.

 عبدالباری عارض

 

نړیواله شخړی او امریکا

 په وروستیو لسیزو کی د ځمکی پرمخ په هیوادونو کی تاوتریخوالۍ ډیر سویدی په خاصه توګه اسیا او افریقا د تجاوزاتو سره مخ او د وینو تویدو شاهد دی.داسی فکر کیږی چی اساسی عامل یی د نړۍ یو قطبی رهبری او د امریکا په وسیله ایجاد سوی بنسټ پاله سیسټمونه دی. د شوروی اتحاد په راپرځیدلو او د وارسا د تړون انحلال که له یوه اړخه د ولسونو او ځینو هیوادونو لپاره د ازادۍ پیغام ؤ له بله اړخه یی په نړۍ کی د ځواکونو ترمنځ انډول له منځه یووړ. له بده مرغه بعضی هیوادونو ته ازادی ډیره درنه تمامه سوه د ټوټه کیدو ترڅنګ د بشری ناورینو سره مخ سوه پخوانۍ بلغاریا او چکسلواکیا یی بیلګی دی،همدا رنګه هغه بنسټ پاله سیسټمونه چی امریکا د شوروی د ماتی په موخه ایجاد کړیوه اوس په یو واقعی تهدید بدل سویدی. د وارسا د تړون انحلال او د شوروی اتحاد سقوط  داسی تعبیر سو چه ګواکی د ساړه جنګ یوازنی  ګټونکی امریکا ده نو ځکه یی د نړۍ رهبری خپله وجیبه وګڼله د افغانستان د خلګو قربانۍ او جهاد بلکل له پامه وغورځول سو. په امریکا کی د وقت او زمان د مقتضیاتو سره سم ریالیست رهبرانو تبارز ونکړ چی د بشریت د طبعی تکامل په درشل کی داسی سیاست طرح کړی چی په هیوادونو او ولسونو کی د همکارۍ ، صداقت او باور روحیه بنسټیزه کړی ترهغه چی نړۍ د باور او اطمینان په فضا کی د امریکا قدردانی او احترام وکړی د شوروی اتحاد سقوط د امریکا لپاره یو ښکلۍ فرصت ؤ که په یقینی ډول د نړۍ د دموکراتیزه کولو ارادی شتون درلودلای دا هغه موقع وه چی باید ټوله غرب هڅه کړی وای د فقیرو هیوادنو او دارا هیوادنو تر منځ د واټن کمیدو لپاره کار کړۍ وای.

  له بده مرغه کوم اسناد چی امریکایی جاسوس (ادوارد سنودن)  بربنډ کړه د یو ستر طاقت د دوه مخی بازۍ څخه  یی پرده پورته کړه. مخابراتی جاسوسی په نړۍ کی د بی باورۍ سبب سوه، ایا د انسانانو تلفونی او انترنیتی مکالمی او لیکنی په پټه څارل د اختناق سیاست ندۍ؟  هغه چی غرب اختناقی رژیمونه بلل هغوی هم کله داسی کار نه ؤ کړۍ. امریکا نه یوازی په افغانستان کی دوه میلیونه تلفونی مکالمی څارلی دی بلکه د خپل متحدینو په وړاندی یی هم د دا ډول جاسوسۍ څخه ډډه ونکړه ایا دا ډول کړنی د انسانانو پر بشری حقوقو تیری ندۍ؟ پداسی حال کی چی په نړۍ کی غریب ولسونه او مخ پر انکشاف هیوادونه امریکا ته د داسی قدرتمند هیواد په سترګه کتل چی په نړۍ کی د بشری حقوقو څارنه کوی او د نړۍ په کچه د بشری حقوقو د ناقضینو په هکله کلنی راپورونه وړاندی کوی. اما د امریکا د وروستیو کلونو پالیسی د نړۍ، اسلامی هیوادو او افغانستان په وړاندی د بی باورۍ روحیه پیاوړی کړیده. 

