محمدآجان غلجی

 

! پسرلنی لوبه

دپسرلی په ښکلی موسم کی ؛ سپرلنی باد چلیده ؛ ګلان غوړیدل ؛ آسمان برګ او څاڅکی څاڅکی اورښت کیده  چی کلیوالو آفتاب بارانک  باله ؛  د فوټبال د ډګر شاوخوا ونو  غوټی په خندیدو او خلاصیدو وی  ؛ هر څه په  ژوندی کیدو و ؛  وښو قد یوست ؛ د ونو  پاڼی پلنیدی  ؛ د نرم اورښت له امله دوړی ختمیدی  ؛ وری ؛ خوسکی ؛ او اوزګوړی

څریدل او کله نا کله  یو  له بله مخامخ او غاړه په غاړه کیدل ؛ بزګرانو ځمکه په یومانو اړول   او کښت ته یی چمتو کول  ؛ مارغان چغیدل  ؛ آسونه ششنیدل  ؛ سین غړمبیده  او له تیر کاله پاتی  په چاپریال کی یی  غونډ شوی  کثافات  دسین په مستی کی  ډوبیدل  ؛ دځوان شپونکی  شپیلی دسین  له بله اړخه غږیده  ؛ یوه سپیڅلی  او ریښتینی 

. سپرلنی فضا  څرګنده وه 

زده کونکی  له ښوونځی  رخصت شوی  و ؛  مازیګر مهال  ماشومان او تنکی ځوانان  د کلی  له شاو خوا  د فوټبال  په خټین او ساده ډګر کی  د لوبی کولو لپاره راټول شول  ؛ ځوانانو په بیړه او خوښی  دلوبی لپاره ځانو نه  چمتو کړل  ؛ دکلی ډیر شمیر  ځوانان ؛ ماشومان  ؛ سپین ږیری  او هغه وګړی  چه دا مهال په څه نه و بوخت  د لوبی  دلیدو لپاره راغونډیدل 

لوبغاړو  د لوبی  د جامو  له اغوستو وروسته  په میدان کی خپل خپل ځایونه  ونیول  ؛ لوبه پیل او  ورو ورو  ګرمیده ؛ پیاوړی کیده او جالبیده .

دوه میدانه مساوی تر سره شو ؛ ریفری د  دمی  پریکړه  وکړه   ؛ لوبغاړی او لیدونکی  د اوبو او شیدو دڅکلو  او سا اخیستو لپاره  د میدان په یوه ګوښه کی سره  ټول  شول ؛  نندار چیانو د خپلی خوښی لوبغاړی  نازول 

شیبی وروسته د جمعیت  په مینځ  کی  د یوی زوروری چاودنی په پای کی  یو شمیر مړه  ؛ څه  ټپیان  او ډیر نور  ویریدلی  او په خاورو او ګردونو کی  پټ سپیره وګړی  ؛ په ښکاره روغ  او  له روانی پلوه  ټپی کسان  څرګند شول

پدی توګه  ګلان ورژیدل  ؛ ماشومان او ځوانان  وژړیدل  ؛ مشران ودردیدل  ؛   شاوخوا څارویان  ورمیدل  او کلیوال د روغتون او کورونو پلو وخوځیدل

 

 

 


بالا
 
بازگشت