غلام محمد جلال

  

سیمه ایزو کړکیچونه څانګړي هدفونه لري

 

په مسکو کې د افغانانو د سراسري ټولنې دکاري مرکز د رییس ښاغلی غلام محمد جلال  سره د نړیوالو پېښو په اړه ځانګړی مرکه

 -په فدراتیفي وسیې کې د افغانانو د سراسري ټولنې دکاري مرکز  رییس، تاسې دیوه پوه سیاسي شنونکي  شخصیت په توګه د هېواد  او نړیوال روان سیاسي تاو تریخوالی دپراخېدو لاملونه  په څه ډول ګورۍ؟

ځواب:تاسو ته معلومه ده چې  دعربې دنیا نفتي زېرمې  مخ په ختمېدو دي،په اقتصادی لحاظ عربه دنیا امریکې ته نوره هغه  پخوانۍ استراتیژیکه عایداتي منبع نشي کېدلای، له دې سره د امریکا متحدو ایالاتو ته دیوه شمېر هېوادونو د نظامونو موجودیت د منلو وړ ندي او یو شمېر نوریې  خپل وظایف سرته رسولي دي چې هغه هم  نه باید په ارامه له مینځه ولاړ شي.دوی ته استخباراتی برخلیکونه اټکل شوي دي.  ترسره شوي او راتلونکي  بحرانونه په هغو هیوادونو کې د سیاست د بلې پاڼې د را اړولو د پاره چې په نظر کې دي پلان شوي. دمصر،تونس،لیبیا،عراق ،سوریی او دغزې د اوسنې کړکېچونو پایلې به داوي چې هغه لویه عربي نړۍ د یوې سترې او اوږدې تاریخی حیثیت سره، ورو ورو اسراییلو ته پر غاړې ایښودلو ، دروغجن باور ته  ورسوي.

په ډېر نږدې راتلونکې کې به روښانه شي چې په وروستیو دیارلسو کلونو کې د افغانستان څومره طبیعی او ځمک لاندې منابع، بهرنیو هېوادونو ته انتقال شوې دي او لا هم د تروریزم او مخدره موادو په بهانو سره ،زموږ د هېواد  څومره نورې زېرمې تر غارت لاندې دي.

منځنی آسیا،دنړۍ بډایه سیمه ده.دازبکستان سره زر ،دترکمستان ګاز او دقزاقستان معدنیات په نړۍ کې  کم ساري دي. تاسو فکر وکړۍ،دقزاقستان ځمک لاندی غنا یم،د ټولې اروپا له غنایمو څخه زیاته ده.دا د امریکې نه خوښېږي چې یو کوچنی ملت دې د دومره   لوړو او ارزښتناکو هستیو خاوند وي.

روسیه د نورو لوړو او غنی اقتصادی منابعو پرته ،سایبیریا هم لري چې دپټې خزانې په توګه دلوړو اقتصادي ارزښتونو څخه برخوردار ده، امریکې زړه ته نه اچوي  چې سایبیریا دې د یوه هېواد او هغه هم د روسیې  په مالکیت کې وي.

 له ډېرې مودې را هیسې د اروپا  پنځوس سلنه ګاز  له روسیي څخه تمویلېږي ،امریکا ، دا دخپلو ډېرو پلانونو پر مخ ستر خنډ بولي.شرقی اوکراین  دطبیعي منابعو سترې زیرمې لري. ځکه نو امریکې په سیمه کې پر دغو منابعو باندې د لاس بری دپاره  تاوتریخوالیو ته لمن وهي .دې اهدافو ته رسېدل د روسیي د ټوټې کولو پرته ورته شونې نه ښکاري او  اساسي  هڅه هم پر دې لاره کې کوي چې  په روسیه کې نفوذ وکړي.

پوښتنه: نن چې نړۍ وروسته د سړې جګړې څخه بیا هم دیوه جګړه ایز وضعیت د ګواښ سره مخامخ ده،ستاسې په اند څه بایدوشي، چې د دغه ترینګلې وضع پخپل لوری  نړیوال تفاهم  او همغږۍ خواته بدل  کړي.

ځواب: داپېښې او حوادث آني اوخود په خودي ندي چې سړې وکولای شي دهغه پاره عاجله نسخه وړاندې کړي.تاسو وګورۍ، دامریکې د متحدوایالاتو د بهرنیو چارو دوزارت په څنګ کۍ څلور سوه انستیتوتونه فعالیت کوي.د دې انستیتوتونو دندې څه دي؟دوې نړۍ ته پلانونه توږي،د هېوادونو حتی د راتلونکي پنځوسم کال نقشې یې جوړې کړې دي.پر دې نقشو  دامریکا دولت کار کوی او دتطبیق د پاره یې  له سیاسته پېل او پرنظامي علمیاتو یې ادامه ورکوي.دا چې بریالی کېږي یا نه بېله خبره ده،

زه د دې بحرانونو د پای او دتفاهم ټکي  ته د رسېدلو د پاره  د زبر ځواکونو یو قطبی توب مردوده ګڼم.د امرېکې او ناتو پروړاندې باید بل ځواک ځان  را ښکاره کړي. څو په نړۍ کې دهرې وېنا دپاره اورېدونکی پېدا شي او هر اورېدونکی په یوې وینا کې  د تفاهم د پاره  موضوع ولټوي. بیله دې امکان نه لري.

نن د ډېرو ولسونو او هېوادونو پام روسیی ته ګرځي.ځکه  دا یوازینی پر توانه هېواد د ی چې کولای شي د امریکی  له خوا د راپېدا شویو بحرانونو مخه ونیسي.سوریه په نظر کې ونیسۍ،له سقوطه یې څه پاتې نه وو،که روسیه نه وای،به ۲۰۰۸ کال کې امریکی د ګرجستان سره د سیمې اقتصادی او سیاسي  حالات بدل کړي وو.اوس ُاوکراین وګورۍ،که د روسیې قوت  نه وای وخته به ناتو د دې هېواد ترزنې  ناسته وه.

روسیه باید خپل پرېکړونی  ځواک  وښایي،د تاخیر په صورت کې حتی متحدینو ته یې لکه چین او هند هم ستر زیانونه اوړي، دا باید ووایم چې امریکې او متحدینو یې د یوه متقابل ځواک د جوړیدلو زمینې پخپله برابرې کړي دي.له دې حالت نه باید اعظمي ګټه واخیستله شي.ځکه چې ، له لاسه تللي چانسونه به  بیا پر لاس ورنه شي.

مرکه کوونکی:محمد عمر ننګیار

 

 


بالا
 
بازگشت