امریکا د سړی جګړی وروسته هم، نیمی نړۍ ته د ازلی محکومینو په سترګه وکتل د نوی خپلواکو هیوادونو له جملی څخه هغو چی د امریکا اسارت ته غاړه کښیښودل د غلامانو په حد کی ومنل سوه او هغو چی غوښتل مستقل او خپلواک موقف غوره کړی او د یو سیال په توګه په نړیوالو پریکړو کی شریک او اثر ولری امریکا ته د دښمن حیثیت پیدا کړ او هڅه یی وکړه نور هم هغوی د ماتو او ناکامیو سره مخ کړی . روسانو د کمونیزم تر ړنګیدو وروسته هڅه وکړه چی د دموکراتیکو بنسټونو په جوړولو د نړۍ سره د یو مساوی پارتنر په حیث په تجارت او انکشاف کی سهیم او د غربیانو ترڅنګ د نړۍ د منازعاتو په حل کی مرسته وکړی خو د امریکا د انتقام لمبی ډیری سوځونکی دی بیا یی هم په نړیوالو جوړښتونو کی و روسیی ته د دوهم نمبر هیواد په سترګه وکتل حتی په دی ورستیو کی هڅه کیږی د اوکرایین له لاری د غرب د نفوذ ساحه د روسیی تر پولو ورسیږی کله چی اوکرایین د غربی استخباراتی چینلو په لاسوهنه بی ثباته سو ، کله چی د اوکرایین اقتصاد د اجنبی لاسوهنو په پایله کی متزلزل سو کله چی په اوکرایین کی مرګ او میر، چور او چپاول پیل سو، هغه کوچینی جمهوریتونه چی د روسیی څخه یی خپلواکی ترلاسه کړیوه د غربیانو د توسعه طلبانه سیاست له ویری یو ځل بیا هیله مند سوه چی د ځان د ساتنی په موخه د روسیی په شاوخوا راټول سی په خاصه توګه هغه هیوادونه چی روسی ژبی پکښی شتون لری دا په داسی حال کی چی له بله اړخه روسیی هم په تیرو دوو لسیزو کی په خپل بطن کی لوی اقتصادی او پوځی بریاوی یو په بل پسی ترلاسه کړی او د بیا ځلی انسجام په شاهراه کی واقع دۍ.                      

  د بلغاریا په دړی وړی کیدو عامه وژنی او تجاوزاتو د بشری ناورین بڼه خپله کړه خو سترګی پر پټی سوی چندانی د بشری حقوقو ږغ پورته نه سو ، پر لیبیا د تیری را پدیخوا، هغه هیواد تر اوسه د واکمنی اداری د لرولو څخه بی برخی دۍ واکداران معلوم ندی پخپل سری ډلی هرڅه چی غواړی هغه کوی د وژنو لړی جاری ده ،د صدام را پرځول او د عراق دولتی او اجتماعی نظام ړنګول و بشری فجایعو ته لاره پرانیستل چی تر اوسه دوام لری، پر افغانستان د برید څخه بیا تر ننه وژنی او ورانۍ جاری دی د تیرو دیارلسو کالو په اوږدو کی امریکا لااقل نه یوازی زموږ په هیواد کی د سلاح ټولولو هڅه ونکړه بلکه بی مسولیته مسلح ډلی ټپلی نوری هم پیاوړی او مشران یی په ملیونونو ډالو ونازول سوه احتمالا په دی منظور چی سوله بنسټیزه نسی او هرکله چی امریکا ستنه سی  تیری لسیزی باید تکرار سی. امریکا هغه هم کافی نه بولی او په ورستیو کی یی د سوریی د نظام ړنګیدل ټکل کړۍ دۍ هلته هم روزمره انسان وژنه جاری او هیواد په کنډواله بدلیږی.په مصر کی د ولسی واک ړنګول یی کافی ونه بلل د خپلو ایجنټانو په وسیله یی د ملکی او بی دفاع خلګو وژل ، ډارول او بندی کول جاری ساتلی دی ،په مصر کی د امریکا کړنی د یو خودکامه جنرال په وسیله و دموکراسۍ ته رسیدل تعریفوی  نړۍ اصلا  په مصرکی د بشری حقونو ته پام نکوی او یادونه یی نکوی. نړیواله هیله داده چی ملل متحد د نړۍ په سطح د ورستیو دوو لسیزو د مرګ ژوبلی ارقام وړاندی کړی په خاصه توګه د مسلمانانو مرګ ژوبله .تر څو ولسونه (څو قطبی نړۍ او یو قطبی نړۍ) سره پرتله کړای سی.د امریکا پالیسی د اسلامی هیوادو سره له هغه وخته چی جورج بوش د صلیبی جګړو یادونه وکړه په څرګنده غیر دوستانه بریښی هغه روابط چی دری لسیزی وړاندی سعودی عربستان له امریکا سره لرلی اوس نشته که څه هم سعودی چارواکی ډیره هڅه کوی امریکایی اهداف او کړنی د خوشخدمتۍ په محدوده کی په بیړه تایید کړی(لکه د مصر روان حالات) خو نور سعودی د یو مرکزی اسلامی هیواد په نامه د امریکا لپاره محبوب ندۍ.د (بهار عرب) تر نامه لاندی یی عرب په وینو کی ورغړول دولتونه یی چپه کړه او (زمستان عرب) یی راوستۍ نور یی دا کلمه د تاریخ کندی ته وغورځول او خپل اهداف یی په یمن،لیبیا، مصر او سوریه کی ترلاسه کړه،له بلی خوا پر نورو خپلواکه هیوادونو،د ډرون الوتکو تجاوزات چی په خاص ډول اسلامی هیوادنو هدف واقع دی په یو عادی موضوع بدل سویدی.د ملل متحد مسول څنګی هم پدی هکله پټه خوله پاتی دی.

په خاص ډول د شوروی اتحاد تر سقوط وروسته په نړۍ کی د امریکا رهبری تر پوښتنی لاندی ځکه راغله چی کړنی یی د عدالت سره په تضاد کی سوی ،(یو بام دوی هواوی) د عدالت او صداقت نه شتون بله بیلګه : په مصر کی پوځی جنرال منتخب حکومت ړنګ کړ د عامه ملکیانو سوله ایزه او دموکراتیک خوځښتونه یی په وینو رنګ کړه خو چی کله یی د اساسی قانون تغیر په یو اړخیزه ریفرانډم ترسره کړ نو امریکا او نورو دموکراسی خواهانو؟ سر د تایید په توګه وخوځاوه اما کله چی د کریمی ولس په اتفاق د رایو د سولی او امنیت په فضا کی بیله وینی تویدو د خپل سرنوشت د ټاکلو په موخه ریفراندم ترسره کړ نو د امریکا لپاره د منلو وړ ندۍ. فکر کوم د مځکی پرمخ ولسونه قضاوت کولای سی. د امریکایانو د کړونو په پایله کی اوس نړۍ لږ و ډیر دی نتیجی ته رسیږی چی په تیرو کی د امریکا په وړاندی د شوروی اتحاد شتون  د وړو او کمزورو هیوادونو خپلواکی تضمین کړیوه، د خپل سرو، تجاوزاتو مخه ډپ وه. ملل متحد چی د تیری نړیوالی جګړی په پایله کی د سولی د سمبول په حیث تبارز وکړ اوس د امریکا او څو اروپایی هیوادو په شخصی انجو بدل سوۍ دۍ، نړیوال سیاست انحصار سو،دیپلوماتیک مرکزونه لکه سفارتونه او قونسلګرۍ په استخباراتی او جاسوسی سنټرونو بدل سوه،په مختلفو قارو او سیمو کی استخباراتی جالونه وغوړیدل ، د ځمکی پر مخ د وینو سیلابونه جاری سول. په دی ترتیب د دموکراسۍ په نامه د کمونستی استعمار په شان یوځل بیا د بشریت په غاړه کی د اسارت رنځیر واچول سو.

روسیی او ورسره چین داسی وانګیرل چی که د سکوت طلسم مات نکړی نو امریکا به شرق خو لاڅه چی ددوی پولو ته هم  ځان ورسوی.چین هڅه کړی د نړۍ پر لږ او ډیرو مسایلو ځان د امریکی سره ښکیل نکړی او امریکا هم چین ته د مساوی سیال په سترګه نه ګوری اما د روسیی ګټی د سیمی او نړۍ په کچه په دوامداره توګه ګواښل کیږی روسیی ته بله لاره پاتی نه سوه ځکه یی لمړی د خپل حاکمیت د دفاع په منظور د پولو بهر منځنی اسیا د لمړی دفاعی خط په توګه غوره کړه د ایران او سوریی په هکله د روسیی ثابت دریځ هم و نه کولای سوای غرب را ویښ کړی بلکه هڅه یی وکړه د روسیی پولو ته نیژدی اوربل او په کراره کراره تیل وروښندی همداسی یی وکړه غربی استخباراتو په اوکرایین کی نفوذ وکړ او په تدریجی توګه یی بغاوتونه او اقتصادی ناندرۍ ایجاد او پیاوړی کړه ترڅو اوکرایین د اروپایی اتحادیی او ناټو د غړیتوب په نوم تر واک لاندی راولی او له هغه ځایه روسانو ته نوی لانجی وزیږوی خو روسان هم تر یوحده خپلو مشکلاتو ته په کتو زغم خپل کړ اما کله چی د شتون او نه شتون سوال مطرح کیږی نو روسانو د کریمی په قضیه کی د قانونی لارو خپل حقانیت ثابت کړ او هم یی خپل قاطعیت ښکاره کړ چی په حقیقت کی یو ډول د پوځی ارایش مظاهره افاده کیدای سی له بله اړخه د نړۍ ډیر هیوادونه د روسیی بیا ځلی تبارز ته سترګی په لاره دی ، د روسیی څخه بیل سوی جمهوریتونه دوباره د اتحاد انځورونه ترسیموی انګوشتیا، لیتوانی، استونی ،ملداوی او نور هغه هیوادونه چی روسی ژبه ډیر نفوذ پکښی لری بیا د هیلو د کاروانو سره په تیرسوی خوب پسی سرګردانه دی . 

 

 

 


بالا
 
بازگشت