عبدالقیوم

 

دآفــغــانـســتا ن

دخلق د موکرا تیک نهضت جوړښت

۱۳۴۳هـ  ش کا ل

د جدي یولسمه

 د پنځمی برخی په ادامه

شپږمه  او وروستۍ برخه

 د وهم فر کسیو ن:

د افغا نستان دخلق ددموکراتیک ګوند په منځ کي دوهم  منفي  اثر ګذاره  فر کسيون چي دخلق د دموکراتیک ګوند دمرګ  سبب هم سو هغه د ځان لوړبلونکی او ځان خوښونی په ناجوړی آخته شخص حفظ الله امین لخوا جوړسوی ؤ،د دی فرکسیون مشری  په خپله د حفیظ الله امين کول. د خلق د دمکراتیک ګوند دننه د ګوتو  تر شمار کم سړو دحفیظ الله امین  سره  پدې لاره کي مرسته کول  یا د هغه پر قدمونو خپله پښه ایښول.

 ښاغلی حفيظ الله امين ترهغه ځایه چي ما پیژندی ،په خبرواو مجلس کي ډېر صميمي ، هميشه  يې خوله د خنداډکه ، د ښه ا نرژي لرونکې ،ښایسته رنګ ،ببري اوپلني ورځي ، پر اخ تندي  او د ښه استعدا د خاو ند وو پدی کی شک نسته.  دوطن په سطحه دعالی زده کړو خاوند ،معلم ،مدیر او دظاهر خان د وخت په پارلمان کي  د پغما ن د خلګو ښه نماینده  او د خپل حزب  ویا ند وو. د داود خان درژيم  په چپه کولو یی کي لمړی نقش او دپا څون رهبري یی وکړل.

حفظ الله امین علاوه پر  هغو ښو صفاتو اوځیرکي چي  یی لرل ،د ده  د میل په مخالفه خبره ژر خفه کیدی(اندک رنجه )،عقده اخیستونکی  او بې رحمه  انسان هم وو،د خلګو اوحزبیانو  پر وژلوعلاوه  حتا دحزب د مشر نورمحمد تره کی هغه چی ده یی لاسونه مچول دهغه د وژلو په طریقه کی خپله بی رحمی ښه ثابته کړل.

حفیظ الله  امين لکه هر بل ځان خوښونکي  سخت د نامه او شهرت علاقمند و.  سره  د هغه استعداد چي  خالق ورکړی ؤ،سره  د هغه جسمي   او فکري طاقت چي لا ره يې، ښه داښه کار دی  هرڅوک باېد د ښوکار و په اجرا کولو  او سرته رسولو  سره  ځان په ولس کي محبوب کړي.خوپه ځان کي باېد داجاغورهم وروزی چي د خلګو احترام اوقد ردا نی يې لیوني نکړي.

حفیظ الله امین تر ډیره بریده د چاخبري او رید لی خوعمل يې هغسي کاوه  چي دده  خوښ وه. لکه د ببرک کارمل د لاسه چی زیاتو خلګو د حزب تر حاکمیت اخیستلو حزب خوشی کړی وو. په دغه شان ډېرو حزبیانودحفیظ الله امين د لا سه حزب پری ایښی ؤ.لکه محمد طاهربد خشي، محمدظاهرافق،تا زه خا ن، داکتر زرغون  سره دخپلو  یوشمیرخوا خوږو ملګرو او نورو.

هغو د حزبه تللو به لا  په حزب او دحزب درهبرۍ مخالف کوم منفی عمل یا تبلیغ نه وشروع کړی، چي حفیظ الله امين به د خپلو یوشميرشخصی ملګرو او وروسته ګروپي یا فرکسیو ني ملګرو پر لا س داخلګ دونه تخریب کړل څوهغوی مجبور کړی چی عکس العمل وښی او د ځان په دفاع کی دحزب مخالف څه و وایی.د حفیظ الله امين کوښښ له اوله  دا وو چي د حزبه  دوتلو خلګو بیرته  حزب ته دراګرځیدو لاره بنده کړی چی بیا ونسی کولای حزب ته راسی.

  په تور لګولو او ټاپه وهلوکی یی تر ببرک کارمل یی کمی نه لاره.او دده  او یارانو لخوا پرخپل دنظر مخالیفو باندی داټاپی وهل کیدی چي داد پلا نی ګروپ دی  او دا د پلانی . دا د ګروپ با زی خبري ببرک کار مل اوحفیظ الله امين د ځانونو د پټولو د پاره راشروع کړي وی.د واړو د حزب د ننه خپل ځانګړی ګروپونه یا فر کسیو نونه لرل.

د خلق د دمکراتیک نهضت  په رهبرۍ کی  د یوشمیر غړو سره  د حفظ الله  امین په هکله  یو څه تشویشونه دپخوا څخه  موجود ؤ. مګر حفیظ الله امین  په خپل مهارت نورمحمد تره کی ته دونه ځان نژدی کړی وه چی  په پوست او مغزویی ور ننوتی ؤ. حفیظ الله چی هرځل  دنور محمد تره کی سره مخامخ کیدی دواره یی  دهغه لاسونه ور مچول او هغه ته یی دپلار خطاب کاوه ،چی په ټول حزب کی هیڅ بل چا دا کار نه کاوه.

دنور محمد تره کی  لویه اشتباه دا وه چی  تر حاکمیت اخیستلو مخکی یی د حزب  دټولو نظامی  ملګرو د تنظیم کار یوازی  حفیظ الله امین ته وسپاری .حال دا چی د رهبرۍ نور غړی د نورمحمد تره کی د دی تصمیم سره سخت مخالف وه.  څوځله نورمحمد تره کی ته په ځانکړی توګه  وویل چی  دنظامی ملګرو سپارل  یوازی وحفیظ الله امین ته  غلظی  او دخپل ځان وژل  دی وکړل. په خواشینی سرباید و وایم چی نور محمد تره کی  په خپله اشتباه  هغه وخت وپوهیدی چی  ډیر ناوخته ؤ.

  حفیظ الله امین دحزب دنظامی کمیتی تر تصاحب وروسته  د رهبری د نورو غړو څه چی خپله  د نور محمد تره کی پروا هم نه لرل. حفیظ الله امین  هغه  وخت  په نورو محمد تره کی پسی بد ویل  شروع کړل  چی  نورومحمد تره کی دحفیظ الله  امین  وړاندیزونه  رد کړل. دحفیظ الله امین وړاندیزونه داوه چی دی او دفوځ نظامی ملګری کولای سی د سردارمحمد داودخان نظام په لږ قربانی ورکولو چپه  او حکومت په لاس کی واخلی. مګر نورمحمد تره کی به  دحفیظ الله امین غوښتنه ردول ،ورسره ویل به یی چی لا زموږ حزب د دی توان نه لری   چی تر قدرت اخیستلو وروسته  قدرت  وساتلای سی،زموږ حزب لا ځوان دی .

دحیفظ الله امین پر دی پیشنهاد څوځله  ټینګار او دنور محمد تره کی مخالفت د دی باعث سوو چی نورمحمد تره کی درهبرۍ د نورو غړو هغه خبره و منی چی د نظامی کمیټو سپارنه یوازی حفیظ الله امین ته یو اشتباه وه.څه وخت چی  دحفظ الله  امین پیشنادونه دحکومت د چپه کولو  دنورمحمد تره کی لخوا په قاطع توګه رد سول،حفیظ الله امین درک کړل چی نظامی مسؤلیت یی دلاسه وزی او د یوشمیر نورو خبرو په اساس ممکن  دحزب د رهبری کمیټی څخه لیری سی. نو حفیظ الله امین دیوه ګروپ (ملی دمکرات) په نوم په جوړیدو پیل وکړی او د خپل معنوی پلار نورمحمد تره کی دشخصیت پرضد یی تبلغاتی کمپاین په کابل او دهیواد په ډیرو ولایاتو کی را شروع کړی.

که چیری دغه وروستی انکشافات  ( دمیرآکبر خیبر ترور، دهغه جنازه ، دحکومت بیځایه حمله، دخلق د دمکراتیک ګوند درهبرۍ دغړو  نیونه چی نتیجه یی  دثور دمیاشتی د اوومی نیټی نظامی پاڅون سوو) په زیاته عجله  منځ ته نه وایی راغلی  ژر به د حفیظ الله امین دلاسه څخه دنظامی کمیټو مسؤلیت اخیستل سوی وای. او د داسی تریخو پیښو شاهدان به وایی .

حفیظ الله امین د وخت څخه په آستفاده یواړخ ته په نظامی آفسرانو کی خپل شخصی نفوذ زیاتاوه او پر څنګ یی د ملکی حزیبانو څخه پر ځان یوه حلقه را تاو کړل. د ټولو موازینو او اصلو خلاف یی پټ دحزب  دحزب په  دننه کی دحزبیانو څخه  د(ملی دمو کرات ) په نوم  ځانته جوړه کړۍ.

    دحفیظ الله امین د( دموکرات ګوند ) درهبرۍ غړی دغه  لاندي  شخصیتونه  وه:

1       -  حفیظ الله امين.

2       -  محمود سومأ.

3         - عبدا لرشيد جلیلی.

4        -  محمد منصور هاشمي.

5       -  محمد صد یق عا لميا ر.

6       -  صاحب جا ن صحرايې.

7       -  را ز محمد پکتین.

د محمدا قبا ل وزیری د کتا به . ”

 کله چي ما ته محمدا قبا ل وزیري صاحب خپل کتا ب راواستوی ،ما په ډ ېره مینه ولوستۍ د نورو خبرو برسیره دا د ملي د موکرا ت ګوند خبر ه د پوښتني وړ وه. که څه چي ما ته  د څرخي پله په زندا ن کي  هغه وخت چي زه ښاغلۍ محمود سؤما دواړه  بندیان اویوه کوټه کي کوټه قلف  وو هغه وخت د دې  خبري یا د  کړي وو،زه پوره  مطمئن نه وم.

 د وزیری صاحب دکتاب ترلوستلو وروسته  مي تلیفون راپورته کړي   او سومأ صاحب ته مي زنګ تیر کړي .ترسلام   او ستړي مشي وروسته مي دغه پوښتنه  بیا ځیني وکړل ،نوموړي دا قبا ل وزیري دا خبره چي حفظ الله امین اوملګرو یی  دخلق ددموکراتیک ګوندپه  دننه کي بل ددموکرات خزب په نوم  حزب جوړکړۍ وو.

  محترم محمود سومأ په ډیرجرأت نه داچي تائید  یی کاوه بلکي دخپل غیري اصولي عمل څخه یی دفاع کول، اویل یی خود موجوړکړی ؤ ،ځکه موږ پوهیدو چی په نږدی وختونوکی حفیظ الله امین  دحزبه څخه وباسی .نو موږ واردمخه خپل ګوند جوړکړی.مات د سوما صاحب داخبره  ډیره بده معلومه سول.

وګوری دي  خبري ته هم خلقیا ن  او دهغو په نس کي د موکرا تا ن په یوخت کي ، دا خبره لا معلومه نه ده چي رښتیا به دخلق ددموکراتیک ګوند د رهبری په جلسه کي وحفیظ الله امين ته د خپلو غیري اصولې کړو جزأ څنګه ،څونه ټاکل لیدل .

مګرده  او ملګرو يې داصولو خلا ف ډېر مخکي بل حزب جوړکړی ؤ،ګروپ يې درلودی،فر کسیو ن يې لاره. ځکه ګروپ   او فر کسیو ن په یوه مياشت حتا یوه کال کي هم نه سي جوړېد لای .څنګه  دیوحزب غړي د خپل حزب ضد  او مخا لف   خبره  د بل حزبی  سره  شریکه وي داجرأ ت   او اعتما د په یوه ورځ څنګه په وجود را تلای سي.

د حزب داصولواو پر نسیبو د مخي د دوئ دغه  عمل د حزب په د ننه کي د بل حزب جوړونه جفأ   او حتا خیا نت وه. زه هم هغه وخت دافغانستان د خلګ  د دموکراتیک حزب غړي وم،په کندها رکي ووم، د نور محمد تره کي اوحفظ الله امین  سره  مي څو ځله لیدلۍ  دی.

 ز ما  په مخکي هیڅ وخت چا دا جرأت ندی کړي چي د بل حزبي  په باب منفي  خبره  دي څوک وکړي. د داکتر صا لح محمد زیرې  سره  د محمد ظاهر شاه د حکومت  پر وخت د کندها ر په لوی محبس کي بندی، د کوټي   او کا سي ا نډ یوال ووم . نژدې یوکال  سره  په یوه کوټه کي وو، سیاست ،مطالعه  او زده يې را ښوول  لاکین یوه منفي  خبره مي د هیڅ حزبي په باب په قسم چي نه ده ځیني   او رید لي   او  که مي احسا س کړي وايې هم په قسم    او س مي لیکل.

ښاغلی محمد جمعه با رکزی ما ته یوه ورځ وويل :ډ ېرد پخوا څخه حفیظ الله امين د خپلو اعتما دي  خلګو  پر لا س د نور محمد تره کي د شخصیت ضد فعالیتونه راشروع کړي وه.

ښاغلي محمد جمعه بارکزي ویل تر انقلاب ( دثور دمیاشتي نظامی پاڅون) مخکي یوه ورځ په کابل کي د نواب   چي موږ د سرښوونکی  نواب   په نوم پیژندي .  دهغه سره   پر لاره تلم چي نواب   د خبرو په جریا ن کي را ته وويل :بابا نور زوړ  سوی دی  د کار  ندی .

با رکزی صاحب وايې ما فکر وکړې چي نواب   خپل پلا ر یا دو ي ، ځکه ما دده  پلا ر ښه پیژندی  ما دده   خبره  تائید کړل ،  پر علاوه  مي کړل چي هغه بیچا ره د ډ ېر عمر سړی دی .د ی پوه سو چي زه سم نه یم پوهيد لی را ته په بی ادبی يې وويل دا تره کی درېا د وم .

ماو رته وويل څه کوې بچو  اوس مو په تره کي پسي هم راشروع کړل؟دا    ۱۳۵۵ هجري کا ل وروستی شپی وی.

بل د ۱۳۵۵هحجري کا ل  په د وبې کي  ډاکتر سورګل  د هغه پلان  له مخي کندها رته راغلی او په ا رغنداب  ولسوا لی کي د سردار محمد معلم صاحب په کورکي میلمه وو. د شپې ورته راټول کړل سوو حزبیانوته سورګل د نورمحمد تره کي په   مخا لفت  کي د حزب داصولو  سره  نا سا زي خبري او د ادبه وتلی تبصره کړي وه.  دهغې شبې په سبا ما ته د غونډي یوبرخوال  سرښوونکی صاحب مراد محمد خان ټوله کیسه وکړل.

 ډاکترسورګل دملي دموکرات ګوند درهبرې دفیصلې د مخي په ولاېا تو ګرځيد ی .دهغې ميلمستیا ټول برخوال شکرژوندي  دي.او هغه برخوا ل چي ما ته یي ټول احوال ووایه هغه هم ژوندی دی  .ولۍ یي ما ته داخبري راو ړي؟ په د ی چي زه د نوموړي سر ښوونکي صا حب مرا د محمد خان حزبي مسؤل وم.د نوموړي حزبي رابطه زما  سره  وه.

همدغسي یي د هلمند په ولایت کي ورته فعا لیت کړی ؤ.چي ددوی  د خبرود رد  د پا ره زه  اوعبدا لرشيدارین د واړه  هلمند ولایت ته په ګډ سفر ولاړو.په روزګا ن ولایت کي د صاحب جا ن صحرایي په هدایت ملاصا لح، عبدا لشکورروستا یي   او ښایسته وا رث دا فعالیتونه  مخته وړل.

موږ دخلق ددموکراتیک حزب دپاره ،دوی دملي دموکرات ګوند دپاره فعا لیت کاوه. موږ هغه وخت نه پوهیدو چي دوی جلأ ګوند جوړ کړیدئ .همدا   مخا لفتونه  وه چي دجنوب غرب ولاېا توهغه کد رونه چي ترقد رت مخکي یي ددوی  ملي د موکرا ت ګوند د غیري او صولی کړونو ضد مبا رزه کړي وه .

د حفظ الله مین ملګرو د خپل اقتدارپر وخت د هغه  عقد و  پر بنیاد  یو شمیر مخکښ ملګری په مختلیفو تهمتونو او دسیسو سره ووژل د کابل دريشخورد فرقي د تو طئي چي دا فغان ملتیا نو په دستور تر  سره  سول. د موقع څخه په استفاده یی تر ۲۰۰ نفره زیات د خپل نظر  مخا لف  خلقي کد رونه ونیول یوشمیر يې ووژل.

لکه د کندها ر  مولا نا کبیر، عبدا لعزیزبسام ، د هلمند انجینر سلام، د هرا ته اقاګل باعث، د سپیروا ن  د کلۍښوونکی صاحب د ېن محمد خان چي د شنډنډ ولسوا ل ، سید کریم په بدخشا ن کي   او زیا ت نور، په توطیو اودسیسو جوړولواو وژلویې شروع وکړل.

د ډاکتر صاحب شاو لي د وینا  پر ا سا س حفیظ الله امين غوښتل چي غلام د ستګیر پنجشيري او ډاکټر صالح محمد زیري هم د پورته ذکرسووسره  یوې ځای ووژني، خوما مرسته وکړل.

