عبدالقیوم

 

سردار عزیز دخپلو (ډبریو) دتازه کولو دپاره راغلی ؤ

 

نن نژدی ټوله ورځ پر کور وم که  څه چی د کمپیوتر سره مصرف وم بیا می هم طلوع ،ژوندون او دشمشاد تلویزونو کردی میزونه او د هغوی د سیاسی تحلیل ګرو تبصری اوریدی. په لږ تفاوت سره دټولو ګردیو میزونو  دبحث موضوع دپاکستا ن امیتی سلا کار سر دار عزیزسفر ته اختصاص سوی وه.

 ډیرو ښو سیاسی  تحلیل ګرو د پا کستانی  د ملی آمنیت  د مشرسفر په دی حساس وخت کی چی دیوی خوا څخه د افغا نستان د وحدت ملی په نوم  په لړزاند او ترساند حکومت کی شامل دواړه طرفونه اوبیا هریوطرف د خپلو پلویانو، سیاسی حلقو سره  دکابینی دجوړیدو پرسره  سختی پټی لانجی  او چنی وهل دوام لری.

 په ظاهره به د پاکستان  دملی آمنیت دمسؤل راتګ و افغانستان ته ، و افغان ولس مشرته  دملمستیا د بلنلیک را وړی وی ،  داچی داخبره به څونه رښتیا وی یا نه دا به پریږدو. دګردی میزونو دسیاسی تحلیل ګرو تحلیلونه یو شان نه وه  واضح  ښکارید ل چی یوشمیرهغو تحلیل ګروچی خپله هم کلونه کلونه د ای اس ای  دمرستو څخه برخمند سوی وه اویا د پا کستان  په مرسته په دولت کی د مقام او څه شتو څښتنان سوی وه.

هغوی د پا کستان پخوانی تیری اوتجاوز ته دتجاوز په سترګه نه کتل حتا د هغه وخت تیری یی بشرخواهانه مرستی بللی  ځکه چی ده ته یی ورکول، اوس چی پا کستان په هغه شان  دپخوا په ډول دافغان حکومت مخالیفینو ته سلاح او کلداری وکوی دا خیانت، تیری او تجاوز بولی حال داچی دافغانستان په هکله دپاکستان په ستراتیژی او اهدافوکی هیڅ تغیرنه لیدل کیږی.

 

بل شمیر سیاسیون او تحلیلګران  وه چی پا کستان  یی  په خپلو ژمنو او کړونوکی  دپخوا څخه منافق اود افغان ولس  دښمن بلی هغو ویل هغه وخت چی یی مجاهدوته پیسی او وسلی ور کولی په  هغهو پیسو او وسلو یی  زموږ دهیواد مکتبونه ،مدرسی، پلونه ،سړکونه او دولتی شتمنی  سوځلی ،نظامیان او دولتی اشخاص یی وژل اوس هم  هغه پالسی  پر مخ وړل کیږی پس دواړه  هغه وخت او اوس یو ډول دافغانانو سره دپاکستان ښکاره دښمنی او د افغانستان پر خاوره او حاکمیت  تیری بولی.

خبره دسرتاج عزیز پر سفر ؤ ، په کندهار کی یو اصطلاح سته چی دیوه متل حیثیت یی غوره کړیدی هغه داسی :هرسړی چی به هره ورځ مځکو اوباغونو ته تلی اوراتلۍ  نو خلګو به ویل چی پلانی سړی چی هره ورځ مځکوته ځی اوراځي خپلی (ډبرۍ) تازه کوی.  

یوشمیرسړی چی دمرغانو دنیولو اوښکار سره علاقمند وی خصوصاً دکرکانو ،زرګو یا تاروګانو دنیولو سره نو دغه  سړی یا ښکا ریان د آس دلم (لکۍ) دتارونوڅخه په مهارت دامونه (لومی) جوړوی  بیا دغه دامونه  یا لومی دشنوفصلونو او کښتونو په منځ کی چیری چی دغه مرغان ګرځی دهغوی دتللو په لاره کی ږدی هلته څه دخوړلو دانی هم پاشی کله چی پر مرغانو ددانو بوی وموښلی نو هلته ځان رسوی بلاخیره دښکاری په دام کی بندیږی.

