حبيب الله غمخور

حبيب الله غمخور

د۲۰۱۴ دمارچ ۲۳

يوه دوستانه مشوره

درنو هيوادوالوښه به دا وي چې خپلو خبروته جدی متوجه اوسو!

همدا نن زموږ يوه وتلی ژورنالست چې دبي بي سي راډيوسره کارکوي ډاکتر داودجنبش په يوه لنډه تبصره کي دبيان دازادی له علمی اواخلاقی حدودنه سرغړونې دناوړوپايلو راتلو لامل بللئ .اوډيره پرځاي ليکنه ئې دا لاندي  ليکنه کړې :

Daud Junbish

آزادي ډېره ښه ده که لږه؟

 زه ددې پوښتنې ځواب د خپل هېواد د ورځني سیاست په ساده محاسبه کې ښه وینم.

فلسفي برخه یې داده چې تر حده ډېره آزادي د «ځنگله آزادي» گرځي، هلته چې آزاد ټول دي، خو برخه د زمري غوښنه ده او چې هغه وغواړي د نورو مرۍ د سترگو په رپ کې مروړلی شي.

د مطبوعاتو په ډگر کې زموږد تېرې لسیزې آزادي همدې ته ورته وه: حد یې نه درلود، هر څه دې ویلی شول، بې له دې چې له قانوني عواقبو یې اندېښنه ولرې. یواځینی رعایت په کې د «زمري» یا د زمري په څېره کې د راوتلي «مټور» و. له «زمري» سره که دې احتیاط کاوه، ایسته نو د اندېښنې هېڅ ځای نه و. کولی دې شول چې د نورو بې وسو نسونه وڅېرې، شخصیت یې ور و‌ژنې، پر کورني شخصي حریم یې وروځغلې، قومونه سره واچوې، د هېواد ملي ویاړونه سپک کړې- هېچا دا زړه نه درلود چې درته ووایي پر مخ دې څو سترگې دي!

ښایي د یوه داسې چا له خولې چې ټول پوهېدلی ژوند یې د مطبوعاتو په ډگر کې تېر کړی، ددې خبرې اورېدل تاسې حیران کړي، خو زما نظر دادی چې د بیان د آزادۍ د اوسنۍ بڼې دوام خطرناکې پایلې درلودلی شي.

ددې آزادۍ له سره تعریفول د راتلونکي مشرتابه د سرسر لومړیتوب بولم .داودجنبش

اوداهم دهغه پر ليکنه زمالنډه تبصره ده :

جنبش صاحب ! په لنډو ټکو کښي مو لوي مفهوم اوبحث ځاي کړی .په دری ژبه کي متل دی وايي ((هرچه ازحد گزرد رسوا شود)) دموکراسی دمطبوعاتواو بيان ازادي ،داهريودفلسفی مقولې په توگه ځانته معين تعريف اودپلې کېدو شرطونه لري .هرڅه ځان ته حدودلري،که حدودنه وي نوورته انارشی ويلاي سو.طبعی ده په يوه ملک کښي چې دموکراسي په انارشي بدله سي ناوړي پايلي لرلاي سي . کورمو ودان داتبصره مو زموږ دځوانانو اوپه ځانگړې توگه دډله ايزورسنيو راتلونکو لارويانو اوځوانو سياستوالوته گټوره ده.

متاسفانه  دفيسبوک په پاڼه کي  زموږ يوشميرځوان هيوادوال چې دجمهورری رياست دکانديدانو پلويان ځانونه بولي اوگويا هغوي ته کمپاين کوي دبيان له ازادی نه په ناوړه استفادي اوزموږ دملي کلتورله چوکاټ نه وتلي ديوچاپر کورنۍ حريم تبصره کوي، ترڅوپدي بڼه  دخپلي خوشيی دکانديدرقيب ټيټ معرفی کړي .زماله نظره داکارنه دبيان له ازادی اونه هم زموږ دټولنې له خلاقی اودوديزواصولوسره ،سر خوری . ستاسوديوه هيوادوال په توگه مي ستاسو ټولونه غوښتنه داده چې دقدرت دترلاسه کولو لپاره پدې سوله ايزی سيالی کې فعاله برخه واخلي ،دولس ذهنيتونه روښانه کړی ،هغوي وهڅوی چې ستاسو دخوښي يوکانديد ته رایه ورکړی .

خو په تبليغاتوکي دخپلي خوښي کانديد دپلوی کچه بايد له  اخلاقی ،تبليغاتي اوسياسي نورمونه تجاوزونکړي اودامسوليت بايد جدی په نظرکي ولري .کنه پدې باوری يم دهرکانديد پلوی چي له دغه اخلاقی کرښونه تېرېږی دکمپاين پر ځاي دهغه پر خلاف تبليغ کوی ،دخلکوپه منځ اوذهنيتونوکښي ئې  رټئ .

داکمپاين بايد ددموکراسی زده کولواوپه هغې عمل کولولپاره دگامو اوچتول وی ،نه داچي خداي مکړه داسيالی  چې تراوسه لامور ورته سياسي سيالي وايوپه يوه ملي ناورين بدله سه اويايوځل بياد پدي جگړه څپلي هيوادکي دژبو،قومونو،مذهبونواوسيموجگړه پيل سي .متاسفانه دافغان ولس دښمنان  دداسي جگړې دپيل لپاره تابيانسي اوهڅه کوی چې دټاکنو پالي دا ډول په وينو لړلې وي .

زما اوزموږ دولس دغوڅ اکثريت روڼ اندوله نظره راسئ ددې پرځاي چې بهرنيان موهڅوي ،وايي موږ دجگړې دډگرقهرمانان  يو دخپل هيوادپه گټه دسياست دډگر قهرمانان سو،دعلم اوسياست په ډگرکي خپلو دښمنانوته ماته ورکړواودخپل ولس ملي گټي وساتو.ومن الله التوفيق

 

 


بالا
 
بازگشت