عبدالرووف  ليوال

 

په جمعیت کې دننه مائویستان یې هم نه منی

په افغانستان کې د غښتلی او پټ سیاسی بهیرغړی چې شمیریې سلګونوتنوته رسی او په جمعیت اسلامی ګوند کې اوس داسلامی نوم تر پوښ او څرمنې لاند ې کیڼه مبارزه مخ ته وړی(اشاره ښی خواته لګوی خوګرځی کیڼې خواته) ، دجمعیت دغړونه په ډیرتوپیرسره ،غورځی راپرځی او دټاکنوپایلې نه منی .

ددې لپاره چې دامطلب موپوره زبات ته رسولی وی ، لاړبه شوددې بهیرتاریخی شالید ته !

کله چې دخدای بخښلی عبدالرحمن محمودی په نوښت په څلویښتمه لسیزه کې دطبقاتی مبارزې نه په الهام اخیستلو سره اودبزګرانویون دملاک او فیوډال په مقابل کې د(جمعیت دموکراتیک نوین) شعله جاوید بهیرمنځ ته راغی ، دمرام اولرلید دټکرونوله کبله دا بهیر په څو تړانګووویشل شو.

له هغې جملې نه خدای بخښلی اکرم یاری اوصادق یاری یوه خوا، بلې خواته قیوم (رهبر) اومجید کلکانی ، بل لور ته انجینرعثمان (لنډی) -ډاکترفیض – نادرعلی پویا – شیر آهنګر هراتی دافغانستان په ولایتونوکې په ډلو ،ډلو وویشل شول .

له دې مائویستی مهمو ډلونه ساما (سازمان آزادیبخش مردم افغانستان ) دقیوم رهبراومجید کلکانی تر مشرۍ لاندې[[مجید کلکانی کارمل اعدام کړاوقیوم رهبرپه رڼاورځ په پیښورکې دحکمتیارحزب اسلامی له خوا ووژل شو]].

ساوو :  (سازمان آزادیبخش وطنپرستان واقعی ) چې مشر یې بشیر بهمن و، هغه هم دکارمل په پیر کې اعدام شو.

اخګرډله :  چې مشر یې ډاکتر رووف عاکف وو (دولت ترغې په ترغې کړله )

رهایی  :  مشر یې ډاکتر فیض د بالا حصار دنظامی کودتا (زغروالې شوبلې یې  دپل محمود خان دساعت تر څلی پورې هم راورسیدل ) له وجهې ټوټه ، ټوټه شوه. ( د۱۳۵۸کال دزمری میاشت ).

راوا : مائویستانوپورې اړوند غښتلی اوپیاوړی ښځینه بهیرچې خدای بخښلې مینا په۱۳۵۱کال جوړ اوترنن پورې په درزکې روان اولاهم غښتلی شوی راوا دانګلیسی ( ریولوشنری – اسوسیشن- وومن – آف – افغانستان ) نه جوړ شوی، او مانای یې ده [دافغانستان دښځینه ووانقلابی انجمن ].

مینا په ۱۳۵۶کال کې په قتل ورسیده .

د۱۳۵۱کال دغبرګولی په ۲۵مه دیوه تاوتریخوالی نه ډک لاریون په لړکې چې یوې خواته دکابل پوهنتون اخوانیان اوبلې خواته چپیان وو ،خدای بخښلی سیدال سخندان چې دلوګر ولایت په یوه بزګره کورنۍ کې زیږدلی ، پوه ،ژبه وراوشاعر،مخکښ انقلابی مائویست دحکمتیار له خوا ووژل شو، حکمتیاریونیم کال په دې تور بندی اووروسته پاکستان ته وتښتیدو.

دحزب اسلامی اوددې بهیر تر منځ دښمنی ورځ تر ورځې زیاتیدله ، ترڅو چې په۱۳۵۹کال دغویی په میاشت کې دګلبهاردنساجۍ دفابریکې دکارګرانو معاش ماېویستانو وتښتاو، ددې معاش له تښتولونه کله چې دحزب اسلامی دصبور فرید (دمجاهدینودحکومت لومړنی صدراعظم) ډله خبره شوه په کاپیسا اوپروان کې سخته نښته رامنځ ته شوه په سلګونو کسان له دواړو خواونه ووژل شول تر څو ددولت له مداخلې وروسته جګړه غلۍ خودښمنۍ لاهم ژوره شوه.

وروسته له دې حاکم دولت چې دخلکودموکراتیک ګوند په لاس کې وو هم مائویستانوته سخت ګوزارونه ورکړل.

مائویستان له یوې خوادحزب اسلامی او له بلې خواددولت له ګوزارونو سره مخامخ ول ، نو بله لار نه وه هماغه وو چې داسلامی چترلاندې ددې په خاطر چې مسعودهم کله ،کله مایوستانو سره غمزې اواشارې درلودې په نظارشورا ورګډشول .   له دې کبله چې خبره اوږده نشی ،داشالید به سره راونغاړو.

یو کال وړاندې کله چې دامریکایی ځواکونوله افغانستان نه دپښې سپکولوخبره ګرمه شوه ، په هرات ښارکې پر دیوالونو ددې ډول شعارونو لیکل ډیر شول yanky  go  home   

مانا داچې امریکا خپل کورته ستون شه او یا [ لعنت به ګند اخوان] ګند په هرات کې چټلی ته وایی دادوه شعارو نه څرګند وی چې دمائویستانو ځواک په هرات کې دپام وړ دی.

بلاخره جوته خبر ده چې مائویستان دجمعیت تر چتر لاندې په دې سیمو کې اوس هم سخت فعاله دی:

هرات ښار او په ځانګړې توګه دجبرییل اوشینډنډ ولسوالۍ – دپروان ولایت اکثره سیمې کاپیسا ولایت – غزنی –– میدان وردک –بامیان –غور –مزارشریف ،کندهار اوبغلان، او ځینې نورې برخې ددوی راوا سازمان خودومره غښتلی دی چې ګواښونه

هم کوی، په ټولیزه توګه داخلک دجمعیت په پرتله ډیرپه غصه او دپایلو په اعلان کې

خنډونه جوړوی .

ماخذونه :دآریایی انترنیتی سایټ –  انسکلوپیدیا -  اسک .کام  اودلیکوال یادښتونه

عبدالرووف لیوال

 

 

 


بالا
 
بازگشت