بل شکل یی داسی دی چی دشنو فصلو په منځ کی دپنډلونو په څنګ یا دکُردونو نو په خوله کی په مځکه کی ګردی ګردی ګندی جوړوی چی خلګو به ډبرۍ بللی هلته به یی څه دانی (ایږدن) دانی  اچولی  ددغه کیند لی ځای یا ډبرۍ پر سر یی خښته، هواره ډبره یا هواره لوټه  دنریو او نازکو لرګیو پواسط داسی دروال چی یوبرخه یی پر مځکه پرته  وه،دلږ تکان او یاتماس پواسط  رالویده او د کید لی ځا ی  مخ یا خوله یی پټول د دانی خولو د پاره به مرغان دغه  کندی (ډبرۍ) ته ور لویدل او د ډبری پر سر ولاړه  خښته به پر را لویدل مرغه به هلته بند پا ته سوو.

 د دامونو او ډبریو درونکی  دور ځی یو یا دوه ځله پر خپلو لومو او ډبریو ګرځیدل  که به  کوم مرغه بند سوی وو هغه یی را اخیستۍ او بیا به یی  دامونه سره جوړ او ډبری به یی سر ه سمی او نوی دانه به یی پا شل.کله چی ښکاری د دامونو او ډبریو لید ته تلی  نو ویل به یی ځم چی خپل دامونه  او ډبری تازه کړم.

په واقیت کی پا کستانی  لوی او واړه ما مورین چی تر هرنوم اوعنوان لاندی رسمی اوکه غیری رسمی سفرونه کوی هدف یی دخپلو (ډبریو) تازه کول وی. داچی په حکومت کی شامل ډیر کسان هغه دی چی پا کستا نیانو د ډبریو او دامونو دلاری دوی  پلاس راوړی ،روزلی اوس ګمارلی دی هیڅ وخت به دخپل هیواد ګټی د پا کستان تر ګټو لوړی ونه بولی.

هر افغان چی د ولس دګټو پرضد په سهوه یا نه پوهی سره کمه جفأ او تیروتنه کړی وی هغه بیرته  په خپل زیار او پښیمانی سره  خپلی سهوی جبران کولای سی، مګرجاسوس،خرڅ سوی او دپردونوکرشخص او اشخاص بیا هیڅ کله د خپل ولس  سره ددوستی فکر هم نسی کولای او نه بیا د بادارانو د دامونو (لومو) او ډبریوڅخه  ځانونه خلاصولای. پس تر هربل پردی دښمن افغانانو ته پکارداده چی په اول قد مه کی  د پاکستان  او په دوهمه قد مه کی دایران دښمنانه سیا ستونو ته دقیق متوجی وی.

پس د پاکستان دملی آمنیت  مسؤل دخپلو یو شمیر شبکود سمبال او ښه فعاله کول او خپلو جاسوسو ته  دروحی  ورکولو په نیت افغانستان ته پدی حساسو شیبو کی سفر کړیدی.

 که  دی وکولی سی چی  سرپرست سوی وزیران ،والیان اونور چی دچوکیو دلاسه وتلو خطر یی سته  هغه دخطره وساتی ، دخپلو هغو ګړیو دنفوذ څخه ګټه پورته کړی کوم چی  ډیری ډیری پټی اومحرمی دی  دهغوی  پرلاس یی  په خفأ کی د نوی  حکومت په لوړو پوستونو کی خپل جا سوسان وساتی.بل که وکولای سی چی دامریکا سره دسترا تیژیک تړون پر سره په پارلمان کی نوی حکومت ته د سرخوږی پیدا کړی.داچی پر کنړ اونوروبرخو دهیواد راکیټورا غورځوی دا یی افغان نوی حکومت او دولت ته دخپل زور،بی اعتنائی او دنه احترام مانا لری.

ترڅوچی افغانان تر خپلو منځونویو مټی سوی نه وی دپاکستان پخوانیو او اوسنیو کړوته دتیری اوتجاوز په سترګو ونه کوری ،د سولی په یوه پراخه جبهه کی سره راټول نسی دغسی حکومتونه یا یا نور کمزوری حکومتونه موږته دپا کستان د تیری اوتجاوز څخه د خلاصون لاره نسی پیدا کولای.

  په دنښت معلم عبدالقیوم ۲۰۱۴- ۲۰- ۱۰

 

 


بالا
 
بازگشت