.

 عبدالباری عارض

   

د پاکو رایو د بیلیدلو ترڅنګ د ناپاکو کسانو بیلیدل هم اړین دی

د مطبوعاتو له لاری څرګنده سوه چی امریکا ، اشرف غنی او عبدالله په دوو برخو کی توافق کړیدۍ (تخنیکی او سیاسی )اول د پاکو رایو بیلیدل له ناپاکو رایو څخه چی دا یو تخنیکی بهیر دۍ، دوهم د ملی یووالی حکومت تر نامه لاندی په سیاسی جوړښت کی و عبدالله او انډیوالانو ته یی ځانګړی مقامات تثبیتول. اما هغه ایډه لوژیکی توپیر ته په کتو چی د سیکولر تکنوکراتانو او جنګسالارانو ترمنځ شتون لری د ملی یووالی حکومت جوړیدل ټکنی ښکاری او یا لااقل هرآن زیان مننوکی او د ستونځو ډک معلومیږی. زما په آند ناندرۍ هغه وخت په کامله توګه د منځه ځی او د ملی یووالی حکومت ته لاره همواره کیدای سی چی د پاکو او ناپاکو رایو د بیلیدو ترڅنګ پاک کسان د ناپاکه کسانو څخه بیل سی په هغه صورت کی به د ملی یووالی حکومت ته په یقینی توګه لاره پرانیستل سی  او پریکړی به بنسټیز یا زیربینایی رنګ خپل کړی اما اوس د ملی یووالی خبری ټکنۍ ښکاری ځکه د ملی یووالی حکومت جوړیدل یو روبینایی عمل دۍ نه زیربینایی بنسټ.

شاید د پردو شاته د مثلث تصامیم پراخه لمن ولری چی د وخت په تیریدو به نور څه هم څرګند او مطبوعاتو ته لاره ومومی. ښاغلی پتمن د اشرف غنی د ټیم غړی و طلوع تلویزیون ته وویل چی په نظر کی ده یو پُست  د بایلونکی نوماند لپاره هم جوړ سی هغه اجراییوی صدارت دۍ نه پارلمانی صدارت،یوازی ولسمشر د فرمان په وسیله  نوموړۍ پُست ایجاد او بایلونکۍ نوماند مقرر کوی ، نو ځکه اړینه نده چی د پارلمان څخه د باور رایه ترلاسه کړی جالبه خو داده چی د ډاکتر  غنی ټیم د ټاکنو په درشل کی احمد ضیا مسعود ته هم د همدی پُست وعده ورکړی وه . اوس په تدریجی توګه معلومیږی چی د عبدالله او اشرف غنی د جوړجاړی په پایله کی سربیره پر هغه چی د افغانستان اساسی قانون  ته مناسبه پاملرنه نده سوی یو مُغلق جوړښت په حکومت کی رامنځ ته کیدونکۍ دۍ او د موضوعه قوانینو سره هم په مطابقت کی نه بریښی، اشرف غنی او عبدالله سره پیدا کړه انډیوالی یی په میلمستیاؤ پیل سوه خدای دی وکړی چی د ناز نعمتونه ولس ځنی هیر نکړی، په لمړیو کی ولس ته داسی وښودل سوه چی ګواکی هر نوماند او ټیم ته چی ولس د باور رایه ورکړه هغه واک په لاس کی اخلی خو اوس معلومه سوه چی د رای ورکولو بهیر صرف د تقلُبی دموکراسۍ د تمثیل په منظور ترسره سو په حقیقت کی د واک انحصارګران زاړه کفن کښان دی چی پر جناب کرزی هم تپل سوی وه او پر احمد زی به هم وتپل سی.