 رښتیا ما ته دوه ځله یوځل د څرخي پله په زندا ن  اوبیا  د ډاکترصاحب شا ولي   په کورکي  ۱۳۶۶هجري شمسي  ده  دابیا ن کړی ؤ . اوډاکترصالح محمد زیری هم د ډاکترصاحب شاولی دخولي دغه بیا ن به خپل اثر( دنیمي پیړۍ خاطرات) کي لیکلی دی.

  وايې بیګیریش که نه ګریت.نو هغه ؤ چی پر نورو د فر کسیو ن با زا نو،فر کسیو ن لرونکو نومونه ورحوا له کړل. هر مخا لف  نظروا ل  ګروپ نه  بلل  کیږي. ګروپ یا فر کسیو ن هغه وي چي جلا   او ځا نګړي رهبری ،تشکيلا ت اوغونډ ی ولري.

دا یوازي  په ګوند کي د ننه  ببرک کار مل   اوحفیظ الله امين  او تریوی  اندازی هم ډاکټر زرغون ګروپونه لرل او بس. د ډاکتر زرغون دګروپ نښی او علایم دکابل څخه تر هرات ،دهرات څخه تر بدخشانه پوری نه تر سترګو کیدل . البته په کابل اوخوست به یی یو شمیر هلکان ملګری وه.

نورټولو ګوندیانو  ددوی  د  فرکسیونی کړنو خلا ف درېځونه لرل.دوی هغه په مختلفونومونويا د ول. چي دا دبد بختۍ تخم پورته ذکر سوو وکری  دوی مړه سول مګروني يې تراو سه پوري  ترخه میوه کوي.

خوړونکي او معتا دین يې ورسره داسي عا د ت  سوي دي  چي ويې نه خورې مريضا ن کیږي.لکه تا ریا کيا ن،چرشیا ن  او بنګیا ن.نور فر کسیو نونه په حزب کي نه وه.کله ناکله لنډ فکری وايې يا لیکي چي د تره کي ګروپ. څو نه سا د ه  اوسپین سترګی خبرده.تره کي خوحزب وو ،تره کي د حزب بنیاد ګزار او منشي ؤ .

که د تره کي طرفداران فرکسیون وي نو بیا ګوند څوک ؤ؟ .د حزب نوم یا د   حزبیانونوم چاته ورکولای سوو؟. هیچا دنورمحمد تره کی څخه دفاع نه اونه ددفاع سوال مطرح ؤ ،هرحزبې داصولوڅخه دفاع کول نورمحمد تره کي دحزب عمومي منشي  ؤ.

 هوشخصی علاقه مندي، سمتی علاقه مندي،ژبنی تمایلا ت،شناخت   او ا نډ یوا لی وي.چي داطبعی ،ضروري   او حتمي باېد وي.ځکه هرمشر اوکدرپه خپل ولایت، سمت، ژبه وا لو کي د فعالیت امکان ترنورو ښه درلود.نودا د جها ن په ټولو حزبو کي سته. بیا چي سیا سي فعا لیتونوکي چي هغه هم په پټه  او نیمه لڅه وضعه کي تر  سره  سوې وي .

د د ی خبرو د پا ره ډ ېردلأیل سته.د خلق په د موکرا تیک جریا ن کي د حفیظ الله امين ګروپ نه د شميرد مخي زیات و  او نه د نفوذ.

د پورته د وو ګرپونو د شتون  او کړونو نتا یج تا سي پخپلو سترګو ولید ل   او دوی هم. یوه بله ډله چي د عبدا لکریم  زرغون د نوم  سره یی  د وستان  تړي ،زما په فکر تر حاکمیت مخکې څه وخت چي عبدا لکریم زرغون ژوند ی وو دیوشمير اشخاصو به ور سره  علاقمندي وه ،جلا د کوم سا زمانی   او تشکیلا تي کار ا سنا دیې نسته ،اما تر شپږم تر جدي وروسته د دې  نوم څخه یوشمیر اشخاصودرو سا نو   او کار مل څخه  امتیا زیات واخیستل.

لا تر  او س مو یوشمير په هغه پخوا ني خپلو جوړو کړيو فر کسیو ني بړستنو کي بیدېږی. ځکه  پر پا ک ځای خوب نه ورځي ،ولی چي د عمل ترک کول پوره ایما ن ،ټینګه ا را د ه، سم در ک   او غښتلی ماغزه غواړي.په ډ ېره خواشنی  سره  باېد ووایم چي ځنی په دغه  شکل ته ترمرګ پوري د وام ورکړي. داسي خلګ لغوړن  سوي دي ،لغوړن سوي شي نه پخیږی. په د وی باندي  ځا نونه ستړی کول، د وخت ضایع کول دي .دوی دي   خدای (ج)  را سړی کي.

نومي د پخوا په ډول هیله د ځوانانو دا د ه چي .په صداقت لاسونه   سره  ورکړي دغه  بیچا ره  ولس ته نجا ت ورکړي. زړی،خرابی،درد ونکي، ګټه نه لرونکې کیسې زړوته  پر یږدي چي شخوند  پر ووهي تا سي  یوازي  ځا نونه خبراو پند واخلې.واحد سي واحد حرکت وکړی    او واحد حزب جوړکړی.

ما دا  خبري د لته په د ی نه دي  یا دې  کړي چي د چا څخه د فاع وکړم   او ياڅوک بد معرفی کړم.خو داسي هم باېد ونسي  چي وچ   او لا نده ټول وسوځل سي.ماهغه لیکلې دي  چي پیښ سوي دي ، نور وخت د دې  دی  چي را تلو نکو ته رښتیا څه چي تیر   سوي دي   هغه سي  پر یږد و.

دهیڅ چا ه  سره  مي په حزب کي د وستی  او د ښمني نه وه  د ټولو   سره  د وست وم   او د ټولو  سره  د ښمن. د  پر لا ره بر ابرو د وست د بې لا رو د ښمن وم یم. هیڅ چا هیڅ وخت هم  څه نه دی  راکړي. نه ترفیع، نه مډا ل ،نه بخشش، نه بُرس،نه کور،   او حتی حزبی کار ت هم نه دی  راکړل سوی. یعنی په یوه  خبره  هیڅ شي چا نه دی  راکړي.   او نه مي د چا څخه څه غوښتيدي. نوولی به  دیوه بی ځایه صفت   او د بل غیبت کوم.

د هرچا ښوته ښه وایم   او بدېی ا نتقا د وم.په د ی چي په د ی حزب کي مي،کار  کړی دی  ،خوا رې يې زماو ي امتیازدهغوی،   او  په د ی لا ره کي مي ډ ېري خوا رۍ د فرکسیون با زانو د لا سه ګا للي   او لید لي دي .ما مبا رزه وولس ته د ښیګڼو  او خد مت په نیت شروع کړې وه ،  او بس د ونه  پوهيد م .

   او س هم څونه چي پوهيږم ،څونه چي مي لید لي دي  هغه مي لیکلي  دي .  او واقعيت خولا دا دی  چي تر۱۳۵۷ هجرې کا ل د ثورد مياشتې   وروسته نوردافغانستان د خلق د موکرا تیک حزب د حزب په مفهوم پا ته نه وو.

 ځکه ټول اختيا را ت لمړي د حفیظ الله امين د ډلګي بیاو روسته د ببرک کار مل د ګروپک او تردوی د و وروسته د ډاکتر نجیب الله خان  خادي  واک چلید ی.هرڅه د مشخصوافرادواو لا سته وولید ل.د حزب حاکميت ،دحزب  دسته جمعي رهبري  ختم سوی وه.

او دغه د سیسه کاران،فرکسیون وال  ،په مرضونو اخته کسا ن ټول په څلورو  واړو فرکسینونو حفیظ الله امين،ببرک کارمل ،ډاکتر زرغون   او داکتر نجیب الله غړي په هیڅ صورت د شميرد مخي تر یوسل   او  پنځوس ۱۵۰نفر و نه علاوه  کیږي  .

نور ټول  دافغانستان د خلق د دېمکرا تیک  حزب (خلق اوپرچم ) غړی پا ک ،صادق ، پر وطن  او خلګو مين،واقعی مبا رز ېن وه. که څه چي  په حزب کي خو د موکرا سي  کمبله تر لمړي کنګري  وروسته ټوله  سوي وه . تر نظامي   او سيا سې قد رت اخستلو   وروسته بیخي هغه نیم بنده د موکرا سي هم د منځه ولاړه.

 نوردګروپونو اګسا،کام   او خا د پا چهې وي نه د حزب حکومتونه    د خپلي  د ی خبري دا ثبا ت د پا ره ډ ېراو بیخي زیات د لأیل لرم .

مثلاُ ښاغلي عبدا لرشيد جلیلي په خپل ا ثر" غميزه څرنګه منځ ته راغله؟ لیکي :" پلا ن  داسي و چي د ثورپه ۷ نیټې به په  اوردو کي د خلقیانو نظامي سازمان ، پر ګوند باندي  د داؤد خان د حملې په مقابل کي د ګوند نه د ملا تړ په خاطر په  داسي وخت وسلوال پاڅون کوي چي نه  یوازي  د پرچم نظامي برخې  سره  کوم سا زما نی اړیکې نه لري   او باور پری نسي کيدای ،بلکه په ملکي برخه کې هم دامين  او هم د هغوئ  د ملګرو پر ضد نه یواځي د کار ملي  پر چميا نو د خوا، بلکې د زرغون په د رېځ کې ولاړو خلقیا نو د خوا هم جګړه پیل شوې وه.

" چي د ګوند نه دامين  او يوشمير فعالو کدرونو ويستل شامل وو.نو ځکه نه یواځي  پرچميا ن،بلکې یوشمير خلقیا ن باېد د پاڅون نه  نوای خبرسوي او پاتې خولا دا چي ګوندي د بهرنیو هیوادو نو استازي د شورويانو په ګډون به د دې  پاڅون  نه خبروو".  ۵۴صفحه .

د د ی خبري معنی څه د ه؟چي د پاڅونه  پرچمي   او دده  په ژبه یوشميرد زرغون د ګروپ په موضع کي ولاړ خلقيا ن به نه  خبره  وه .

 پس سوال پیداکیږی چی دا  پریکړه، فیصله  ،تصميم ،چا؟ چيري ؟ د حزب کم مسؤل مقام وکړل؟. د حزب د تصیم نیولو عالي یا لوړ مقام سیا سي بیرو وه .  اوخپله عبدالرشید جلیلی نه دسیاسی بیروغضویت لاره او نه دنظامی کمیټو مسؤلیت. دا ثابتوی چی د حیفظ الله امین د ګروپ(ملی دمکرات ګوند) تصمیم او فیصله وه نه دخلق د دمکراتیک ګوند درهبرۍ تصمیم.

ښاغلي جلیلي صاحب  د خپلي  خبري شا ته  فکرنه دی کړی امين  او دهغه ملګري  څه معنی ؟د حزب ټول غړي خپل ملګري نه بولې . نومعلومه د ه چي د حزب په نس کي بله رهبري فر کسیو ن وه.یا ملي د موکرا ت حزب.چي  پر ټول حزب يې باو راو اعتما د نه لا ره.

واقعیت هم  داسي نه وه لکه دی  چي لیکي، امین  او محد وداشخاص  چي ټول حزب کي په هیڅ صورت ۲۰ نفروزیا ت نه وه په د سیسو لړلې وه .

 واقیعت د مسلی همدغسي دي چي ۱۳۵۷ هجری کال د ثور دمیاشتی تر نظامی پاڅون  وروسته پرحزب   او د لت مسلط قوت یوا زنی او برلا سی قوت دامین فرکسیون ملي د موکرا ت حزب ؤ د افغانستان دخلک دمکراتیک ګوند.

په د قیق ډول د عیني شاهد په توګه دالیکم چي  د ټولو  ولایتو نووالیان چي په عیني وخت کي دهغه ولایت د حزبي کمیټو منشا ن به هم وه ،یا د حفیظ الله امین دفرکسیون پخوانی غړی او یا دهغوسره وابسط سوی  سړی چی حفیظ الله  امین ته یی کار کاوه مقررکړي وه اویوازي یی د حفظ الله امین په خوښه او آمر کار کاوه .

ډیر د دې والیانو او منشيا نو  څخه  د افغانستان د خلق د دمکراتیک ګوند دنورو غړو په تناسب وړاشخاص،مستحق اشخاص اواهل سړي هم نه وه ،او نه د حزبي سا بقي ،پوهي اولیاقت پراسا س بلکي په شخصي او فرکسیونی اړو سره مقر سول.

همدا ډول نا روا مقررۍ  يې په پوځي ساحه کي هم وکړي. په مرکز کي هم بیله څومحد ود پخوا نیود مرکزي کمیټي غړي چي یو مجبوریت ؤ، هغوی یی  پرغیرفعا ل ځایونو مقرروساتل. اصلاً اجرائیوي صلاحیت اوقدرت  ځایونه لکه ولایت مقام ، دامنیت ریا ستونه، د ولا یتي کمیټو منشیا ن ټول دامین سړي وه یا سول.

 په بل ځای کي جلیلي صاحب  لیکي"امين خبر وچي د تره کي د فترته ورتګ دده  په مرګ تماميداي سي ځکه چي څوځلې مخکې ورته تره کي  خپل د فتر ته بلنه ورکړي وه خو د همدغو د لیلونو د مخې هغه نه وه منلې".

 لیکونکي: ولي عبدا لرشید جلیلي دا خبره نسي واضح کولاي چي دغه  د تره کي اوامین  ترمینځ شیطا ن څوک ؤ،چي خبري يې دیوه په ګټه اوبل په ضرررسولۍ؟ اوداشیطان د چا له لوري ګمارل سوی ؤ.

تر خپلی جوړي کړي صحنی وروسته وايې چي درو س سفیر پوزانوف ځان دامين دفترته راو رساوه  ...د پیښي عاميلین يې وغند ل....   او زیا ته يې کړل چي که داپیښه  داسي اعلا ن سي چي تره کي د نا روغتیا له  امله ا ستعفاوکړه اود تداوي  د پا ره شوروي ته ځي،اوپرځای يې امين دانقلابي شورا لخواو ټاکل سو".

رښتیا همدغسي د شوروي د سفیردپه هدایت سره سم په را دیو   او تلویزون کي مواعلا ن واو رېدی،چي تره کي دمریضۍ له امله استعفا وکړل .خو دا خبره بیا  ورسره ونه سول چي شوروي ته دتداوۍ دپاره ځي .

امين  او ملګرو يې بیله ډاکتر اوشفاني څخه مریضان تداوي کول.  بیله محکمي ،تحقیقه، پوښتني ، د وسيې،  او چا ته نه ورښول  و هغه ته چي د ه تر پرونه په د رواغو  او منأفقت ورته  پلار،رهبر، مشر، ا ستا د د  خلګو په حضورکي بلې.

د هغه زړې ښځي ته يې د مورخطاب  کاوه.هغه لاسونه  چي د ه هرورځ په منافقت مچول ، د هغولا سونو څښنتن په یوه غیري ا نسا ني ،وحشیا نه،ظا لما نه، د بشري   او الهي قوا نینو خلا ف عمل  سره  ووژی .

په اصل کي  دانسان وژنه بې غیرتي ده. رښتیا پښتون، افغان،ملګري ،شاګرد،صا د ق، پر قول ولاړ،بې کينې سړی به  شاید هم  داسي سړی ته ويل کیږي ،زموږ کمبختو عقل به کم وی  نه يې سو سم در ک کولاې.

 یقیني  خبره  ده چي نور محمد تره کي ته  دتړون ښځي  چي دا سدامين په ملګرتیاسره  اودهغه په مرسته  تر مرګ مخکی دونه وهل ورکړل سوه چي  نورد ژوندي پا ته کید و اُميد ورته نه وو .د کوما په حا ل کي و چي  پر خوله يې با لښت  ښاغلو ۱ - ۲ - ۳ - ۴   ............ صاحبا نو ورکيښود  او  ويې  وژی  .

کله چي  قا تلا نو د نورمحمد  تره کي د مرګ  خبر وحفیظ الله  امین ته راو ړي ،امین بیا هم باوري نه وو،څو د قاتلا نو سره  یوځای ورغلې   او د نورمحمد تره کي جسد يې ولید چي په رښتیأ يې نوکرا نو وظیفه سمه سرته رسولې د ه ،څه ارام يې نفس وا يستی.

داخبري د نوم  نه ښود لو په شرط هغه چارا ته کړي دي  چي امنيتي وظیفه يې لرل  اوبل هغه چا چی امین ته ډیر نژدی ؤ. حفیظ الله امين    او شپږ نژدې یاران  يې په خپل دي  کړوکي  د سختي ګناه مرتکب سول، دافغانستان د خلق  د دموکراتیک حزب د خرابې او خپل ژوند د بربا دې و سیله لکه سردار داودخان چي دځان اوخپلې کورنۍ په هکله ؤ،  دوی هم  خپله سول.

زه خو اول  وژنه  غندم  اوبیا په دغه  شکل وژنه ، دغه  ډول عمل د بشري ،ا لهي   او ا نسا ني نورمونو خلا ف بولم . کله چي  دبشري ،انساني او الهي  قوانینو خلاف ورزي  وي ،نوبل هرډول عمل  دوحشي اوددرنده ګانوخاصه بولم.

 په ډ ېرا فسوس چي ښاغلۍ محمود سؤماهم د واقعيت  ویلو څخه نه  داچي ځا ن تیروي په خپله لیکنه کي د نور محمد تره کي مړينه د عمر زیا توالي   او مریضي ښيې  دا خبره نو د محمود سؤما صاحب  په قلم  دده  د شان  سره  نښا يې سوما صاحب زما د محبس د سختو شپو د کوټې ملګري ؤ.تر ټولوبده يې لا داچي تراوسه   یوشمير په دسیسوکي ښکیل د حفیظ الله امين سلطنت ته د ملي حکومت نوم ورکوي  .

