د افغانانو د سراسري ټولنې دکاري مرکز د ښځو دانجمن را لېږنه
++++++++++++++++++++++++++++++++++

 

د افغا نانو سراسری ټولنی د کاری مرکز دښځو دانجمن لوی اختر ونما نځه  

            
داکتوبر د میاشتی  په ځلورمه نیټه چې د لوی اختر دلومړی ورځې سره سمون درلود  دمسکو په ښار کې د افغانانو دسراسري ټولنې  دکاري مرکز د ښځو انجمن د دغه مرکز دکنفرانسونو خوني کې د ګڼ شمیر افغا ن میر منو او دهغو دماشومانو په ګډون په پرتمینه توګه  دا بختوره ورځ  ولما نځله  دغې غونډې ته د ښځو دانجمن د مشر تابه په  بلنی د افغانانو کاري مرکز دسراسري ټولنې او په روسیی کې د  کډ والو نړیوال کانګرس مشر ښاغلي غلام محمد جلا ل  ته هم بلنه ورکړ شوی وه چې د دوی په دغی ا ختریزی غونډه کې بر خه  واخلي او دلوی اختر په مناسبت دافغان میرمنو مبارکي ومني او دهغو پاملرنو او لوریینو څخه یی مننه وکړي چې دڅو کلو راپدې خوا یی دغې انجمن ته لرلی دې .

 دغونډې په پیل کې، په داسی حال کې چې د غونډې فضا اختریزی خوښی نیولې وه برښنا ننګیار ددغه انجمن د مشر تابه غړې لنډه وینا وکړه چې په لړ کی یی ښا غلی غلا م محمد جلال ته دغې غونډې ته ښه راغلا ست ووایه او بیایی ورڅخه غوښتنه وکړه چې خپله وینا ته واوروي .     

د افغانانو د کاري مرکز ریس ښاغلي غلا م  محمد جلال د خپلو خبرو په پیل کې وویل : خوښ یم چې ستاسې دغې پرتمینې د لوی ا ختر غونډې ته رابلل شوی یم ، دهر څه نه  وړا ندې تاسې او دلته په روسیې کې میشتو ټولو افغانانو او په ګران هیواد کې ټولو وطنوالو ته د لوی اختر مبارکي وایم ، دپاک خدای څخه هیله من یم چې دغه دښادی شپی ورځی تل پا تې کړي او دهر افغان کور دښادی ، امن او سولې کوربه اوسي . نن مونږ د خپل کاري چاپیریال په جامع جومات  کې دنورو کلونو په برتله  د ډیرو زیاتو وطنوالو په ګډون  دلوی اختر لمونځ تر سره کړ ،دلمانځه ټولو برخه والو لوی څښتن تعالی ته لاسونه لپه کړل څو په هیواد کې یی  ډیر ژر د سولی ، امن او ملي پخلا ینی غوښتنه وکړه   څو ټول خپل ښکلي ګران هیواد ته په  عزت سره ستانه شو او دغه اوږد کډ وال ژوند مو نور په خپل کور او کلی شي او خپل اخترونه په خپلو کې په خوښیو ولمانځو . وروسته بیا څوتنو میرمنو د نور په استازیتوب ښاغلي غلام محمد جلال ته په خپل وار داختر مبارکي وویله او دهغو مرستو او ځانګړو پاملرنو څخه چی دافغانانو کاری مرکز مشرتابه  ددوې انجمن په وړاندې لرلی قدرداني وکړه او دخپل انجمن د کړنو دلا ښه والی له پاره یی څو وړاندیزونه وکړل چی دښاغلی غلا م محمد جلال  له خوا څخه په ورین تندی ومنل شول ، ښاغلی جلال خپل هغه وړاندیز چې تیر اختر کې میرمنو ته یی کړی وو چې د افغانانو کاري مرکز چمتو دی چې د تجارتي مرکز په یوه پوړ کې میرمنو ته ددوی د اقتصادي ودې په موخه پرته له کرایی تجارتي خونی ددوی په واک کې ورکړی بیا هم  غبرګ کړ، همدا شان دروسی ژبی دزدکړې کورسونه اوددوی ماشومانو ته دخپلو ملی ژبو لیک لوست ډیر اړین وبلل او ټول یی وهڅول چې دغو کورسونو کې چی د کاری مرکز له خوا پرانیستل کیږی ګډون وکړی. 

 د غونډی په دویمه برخه کې میرمنو په خپلو کې ا ختریزه ښادي توده کړه اوبیا هغه غرمنی دوډی ته چې دافغانانو دکاری مرکز له خوا ددوی په ویاړ جوړه شوی وه وبلل شول . دغه  اختریزې ښادی غونډ ه تر ماښامه روانه وه.

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت