حبيب الله غمخور

 

حبيب الله غمخور

۲۰۱۴ دجولاي ۲۰

کرزی صاحب اوس پښيمانه دی !

 

 نن جولاي پر ۲۰  مې دبيات تلويزيون په خبري سرويس کي دکابل ښاريانو لخوا دتيلو اوغاز ((گاز)) دنرخونودلوړوالي رپوټ واورېد .يوه سپينږري ويل په نوزه کي نرخونه ارزانه وه خوپه روژه کي پورته سول .

لکه چي هغه دنرخونو دلوړولو دشيطانانو مهارکيدولو اوتړلونه لوي څښتن هم په افغانستان کي عاجزدی،يو خداي ښه پوهېږي چې پردې ملک ددې ملک دروغجن خواخوږي څه پيرزوينې لري ؟

زموږ دزوريدلو اوکړېدلو هيوادوالوترويناواوکرږو وروسته يو چاغ پرله وهلی او لکس لباس کي تابه ويل چي دامريکا په دولت کي کوم وزيردی ،خوهغه په امريکا کي نه بلکي له هاخوا راغلی  دلته يو وزير صاحب  راښکاره سو اوددې وزير صاحب  خبري  مي واوريدې چې وايي : راتلونکی حکومت بايد ملي (دولتی ) پانگې اچونې اړتيا اوارزښت ته متوجه وی ،که چېری نن موږ دتليو اوگازپه برخه کي ملي سرمايه گزاري په غوښنه بڼه  لرلاي  يعنی تيلو اوگاز ملي سوداگری واي ،موږ کولاي سول دنرخونو دکنترول اودشخصي پانگوالوسره دنرخونوپه راټېټولو کي سيالي وکړ و اوعام ولس دنرخونوددې بي کچې گرانۍ نه وساتو.،متاسفانه ازاد بازار سياست دی هر څوک هر څه چي غوړاي سرته رسوي .

بلې ! په افغانستان غوندي هيوادکي دازادبازار ډهل چې ښاغلی کرزی دخپل حاکميت په لمړې ورځ وډنگاوه داملت له خواريو اوغريبوسره لاس په گريوان سو .نرخ پانگوال ټاکي ،که څه ورته ووايي  په جواب کي درته واي ، دازاد بازار په قانون بايد پوه وي ،دا زه يم چي توکي راوړم اودازه يم چي نرخ ټاکم .

فکر مې وکړ چې دې چارواکوحتما له کرزی نه داخبره دخپل تگ په ورستيو وخت کي اورېدلې ده ،ځکه هغه دخپل شتون تر ورستۍ شېبې هغه څه کوی چې خپله ئې غواړي اوخپلې گټې یې پکښي ملوسی وي .رښتياهم  داسي وه دوي له شاگلی کرزی نه داخبره په ارگ کي اوريدلې وه  ،ځکه خو دوي هم هغه ډهل وهی کوم چې کرزی صاحب یې داواز داورېدوپه طمع دی . 

روڼ حقيقت دادۍ  چې داخبره ،ددوي ابتکار ندی ؟ ځکه دا ديارلس کاله ولي داښاغلي اقتصادپوهان  ناخبره وه چي اوس هوښياراوپه هرڅه پوه سول ؟ ددې پوښتنې دځواب لپاره مې دافغانستان ډله ايزورسنيو شينلوته مخه کړه ، له نېکه مرغه پردې بريالی سوم چې په ماندگار ورځپاڼه کي مي يوه ليکنه پيداکړم چې دامريکا ږغ راډيو فارسی پروگرام سره ئې دشاغلی کرزی پدې اړه مرکه خپره کړې وه . دليکنې عنوان يي : ((کرزی پس از خواب سیزده‌ساله : پذیرش نظام بازار آزاد اشتباه بود))

کرزې صاحب وايي : ((اگرسیزده سال پیش تجربۀ امروز را می‌داشت، بازار آزاد را با شکل و شمایل کنونی، نمی‌پذیرفت .

آقای کرزی در گفت‌وگویی به صدای امریکا گفته است که او حالا پس از ۱۳ سال، بسیار تغییر کرده و اگر تجربۀ کنونی او سیزده سال پیش می‌بود، دربارۀ بسیاری از مسایل از جمله در رابطهاش با غرب و در زمینۀ بازار آزاد، برخورد متفاوتی می‌داشت.))