ضروردا د ه چي د ملي حکومت پيژند نه  او تعریف وسي. یوبله  خبره هغه داچي حفیظ الله امین  دونه خپل سری ؤ بیله دی څخه د دحکومت مشر،دحزب مشر،دحزب د رهبرۍ اعضاوی خبر وی ، دحکومت څلور پرکار ولاړ وزیران ،دحزب دمرکزی کمیتی غړی پر خپل سر دوظیفی لیری کول او دهغوی د بندی کولو آمر ورکړی ؤ.

دټولو افغانې واسلامی ،انسانی اوپښتني دود او دستور خلاف يې د سيد محمد ګلاب زوی،محمدا سلم وطنجا ر، سروری اومزدوریار ښځۍ او اولادونه زندانی کړی.

 اوخپله د نور محمد تره کي ښځ چی ده هر وخت ورته مور ویل هم زندا ن ته اچولي وه. د حیواناتو څخه هم چي ښځه وګرځوې تر مرګه جنګ کوي .په دی جنګ کي هغوی هیڅ ملامته نه دی  ،په پښتني د ود کي  پر  ښځه جنګ نه کول د .....ده.

 هوببرک  کارمل،ډاکترنجیب الله  او سلطان علی کشتمند د شورويانو تر چتر لاندي   د  حفیظ الله امين د کورنۍ ،ښځواوماشومانوسره دغسي د افغانیت،ا سلام او دود خلا ف ناروا عمل وکړی، ښځي او ماشوما ن يې په کلونودڅرخي پله په زندا ن کي اچولي   او   زورولي دي .

او د داکتر شا ولي ښځه يې ووژل . د ښځو  سره  بد چلند ،بیا په افغانې ټولنه کي ، د عقیدې ، دود، افغانیت ، اخلاقو او اسلامي  ارزښتونو خلا ف ورزي د ه.

 هرحکومت چي د نارېنو سره  د مخا لفت ،جنګ   او جګړې په وجه د خپل حریف یا  مخا لف  د کورنۍ په خاصه ښځو  او ماشوما نو  سره  بد سلوک کړی   او یاکوي، هغوی ټول د ترټني وړ  او بد حکومتونه وه.

  نه غواړم نورپرترخوواقعيتوڅه ووایم. واقیعتونه با ید لڅ سي، مګر تهمتو نه،تورونه باېد ونه تړل سي، دا دب  ،پښتو،پښتونولې ،ا سلامیت مخا لفي لیکنې باېد ونه سي   او که چا کړوي هغه باېد وتره ټل سي.

 

په وروسته کی د " آریائی "(Araiye) پاڼی دمحترم چلوونکی "جرأت" صاحب او دهغه محترم د همکارانوڅخه مننه کوم چی هر وخت یی نه یوازی زما بلکی دهر افغان لیکنی او نظریات بیله لاس وهنو په پوره امانت داری سره  کټ مټ نشر کړیدی. زه د الله له درباره  ورته روغ صحت اوښه ژوند غواړم. معلم عبدالقیوم.

اوس چی دافغانستان دخلق د دمکراتیک ګوند دجوړښت په هکله مو زما دلیکنی ټولی برخی ولوستلی حتمی خبره ده دچاه دفکرسره به می جوړاو خدای نخواسته دیوشمیر دوستانو دفکرو سره به می ناجوړی خبری کړی وی. بخښنه غواړم  د دی دپاره چی غلطیو ته می متوجی کی واقیعتونه را په ګوته کړی.هم دنوم په ذکر اوهم دنوم په پټ ساتلو سره ستاسی معلومات دراتلونکی نسلولونو د ذهنیت د روښانه کولو په هیله لیکم .خپل نظرونه په دغه پته(aqayum7@gmail.com )   (01-804-264-7133)را سره شریک کړی ځکه تصمیم لرم دغه دکتاب په بڼه چاپ کړم

 

 

 

0000000000000

د څلرمی برخی په دوام

پنځمه برخه

دخلق په دمکراتیک نهضت کی دلمړی فرکسیون زیږید نه:

کله چی په هیواد کی دسردار محمد هاشم خان دصدارت ظالمانه دوره تیره سول پرځای یی بل ورور شامحمود صدراعظم واکی په لاس کی واخیستی دی ورور اوسلطنتی کورنۍ په ګډه دولس سره په خپلو کړو کی څه نر مښت راوست .  څه سیاسی بندیان یی خوشی کړل د آساسی قانون د جوړیدو خبره را منځته سول. دوخت څخه په ګټه اخیستلوسره منوروافغان ځوانانوپه هیواد کی دسیاسی نهضتونودجوړښت  اړ تیا احساس و کړه.

دلیری پرتو هیوادونو نماینده ګیواو نژدی همسایه هیوادونه چی د مسلی په ارزښت پوهیدل. دوی باوری وه چی د هیواد په راتلونکی سرنوشت کی ځوانان  اساسی  قوه ده . ترهغه وروسته هریوه هیواد خپل کوښښونه شروع کړل چی ځوان  نسل  دخپلو افکارو تر تاثیر لاندی را ولی .

  همدا سبب ؤ چی د ښاغلی عبدالرحمن محمودی تر مشری لاندی ګوند سم دجوړیدوسره په نړیدو پیل وکړی.یوشمیر ګمارلی سړی پکښی ننوتل چی په خپلو چپو کړو یی دغه نهضت  دماتی سره مخامخ کړی  دچین د طرفدارانو په نوم (ما ؤ یستانو) په نوم په ټولنه  او روشنفکری ساحه کی و ټکیدل.

 د نهضت اسلامی جوانان په نوم د ربانی په مشری فعالیت چی بانی یی فضل الرحمن ؤ پیل سوو، د دغسی نهضتونو دجوړښتتونو ټول تاریخ ښی چی په هرهیواد کی دچپ نهضت سره د مقابلی په نیت یی پردی جوړوی.بیا یی هم هیڅ پر مختګ په ځوان نسل کی تر هغو ونسوای کولای چی عملاً دپاکستان میلمانه سوی نه وه.

دافغان ملت په نوم د پا پا په مشری چی د کم ګوند چی لمړۍ خښته  یی کږه کښیښول سول هره میاشت ټوټه ټوټه کیدی څو دهغوی  د خاریجی ملاتړو په فشار د "بن" په کرغیړن کنفرانس کی یی ورته برخه ورکړل .سره دهمدغه سیاسی او اقتصادی  نعمتونو او ملاتړه دوی بیا هم په یوه سرتاسری چپ مطرح ګوند بدل نسول .دفاشستانو په نوم بلل کیدل،په درست هیواد څه چی په پښتنی ولایتو کی هم یی څوک دځان نه کړل.

 شوروری حکومت په افغانستان کی ترنورو هیوادونوپه خاصه د توګه له  ایران ،چین اوپاکستان څخه ډیری ښی اړیکی او ګټی لرلی او دافغانستان د شاهی نظام په دننه کی  یی نفوذ لاره وضعه دقیقه څارل. شورویانو هم غوښتل  په افغانی منورینو کی طرفدارن ولری. شورویانو زیاته تکیه پرسردارمحمد داودخان او ببرکارمل باندی کول.

سردارمحمد داودخان او ببرک کارمل چی په یوازی توګه هرڅونه تلاښونه  وکړل ټول تلاښونه یی بی نتیجی وه. که څه  هم چی دوی دواړو شورویانوته اطمنان ورکاوه چی هر څه د دوی په کنترول کی پر مخ ځی خو خبره هغسی نه وه.

 دالته په کابل دیوه بل نهضت دجوړیدو دپاره کار کیدی.ببرک کارمل د سردارمحمد داوخان او شوروی د ستګاه سره په مشوره سره د دی نوی نهضت د حلقو سره تماسونه ټینګ کړل.

 شوروی،داودخان او کارمل ټولو په ګډه تلاښ کاوه چی د رتلونکی جنبش مشرتابه ته ببرک کارمل ورسوی.

مګرد کنګری په لمړۍ ناسته کی د دوی د میل خلاف داسی څه وکړل چی د دوی غوښتنه نه وه او دوی هیڅ کله هم فکر نه کاوه چی د دوی په ژبه "  یوه ساده  کلیوال ،پښتون،چوپان او بزګر  " سړی " ښاغلی نورمحمد تره کی" د دی نهضت مشر انتخاب سی.

 دنور محمد تره کی  انتخاب واقعاً په افغانستان کی د وظیفه لرونکو شورویانو او دهغو د اجنټانو د پاره یوه  دغمه  اوخجالته ډکه ورځ سول.

ځکه چی شورویانو ته  سردار محمد داود اوببرک کارمل  داسی راپورنه ورکول چی په خفأ کی د دغه نوی نهضت په جوړښت کی دوی برلاسی او ببرک کارمل به  د دی نوی نهضت مشری ته رسیږی. کله چی هغسی ونه سول  خلاف د دوی دتوقع د نهضت په مشر تابه کی چی لا په چاپوری تړلی  سوی نه ؤ داسی  یو پښتون راغلی نودغه پښتون  سردار محمد داودخان،ببرک کارمل او شوروی ته قابل د هضم نه ؤ.

داچی څنګه دغه نهضت د نورمحمد تره کی دنفوذ څخه خلاص کړی او ببرک کارمل یی ورمشرکړی دستی یی نوره یی وسه ونه رسیدل هغه ؤ چی ببرک کارمل ځان  دوهم منشی باله  چی په هیڅ پرنصب او اُصلوکی دی خبری ځای  نه لاره.

پس د خلق د موکراتیک ګوند د جوړښت دغونډی په جریان کی  د مشرتابه تر انتخاب وروسته چی نتجه معلومه سول. نورمحمد تره کی دټولو رایو وړنکی اومشر اعلان سوو.تر دغه اعلان وروسته د ببرک کارمل  علنی د ښمنی  دیوه فرکسیون په شکل کی تباروز وکی. کارمل هیڅ پر دی قانع نه سو چی دی دحزب مشر نه دی حتا شوروی استخباراتو ته یی هم غلط راپورونه ورکول.

 د ګوند  د لمړۍ کنګری دغونډي وروسته ببرک کارمل د خپل  یوه ګروپ سره جلا فعالیت کاوه. د کنګرې د اعضأ ؤ تر منځ هغه غړي چي په افغانی ټولنه کی په اقتصادی توګه دښه ژوند لرونکي، دپخوانیو عالي رتبه مامورینودکورنیوسره یی تړاو لاره ورسره وه. اوپه دوهم قدم کي یی  دیوشمیر هغو اعضأ ووسره مناسبات زیات کړل چي لا په پوره توګه دژبني اومنطقئ له تعصب څخه یی  معزونه یو مخ پا ک نه وه.

   د ببرکارمل سره پدی لاره کی شوروی  استخباراتو او سردارمحمد داودخان  پوره مرسته کول .دوی به اول د ځوانانو په منځ کی نورمحمد تره کی او نور د کنګری پښتانه غړی په اطرفیانو ،کلیوالو ،کوچیانو اوساده نومونو یا دول . داچي نورمحمد تره کي پښتون ؤ دوی او شورویانو په ګډه سره پښتانه فاشیستان بلل.د نورو ځوانانو ذهنونه يې مشوش يا ګډوډ کول.

. مثلاً:

-  ببرک کارمل دغونډی تر جوړیدو مخکی  دی ته زمینه مساعده کړی وه ، او خپل روسی روابطو ته یی دا ډاډ ورکړی ؤ چی دی وړونکی دی.ځکه  د حزب د جوړیدو  پر وخت  چي ښاغلی غبار په ټولو کي د عمرد مخی مشر ؤ. ببرک کارمل ورسره په دی ځان  ټکر کاوه اوهغه یی په حزب کی نه غوښتۍ چي د محترم غبارصاحب په شتون سره د کارمل ځان غوښتنو کمزوري رنګ پیداکاوه ځکه غبار هم تاجک ؤ.

 همدا سبب ؤ چي ببرک کارمل د  محترم غبار   صاحب د تخریب کولو د پاره د هری وسيلی څخه کار اخیستی . ببرک کارمل لمړئ په فارسي ژبو او کابلیانو کي ځا ن  یکتاز اوممتا ز کاوه.اوبیا وروسته يې د پښتوژبی (نورمحمد "تره کی"  سره  ډغری وهلی.

 ښاغلی غبار دببرک کارمل پدی چل ژر وپوهیدی ځان يې کوښه کړی  غلام محمدغبا ر په خپله وروستی لید نه کي چي د ببرک کارمل  سره یی لرل وه کارمل  ته  تر زیات بحث وروسته داسي وويل:

پښتو متن:"ګرانه کارمل جانه ستا ترپښو لاندي مځکه ډېره  توده د ه،زه هیڅ وخت ستا پر قد م قد م نه ږدم. زه غواړم په خپلو قدمونو مخته ولاړ سم،  او تا ته هم توصیه کوم ،چي دی حقیقت ته توجه وکړه.هغه کتابونه چي د  پر مختللې ا روپا په شرایطو کي نوشته کیږي ،هغه زموږ په شاته  پاته ټولنه کي د تطبيق وړندي." ۱۲ص نګاهی په ح، د ،ا. غور بندي.

یعنی غلام محمدغبار،ببرک کارمل وپیژندی.د نوموړی څخه يې ځان لیري کړي. که څه چي سلطان علی کشتمند په خپله لیکنه کي  دنورو خبرو په شان د دې  مسئلې دیا دولو څخه ځان تیر کړی دئ .د ښاغلۍ مير غلام محمد غبار او  ببرک کامل د لا نجي ذکر يې نه دی  کړی.

- د کارمل ستونزه د ميراکبر خیبر سره:ميراکبر خیبر دسیاسی پوهی خاوند شخص ؤ  هغه ټول وختونه کوښښ کاوه چی نهضت ته د ضرر رسیدلو مخه ونیسی او ببرک کارمل مهار کړي خو ویی نسوای کولای.یو ورځ  ببرک کارمل  و ميراکبر خیبرته په قهرسره داسي یی وويل:

 ترجمه" تا سي دواړه  محا فظ کاره میران یاست". د ببرک کارمل د خبري هدف د ا وو.چي ته ميراکبر خیبراو ميرغلامحمد غبار یو شانی یاست یعني د واړه  محافظ کاره ميران یاست. څو هغه ؤ چی د ميراکبر سرنوشت هم د ببرک کارمل لخوا   او د ببرک کارمل په غوښتنه روسا نوور وټاکئ.

 د لته د سلطان علي کشتمند هغه ا تهام چي خلقیا ن چپر وان دي  غلط کیږي . ځکه ببرک کارمل ته مير غلام محمد غبار نصیحت کوي چي ډ ېر چپ حرکت کوي، ميراکبر خیبرد ميرغلام محمد غبار خبره تائیدوی .مګرببر ک کارمل  په قهر کیږي د واړه  مير غلامحمد غبار  او ميراکبر خیبر ته د محا فظ کارانو خطاب  کوي.

- ښاغلۍ  محمدعلی زهما، ښاغلۍ صد یق الله روهی او ډېرو نوروپر کارمل بی باوره او دهغه د نا سم چلند  او ځان غوښتونو په وجه یی حزب خوشي کړی .ببرک کارمل  دیوه پلوه حزب کمزوری کوي، د بل لوري خپل ګروپي  فرکسون چاغوي.

-  داکتر عبدا لرحمن محمودي هم ببرک کارمل  دیوه حکومتي جا سوس په حیث هغه وخت وپیژندی چي د ببرک کارمل اړیکې د سردا رمحمد داؤد خان  سره  لڅي سوي،غلام محی الدین،ادم خان ځاځي،عبدالقیوم قیوم،ډاکترمحمدظاهرځدران، ملا محمدعیسی دوی  ټولو د ببرک کارمل کړني  او خود سری نه سوای منلای څو د حزبه ولاړل.

ببرک کارمل روس هڅاوه او په شاهی کورنۍ  کی سردار محمد داودخان لاس پر پروت ؤ. ببرک کارمل   یوازي دمیګرافون شاته  د ګرمو خبرو سړی ؤ . چالبا زي ، دځان غوښتنه  اوکمه پوهه يې نقیصه  وه .

د جمعی رهبرې، تصميمواو فیصلوته يې د قدرپه سترګه نه کتل ،بلکي جمعی فیصلوته يې د خپل ګروپ په حضورکي په سپکه کتل .خپل سری کارونه،خبري، بیا نیې   او هرڅه يې د ځان حق بلی.هغه ؤ چي دوخت په پارلمان کي يې د وکيلا نو لخو وهل وخوړل.

 هغه وخت یی  هم بیله د حزب د خبرتیا څخه د خپل ګروپ پواسط په ښارکي مظاهره راو ایستل.د ده دا زیاتي خپل سری د دې  سبب سوي چي د حزب رهبری د نوموړي (کار مل )  او ګروپ په وړاندی مقاو مت وکړي. همیشه د ببرک کارمل کوښښ به دا ؤ چي حزب  او د حزب رهبري  دیوه ا نجام سوي عمل  سره  مخا مخ کړي .

کارمل چي د شوروي د( کی،جی.بی.)  سره  په تماس کي سړی ؤ  هیڅ کله  هم د جمعی رهبری تصمیمو نو ته احترام نه لاره.  نتیجه داسول د حزب   او نورمحمد تره کي ضد  پر وپا ګند ونوته یی ملا وتړل. د خپل نظرټول  مخا لفین یی فرکسیو ن وال    او فر کسیون بازان بل.پښتو متل د ی چي وايې" پړهم یوه وراشه  با ید ولري".

- کارمل  په داسي  وخت کي چي لا دحزب نه دی  تللی، د خپلو فرکسیوني یا را نوسره  په غیري قانوني او د ټولو موازینو خلاف جوړی جلسي ته چي ۱۶ نفروپکښي ګډون درلودی داسي وايې:د نور محمد تره کي  پر شا وخوا ساده ،بدوی   او قبیلوي سړي راټول دي،غواړي حزب په قبیلوي شکل رهبري کړي.دغه غونډي ۱۳۴۵ هجري کال کي د هادي  کریم په کوراو بیا د سلام جان په کورکي جوړید ی .

- په هرصورت کارمل د خپل فرکسیونی ګروپ  سره  دحزبه څخه  په۱۳۴۶هـ  کي  پر  ۱۴ د ثور ووتئ.  او د خپل اخبار پرچم نوم چي د وخت يې غوره کړيوو،خپل کار پر مخ وړي.

- سيا سي بی غیرتی،دانسانیت ،اداب ،کلتوراو افغانیت خلا ف کاريې لا داؤ  چي عبدا لقدوس غوربندي د صحنی د شاهد په توګه لیکي:"د کارمل  په هدایت مو د محمد حسن بارق شفیعي  په کورکي موپه ګډه د خلقیا نوضد اوپه خاص ډول د نورمحمد تره کي یوه بیوګرافی په د روغو، د واقیعتونو لیري تهمت نامه ولیکل بیا موهرچیري د شپې لخوا په کوڅو او بازاروکي تیت کړل.".

 نه پوهيږم ولې د پرچم  رهبري دغه درواغجنه تهمت نامه لیکل،ایا  د یوه  سره  يې هم اخلاقاً د وجدان نا ارامي  پیدا نه سول،چي دروغ ولی و وایو او تهمت ولي  وتړو؟

ـ څه وخت چي د حوت د میاشتي  پردولسمه د ۱۳۵۶هجری کال کي یعنی لس کاله وروسته دوهم ځل د وحدت او يوځایوالي کاغذ د نورمحمد تره په کورکی امضأ کيدی او دپرچم د رهبرۍ غړی هلته ورتلل  د خپل د جوړکړو درواغو او تهمتو څخه یو هم ونه شرميدل. بیا د تره کي  ترڅنګ  د تره کي په کورکي کارمل  ودرېدی او د وحد ت  پر کاغذ يې داځل هم په د رواغو اومنافقت سره امضأ وکړل.

 ـ دا ځل  هم کارمل اوملګری یی  دوه مخي وه.نه داچي کارمل دوه مخی کول بلکي ور سره او پر راټوله پرچمي رهبری صادیقه نه وه.په هغه لحظه کي  چي کارمل د  نورمحمد تره کي  سره  د تره کي په کورکي د ميز شاته دخپلی ډلی په نماینده ګی  ناست وو.  او مخته يې د وحد ت لیکلی کاغذ  پر  ميز  پر وت ؤ، د ه خپله امضأ وربا ندی  لګولی وه.

 نور ملګری یی یو یو د امضأ کولو دپاره را تلل .کارمل د بلی پټی   پرچمي جلسي  تدبیر نیولی ؤ.د پرچم د رهبرۍ هرغړۍ دنورمحمد تره کی کورته ورتلۍ  د وحد ت پر لیکلي سند( کاغذ) یی  امضأ کول.

  مګر ترامضأ  کولو وروسته دکارمل په هدایت برابر په جما ل مینه کی د کریم زاده  کورته باېد تللی وای  او هلته د پرچمي فعال فرکسیون جلسه جوړه وه.دغه ناځوان مردانه ،داُصلو او لوزونو خلاف دافغانی اصولو سرغړونه دپرچم درهبرۍ غړو  وکړۍ.

کله چي درهبری ټول غړي راغلل دوحد ت  پر کاغذ امضاوي خلاصی سوي، نوببرک کارمل د نورمحمد تره کي دکوره  څخه په ډېره عجله رخصت اخلی.مستقیم د کریم زا د ه کورته خپلي فرکسیو ني جلسي ته ځا ن رسوي.

 معلوم خیانت همدغه دئ چي د دې جلسي ګډون وال  ټول مسؤل اوپه دی خیا نت کي شریک دي . که وجدا ن وي خپل دغه  غیري اصولي،غیري اخلاقي کړني باېد  او س په سمو ټکوکي ا نتقاد کړي .ځکه دا عمل  د حزبي اصولو د مخي د خیانت  سره پر تله کیږي په رښتیا هم به ملګرتوب کي خیانت همدغسي وي.

داخبري د پرچم درهبری غړي د غونډې برخوال عبدا لقدوس غوربندي لیکي. رښتیا ما ته دغه  کیسه غوربندي ۱۳۷۰هجری ،ش کا ل کي د څرخي پله په زندان کي چي زه  او دئ د واړه  بندیان ؤ ده کړی وه. او  اوس يې دده  په قلم لیکلې کتا ب  نګاهی به  تاریخ حزب د موکرا تیک خلق  افغانستان  کي ګورم .

ـ محمد حسن کاکړ د ثورکود تا   او دهغې ژوري پایلې کي لیکې چي" د ۱۳۵۶ کال ترد وهم ځل وحدت پر کاغذ ترامضأ  وروسته  پر چميانو په هغه ورځ جلا غونډه وکړل  یوازي ميراکبر خیبرد کارمل په هدایت دي  غونډي ته نه وو وربلل سوی .د عبدالقدوس غوربندي،داکتر نجیب الله او محمد سروریورش پواسطه  میر اکبر خیبرد جریا نه خبرسوو، میر اکبرخیبردا مسله د نورمحمد تره کي   سره  شریکه کړه ".

زما په باورداکتر نجیب الله دوه مخې کار کاوه،هم د غوربندي او یورش  سره  یوځای يې خیبر د مسلی څخه اګاه کړي ،مګر د غوربندی اویورش په شا ن يې دغه  جریا ن په لیکلې بڼه خیبر ته ورنه کړی . نجیب الله  د خیبر تر خبریدو وروسته سمد ستي ببرک کارمل ته هم  راپور ورکړی. څو  دا خبره  د خیبر په مرګ تمامه سول .

 ـ کارمل او ور سره ډله ټپله یی  دهیواد په وروستیو پیښو کی پوره لاس لاره. د داکترنجیب الله تر نسکوریدو وروسته  د ټولو  بدو پیښو مسؤلیت هم  پرغاړ لري .

دډ ېرونورو خبرو علاوه  فقیر محمد ودا ن د نجیب الله خان د وست  په خپل ا ثرد شنه های سرخ کي لیکي:

ـ "ولی محمد زیارمل ما ته په جرا ت راکولو سره  وویل . پښتو متن يې:"ملګري کارمل  د نجیب الله تر سقوط   وروسته ما ته وویل:"چي زما هدف  د نجیب الله څخه دا نتقام اخیستنه وه، اوس چي د سپي په شا ن زما په پښو کي ونه لغړي نه يې خوشي کوم،اما نورد حزب ټول غړي زما ملګري دي ."

  زما په باور دغسي  ا لفاظ او جملې کارول ، د غه عقده پا لل  سیا سي مشر ویلی دي. دغه ډول فکر دیو سیا سي شخص د پا ره هم شرم دی .بیا  دخپل یوه ملګري په وړاندي .دغه وروستۍ  خبره  چي وايې بیله داکتر نجیبه نور ټول زموږ ملګري دي   دا   خبره يې هم په عمل کي نه عملي کول.

ـ ځکه د ۱۳۵۸ هجري کا ل تر ۶ د جدي   وروسته يې د خلقیا نو په باب عیني خبر ه کړي وه .خو په عمل کي دی   د ټولو  خلقیا نو ضد ولاړ وو. ښه فکروکړې څنګه یو  انسان د بل په مرګ بیا د خپل هغه ملګري چي کلونه  سره  دیوې  لا ري ملګري وه ، د هغه د زورولو او  وژلوڅخه خونداخلي .

ـ سلطان علی کشتمند د کارمل صد راعظم  څه وايې:

ترجمه "زه هزا ره وم او هزاره یم،شعیه وم او شعیه یم " د کوم ضرورت د مخي  داسي لیکي ،چاو یل چي ته هزاره نه وې او چاو یل چي ته شعیه نه  وې . که  ځینی وتلې وي هم ته خپله او که ورغلې يې هم ته خپله . ما چي د نوموړي بد نه لید لي وه فکرمي کاوه  چي په دی بد نه کي به حداقل یوڅه.....وي .  او  په د ی باو ر وم چي د ی به ووايې چي زه یو مبارز انسان، افغان  او مسلما ن یم.خلا ف زما د حد ث  څخه ، داخبر ه ترماتی وروسته لیکي ، د حزب څخه ا ستعفأ کوي.

د فقیرمحمد ودا ن  د کتا ب . سلطان علي کشتمند د خپلي  لیکنې په ۵۰۰ص کي  داسي لیکي :

ـ"دهغو پرچمیانو چي د حاکمیت په د وران کي ګلوله باران او د منځه ولاړل شمیریی وڅو زروتنو ته رسیږي " زما پوره باور داسی دی چی رښتیا ویل په دوی داسی شرم دی لکه په نور مخلوق چی درواغ ویل شرم بلل سویدی.  د صد راعظم صاحب  مطلب  د نور محمد تره کي    او حفیظ الله امین  د حکومتونو  څخه دی.ګوری خپله کشتمند  او ورسره  ټول ژوند ی دي   اوهم څوزره خلاص سول  مګرد د ه په  خبره څو زره  بیا و وژل سول.

 داهم  واقیعت نه دی  ،ځکه ټول  پرچم څو زره نه وو. نه صدر آعظم صاحب اونه هم بل یوه د دوی څخه د هغه مشهورو وژل سوو پرچمیا نو نو مونه نه دی لیکلی.د صدرآعظم صاحب هر څه باید د قیق  او دکاڼي کرښه وي.دا چي رښتیانه دي  نويې ګنګ لیکلې دي.ښه به دا وایې چي دوژل سو پرچمیانو دیاد اوقدردانۍ په خاطر دهغوی دنومونولیست  دمکمل شهرت سره  لیکل سوې واې،چي هم دشهیدانو قدراو هم به  پرمتهمینو آسناد کره سوي  وای.

ـلویه غلطي   او د واقیعت لیري  خبره  چي :

ـتر جمه "له دی وجهي وو چي مخکني ټول بندیان آزاد سول او زندان په مجموع کي خا لي وو".ص۶۳۳بیا لیکي:

ـتر جمه"د۱۹۸۰م   کا ل د جنوري د میاشتي  پر  ۶  تاریخ مطا بق  د حکومت د خط مشي چي مخکي  په ډله ایزو آژانسونو په هغه شکل چي اعلا ن سوي وه :د ټولو سیا سي بند یانو بخښنه ؛بیله څوتنه د ګوتو په شماردامین د جنایتکار  ګروپ  څخه  بل هیڅ سیا سي بندي په ټول  افغانستان  کي بندي پاته نه سوو"ص۶۴۰.

داخبري به ټولي نه شنم خو دغه  د وې ډ ېري ضروري بولم د وستان  اورا تلونکي نسلونه دي  قضاو ت وکړې:

ـ او ل کوم شمير خلقیا ن چي کارمل اوکشتمند دامين د ګروپ په نوم دخپل اقتدارپه لمړۍ اودوهمه هفته کی بیله پوښتنو ،تحقیق اومحکمې څخه  ووژل  یوازي  هغه د ګوتو تر شما ر(شلو) زیا ت وه.

دحفیظ الله امین دحکومت لوړپوړي هغه ډله چي دکارمل د حکومت  په دوهمه ورځ درادیوټلویزون دفترته مطابق دکارمل دهدایت حاضر سول هغوی ترلسو کالو زیات  عمرپه زندان کي د حفظ الله امین سره په حکومت کي دکارکولو په جرم  واچول سول.دهغوشمیر نژدې د وه نیم سوو نفرو ته رسیدئ،نه پو هیږم چي کشتمند ته خدای څو ګوتي ور کړي دي .

ـ  بل د واقیعت لیري خبره هغه داده چي تر ۶ د جدي وروسته ډیر بندیان  خلاص سول خو ټول سیا سي بندیان خلاص سوی نه دی. دی د واقیعت لیري خبري کوي چي ټول سیا سي بندیان مو  په ټول  افغانستان  کي خوشي کړل.

ـ زه به د کابل د څرخي پله د زندان حال ولیکم چي ما لیدلي  او پیژند ل دغه  بندیان تر شپږم تر جدي مخکي بندیان وه مګر خلاف د کشتمند  او  کارمل د ا دعا ګانو ددوی په ژبه په عمومې بخښه کي خوشي سوي نه دي .

ـد نمونې په توګه  هغه چي ماته معلوم دي : خان محمد پنچشیري چي په لنډي خانو يې شهرت لاره ،  دحربی ښوونځۍ شاګرد محمد موسي هزاره درزګا ن، محمد انور هزاره، ښوونکی  عبدا لکبیرد شمالي د قرباغ،ا ستاد  اورنګ د تګاو ، خلیل الله زمر،  ښوونکی صاحب مرجان چي د خرم په قتل تورن وو،خبر لرم چي ټول  او س ژوندی هم دي  هغوی وپوښتې   او  نور بندیان يې هم پیژني.امکا ن لري نور به هم وي خو ما دغه  ولید ل، را  سره  په کوټه کي  یوځای وه .

ـبیا په ۵۷۷ ص کي لیکي: ترجمه"  انکارنه کیدونکي اسناد او معلومات په لاس  کي سته ، چي د حکومتو مشرانونور محمد تره کي او حفیظ الله امین د هغومسلح  پاڅونونو  او مسلح ګروپونو په خاص ډول چي د خا رج څخه يې دلته نفوذ کړي ؤ، د هغوی د له منځه وړلو او د فاع په خاطر په خاص توګه د هرا ت تر پیښي وروسته په مکرره توګه د شوروي درهبرۍ څخه د نظامي قواوو د وراستولو غوښتنه و افغانستان  ته کړې وه، دغه  ټولي غوښتني هرځل رد سویدي."

 زه یقن لرم چی هیڅ کوم سند نسته ما شخصاً د نور محمد تره کی په کابینه ، د حفیظ الله امین، ببرک کار مل  او نجیب الله په کا بینو کی  دشامیلو ډیرو غړو او دفوځ د لوړپوړو او دفاع د وزیرانو  سره څو څو ځله دا خبره  شنلی ده  هیڅ یوه دا خبری نه دی منلی.

او که په رښتیا کوم سند وی ولې يې  نه نشر کوي   او ولې تا سي په خپله لیکنه کي  نه دي  ځاي کړي . د زړسوي ،مهربا نی ،شفقت، مصلحت  پر  بنیا ديې نشر ته نه سپا ری ؟ پټیدل یی څه ګټه اوپخش یی څه ضر لری؟ پر چاه زړسوی او مهربا ني کوي؟څوک يې په نشراو لڅولو خفه کیږي؟. په تهمتو تړلو اونشر کولو چی سړی نه شرمیږی دواقیعت اومستندو آسنادو په نشربیا ولی شرمیږی؟که مي په رښتیا پوښتي هیڅ  داسي څه نسته دا ټول دنورو خبروپه شان درواغ دی .

که نور محمد تره کی د مرستي غوښتنه د شوروي  د ولت څخه کړې وي داجُرم ندی   او په یقین  سره  تر کمه ځایه چي ما پوښتني کړیدي دغه  کار سوي هم نه دی .  سلطان عی کشمند د روسانورا تګ و افغانستان ته  د  پرچم کارمل په غوښنته هم نه مني وايې  پرچم د حفیظ الله امين نظام چپ کاوه.د شوروي قواو درا تګ ورځ    او د  پر چم لخوا پر حاکميت حمله تصا د فاً  سره  برابر سول.

  شتمند صاحب وايې کله چي کلوپ عسکري ته دزندانه راوستل سوم کارمل ،نوراحمد نوراو  وطنجا ر ناست وه،ما هیڅ روسي عسکر ونه لید ی، د ونه د واقیعت لیر کیدل هم منا سب نه دی .

پرچم نورعملا د ماتی پر لوروه، دلته ؤ چي  روسانو د سره  شهزا د ه سردا رمحمد  د اودخان استعمال کړی. دپرچم په مستقیمی برخی آخیستنی سره یی د انګریزی آفسر دزوی پاهی ونیول ، سردار محمد داود د قدرت پر ګدی کښنستۍ او حکومتی چوکی یی پرچم ته وسپارلی او پرچم ته یی نوي سا ه  ورکړل .چوکۍ ،مقام حکومت ،پیسي هر څه ورته په لاس  ورغله اویوشمیر چوکۍ پرستان حتا شاه پرستان هم دپرچم عضویت ومنی .پدې وخت کي د خلق په د ېموکرا تیک ګوند د ننه یو بل فر کسیو ن د سرطا ن د دا نی په ډول نمو وکړل.

