په اروپا کی دمیـشـته افغانانو د تولنو فدراسـیون

   فدراسـیون سازمانهای پناهندگان افغان در اروپا

Federation of Afghan Refugee Organizations in Europe         


شهر هاگ  14 دسمبر20

 

ډپاکسان داردوراکتونه افغان ملکی وګړی په نښه کوی

دپاکستان اسلامی جمهوریت برسیره په نیابتی جګړه چه دطالبانو په ذریعه دافغانستان دامنیت، ثبات او پرمختګ دمخنیوی دپاره مخ ته بوزی، دډیرو کلونونه  راپدی خواه په  علنی ټوگه هم دافغانستان پرسرحدی خلکواو کلیو بانډوباندی راکتی جګړه ته ادامه ورکوی. دپاکستان راکتی جګړه دخاص استراتیژیک اونظامی اهدافو د لاس ته راوړو دپاره مخ ته بیول کیږی. پاکستان غواړی ددغه راکتونو په واسطه دسرحدی ولسوالیو خلک پدی مجبوره کړی چه دخپل کلیونه کډه وکړی. اټکل کیږی چه دپاکستان دوهم قدم به دا وی چه دیو ټاکل شوی سناریوپه اساس دالقاعده او طالبانو پرځینی پټ ځایونو باندی هوايی دزی وکړی او بیا ISI  ته وفادارډلي دکډوالو ترنامه لاندی تش شوی مناطقو ته واستوی اوددیورند دکرښی پدی خوا کی هم خپل نفوذ زیاته کړی. دسهیلی آسیا دپاره دBBC  انګیسی ژبی وبسایت د۲۰۱۱ کال دجون دمیاشتی په ۲۷ نیټه خبرورکړچه دپاکستان د۲۱ ورخني راکتی حملی نه وروسته، په تش شوی ځایونوکی سمدستی «کډوال» خای په خای شويدي. لند دا چه پاکستان بیاهم غواړی چه د۱۹۹۲ او۱۹۹۶ په شان خپل القاعده اوطالب اجیران دننه په افغانستان کی ځای پرځای کړی اوځان داوسنۍ شرمجن نړیوال موقف نه وژغوری. یعنی القاعده اوطالبان افغانستان ته صادرکړی خو ددوی واک پخپل لاس کی وساتی او هغوی دافغانستان اونورهیوادونو پرخلاف وکاروی.  که دپاکستان دا پلان عملی شی، دا هیواد ادعا کولای شی چه دبین المللی تروریستانو پټ ځالي نورپه پاکستان کی نه بلکه په افغانستان کی دي.

دفارو دپاره یوه بله دپاملرنی وړخبره دا ده چه دپاکستان ددولت راکتونه ملکی اهداف په نښه کوی. پاکستان پراستوګنی خایونوباندی ړوند راکتونه الوزوی او ګن شمیرملکی خلک ددغه اوږدواټن

راکتونوسره وژل کیږی یا تپیان کیږی، کورونه ورانیږی اودخلکو په مینځ کښی ویره پیدا کیږی. دمثال په ټوګه دمی دمیاشتی په ۱۵ نیټه، دری اوږدواټن راکتونه دپاکستان نه دننگرهارولایت دروداتود په ولسوالی باندی فیرشول. ددی نه یوه راکت دکمپ کابلی په نامه دنجونوښوونځی ته نږدی پداسی حال ولگیده چه شاگردان ددرسونو دختمیدو نه وروسته

دښوونځی نه وتلی وه چه دخپل کور خوا ته لاړشی. ددغه پاکستانی راکت سره یوه نجلی مړ او اته نورتپیان شول. عجیبه خبره داده چه غربی هیوادونه چه معمولأ دښخو او نجونوپه مشکلاتو کی ځان شریک بولی، دخپل پنجابی دوستانو دتورمخ په خاطر، دافغان نجلي په ارتباط چوپتیا غوره کړل. ددغه حادثی نه دمخه، دجنوری دمیاشتی په ۲۸ نیټه دکنرپه ولایت باندی دپاکستان داردو لس گونه راکتونه ولگیدل چه د دری ماشومانو دمرگ او داتو نورو ماشوانو دتپی کیدو سبب شول.

په اوسنی نړی کی هیوادونه باید خپل کړوړد بین المللی قوانینو او اصولوپه چوکات کی وساتی. پاکستان ټول قوانین ترپښو لاندی کوی لیکن ځان دانکارترپردی لاندی پتوی. دراکتونوپه اړه هم پاکستان د انکار لاره غوره کړی ده او داسی ادعا کوی چه ګواکی دا اوږد واټن راکتونه دننه د افغانستان نه دافغانستان ددولت دمخالفینو لخوا الوزول کیږی. داادعا لدی کبله هم دخندا وړ ده چه افغانستان دولت اوافغان طالبان دا ډول راکتونه اصلأ نلری. دبین المللی حقوقو په اساس که ددوه هیوادونو ترمینځ رسمأ دجنگ حالت هم موجود وی،  نظامی حمله پرملکی اهدافو باندی جنگی جنایت بلل کیږی. هره راکت چه دپاکستان دخاوری نه افغانستان ته الوزل کیږی، دبین المللی حقوقونه سرغړونه اوجنگی جنایت بلل کیږی.

په ۲۰۱۲ کال کی دغه راکتونه په کونرکی د امریکایانو هدی ته لګیدلی وه. امریکایان وویل چه ددغه راکتونودفیر دځای په هکله تحقیقات کوی او دتحقیقاتو نتیجه خپروی. تر لوسه پوری امربکا دخپل تحقیق ننیجه نده اعلان کړی. درویترز دیورپورت له مخی ، په ۲۰۱۲ کال دجولای دمیاشتی په دوهمه نیټه فرامرز تمنا دافغانستان دخارجه وزارت ویاند وویل چه که په افغانستان باندی دپاکستان ددولت راکتی حملی بند نشی او دوام وکړی، دافغانستان دولت به دا مشکل ژرترژره دملل متحد امنیت شورا ته به وړاندی کړی. پاکستان خپل حملی ته دوام ورکړ. څواوني وروسته د۲۰۱۴ کال دجولای میاشت پیل کیږی خو دپاکستانی راکتونودقضیی په هکله خارجه وزارت لا تر اوسه پوری سکوت کړی ده. دافغانستان حکومت باید دا جرأت پیدا کړی چه دپاکستان ددغه تیريواسنادرا ټول کړی او دخپل ارضی تمامیت اودافغان ملت د دژوند اوانسانی کرامت نه د بین المللی قوانینوپه  ملاتړ دملل متحد دټولنی اونړیوال افکارپه مرسته دفاع وکړی.

 

"کمیتۀ حقوق بشر فارو"

 


FAROE, Post Box 707,   2300 AS,   Leiden,     www.afghandiaspora.org,    

faroe_af@hotmail.com

 


بالا
 
بازگشت