حبيب الله غمخور

 

سويډن -  مالمو

د ۲۰۱‍۴ ز کال  دمۍ ۱۱

ددوستۍ دفرهنگی  ټولنې  دمشرتابه جرگې وړانديز !

زموږ دټولنې مشرتابه جرگه دتل پشان ددې هيواد سياسي ،پوځی اوټولنيز حالات  او دادی په ځانگړې توگه د افغانستان دولسمشری لپاره دټاکنوبهير له نږ دي څاري .

دولسمشری لپاره دلمړی ځل ټاکنو بهيرديوشميردرغليو اولاسوهنو سره مل وو،چې تراوسه یې ددې درغليو وروستۍ پايلي ندی اعلان سوي ،اميدواريو چې دټاکنودلمړی پړاو دپايلوتر اعلان وړاندي دافغان ولس تر غوړو ورسېږي . دلمړئ دورې دټاکنودپايلونه داسی ښکاری چې دوتلو کانديدانوتر منځ  بايد دوهم دور ټاکنې ترسره شي . ددې تر څنگ زموږ دټولنې تر مشرتابه جرگې  دغړو ترغوږ  دډله ايزو رسنيو په مټ  داسي خبري رسېدلی چي  دجمهوري رياست مقام ته وتلو کانديدانو استازی دټاکنو پرخپلواک کمېسيون فشار راولي ترڅو دټاکنو دقانون پر بنياد که دوهم ځل ټاکنې کېږي  نو هغه  بايد دټاکنو دقانون له مخې  پرخپل وخت  تر سره شې يعنئ که دجمهوری رياست دټاکنودلمړی پړاوپايلي دثور دمياشتي پر ۲۴ اعلانېږي نوي تر اعلان وروسرته  دوهم ځل ټاکنې تر دوهمې اونۍ په وروستی ورځ کې ترسره شي .زموږ له نظره دافغانستان  عينی شرايطوته په پاملرنې سره  داسي غوښتنه نه عملي اونه هم حقيقي ده .

دافغانستان دسياسي ،پوځی اوټولنيزوشرايطوپه نظرکي نيولوسره ددواونيوپه منځ کي ددوهم پړاو دټاکنو ترسره کول ناشونی دي . بايد دې ټکی ته په پاملرلوسره چي موږ دټولنې  مشر هم  دافغانستان داوسنيو ناخوالواوقانوني تير وتنو په نظرکي نيولوسره دنړيوالو رسنيوله لاري داخبره په گوته کړې ده چې  له لويه سره دجمهوري رياست لپاره دټاکنو په قانون کي تيروتني موجودي وې،چې بايد په هغه کښي پرخپل وخت دقانونی مراجعوله لاري  معقول تغيرات راغلي واي،خو رانغلل .چي يوه له هغو لويوتېروتنونه همدا دټاکنوتاريخ  او دټاکنو دلمړی  اودوهم ځل تر منځ دوخت تناسب په نظرکي نيولو مسله ده . يعنی دټاکنو داوسنی قانون له مخې دټاکنو دلمړې پړ اودپايلو تر اعلان وروسته که څوک بريالی نسي ،بايدددواونيوپه ترېرېدوسره دوهم ځل ټاکنې ترسره شي  معقوله خبره نده .  زموږ له نظره دافغانستان په اوسنيو سياسي ،امنيتی اوجيوپوليتيکي شرايطو کي دنورو ټولو ناخوالوسره چي په گوته کول یې ملي گټوته زيان رسوی داناممکنه  او ناشونې خبره ده چې دجمهوري رياست لپاره دټاکنو دلمړئ پړاوتر پايلو وروسته دي سمدواره تر دواونيو وروسته دوهم ځل ټاکنې  تر سره شی . زموږ دهيواد ( امنيتی ،لوژستکی ،تراسپورتی ،کادری ،اونورو اړينو ستونزو)  په نظر کي نيولوسره  دټاکنو ددوهم ځل دپروسې دروښانه پر مخ بېولو اوعام ولس هڅولو لپاسره دا پنځلس ورځی په هيڅ صورت کفايت نه کوي ،زموږ له نظره هرډول تلوار اوعجله درغليوته لاري پرانيزي . پدي خاطر ټول يې بايد سړه وخوری ،که دسالمو ټاکنواورايي ورکولو دسالمې زمينې برابرولو  مسله مطرح وي نو وخت ورته پکار دی . ددې نظر پرخلاف دغه دلايل چي موږ ديوشمير کسانولخوادډله ايزورسنيوپه مټ واورېدل عينی نه بولو . پوهيږو،چې افغان ولس ددي ډېرودرغليونه ستړئ سوئ دۍ .خو زموږ  غوښتنه داده چې په افغانستان کي دننه اوله هيوادنه بهر ټول سياسي گوندونه ،مدنی  اوفرهنگی ټولني ، ملي اومذهبی شخصيتونه بايد دهيوادوال دې ته وهڅوچې دجمهوري رياست په ددوهم  پړاو په  ټاکنو کي لکه په لمړئ دورکي په همدې جوش او خوروش برخه واخلي .

افغانان بايد ددموکراسی سره دخلکودعادت کولوپه موخه دخپلو ټولو امکاناتونه په استفادې سره افغان ولس دولسمشری لپاره دوهم ځل ټاکنوکي فعالي برخې اخيستنوته وهڅوي  تر څوافغان  غيرتی ولس دجمهوری رياست  دوهم ځل رايي ورکولوکي فعاله برخه واخلي  .

ددوستۍ دفرهنگی ټولنې مشر حبيب الله غمخور

 

 

 


بالا
 
بازگشت