دپنځمی برخی پای

نور بیا

 

 

´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´

څلرمه برخه

د افغانستان دخلق د دمکراتیک نهضت په لمړۍ کنګره کی بل  د رسمی زده کړو نه لرونکی برخوال شخص  ښاغلی عبدالکریم" ميثاق :نوموړی خصوصی زده کړي لرلی. دښه  قلم خاو ند،لیکوال، شاعراو سيا ست وال  وو. هر هغه شخص به په خپله بد معلوم سي چي نوموړی بیسوا د معرفي کی .هو محترم عبدالکریم میثاق د نورو غریبو افغانانو په شان په اقتصا دی  لحاظ  بی حده غریب،چي دا خپله زموږ په ټولنه کي د مردا نه ګې لوی صفت دی .په طبقاتی لحاظ دافغانستان د مطلق اکثریت لاهم نه بلکي تر۸۵٪ فیصده و زیاتوغریبو انسانا نو  د جملې څخه یو مبا رز انسان وه ،تر همدا  اوسه چي ماته معلومات سته  (۱۹)- اثره چاپ سوي لری.چي نومونه يې دا دي

 ۱– "هفت کیسه  د فتردا ستا ن"

۲ -  "لبخند ما درد فتردا ستا ن"

۳ -  "میلودې  درېاچه، د فتردا ستا ن"

۴ -  "راه  د فتردا ستا ن"

۵ -  "راه  سبز د فتردا ستا ن"

۶ -  " پر وا زفرشته،قصه برای کود کا ن"

۷ – " من وزنجیر هایش"د فتردا ستا ن،

۸ – " نرګس ابې "د فتردا ستان"

۹ – "میثاق وګلګوهی ،پا سخ به یک ا نتقا د "

۱۰ -  "جنګل ا ند یشه "د فتر شعر،

۱۱ -  "چمنزا ر تصویر"د فتر شعر،

۱۲ -  "باغستا ن واژه "د فترشعر،

۱۳-  "نجوای بنفشه يی "د فتردا ستا ن،

۱۴-  "شاخه های نور" د فتر شعر،

۱۵-  "شمعهابر موجها" د فتردا ستا ن،

۱۶- " ا فسا نه هاي خیال "د فتردا ستا ن ،

۱۷- " ګپهاي ا ز سیا ست وسا زندګی در افغانستان " کتاب.

۱۸-"باغچه" دفترشعر.

۱۹-"باغ "دفترشعر .

دا يې  هغه  شخص چي متعصبین او د ښمنان یی  په تحصیل نه لرلو متهم کوي.

۳ -  با رق شفيعي:نوموړی د ملک په سطحه ښه شاعر،اد ب  او سيا ستوال وو.محمد حسن با رق شفعي هم  دیوشمير کتا بونو مؤلف دی .خوزما  سره  يې د لیکلو اثارو  نومونه نسته. ماکوښښ وکړی چي نومونه يې پیدا کړم.په دی هکله مي نوراحمد نور ته تلیفون وکړی.چي که د خپل خُسربا رق شفعي د  اثارو په باب څه معلومات راکړي.

هغه مینه ونه ښوول  او راته ويې ويل زه ور سره  جوړ نه یم،ځکه دی او س د نهضت اینده غړئ دی .معلوما ت يې را نه کړل.

ملاعیسي کار یګر،اکرم کار یګراو غلام محی الد ین نوموړو درو واړو خصوصی  داسي زده کړي لرلی چي تر زیاتو پو هنتونوالو يې د لیک او لوست طریقه  او چته وه.

  او د خپلو همزولو کار یګرو نما ینده ګی يې ښه کولای سوای. خبره   په دې کي نه د ه چي څوک  لوړې زده کړي  لري   او څوک يې نه لري، خبره  پر عمل ،کار او مبا رزه د ه. که چیری دلمړی کنګری دټولو برخوالو دکار ،ژوند ،فعالیتو ،لیکنو ، شاعری ،او ترجمه سوو اثارو څخه یا دونه کوم  د دی لیکنی تر حوصلی زیاتیږی ځکه هر یوه  د دوی څخه  پوره زحمت ایستلۍ دی یو څه نه یوڅه یی  راتلونکو ځوانو نسلونو  ته پرایښی دی. نو دنمونی په شکل به دغه کافی وی.

 

د خلق  د دموکراتیک ګوند د ننه خپل منځی مشکلا ت

 

ګرا نو لوستونکو: هر څه چی تیرسی که هغه  ښه وی یا بد ،که خدمت وی یاخیانت  که پاکی وی یا ناپاکی  ټول په یو نوم دتاریخ  یادیږی ، کله چی یو شی تاریخ ته وسپارل سی بیانو که ښوی یا بد په دواړو حالاتوکی هغه  دملت مال  (تاریخ )ګرځی. په خاصه دهغو اشخاصو اعمال چی دیوه مملکت د اداری په سره کی راسی،  د داسی اشخاصو پر اعمالو باندی بحث کول دټول ملت حق دی ځکه چی دیوه امیر اوپاچا ښه کړنی د ملت د سرلوړی اوبدی کړنی دملت دخواری سبب ګرځی.

 دا خبره  په یقین  سره  لیکم چي دافغانستان د خلق  د دموکراتیک حزب (خلق اوپرچم) په مجموعي توګه د سالمواشخاصوڅخه  یو جوړ ګوندؤ. دمرام څخه یی واضح ښکاریدل چی  و هیواد او ولس ته یی  د خدمت آرزو لرل .تر ۹۵٪ زیات اعضأ يې د وطن په سطحه  تحصیل لرونکي ،پاک نفس ،صادق  او وطن  پرست  شخصیتونه وه.

هیڅ یو شخص یی هم دهیواد دپر مختګ مخالف نه ؤ،هیڅ یو یی دعلم ،پوهی او زده کړوسره مخالفته  نه کاوه،مکتبونه یی نه  دی سوځلی بلکی جوړول یی، دنرو اوښځو دواړو دپاره یی  زده کړی غوښتی ،پلونه او سړکونه یی نه ورانول، دسود،سلم او زیات ولور آخیستلو مخالف وو.

 نسبت نورو ټولو افغانی ګوندونو ته ، دا قومي، ژبني ، سمتي تمایلات پکښی نه لیدل کیدل اویا دونه کم وه چی  دباندی نه محسوس کیدل. داچی افغانی ټولنه یوه شاته پاته ټولنه وه نو سیاسیون یی هم له دغی ټولنی را وتلی وه.

 په ورسته وروسته کی معلومه سول چی د افغانستان دخلق په دمکراتیک ګوند کی یوه یا دوو ماهرو منفی رول بازی کونکو د ځان غوښتونی  په مرض آخته خلګو ځای نیولۍ ؤ چی د ګوند تر رهبری پوری یی ځانونه ورسول. دهغو دوو ځان غوښتونکو د منځه څخه یی یوه  یی  دوخت دشوروی سره اړیکی هم لرلی او شورویانو ته یی  کار کاوه.  د دوی کړنو حزب کمزوی او خاریجی لاسوهنو ته یی بهانه  پلاس ورکړل.

ددغسي لنډ فکرواشخاصو نفوذ په حزب کی  دهغوی  خپل سرو او خصمانه کړونوپه نتجه کي نه داچی حزب  او دولت  ته زیان ورسیدی بلکی  دټولودافغانانو سره   جفأ ،دروس تجاوز او د بی ځایه  وژنو په مسلوکی.

 دهغوځان غښتونکوا شخاصو چی په داسی منفی فعالیتونوکی ښکیل وه  تعداد  یی په د واړو( خلق او  پرچم )کي ترشلو۲۰ تنو زیات نه وه. خو نقصان اوضرر یی بی حده زیات وو.د دې  شلونفرو ځان غوښتنکو  فرکسیون بازو په سرکی ښاغلۍ  ببرک کارمل او ښاغلی حفیظ الله امین قرار لاره . د حفیظ الله امین تر وژل کیدو وروسته ښاغلی داکتر نجیب الله دغه تشه ډکه کړل.د حزب د ننه  د ټولو بدو پیښو مسؤلین همدغه درې فرکیسون بازانو هیڅ یوه یی دبل دناروا کړنو څخه پند وانه خیستۍ .

 اوس که دښاغلی ببرک کارمل او ښاغلی حفیظ الله  امین علاقمندان هرڅونه تلاښ وکی، دهرچا دخولی نقلی قول اوخبری راوړی اوهرڅونه د دوی دبرأت آسناد وښی  او خپل دبام واوری دبل پر بام و غورځوی په دی باید وپوهیږی چی ښاغلی حفظ الله امین دحزب دمشر او مؤسیس نورمحمد تره کی په وژنه ملامت اومسؤل او ببرک کارمل دشوروی دتجاوزر مسؤلیت پرغاړه لری او دا دواړه  هغه لوی اونه بخښونکی جرمونه دی چی دوی کړیدی.

د خلق د موکرا تیک نهضت په ۱۳۴۳ هجري کال د جدي د میاشتي  پر یوولسمه، په افغانستان (کابل) کی خپله افغانانو جو ړ کړي. نه یی دکار په کمیټو کی او نه یی  د کنګری په غونډه کی دپره دی هیواد څخه  بل څوک ؤ بیله خپله دوی څخه.موږ تر دا او سه پوري  په خپل هیواد کی  د بل کوم حزب، سازمان  جوړ ونه  پدی شکل  اوغسی ترکیب دژبو ولایاتو او هربل څه  پکښی مراعت سوی وی ونه لیدل.

طبی خبره ده هر حزب او حرکت  خپل منځی اختلافات او مشکلات هم لری. دغه  خپل منځی  اختلافات د دی سبب سول چی  د مشروطیت غوښتونکی جنبش په مینځ کی حکومتی جاسوسانونفوذ وکړی چی ټول يې تباه کړل، ویښ ځلميان مو هم په دغه مرض آخته سول ژر پر څولارو سره  ولاړل. د ښاغلي عبدالرحمن محمودي صاحب  د حزبه چي دمائویستا نو په تور سرکار او سيا سي مخالفينو ونوماوه ، د ګوتوتر شمار زیات حزبونه ډلګي   چي د ۲۸ خويې ما ته نومونه معلوم دي   ځیني جوړسول.

  اخوان المسلیمين  یا نهضت اسلامی افغانستان چی د C.I.A)) د نماینده   مولانا فضل الرحمن پر لاس د کابل  په پغمان ولسوالی کی جوړسوو.ژرپرپنځلسو ډلو او ګروپو وويشل سو. د شعیه حزبو شمیره خوترسلوهم جګه د ه، افغان ملت  هره یوه درهبري غړي خپل حزب ګروپ جوړکړي  .

په دی ډول دا دی تاسي ګوری چي د خلق  د دموکراتیک ګوند له بدنی څخه  نژدې لس  حزبونه او په لسها ؤګروپونه جوړسویدی او د مبارزي په جریان کي اووه۷ ګرپونه  تر قدرت مخکي ځیني جلاسوي دي علاوه  پر  پر چم .

 لکه: محمدطاهر بد خشې "سازمان انقلابي زحمتکشان افغانستان "سازمان"خلق کار ګر" سازمان"ګروه کار ""سا زما ن زحمتکشان  افغانستان " "سا زما ن فدائیا ن" "جميعت  انقلابي زحمتکشان   افغانستان  " "کار یګرا ن جوا ن  افغانستان  ".    د لته په  افغانستان  کی هرڅه لا تر او سه  هم نوی  او  پر دی ، پر دې ښکاری.

موږ  دهیواد نه بلکي د هری هغی ټولنې  چي ولس يې د علم،پوهي او زده کړو څخه برخه مند نه وي  داسي مشکلا ت به ضرورتیره وي.وګورئ ښه پام وکړئ،نژدې څوارلس سوه کاله کیږي داسلام او افغانستان  ته يې هم را تلل ډ ېر ژر سرته ورسيد ل،ایا تر  اوسه   پوري موږ څونه په عملي ژوند کي ا سلام ته تسلیم سوي یو.

عرف ،عادات، رواجونه، کلچرونه دودونه، حتی خرافات چي تر زیاتي اندازې داسلامي قانون  سره  سم هم نه دی  خوتر  اوس په برم کي خپل کار  کوي.

نو  په داسي  ټولنه کي سیاست او سياست بازي  که څوک و غواړی یا ونه غواړی  د دغو ناخوالو څخه متأثر کیږی. ځکه چی سیاستوال خو  وسیاست او حزب ته  د دغه ټولنی څخه  نفر راباسی  چی  آسانه کار  ندی. اقتصا دي  شاته  پاتوالي ، نه زده کړو ژوند او سیاست مشکل کړیدی.د زده کړو څخه مي مراد یوازي  د خط لوستل نه دي ،په  خط پوهيدل، د ژوند  او ټولنې په ګټه کار  ځينی اخیستل دی .

په یوه  خبره ځان ،ټولنه  او جهان پیژندل.دیوه سيا سي ،تشکیلاتی خوځښت پوا سطه د ټولنې د جوړېدو اوپرمختګ خبري پرمختلای سي چی دایولوی،سخت   او دروند کار دی . هر څوک يې ژر په آسا نه  نسي جوړولای ،نسی زده  کولاې او  نسی سرته رسولای.

د حزب جوړیدو،سمبالیدو اوهدف ته د رسیدو سره دهرچا مینه وی.خودا دروند باردی،وړل او ترمنزله  رسول يې غښتلۍ همت غواړي.هرچا دی درانه بار ته یوځل اوږه  ورکړېده، دا دروند بار چا یوګام،چا څوګامه ،ځینو نیمه لا روړئ یاکش کړی دی . خوپه   وروسته کي یاځيني لویدلې،یاښويد لې   او يا يې خپله غورځولې دی .

هلته يې  پر لولاره  پر ایښي دی .ځينی لا اوس هم زحمت باسي چي منزل ته يې ورسوي.که ژروي یا پس حتمي تر منزله رسي، پدي چي د زما نې جبر، د ژوند ،علم د  پرمختګ،د ولس اوزمان غوښتنه د ه.  کله چي د خلق  د دموکراتیک حزب د هدف  مرام لیکنی چا ري تکميل سوې، د نشراتي   اورګان د(خلق) جریدی نشراو توزیع  پر وسه  پر مخ ولاړه.

 شاهي کورنۍ دخپلوغوړه مالو دربارې نويسنده ګا نولکه سيد قا سم رښتیا، محمدعثما ن صدیقی  پر لاس د خلق د دموکراتیک جریا ن ضد  او  تحریک کونکي   او تحریف کونکي لیکني شروع کړې.

 ګورۍ  وايې درواغجن هم کوڼ وي هم ړوند لکه چي مي  د عبدا لحميد مبا رز،صد یق فرهنګ ، سيد قا سم رښتیا،برها ن کوشککي ،و.ا. ها رون ، ددوی  ټولو لیکني ولوستې  ټولی د تعصب    او د ښمني ډکي ، د واقيعتو خلا ف وي نو وپوهيد م د وی  پر غلطه دي .

 مثلاً : ټول لیکي چي په کال ۱۳۴۴هجري کي د عقرب  د د رېمي ورځي په مظاهرو کي دل اغا  پر چمي شهید سو. لوی خلګ باید داسي   خبره  چي د واقیعت لري او تهمت وي ونه لیکي.   اول خو په ۱۳۴۴ هجري کال کي د  پرچم  نوم  هیڅ نه وو.

ځکه پرچم  خو دیوه اخبار نوم ؤ چی په ۱۳۴۴ هجری کال یی دا اخبار نه وو راو تی  دافغانستان دخلق دمکراتیګ ګوند لا واحد و. د خلق په د موکرا تیک جریان کي ا نشعاب ۱۳۴۶هجری کال  منځته راغلی  تر انشعا ب لږوروسته دپرچم په نوم  اخبار نشر سوو. داخو رښتیا ندي  چي لویا ن يې وايې که لویان درواغ و وایی کوچنیان به یی مجبوروی دپلرو پر درواغ جن لار ولاړسی. بل دل آغا یو خیاط ود پنجشيرو د محمد نعیم شایا ن د زوی رفیق د خلق  د دموکراتیک جریان غړي  هم نه وه.بل  دحزبونو په جلاوالی  او ا نشعابونو  کي مړي نه تقسميږي.

  بل ځای په نه ادب  سره  لیکي چي د ۱۳۴۴کال د عقرب د مظاهرو طراحان د خلق  د دموکراتیک حزب رهبري وه.دعقرب د د رېمي مظاهري طراح داکتریوسف   او  پیا ده ګريې د حقوقو د پوهنځۍرئیس حميدالله آدینه و. هلته د مشرانو په جرګه کي دربا ري نماینده ګانو داعتراض   او ازونه جګ سول پلان حکومتي ؤ.

 څود خلق جریده يې  بندي کړل،مګرد خلق د جریدی کومي شپږ شما رې چي نشر سوي وې  هغو شپږ شمارو دونه کار  کړی ووچي د حزب په ږغ او آوازيې  د هیوا د   دوست او د ښمن  د واړه  په لرزه راو ستي وه.  مګرد ښمنان  او مخا لفین  څه  لیکي :  بصراحمد د ولت ابا دي  د خپل کتا ب "شنا س نامه احزاب وجریا نا ت سیا سي  افغانستان " په۲۲۹ صفحه کي :

"چي د خلق  د دموکراتیک جریان نشراتي اخبار تر شپږشماري نشریدو وروسته د پارلما ن  او خلګو احساسات را وپارول څوپه ۱۳۴۵هجري کال د جوزاپر  ۲ نوموړي نشریه يې متوقف کړل .مګر په خفأ کي هغه جریده  خلقیا نو نشر کول ".

   او س نوکه د دولت ابا دي او یا حقشنا س څخه وپوښتل سي چي تاسي علاوه   پر  هغه شپږ شماري چي نشر سوي دي ، یوه بله اضافي یا او ومه شماره يې  دی  ولس ته وښیا ست  کمه ده. او که څوک ووايې چي دا رښتیا نه ده ،نوبیا به درواغ ویونکو او لیکونکو ته څوک څه ووايې،بیله دی چی.....پر درواغ جنو.

