په سوله کې صادقانه ګام نه پورته کاوه او د افغانستان په کورنیو چاروکې یې مداخلې کولې ، زما ددې خبرې ثبوت د پاکستان د پخواني جمهور ریْس پروېز مشرف وروستۍ څرګندونې دي چې ویلي یې دي :

( د پاکستان پوځ ، استخباراتو او مذهبي مشرانو په افغانستان کې د افغانستان د بې ثباته کولوله پاره ګوتې وهلې ، اود ترورېستي بریدونوملاتړیې کاوه ، او هم به یې ویل چې : د افغانستان پخوانی جمهور ریْس حامد کرزی هندوستان ته ډېر ور نږدې ؤ او پاکستان پرې شک کاوه چې ګني دا به د پاکستان له پاره په غټه بیه تمام شي . نو ځکه یې په افغانستان کې جګړه توده ساتلې وه . خواوس چې حامد کرزی نه شته او پر ځای یې اشرف غني ؤلسمشر شو ، نو باید پاکستان په افغانستان کې د سولې اوثبات راتلو په خاطرکاروکړي . که نه نو د امریکې یوه سناتور هم په دې وروستیو کې ویلي چې پاکستان د ترورېستانو ملاتړی دئ ، باید د تمویل ټولې سر چینې ور باندې وچې شي . خواوس باید پاکستان په افغانستان کې د سولې اوثبات راتلو په خاطرکاروکړي.همداسې دپاکستان له خواپرهندوستان باندې تورپورې ؤچې هندوستان په افغانستان کې د خپل نفوذ زیاتېدوـ اود پاکستان د ګوښه کولو په خاطرهلې ځلې کوي .(

خو بل لور ته ایران هم څه کمی نه دئ کړی ، ځکه په تېرو وختو کې ایران پر افغانستان باندې د فرهنګې یرغلونو تر څنګ د افغانستان د تولید مخه هم نیوله ، د غازو نل لیکه یې هم نه پرېښووله چې له افغانستان څخه تېره شي ، له افغان مهاجرو سره یې هم ناسم چلند کاوه ، او د اوبو پر سر یې هم سرحدي لانجې افغان دولت ته جوړولې . خو افغان دولت په واروار خپلو ګاونډیانو ته ویلي چې د افغانستان ثبات ستاسې ثبات ، او بې ثباتي یې ستاسې ټولو بې ثباتي ده .

خو اوس دوی ټولو محسوسه کړې چې په افغانستان کې پرته له ثبات او ټیکاو راتلو څخه بله د بدیل لاره نه شته . ځکه په افغانستان کې پرته سولې څخه بې ثباتي دوی ټولو ته خپله خطر دئ .

۳:ـــ هغه بهرنۍ اجیرې قرار دادي جنګي ډلې چې په افغانستان کې جنګېږي ـ دوی د خپلو اجیرو حرفوي ملېشو د دوامداره مصروفیت او معاش په خاطر نه غواړي چې په افغانستان کې دایْمي سوله مینځ ته راشي . ځکه دوی پو هېږي چې که په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي ـ بیا ددوی ملېشو، په افغانستان کې د هغوی د پاتې کېدو او قراردادونو ته څه اړتیا نه لیدل کېږي . ښه یې دا بللې چې په افغانستان کې تل جګړه روانه وي او د بهرنیو جنګي قراردادیانو به غواګۍ په کې لنګه وي . 

په افغانستان کې سوله د ګاونډیانو ، ټولې سیمې او نړۍ په ګټه ، او نا امني یې د ټولو کاونډیانو ، سیمې او نړۍ نا امني ده . ځکه ګاونډیان ، د سیمې هېوادونه او نړۍ ټول د افغانستان په امنیت او ټیکاو کې خپلو موخو ته ځانونه رسولای شي . که په افغانستان کې امنیت نه وي هېڅوک به خپل مقصد ترلاسه نه کړي . ځکه افغانستان د کوم پسه تومک نه دئ چې شرط ور باندې وتړل شي ـ له ستوني تېرشي او شرط ور باندې و ګټل شي . بلکي په افغانستان کې د ډېرو امپراتوریو ستوني څیرې ـ او سا یې ختلې ده .

که چېرته ګاونډیان ، د سیمې هېوادونه او نوره نړۍ هم له ا فغانستان سره د امنیت په راوستو او بیا رغونه کې صادقانه مرسته وکړي ـ ټوله سیمه او نړۍ به ور سره آرامه شي . د راکړې ورکړې او نورو اړیکو ټول مزي به یې په متوازن او متعادل ډول په ټوله سیمه او نړۍ کې پرته له څه شک او تردید څخه له یوبل سره د دوستۍ په فضأ کې په ډاډمنه توګه تړلي اوغځېدلي پاته وي . خپله د افغانستان ، افغان ګاونډیانو ، د سیمې د هېوادونو او نورې نړۍ خیرهم په افغان سوله کې دئ .

 

 


بالا
 
بازگشت