څرګنده نده چی اجراییوی صدارت د کومو صلاحیتونو درلوونکۍ دۍ او د کوم قانون پر بنسټ واک استعمالوی!! ایا د ولسمشر او مُرستیالانو ځنی صلاحیتونه ورانتقالیږی اوکه( رتبه هغه رتبه، معاش هغه معاش او صلاحیت تر جنراله په څپیړه وهلای سی) ؟ یا دا چی د وزیرانو ځنی واکونه ورکول کیږی همدا رنګه جوته نده چی اجراییوی ریس چی د نیمګړی صدراعظم خطاب هم ورته کیږی قرار دادی دۍ او که په قوانینو کی ځای ورته تثبیت کیږی؟ که قوانین د افرادو لپاره تغیر مومی نو دا به راتلونکی حکومتونو ته ډیر بد میراث پاتی سی دا سمه ده چی ولسمشر د اساسی قانون پر بنسټ د اړتیا په صورت کی کولاسی خپلواکه اداری ایجاد او ریسان یی بیله دی چی د پارلمان څخه د باور رایه ترلاسه کړی د فرمان په اساس مقرر کړی خو دا اداری اُرګانونه د وزارت څخه ټیټ ګڼل کیږی لکه هغه خپلواکی اداری چی همدا اوس شتون لری اما د وزارت څخه د جګ پُست وړاند وینه هیڅ قانون نده کړی یوازی جان کیری او د قدرت مینانو دا صلاحیت ځان ته ورکړ چی داسی پُست رامنځ ته کړی چی د واک ډګر یی یوازی دوی تثبیتولای سی.

بله د اندیښنی وړ خبره داده چی نوموړی مثلث پریکړه کړیده چی دوه کاله وروسته تر اجراییوی صدارت به لویه جرګه رابولی ترڅو د اساسی قانون په تعدیل د صدارت (لمړی وزیر) پُست ته قانونی بڼه ورکړی او د واک ډګر یی قانون وښیی. معلومه نده چی دا به څه ډول لویه جرګه وی چه د چارواکو په هدایت پریکړه کوی که همداسی وی نو بیا درسته ده چی غرب او ځنی معلوم الحاله کړۍ غواړی د هیواد او ولس ملی ارزښتونو ته سپکاوی وکړی. لویه جرګه زموږ په هیواد کی د پیړیو را پدیخوا د یوه مهم ملی ارزښت په توګه منل سوۍ حقیقت دۍ او د هیواد هغه عالی مرجع ګڼل کیږی چی په مطلقه خپلواکی پریکړه کوی هیڅوک او هیڅ مرجع نسی کولای د لوی جرګی مقام ، وقار او حیثیت ته داسی په سپکه وګوری چی د یو سکرتریت په توګه یی د هدایاتو په ورکولو د استفادی وړ وګرځوی.

ډاکتر عبدالله وای روانی ټاکنی ګټونکی او بایلونکۍ نلری نو ځکه دواړه اړخه د ټاکنو د بهیر په ختمیدو شریکه اداره یا حکومت رامنځ ته کوی هغه څه چی په نړۍ کی یی مثال نسته، که حقیقت داوی نو بیا ټاکنی یو نمایشی ، تمثیلی او ټګماره بهیر ؤ چی په ولس د ملنډو په منظور ترسره سو ځکه په دی صورت کی و ټاکنو ته اړتیا نه وه دواړو اړخونو کولای سوای د جان کیری د مشرتابه لاندی شریکه اداره جوړه کړی په هغه صورت کی یی د خلګو د ګوتو د پریکیدو، د امنیتی ځواکونو د مړینی او اقتصاد د ضیاع مخه نیولای سو. په هر صورت د ډاکتر صاحب عبدالله انتظار پای ته رسیدونکۍ او ارمان یی واقعیت ته نیژدی ښکاری خو د محمد خان او حاجی محمد انتظار زړه بوګنونکۍ دۍ هغوی هم هیله مند وه د ولس په اوږو کښینی اما اوس یی هیله خدای ته ده و جان کیری او ډاکتر غنی ته ده.

زه خو ډیر متعجب دی ته سوم چی ډاکتر عبدالله په خپله وینا کی چی د لوی جرګی په خیمه کی د خپلو پلویانو په منځ کی وویل ځنی خلګ تورونه لګوی چی زه چوکۍ غواړم او یا د پیسو هیله لرم خو زه نه چوکۍ غواړم او نه پیسی، اما اوس چی جان کیری په اداره د ګډون اطمینان ورکړ  ورته ډیر خوشحاله بریښی د اجراییوی ریاست په بدل کی یی ټول مخالفتونو او بغاوت ته د پای ټکۍ کښیښود. والسلام

 

 

 


بالا
 
بازگشت