 که څه چي داخبا رنشر خوبد کارنه و،اما دا کارندی سوی .

د هغه شپږ شمارو کاراو تاثیر دونه زیات وه چي دافغانستان تاریخ يې بل  مثال  نه لري یوازنی اخبارو چي د ولاېاتو ترمرکزو تیرسو،ولسوالیو او حتی کلیو ته يې هم ځان ورساو ه. په  افغانستان  کي هیڅ یوه بل اخبا راو یاورځپاڼي ولسوالیو ته ځا ن  نه دی  رسولی.

 حزب تر خپلي لمړې نا سي یا کنګری یو کال وروسته د حزب د پاره کړنلاره  او تګ لاره هم تصويب کړل.د وطن په ډ ېرو متعلمينو، ښوونکو، محصلینو، استا دا نو، کسبګرو، کار یګرو، مامورینو، بزګرو او ولس کي يې ریښې  وځغلولې.

 نوريي د وچيد و خطره نه وه. ما د خلګو   اورید لې وه چي ویل به "د رواغجا ن  حا فظه نه لري" مګر داسي نه ده درواغجن حا فظه لري ،خوشرم بیابل شئ  دی   چي څوک يې لري   او څوک نه ،بیا د ولت ابا دی  د خپل تعصب  پر خو  ا ور لغړي   په ۲۲۸صفحه کي  داسي لیکې :

ترجمه:" یود د مو کرا تیک جمیعیت مرام ؤ چي په لمړې شماره کي  دا پریل  پر یوولسمه په کا ل ۱۹۶۶م یا ۱۳۴۵هجري کي  د خلق په جریده ء کي نشر سوو.  او بل پټه اساس نامه ؤ چي په کابل کي د آمریکا لوی سفارت په ۱۹۷۸م یا ۱۳۵۷هجری کي په لاس  راو ړل،‍او  په ضمیمه  دیوه تلګرا ف يې د جولأ ی د میاشتي  پر د ریمه د یاد  کړل سوي کال د دباند نیو اړیکو وزارت ته را مخابره کړل." .

   او س نو د وستان ودې خبري ته فکر وکړې ، د ولت ابا دي  څه لیکي ؟ هغه  چي رښتیا ندي  ،هغه چي بغض   او کینه يې ورته  وايې ،هغه چي ورته  ګوما رل سوی  د ی. حزب دي  ښکاره وي،مرام دي نشر سوې وې،رهبرې دی يې معلومه وي،منشي دي  يې معلوم وي،مظاهرې دي  کوي،میټنګونه  دي  کوي،جلب   او  جذ ب دي  کوي.

مګر تش په نوم تاریخ  دان د ولت ابا دي  صاحب په وینا ا سا سنامه دي  يې دافغانستان د خلګو، دولت  او جها ني شبکو څخه د ولس کا له پټه سا تل سوې وي.

د ولت ابا دی  نوم با سي لیکي چي د خلق  د دموکراتیک جمعیت مرام  د حزب د نشري په لمړې ګڼه کي ۱۹۶۶م یعني ۱۳۴۵هجري کي نشر سو.اما ا ساسنا  مه يې پټ  وو چي په ۱۹۷۸م یا ۱۳۵۷هجري  کا ل کي دامریکا سفا رت ته په لاس  ورغله .تا سي پوهيږي چي د ۱۳۴۵څخه تر ۱۳۵۷ کا لو  ترمینځ   څوکا له تفاو ت سته = ۱۲ کا له.

 سوا ل دا دی  چي د ولت ابا دي  دا نه ده واضح کړې  چي  د خلق د موکرا تیک جمیعت په دا ټول عمر  یعني ۱۳۴۳ د جوړښت  څخه تر ۱۳۵۷  کا له چي  قد رت يې نیوې  ترکم وخته پوري ا سا سنامه نه لرل؟.    او که يې لرل نوبیا پټه يې ولي سا تل ؟ ایا دا د ونه اشخاص ،ګروپونه  چي ځیني جلا سول ،هغه هم په خبر نه وه ؟ .

لکه :دبد خشي ،ا ستوار، اُفق ، پر چم   او څه نور . دوی هم اساسنامه نه وه لید لې .د محمد ظاهرشاه    او داودشاه حکومتونه  او ټو لوسیا سي حزبونه ،ګروپونه  او ا ستخبا راتي شبکي ټولې  غا فلې وي ، دغه د خلق  د دموکراتیک  جمیعیت ا سا سنامه يې نه وه لید لې ؟.

چي دامریکا سفارت  دغه  کمال وکړې د خلق  د دموکراتیک ګوندا سا نامه يې پیداکړل ؟ اوکه رښتیا داسي وي نو داهم دخلق ددموکراتیک ګوند پر دسپلین او دجاسوسانو پر نشتون دلالت کوي.   بل داچي  د کم رژیم د د اودخان   او که خپله د نورمحمد تره کي  وزارت خا رجه ته يې د تلګرام پوا سط وا ستول.   او تاسي    د ولت ابا دي  ته دغه  معلومات چا در کړل؟ .

بل ا سا سنامه د حزب د غړو ،ولس   او نور منورينو د جلب   او عضویت د پا ره وي نه د پټ سا تلو د پا ره.ډیر  ځله خوتا سي   اوستا سي په شا ن د عقد وډک سیا سي مخا لیفین لیکي چي حفیظ الله امین    او یا یوشمیر نور محمد تره کي هم د آمریکأ جا سوسان بولې ،بیا نو څنګه د حزب ا سا سنامه  ودغو شبکوته په لاس  نه ور تلل ؟.د رواغ د څه د پاره  وایا یا ست یا لیکۍ ولس مخ  پر ویښید ودي ،هرڅه ته فکر کوي .

دا فغانستان د خلق د موکرا تیک حزب سره پر داخلی تنګ نظری،ځا ن غوښتونو چي د شا ته  پا ته ټولنوخاصه د ه، لا نه ؤ بریا لی سوي. د حزبی جلسوپه منځ کي  پر ته را زدا ری ،جراو بحثونه د جلسو د باندي  نورحزبیانو ته لڅيد ل.کوم چي دا سا سنامي د موادو، حزبی اُصولو،  مخالف  کارو.دی کار  ته فر کسیو ن بازي وايې.

 

فر کسیو ن

 

اول باېد فر کسیو ن وپیژنو:داکلمه د لا تینی ژبی څخه ده.پارټ،قسمت   او وړی برخی په مفهوم کارول کیږي.کله چي دی کلمي  په مارکيستی   او لنینستی ا د بیا توکي ځای پیداکړی،او يا پکار ولویدل.نو پر هغه برخه خلګو يې اطلاق کاوه  ،چي ترا ساسي قسمت به لږ وه.

خوکرار کرار دې خبري زور اخستی  وروسته يې په سياسي احزابو کي  داسي شکل ونيوی:هرهغه عمل کونکو،خبري او تصميم نیونکو ته چي د حزبونو د اسا سنامو خلاف د حزبی غونډو څخه  دباندی د خپلو شخصی ،سمتي اوګروپي ملګرو  سره  دحزبي جلسو رازونه ویل. د داسي اعمالو سرته رسونکو ته د فرکسیون باز نوم ورکړل سو.

د حزب داساسنامې او چوکاټ بندیو خلاف جلا ناستي، جلا غونډې، جلا رهبری،جلا حق العضویت ورکول او جمعه کول دا ټول د حزب ،حزبیانو،حزبي اصولو،اهدافو اورهبرې سره  د خیانت په نوم پیژندل  سوي دي .

د حزب دننه په غونډو کي هرڅونه  جروبحث ،مخالفت  او اظهاردعقیدې روا دی ،  او بیله   مخا لفت  ژوند  او نړۍ نسته.که   مخالفت  ورک سي  پر مختګ خوڅه چي ژوند درېږی. مخا لف  نظرلرل د هغه اظهار پر خپل وخت او ځاي فرکسیون نه دی .

دا یوه قانوني اوطبیعي  خبره  د ه چي دنظرونو اختلاف  به وي. خود خپل نظر د اظهار یا دحزبي غونډوهغه جریان  چي موافق اومخاف نظرونه  دتصمیم اوپریکړي مخکي په غونډوکي پورته اوکښته  کیږي  دهغو خبرو را ایستل دباندي ،د اشخاصواو مقابل لوري غند نه  او سپکاوی دی،جمعي یا داکثریت فیصلو ته نه اطاعت دی.  وروسته یا دباندي  تر غونډو د نور سره پرفیصله او تصمیم  نیول سوو خبرو منفي بحث کول  هم د حزب داصولو  مخا لف  کار دی .

داسي کړني په کاروکي خنډ،پیداکوی،د نورو ذهنونه خرابول، تررسمي غونډو وروسته د خپلو شخصي ملګرو سره  بې ځایه تبصرې   او پسپسک فرکسیون با زی د ه چي په خفګان  یوشمير د ځان غوښتنی په مرض آخته خلګو  داکارونه کول .چی نتیجه یی دځان او ګوند خرابی سول.

په ډېرافسوس یوشميرد فرکسیو ن په معنا او مفهوم ښه پوهيږی خوبیاهم خپل ځا ن  پر حق،  مخالف  نظروال  د فرکسیون بازو په تور متهموی. په دی داکار کوي چي دوی  خپله په دغه  عمل ککړ وه.

 دخپل نظره  څخه دفاع تر هغه وخته د یوه سازمانی  شخص دپاره حق دی چی  جمعی فیصله او تصمیم نه وی نیول سوی. د جمعی یا اکثریت تر فیصلی وروسته  د جلسی ټول غړی دهغی  فیصلی په منلو او تطبیق کی یوشان مسؤلیت لری.  مخالفت ، چیري مخالفت ،څه وخت   مخا لفت   داخبري د هرحزب په ا سا سنامه کي ځای  سوي دي .تر پر یکړي ورسته،ترتصميم نیولو   وروسته، د کار او عمل وخت وي نه د   مخا لفت .

د کلمي  پر بنیاد فرکسیون کومه بده معنی نه لري.یعني لږ،خبره د پریکړي، اصولو، فیصلواو تصميمو خلاف ورزې هرڅه ګډوډوي. تنها دافغانستان د خلق  د دموکراتیک ګونداصول نه بلکي د هربل ګوند عمومي  پرنسیپ دا دی  چي ،که یوشخص یا یوکتله داشخاص علاوه  پر هغه حزب چي ځا ن يې غړي بولي،ا سا سنامه يې منلې د ه،  ورسره  تعهد، قسم يې کړیدی.

په  خلاف د خپل تعهد  په بل ګروپ یاحزب کي غړیتوب،یا د حزب ا سرار و پاشی.دا نو عقده من ،ځان خوښونکي، د حکومت  او یا خا رجي کومي پټي شبکي جا سوس   او خأین اشخاص کوی  .لکه دافغانستان د خلق په د موکرا تیک ګوند کښي د ببرک کار مل  اوحفيظ ا لله امین ،وروسته داکتر نجیب ا لله هم د هغوې  پر  قد مونو قد م کښیښود .

د د غوګروپونو د واضح   او ښکار ه جفا ؤ څخه دا نتیجه اخیستل کیداې سي چي د د غوګرپوهغه ا  شخاصو چي په مشرتابه يې قرار لاره هیڅ وخت ، د هیڅ جنبش  سره  وفا دار نسي پا ته کیداي   او په د سیسو جوړولو عاد ت سوي  دي.

دڅلرمی برخی پای

نوربیا

 

 

 ´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´

 

دریمه برخه:

 

بلی  دوستانو رښتیا او مستند  څه لیکل اوراتلونکی ځوان نسل دهغو څخه خبرول څومره ښه او نیک کاردی. غلطیو ته دانتقاد ګوته نیول ښه کار دی ،تهمت اوتور تړل بد کار دی. یو ځل  وګورئ  او  بیا فکر وکړی پر دی  چی  دا دافغانستان د خلق دمکراتیک نهضت په څنګه شرایطوکی ،په افغانستان  غوندی یوه هیواد کی په کابل کی  چی د خط وهونکو او خط لوستونکو شميره مو  د ټول هیواد د وګړو دشمیر په تناسب  په سل کی هغه وخت درې فیصده  لا نه پوره کول.

 دهغو درو فیصدو د منځه  د منورینو را ټول او د یوه سیاسی نهضت تا داب ایښول څه ساده خبره نه وه.

 تر دا اوسه پوری لاهم د خلق د د مکراتیک نهضت په شان بل ګوند بیا نه دی جوړ سوی .راسی وګورو چی رښیتا څه وه؟ اوس يې ولولې د خلق د دمکراتیک نهضت  جوړونکی شخصیتونه، او لمړنی مشران  څوک وه :

 ۱- نور محمد "تره کی" چی لمړی زده کړی د خپل کلی په ښوونځۍ ثانوی زده کړی یی په هند کی کړی وی د انګلسی ژبی شهادت نامه یی په امریکا  کی آخیستی وه.

۲ -  با رک شفعی ۳ - اکرم کار ګر  متوسطی زده کړی لرلی.

۴-  غلامحی الد ین زرموال ،۵ -  عبدا لکریم ميثاق ،۶ -  محمدعیسی  کار ګر خصوصی زده کړی لرلې.

 ۷ -  غلام د ستګیر پنجشیری ،۸ -  سلیما ن لائق،۹ -  سید نورا لله ا د بیا تو پو هنځی لوستۍ وه.

۱۰ -  محمد ظاهرافق، ۱۱ – عبدا لحکیم  هلا لی،۱۲ -  عبدا لقیوم قیوم دا دبیا تو د پوهنځۍ د وروستۍ کا ل محصلین وه.

 

۱۳ -  ببرک "کار مل"،۱۴ -  نوراحمد نورد حقوقو پوهنځی لوستۍ وه.

۱۵- طاهر بد خشی ،۱۶ -  سلطا ن علې کشتمند،۱۷ -  شهرا لله شهپر داقتصا د پوهنځی لوستۍ وه.

۱۸- عبدا لحکیم شرعی ،۱۹ - عبدا لوهاب صا فی ،۲۰ - عبدا لها دی  کریم د شرعیا تو پوهنځۍ لوستۍ وه.

۲۱ -  داکترصا لح محمد زیری، ۲۲ -  داکتر شا ولی  ،۲۳ـ داکتر ظاهر. ۲۴ -  داکتر عبدا لمحمد درما نګردطب فا رغا ن وه.

۲۵ -  ا د م خان جاجي،۲۶ -  وکیل عبدا لله جاجی ،۲۷ -  عطا محمد شیر زوی متقاعد نظامی افسرا ن.

 ۲۸-  خا لیار د انجینری فارغ.

 یعنی :درې نفره  تقاعد سوی نظامی ا فسرا ن ،شپاړس نفره د کابل  د پوهنځیو  فا رغ ،درې نفره د پوهنتون داخیری کا ل محصلین .

 دا چی یوشمیر دخلق د دمکراتیک ګوند مخالف لیکی دی چی دخلق  دګوند جوړونکو مشرانو په شوری کی  زده کړی کړی وی  یوه يې هم په شوروی کی  زده کړی نه وی کړی.که څه داخبره چی په شوروی کی یی  تحصل کم جرم اوشرم نه ؤ اونه دی .دشرم وړ خبره ده  د یوه لیکوال  ،عا لم   او پوه  سړی د پاره چی داسی غلط خیال لري.

 خیر دغه  دافغانستان د خلق  د دموکراتیک جریا ن تهداب ایښود ونکی غونډه  د نورمحمد”تره کی” په کورکی پوره ۱۲ ساعته روا نه وه.  او د سخت جراو بحث څخه   وروسته په وطن کی پر موجود و مشکلا تو  او پرابلمونه،  علاوه  د حکومت غفلت   او د شاهی کورنۍ فسادونه یو په یوه بیان  او  تشریح سول. کله چی دا خبره  ومنل سول چی حکومت د یوې  فا سدی کورنۍ په لاس  کی  دی.

او ټول ولس د غلامانو په شان ژوند لاره ترهغه   وروسته  نو د خلاصون  او چاری په لټه کی سول. مګر  اوس  یو شمير هغه چی  وخت يې د همدغه جریان په پورته  او کښته مقامو کی کار  کړی ؤ.هم د نه سم درک د وجهی    او یا د ده  په خام فکر چی ځان سلامت وښئ  پر دې جریان د خلق د موکرا تیک باندی  تهمتونه تړی.  داسی نیوکی کړی دی :

وايې د خلق دموکرا تیک جریا ن د لمړې ورځی څخه د متضادو نظرلرونکوڅخه جوړو. زما په باور داسی وه: چی د کنګری په غړو او دهغوی په ارتباطی کړیو کی په نظریاتی  لحاظ کمه ستونزه نه وه. په اډیالوژیکی برخی کی یی یو له بله  سره مشکل نه لاره . پرهغه لیکلی اصولو(مرام او آسنامه ) باندی په مجموعی توګه  موافقی ته سره رسیدلی وه، غوره لاره د مبارزی (طبقاتی ) وه.

هرسياسی سړی تر هرڅه لمړی باید دخپلی ټولنی څخه نسبی شناخت ولری. دخپلی ټولنی په منځ کی پراته تضادونه  او د تضا دونو  ډولونه  تریوحده  پیژند لې وی او پدی خبره یی سر خلاص وی چی کوم تضادونه  پر یولاره  سره  تلای سي،څونه سره تلای سي.تضاد خود تکامل زڼې دی .بیله تضاده ژوند نسته  او ممکن هم نه دی .