رییس‌جمهور کرزی در پاسخ به این پرسش که بزرگترین اشتباه‌تان در سیزده سال گذشته چه بوده است، گفت : یکی از اشتباهاتم پذیریش نظام بازار آزاد در سیستم اقتصادی کشور بود؛ بدون اینکه فکر کرده باشیم آیا این نظام به افغانستان مناسب است یا خیر، این نظام اقتصادی را پذیرفتیم.

آقای کرزی از حکومت آینده خواست که روی این مسأله فکر کند. او گفت که ما قبلاً در این مورد فکر را شروع کردهایم، ولی نیازمند بازنگری و یک فکر دوباره است . متاسفانه  کرزی صاحب دخپل حاکميت په ورستيو شېبوکي  هم داټولی خبری دافغان ولس دغولونې لپاره کوي .مرکه اوپر مرکه ليکنه ډيره اوږده ده،تاسوهغه هلته لوستلاي سی  .

راځم دې خبرې ته !

زموږ دهمدې کرزی صاحب نه پوښتنه داده چې ولي پسله ديارلس کاله پخپله دې تاريخي او په اقتصادي لحاظ دافغان ولس لپاره  پدې زورونکې اشتباه باندي پوه سوې اوخپله اعتراف کوې ؟ مگر کله چې دافغانستان پر اساسی قانون بحث کېده

لږ و خلکو همدا تاسوکرزی صاحب  دې ټکی ته  دډله ايزو رسنيو له لاري په خپلو څرگندونو اوليکنوکي متوجه  نه کړ است ؟ چې دافغانستان سياسي،اقتصادي اوټولنيز جوړښت ددې لپاره ندی مساعد چې تاسو دازاد بازارتر نامه لاندي  دامريکا اواروپا يي هيوادونواقتصادي پروگرامونه اوقوانين دلته چې يوه فيوډالی ،له اقتصادی پلوه شاته پاته ټولنه ده اوتراوسه په کليو اوبانډوکي اقتصادي اړېکی دلمړی کمون داړېکوپر وبنياد دتوکوپه تبادله سره تر سره کيږي ،يعنی تاماته څو دانې هگۍ راکړې ، زه بايد تاته پدي بدل کي يوبل څه درکړم ، مطرح  کول به  لويه اوتاريخی تېروتنه وي. متاسفانه هغه وخت همدې کرزی صاحب خپله اودنغري چاپېريال دې ملي غوښتنې ته پدې نامه د ردجواب وايه چې دادکمونستانو طرح ده . خو اوس دادۍ دهمدې کمونستانوپه طرح پسې پښېمانه دی،پداسي حال کښي چې دا دکمونستانو طرحه نه بلکي دادقتصاد پوهانوعلمی څېړنو پر بنياد دشاته پاته هيوادونو اوهغو هيوادونولپاره چې دخپل هيواد دعام ولس دعامه گټوساتندوی ځان بولي علمی اوعملی طرحه  وه  ،ځکه خو هلته اودلته داتيروی عملي اوگټوره ثابته سوې . ددې طرحی پلي کول دافغا نستان  غوندي شاته پاته هيوادلپاره دولس سره په ټولنيز و ،اقتصادی برخو اوهيوادنی پرمختگ کي  بې ساري  مرسته کولاي سول .ډيره عالی  بېلگه ئي همدا اروپايي هيوادونه  اوپه ځانگړې توگه دسکاندنويا هيوادونه دي . لکه سويډن ،ددغو ټولو هيوادونو دولتونه په ميليونو کډوال اوخپل بېکاروسره دهمدې ملې سرمايداری يا ملي پانگې اچونې  په مټ بشری مرستې کوی ،ان چې دنړيوالو بشری مرستو جوگه هم دی .دا کار يوازي دمالېې  دراټولولو په مټ نسي کېداي . همدا اوس موږ ورته گوروپه هر اروپایې هيوادکي چې ملي پانگه اچونه ټکنۍ کېږي په هغه اندازه دخلکو ژوند خوارځواکي کيږي .

کرزی صاحب ! افسوس چي هغه وخت دقدرت پر هغه نيلی سپاره راغلی واست چي دواشنگټن واښه ئي خوړل ،خوسبابه دافغانستان واښه خوری .په اقتصادی لحاظ ديوه غښتلی  اوپرمخ تللی افغانستان  په هيله .ومن الله التوفيق   

 

 


بالا
 
بازگشت