که د تضاد څخه مطلب نه پخلا کید ونکی وی نوبیا دوی د لمړۍ ورځی  په یوه حزب کی نه سره راغونډېدل .او که د یوه شی دپیژندلو په باب مختلیف نظرونه وی  حتمی به وي. هیڅ وخت دوانسا نان سل په سلو یو ډول فکر وکړي.په هر ټولنه ،سا زمان اوګوند کی د نظرو اختلا ف نه وی نوبیا هغه د مړو حزب دی  .

دافغانستان د هغه وخت شرا یط ، د هغه وخت د پوهی ټیټه سطحه ،ا سبتدا دی  حکومتونه ،غربت   او نيستی  دټول ولس په برخه وه.

د خلق  د دموکراتیک جریا ن هدف  واضح وو.هغه داچی  په څه شکل  سره  کيدای  سی زموږ   او زموږد ولس ژوند هم د جها ن  او همسایه هیوا دو دولسونو په شان سي، هیوا د  او هیواد وال  مود سيالانو سره  سيال سي. ولس مو دعلم   او پوهی څخه برخمن سي.

تر ډېربحث اوغور وروسته دی نتیجی ته ټول  ورسيد ل چی د دې  شاهی کورنۍ دسلطنت په دوام کی دولس خیرنسته. نو موږ ته هم پکار ده د جهان د نورو ولسونو په شان سياست وکړو،یو سياسی حزب باېد جوړکړو، او دحزب دلاری سیاسی مبارزه  وکړو.

په دغه  (۱۲) ساعته غونډه کی د حزب د جوړېدو پریکړه وسول.    اوهم اوه (۷ ) نفره د آزادو،پټو او مستقیمو رایو په اساس  سره  د حزب  درهبری یا مرکزی کميټی په نوم انتخاب  سول.

هغه اشخاص دغه خلګ وه:

 ۱-نورمحمد "تره کي"، ۲- ببرک کار مل، ۳- طاهر بد خشي، ۴- غلام د ستګیر پنجشیری،۵- شهرا لله شهپر،۶-  سلطان علی کشتمند،   او۷-  داکترصا لح محمد زیری ؤ.

 په پورته ۷ نفروکی یوازی ۲ نفره پښتانه نورمحمد”تره کی” او داکتر صالح محمدزیری ۴ نفره ببرک کارمل، محمد طاهربد خشي، غلام د ستګیر پنجشیری او شهرالله شهپرتاجک،یونفر سلطان علی کشتمند هزا ره .

   او درې نفره نور دګوند و رهبری کميټی ته د نامزاد و په نوم ونومول سول لکه: ۱- داکترشاه ولی،۲-  عبدا لکریم ميثاق او۳-  عبدا لوهاب صا فی.

 داکترشاولی تاجک، عبدالوهاب صافی پښتون،  اوعبدالکریم ميثاق هزاره.چی ټوټا ل ۱۰ نفره سول.

دافغانستان معاصر تاریخ په خپله حافظ کی په دا شان یوه ترکیب  سره دیوې سياسی غونډی دجوړېدو نمونه بله نلری؟چی تحصیل وال تاجک،پښتون،هزاره،ازبک دی  په مساوی صلا حیت،سره  ګډ کښينستلی وي،بیله فشاره،زوره  او معلومی ګټی.

 په تیر ټول تاریخ کی موهم په دغه  شکل او داسی یوه ترکیب سره  د جلسی کومه  نمونه نه د ه تیر سوې.  د دې پر تمینی  غونډی د جوړیدو  ځای بیا د ښاغلی  نورمحمد”تره کی” کوروو. د ښاغلی نور محمد ترکی کور. انځور پخپله خبری کوی

 ده چی ولی دویښوځلميانو دجوړښت  ابتدایی او بیا اساس ایښودلو اساسی غونډو دجوړیدوځای اوبیا  دافغانستان د خلق د دموکراتیک حزب دجوړی  د ابتد ایښولو ټولی غونډی  دښا غلی نور محمد تره کی په کورکی جوړی سوي؟

خبره روښانه ده په هره بله ټولنه کی او زموږ په ټولنه کی هم خلګ پر هغه کور اوهغه چاراټولیږی چی په ولس کی منل سوۍ او د اعتبار وړ شخص وی .که نه ښاغلۍ نورمحمد”تره کی” دویښوّلمیانو په منځ کی دعمر په لحاظ زوړ نه وو، په اقتصادی وجهه موړ نه وی. پرحکومتی لوړه چوکی سپور نه وه.

 نورمحمد”تره کی” په سردار کورنۍ پوری تړلی نه ؤ ، دکم صدراعظم ،وزیر.معین ،وکیل، ولسوال ،زمیندار او سرمایه دار زوی هم نه ؤ.پس نو څه ؤ؟ چی دوخت زیات پوهان اوسیاستوال د ده پر کور راټولیدل؟ یو کمال لاره چی دهغه په مرسته وټولو ته د کار او اعتماد وړ شخصیت ؤ.

 د کنګری غونډی نورمحمد”تره کی” د خپل مشرپه نوم  داسی وټاکئ  چی هیڅ یوه مخالفه  رایه يې نه لرل  یعنی نورمحمدتره کی دګوند منشی انتخاب سوو.دوهم ډېری رایی لرونکې ببرک کارمل وو.

د لته عبدا لوهاب ساپی په ټوکه  ږغ وکړی  چی ببرک جا ن يې دوهم منشي.د عبدالوهاب ساپی پر دی خبره ټولو برخوا لو( وخندل دا خبره  یی  مسخره آمیزه )وګڼل.مګر ببرک کارمل دخپلو پلویانو په مرسته دغه د دوهم منشی نوم پرځان پوخ کۍ.

د مليتو په لحاظ وکنګری ته نماینده ګا ن:

پښتا نه -۱۳-  نفره.

تاجک-۱۰ -  نفره.

هزا ر-۴ -  نفره.

ا زبک-۳ -  نفر.

نما ینده ګان د ولاېا تو په لحاظ :

  په کنګره کی برخوال نماینده ګان د افغانستان  په شپاړسو(۱۶)ولاېاتو څخه ؤ  . چی دا هم په خپل ذات کی دافغانستان په تاریخ کی به لمړی ځل وو،چی د حکومتو له زور،قدرت اوواک څخه پرته دی د(۱۶) ولایاتو منورین د یوه مشترک هدف د پرمخ وړلود پاره یو ځای سره کښینستلی وي.د تحصيل په وجه ټول دغونډی برخوال سواد لرونکی، دوخت د مامورینو ،ښوونکو ،کاریګرو، لیکوالو، شاعرانو ،محصلینو ،ډاکترانو،آفسرانو  او د ولس په درد درد من ځوانان وه.

ا لبته دا ترکیب د مليتونو د لږوالی اوډېروالی او یا دژبی  پر بنیاد نه وه.بلکی داد کار په کميټوکی د انتخاب پراساس ټاکل سوی راغلی نماینده ګان وه.اوکميټی هم دمليت او ژبی پروېش نه وی ایجاد سوي.

 پدی وروستیو کی یوشميرد کنګری برخه والولیکلی دی چی فلانی  یافلانیان  وکنګرې ته انتخاب سوی غړی وه. خو د مختلفوعواملو د مخی یی په غونډه کی برخه وانه خيستل،ترهمدغه ۳۱ نفرو اضافه بل هیڅوک  د خپلو کمیټو لخوا وکنګری ته  د نماینده په حیث انتخاب سوی نه دی.هوڅو نفره  په حلقو کی تنظم ځوانان د غونډی  پر وخت دامنيت  ساتلو د پاره  د نور محمد تره کی دکور په اطرافو کی وظیفه دا روه.

غلام د ستګیر پنجشری په خپل کتاب ظهوراوزوال او ډاکتر صالح محمد زیری د نیمی پیړۍ په خاطراتوکی د ډاکترصاحب عبدا لمحمد د ما نګر شتون  او ګډون د کنګری د غړی په حیث نه دی  منلئ .

خوما ته خپله ډاکترصاحب عبدا لمحمد درمانګر څو ځله مخکی  او په وروستی ځل کله چی امریکا ته راغلې زما په کورکی دغه خبره  د پخوا په شان یوځل بیا تکرار کړل چی دی د مؤسسی کنګرې منتخب استازی ؤ،او باو رلرم چی خلا ف نه وايې ،اود کورد باندی د امنیت سا تلو دپاره مؤ ظف ؤ.

دا خبره  چه ولی د جدی د میاشتی ۱۱  تاریخ د دې   تهداب  ایښود ونکی غونډی دپاره مشخص کړل سوی وه؟

دا پدی چی په همدغه ورځ(۱۹۰۶م ) کال کی لمړنئ  اخبار( سراج ا لاخبار)د چاپه راوتئ وو.بل په دغه ورځ په کا ل۱۸۴۲م انګریزی اشغالګرو لښکرو دافغانانو  سره  په مخامخ جګړه کی ما ته منلی او د خپلو قواو د وتلو سند يې امضأ کړی دی .بیا په همدغه ورځ په ۱۹۱۹م کی  افغانانو دا نګریزی اشغا ل په وړا ندی دجنګ او مقابلی اعلا ن کړی دی .

پس د جدي۱۱یا د جنوری د میاشتی لمړې ورځ باېد یوه  نه هیرید ونکی ورځ وی .

د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند یوازی  د افغانی جامعی په نس کی د افغانی منورينو،دسياست مینه والو،تغیرخوښونکواو تغیر راو ستونکوپه مټ جوړسوی دی .هغه وخت چی د دغه  حزب ا سا س کيښودونکې جلسه جوړیده،په جلسه کی د شا ملواعضاؤو څخه یوه هم شوروی لیدلۍ  نه ؤ.

دغونډی ټول برخوال د خپل وطنی تعلیم څخه برخوردا ره وه. سره د دی چی لا هغه وخت   او زما ن زموږ په هیواد کی درسمی زده کړوخبرډ ېرعامه سوی نه وه.دغه ټول څه چی اوس موږ اوتاسی  په هیواد کی لرو دا د هغو د لاس محصول دی  چی شخصی یا خصوصی زده کړی يې لرلې. مثالونه یی بی حده زیاتی.

هغه وخت اصلاً ښوونځۍ مولا ښوونځۍ سوې نه وو.زده کړی د مسجده راوتی.چی زموږ ډېرد قلم خاوندان مسجد لوستۍ وه.لا تر  اوسه هم مومکتب لوستۍ هغه ځای ته نه دی رسيد لی  چی د مسجد لوستو په ا ندازه  يې څه ولیکی   او ولس ته ورکړی وي.

۱ -  دحزب منشی ښاغلۍ نورمحمد تره کي:

دژوند په څنګه شرایطو اوخواریو کی راګیراو څونه کار  يې کړی دی ؟  د ښاغلۍ نورمحمد”تره کی” په   مخا لفت  کی دهغه سیاسی او قلمی اریفانو یو  څه اوبل څه غلط ولیکل په خاصه  هغه وخت کله چی په ظاهره کی   دافغان نستان  دخلق ګوند حاکمت پلاس کی واخیستۍ.

 زیاتو غیری پښتنو  خو لکه د هرپښتون په خلا ف چی څه  ا لفاظ (فاشیست ) کلمه کار وی دده  په باب هم وکاره لې .ځکه یوشمیرد تعصب په مرض اخته شخصیتونه هیڅ کله هم د پښتون د ښوکارونو یاد  پر خوله نه راوړی،پښتون که په فا رسی ژبه کوم څه ولیکی دوی هغه  غلط ،تزویراو بل ورته لیکلې شمیری .

ټول فا رسی ژبې لیکوا ل   تنګ نظره  او متعصب ندی .لرو همدا ډول پښتا نه لیکوا ل   چی د فکر،ډلو ټپلو ،بغض   او بُخل د مخی د بل چاه کار،فعا لیت اوپر مختګ   نه سی ز  غم  لای .

  یو کم شمیربې فکروپښتو او فارسی ژبو دواړو  په ډیره  ساده،عامیانه حتا بازاری خبرو سره  یی ښاغلی  نورمحمدتره کی، غریب ، د بزګری ، د چوپا نې کورنۍ ،منظمی زده کړی نه لرونکې ، ساده کوچی،پنډ،شین  سترګی او نورو نومونو په خپلو لیکنو کی یاد کړۍ دئ، داخلاقی معیارونو  لیری تهمتونه  پوری تړی  .

زما په باور دښاغلۍ نورمحمد”تره کی” ژوند  با ید په څلورو برخوکی وڅیړل سي.

اول: د هغه شخصی غریبانه  ژوند ،کار،زحمت ،زده کړه اود ځان رسونه.

 دوهم: دلیکوالۍ دفن او هنر زده کړه ده  چی په ریالیستی داستان لیکنه یی  ځان دپښتو داستان لیکونکو په اول اودوهم کتارکی را وستۍ وه.

 دریم :   د سیا ست،سیاسی تشکیل اوسا زمان جوړولو برخه کی د ده  استعداد چی تر همزولو مخته سوو.

څلرم: دحا کمیت تر لاسه کول او وژل کیدو پوری کړنی او اعمال   یی دي.

هره  برخه دژوند  يې جلاو خت او عمیقی څیړنې ته اړتیا لری .

تر موږ ټولو اوهربل چا يې عبدا لروف بینوا په خپل ا ثر(او سنی لیکوا ل )  کی چی په ۱۳۴۰هجری کال کی په درو ټوکه کی چاپ سوی دئ  په ۲۲۰صفحه کی هلته د نور محمد تره کی پیژند ګلوی داسی کړې ده :

" ښاغلی نورمحمد "تره کی" د پښتوژبی حساس او داجتماعی مضامينوښه نثر لیکونکۍدی.دی په خپلو لیکنو کی تل زیا ربا سی چی د اولس د حقیقی اوعوامی ژوند تصویر وبا سی او دېوې جامعې په  اجتماعی ژوند کی د افراط او تفريط عیبونه  او نقایص وښیی ...تره کی صاحب په فا رسی او انګرېزی او ترډ ېره حده په ارد و هم ښه پوهیږي.

 او دا نګریزی د ترجما نۍ په څا نګه کی يې خو په ۱۹۵۹کا ل  لیکونکئ:(چی د ۱۳۳۸هجری  سره  سمون خوري). د آمریکې د  اورسیز ټرانسلیشن انستیتیوت څخه  ۳۷لمبر لیسا نس اخیستئ دی    او پدې لا ره کی ښه تجربه لري.

په ۱۳۱۳هجری کی په بمبی کی  د پښتون شرکت په نما ینده ګې کی  کا تب ؤ.                                     په ۱۳۱۶ هجری کا ل کی دتجارت په وزا رت کی داقتصا د  دمجلی محریرؤ.

 په۱۳۱۷کا ل کی د کانو په وزارت کی سرکاتب ؤ.

په ۱۳۱۸کا ل کی بیرته داقتصا د  دمجلې محریر سو.

په۱۳۲۰د مطبوعاتو په مستقل ریاست کی د نشراتو د دو همی څا نګی غړی  ؤ.

په ۱۳۲۱کا ل په هغه ریاست کی د نشراتو د لومړۍ څانګی غړی وټاکل  سؤ.

 په ۱۳۲۲کال کی په کابل راډیو کی د پښتومرستیا ل ؤ.

   په ۱۳۲۳کا ل کی د باختراژا نس د مؤسسې غړی سو.

په ۱۳۲۴ د فوایدعامی په وزارت کی د خصوصی مدیراو د خارجی ارتباط مدیر ؤ.

په   ۱۳۲۶ کال د پطرولو لوی مدیر سوو.

 په ۱۳۲۸ د مطبوعا تو په ریاست کی د بولتین مدیر سوو.

په ۱۳۳۱د باختراژانس لوی مد یر سوو.«۱»

په ۱۳۳۲ په واشنګټن کی دافغانستان په سفارت کی مطبوعاتی ا تشه  مقرر سؤ.

په ۱۳۳۴څخه تر ۱۳۳۸پوری په کابل کی  دیونود تخنیکی مرستی یونسکو په څا نګه کی د سکرټراو تر جمان په حیث کار  کاوه  .وروسته يې د( نور)په نوم دا را لترجمه  خلاصه کړل."

«۱»:- ټول دوستان باید په دی خبره پوهه وی چی په هغه وخت او زمانه کی د باختر اژانس دلوی مدیریت وظیه  د اوسنی وزارت اطلاعات اوفرهنګ سره برابره یوه وظیفه وه.

 - دا چی ښاغلې پوهاند ډاکټرصاحب محمد حسن کاکړ  د کم  بغض او عناد  له مخی ښاغلۍ نورمحمد”تره کی” (دنه چندان  مهموخلګوپه جمله کی شمیري). داچی حسن کاکړته څوک مهم دی او څوک نه . ودغه نه  چندان مهم سړی ته  کله چی حسن کاکړ د لندن څخه خپله دوکتورا اخیستی وه  او کابل راغلی د نورمحمد”تره کی” کور ته ورغلۍ او د خپلی د کتوری تیزیس یی هغه ته وښود مګر نورمحمد”تره کی” د حسن کاکړ د تیزیس سره علاقه و نه ښول.هغه یی دیوه امپریالستی ملک کاغذ وباله.

- دحسن کاکړ د وینا  په خلاف  ښاغلۍ اواښاد پوهنوال جبیب الله تږی صاحب چی  تر محمد خسن کاکړ مخکی دکابل مجلې  مدیرؤ هغه د نورمحمد”تره کی” یاد داسی کړی دئ: (( پدی دوره کی  یوشمیر مضمونونه دعلمی جها نبینی له معیارونو سره سم لیکل سویدی.

 په ۱۳۳۵ هجری کال کی دهیواد نامتو ریالیست لیکوال نورمحمد”تره کی” ځینی لنډی کیسی کابل مجلی ته را واستولی،چی دځینو نومونه یی  دادی: زما برخه،دسمټ موراوپلار،یوسترخان اودری دوله خواړه،دکورګټه دلاهور ګټه،په پای کی بډای سو، ږوږجوړشو او دبنګ مسافری(کتاب). )) ص۳۶۲ ادبی څیړنی  روهی صاحب.

- ښاغلې محمد صد یق روهي  د خپلي  ا د بې څیړني په ۳۶۳صفحه کي لیکلی دی چی : "د ښاغلې  نورمحمد”تره کی” د طرف  د پښتوټولنې رئیس او د مجلې چلونکي ته یوخط  داسي راوړي :" ع .ص ښاغلې پاچا صاحب   او ښاغلی ژواک صاحب! د کابل مجلې په ۴۱۹ ګنه کي ،چي زما مقا لې ته کوم عنوا ن ،یوسترخا ن  او د رې ډوله خواړه ، ورکړسوي وزما د تعجب وړسو.زما د مقا لې اصلي عنوا ن"یوه کا سه  او د رې ډوله خواړه و،هیله کوم،چي هرچیرته د مقا لې په متن کي هم د سترخا ن"  پر ځای یوه کا سه  ولوستل سي.

سربیره پر دي خبرو ښاغلې صدیق الله  روهي هم د نور محمد تره کی  یا دو نه په خپل ا ثر اد بې څیړنه کي  داسي کوي پر کیسو سربیره نورمحمد”تره کی” د "کله به وي" ترعنوان  لاندي  یومضمون لیکلۍ دی  ،چي په هغه کي وايې :

"هغه ورځ چي د نړۍ د ټولو ملکو څخه داخلي   او خارجي استعماراواستثماربیخي ورک شي اوټول کار کونکي په آزاد صورت سره  د دې  دپاره واک اواختیا رولري ،چي دا نړۍ پخپل زحمت ودانه کړي او دهغه د ودانۍ ثمره دعامه وو د مفاد دپاره وي نه ددې او هغه د پاره". 

  - داکترپکتین ښاغلۍ نور محمد تره کی په خپله یوه مقا له کی دا سی معرفی کوي: " نورمحمد”تره کی” یوملی ،فرهنګی   او سيا سی شخصیت اوپه  پښتو ادبیاتو کی درېا لیزم د سبک بنسټ اېښود ونکی ،د ټينګې سیاسی تقوأ ،ژورې سیاسی پوهی او دوېښو زلميا نو د وخته د اوږدی مبارزی د تجریبې خاوند وو".

 نور محمد تره کي  پر خپل وخت په افغاني ټولنه کي یوخلاق انسان وو.پدې خبر ه کي شک نسته  دمثال  په توګه  ما ته ضياا لد ین ببرک کیسه وکړل چي ډاکتر صاحب شا ولي  ویل :زه یوه ورځ د نورمحمد "تره کي" کورته ولاړم ،کله چي مي د د روا زي زنګ ووهه تر لږ ځنډ وروسته د معمول په شا ن د نور محمد تره کي اواز مي وا ورېدی  چي راځه دروازه خلاصه ده.زه کورته داخل سوم ومي لیدل چي نورمحمد "تره کي" ددهلیز په د روا زه کي ولاړدئ.

د پخوا په شا ن يې ګرم روغبړ راسره وکړی اوکوټې ته يې د ځان  سره  بوتلم.ګورم هلته داکټر موسی شفیق  ناست او ولاړسو،روغبر مي ور سره وکړی تره کي صاحب زه ور وپیژندلم. په دی وخت کي د چایو د پطنوس کړپ سو، تره کي صاحب ورولاړسو چي د چایو پطنوس راو اخلي ، د تره کي صاحب د ولاړيد و  سره  موسی شفیق سم ولاړيږي  او تره کی صاحب ته  د هري خبري  سره  دا ستا د ،ا ستا د په نوم خطاب کوي...

ډاکتر موسی شفیق نورمحمد”تره کی” ته و ویل  استا د ه زه  اول تا سي ته راغلم ،تا سي به زما   سره  د کد رونو په باب همکاري  وکړی.؟

تره کي ورته وویل چي د وطن په خیروي ولې نه ،زما خوا ته يې لا س ونيوې چي د دې ځوانانو خو وطن ته خد مت ارزوده.چي که يې تا سي په سلطنت ومنی زموږ همکاري.

   سره  د دې  چي د ضاالدین ببرک په  خبره مي باور ؤ،خوبیا مي هم ډاکتر صاحب شا ولي  ته تلیفون وکړی،ترسلام   او  خبروورسته مي د دې  خبري په باب وپوښتئ ډاکتر صاحب شاولی بیله دی چي ځنډ په خبروکي وکړي دا خبره  ومنل ،بلي هو.

   او داکتر صاحب شا ولي علاوه  کړل چي:"د نورمحمد تره کي کورته ،نه  یوازي  موسی شفیق ،بلکي ښاغلې محمد هاشم ميوند وال ، ښاغلې عبدا لروف بینوا   او ډ ېر نورد مشوري د پاره  ورتلل.

نورمحمد تره کي لمړي افغان دیپلوما ت وچي په امریکا کي په یوه مطبوعا تي کنفرا نس کي یی  په ډاګه وویل :" په افغانستان کي دیوې  کورنۍ واک چلیږي ،پاچا،صد راعظم،وزیرد فاع اوټول مهم پُستونه ددوی  په لاس  کي  دي".

 تر نورمحمد تره کي وړا ندی هیڅ افغان دیپلومات پر  شاهي کورنۍ   داسي نیوکه نه وه کړې .کله چي حکومت د کار ه ګوښه کړی   او دئ بیرته  افغانستان  ته را ستون سو، د ميدا ن هوايې څخه يې د اودخان  ته تلیفون وکړئ ،  او  ورته ويې ویل: "زه کابل ته راو رسید م ،زندا ن ته ولاړسم ،تا سي ته درسم   او که کورته ولاړسم د اود خان   په بې ادبانه  ا فاظو ورته وویل کور ته دي  ولاړسه".

 سیا ستوال باېد صا دق وي مګر نه سا د ه. نه پوهيږم  پدې چي که ښاغلې نور محمد تره کي  ژوند ی وای څه جواب به يې لاره :هغه داچي لکه د ه چي د خپل ژوند په ورستیو کي دا  ومنل   او د رک کړل چي د " افغانستان  د خلق  د دموکراتیک حزب په د ننه (نس) کي د سرطان دا نه سته".

دا دا نه خوډ ېرو حزبیا نو لا ډ ېر پخوا تشخیص  کړي وه،   او د ښاغلې نور محمد تره کي  سره  يې خپل د تحقیق را زونه شریک کړي وه.

مګرده به د نورو خبره نه منل،هغه وخت يې ومنل چي ډ ېرناو خته وو. دا د سرطا ن دا نه تر حاکمیت وروسته دحزب په منځ کي وچاودل اوټول حزب  یی  په غم اخته کړې.نود نورمحمد تره کي د پوهي او ښه سړیتوب،مهربا نې علاوه  زما په باورد دی ګناه با ريې پراوږو پروت بولم.

باېد د څه دقت څخه کار واخلو ،نه چي خدای نخواسخت په د روغ ویونکو ونه پیژندل سو.بله اساسي خبره  دا ده چي رښتیا باېد ویل شي او تهمت  باېد ونه لیکل شي .

 نصراحمد دولت ابا دی دخپل" شنا سنامه احزاب وجریانات سیاسی  افغانستان " کي د ډېرو نورو بهتانو او اتهاماتو،انحرا فاتو تر څنګ د نورمحمد تره کي پرشخصیت اولیکوالې بحث کوي داسي بیځا یه اتهام وا رید وي.

 

 ترجمه:"د سردارد اودخان د صدارت په د وره کي هغه تره کي ومسکوته سفر وکړی .هلته يې "د موکرا سي نوین" په نوم کتا ب چي د مارکسیستي فلسفي د پیژند نئ په هکله ؤ،  په هغه هیواد کي  په درې ژبه چاپ کړی،چي هلته  د کتا ب مؤلف د نظر محمد په نوم معرفي سوئ ؤ.داقتدار پروخت  دهغه د بې ربط او بې محتوابیاناتو د مطالعی څخه يې کولای سي درک کړي  چي نوموړې کتا ب به د ده  تا لیف نه وي.په غالب احتمال به  شوروي فا رسي ژبې نویسندګانو د ده  په نوم چا پ کړې وي".

  یوسړی چی خپل سواد نه لری فکر کوی چی د ده په شان دی .دولت ابا دي نه کتاب لیدلۍ اونه لوستي دئ تر زیا ت داسي بریښی چي دځان په شان دبل کوم په تعصب لړلي خبری یی اوریدلي وي. پر دغه څوجملو ډېر بحث کیداسي خو ضرور نه ده بحث  دوخت ضایع ده .

ا لف: اول خوښاغلي نور محمد تره کي  د "د موکرا سي نوین" په نوم کوم اثر نلري .

د وهم : داچي دری ژبه یوه درباري ژبه وه اکثریت پښتو لیکوالو خپل ټول اویا یوبرخه  د خپلو اثارو په دری لیکل .د ښاغلي نورمحمد تره کي د لیکنو په منځ کی یو اثر(زنده ګي نوین) په نوم سته  چی په د ری ژبه لیکل سوي او نشر سوي د ی، نه په فا رسي ژبه شاید د لیکوال مطلب همدا کتاب وی چی ده لیدلی نه وی.

 دریم: د هغه کتاب نوم چي ښاغلی نورمحمد تره کي لیکلۍ ؤ"زنده ګی نوین" وو نه "د موکرا سي نوین". چي خورازیات یی  په نوم کي تفاوت سته ( زنده ګي  نوین یا نوی ژوند)  کتاب په ۱۳۴۰ هجري کال کي چاپ سوی د ی چي هغه وخت لا سردا رمحمد د اودخان  صد راعظم سوی  هم نه وو، لطفاً دي لیکوني  تاریخ بیاو ګوری.

 د کتاب د چاپ  پر وخت  لا دافغانستان د خلق د موکرا تیک ګوند جوړسوی نه وو. آیا په هغه وخت اوزمان کي به کوم بل افغان  دغسي یو علمی ا ثر لیکلې  وي؟ تا سي يې یاد  کړې چاّ؟ پس هیڅ افغان داسي یو کتاب چي پرعلمي جها نبیني دي استوار وي د ده تر مخه نه دی  لیکۍ.

   او س نوپه پوره غور سره فکر وکړې چي د نن ورځي  څه زیا ت تر۵۳کا له مخکي مود نوموړی په سطحه څو تنه لیکوال ، سیا ست وال په ټول هیواد کي لرل. زما په باور ډېرلږ.دايې هغه ؤچي ددوی  په ژبه عا لی او منظم تحصیلا ت يې نه لرل.

پس نور محمد تره کي صا د ق،مبا رز،لکيوا ل، پر وطن مين  انسان و.د سړوپه جلب اوجذ ب کي د پوره ا ستعداد خاوند وو، پدی برځه کی یو وتلۍ او منلۍ شخص ؤ. مګر سیاست يې یوازي د ګل په مفهوم  سره  پیژندئ. زموږ کندهاریانو په ژبه ، په دابا زاري چلو اوټګیو لا نه ؤ پو هیدلۍ .ځکه په همدغسي وطني ،کلیوا لۍ ،نیم بزګره  او نيم چوپا نه کورنۍ کي راپیدا سوۍاو لوی سوۍ وو.

اوهمدا سبب ووچي د نوموړي د پاکی څخه چا لاکو سؤ استفاده کول په چا ل بازي سياست کي کمزوري وه .دغه کلیوالي سپڅلتیا ته سیا سیون یا ښاري خلګ ساده ګي وايې.او رښتیا که سیا ست ګل وي نو ګل بیله ا نباره رشد نه کوي.

زموږد جامعي د هغه وخت سيا ستوال ډېری همدغسي وه.دا لویه نقيصه  دهري شاته  پاته جامعي ميراث وي. که دا نقیصه وبولو،نوخدای بخښلۍ نورمحمد تره کي همدا نقیصه لرل په چال نه پوهیدئ او دايې لوی نقص هم ؤ.او سني زموږ د وطن سيا ستوال بیا  یوازي سیاست د انبارو په حیث پیژندلۍ دي شپه او ورځ په ا نبا رو کي لوید لي اوشنې. یوازی دځانونو ګټي پلټي دګل درک او خرک ځیني ورک دی .

نور محمد تره کی د خپل اقتدا ر پر وخت او ترهغه مخته څوک په  جاسوسی ،رشوت، شخصي استفا د ه ،بداخلاقي ،د علم  سره  په ضد یت، د مکتب  سره  په  مخا لفت، د پیشرفت  سره  په دښمنې، تعصب، د ژبو په نه زده کړه، د قلم په نلرلو  نسي  متهم کولاې.

زه با و ر لرم چي ښاغلۍ نورمحمد”تره کی” داقتدا ر اخیستلو په لومړۍ ورځ تر وژل کیدوپوري د حفیظ ا لله امین  او دهغه د سړو لخوا سخت محاصره سوو. داکثریت  حزبي تغیراتو، دولتی مقرریو ،امنیتي پیښو او کړنو څخه به زموږ په شان  تر عمل وروسته د بل د خولی خبریدئ.دحزب اودولت ټول کارونه د حفیظ ا لله امين په آمر سرته رسیدل.

 چی دغه د نور محمد تره کي لویه ګناه  او اشتباه وه هرڅه یی  حفظ الله امین ته پرایښي وه.دا  د یوه مشراو رهبر ،نقیصه  ده دی د جُرمه په دی خلاصیداي نشي چي وویل سي دی  خبر نه ؤ .

 ځکه رهبر باېد هراړخیزه کار،مسؤلیت او صلاحیت ټول کنترول کولای سی. په حزب او دولت کی پریو شخص تکیه اونور شاته کول دغه ثمره لری.نور محمد تره  کی د حزبه او  حزبي ملګرو څخه جلا په محاصره  کي په مها رت سا تل کیدئ.د یوه مشر سیا ست وا ل  د پا ره اړینه د ه لکه څنګه چي  پر ملګرو اعتما د کول ضروري دي،تر هغه زیات باېد حسا ب اونظا رت هم وکړې.

 

د نورمحمد”تره کی” قلمی اثار:

دغه لاندی  ۲۴ ا ثرونه لکه:

۱ -  د کار ګری طبقې ګوند.

۲ -  زنده ګی نوين " نوی ژوند".

۳ -  د بنګ مسا فری.

۴  -  سپین.

۵ - څړه.

۶ - عروس من درخیبر.

۷  -  د زلميا نولا رښوونکی.

۸ -  خاطرا ت جنګ چرچل ترجمه.

۹ -  بې تربيې زوی.

۱۰ -  په ځا ن باو ر.

۱۱– سنګسا ر.

۱۲ -  موچي.

۱۳ –دغوايې لا ندی.

۱۴ -  زمابرخه.

۱۵ -  د سمټ موراو پلا ر.

۱۶یوه کا سه  او د رې ډوله خواړه.

۱۷  -  د کورګټه د لاهورګټه.

۱۸ -  په پای کی بډای سؤ.

۱۹ -  د بزګرلور.

۲۰ -  ږوږجوړسو.

۲۱ -  دا دی  خد مت.

۲۲ -  زه  او زما   ورور.

۲۳ -  د نوی کال خوب.

۲۴ -  نطق ويشنسکي. ترجمه.

 

او ترحساب زیاتی علمی مقالې ،تحلیلونه یی د وخت برابر په ورځپاڼو او مجلوکی خپا ره  سوی دی ."

 د دریمی برخی پای

نور بیا

 

 

¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨¨

دوهمه برخه :

داچی یو شمیر ناخبره اوبل شمیر باخبره  ادعا لری چی دثور دمیاشتی نظامی پاڅون د پاکستان  دلاس وهنو عامل ؤدرست  درک ندی.پر نور جهان  سربیره پاکستان او امریکا د خلق د دمکراتیک ګوند تر جوړښت زیات کلونه مخکی د افغا نستان  په کورنیو چار کی لاس وهنه کول حتا د اشغال تلاش یی کاوه.پا کستان چی په اصل کی د انګریزانو یو نوکر حکومت ؤ او دی ،مګر د زیاتو ګټو د ترلاسه کولو په خاطر یی په ورستیو۵۰ او۶۰کلونو کی ځان و امریکا ته  هم ډیر نژدی کړی دی،داچی پاکستان څونه دچاسره په ملګرتوب کی صادیق دی دا بله خبره.

 په افغانستان  کی د امریکا د ډالرو په مرسته  دپاکستان  دلاس وهنی  او اشغال د تلاښونه د افغانستان دخلق د دمکراتیک  ګوند تر جوړښت   څو کاله مخکی  وه نه د ۱۳۵۷ هجری کال د ثور دمیاشتی دنظامی پاڅون وروسته. هو د ۱۳۵۸ هجری کال د جدی د میاشتی د۶تاریخ یا دروسانو دنظامی تیری وروسته یی  لاس وهنو زور واخیست. د پخوانیو لاسوهنو یوه نمونه یی:

 کله چي په کال ۱۳۳۹ هجری شمسی کی ښاغلۍ علامه عبدالحی حبیبې بیرته د پا کستان  له خاوری څخه و خپل هیواد افغانستان ته دراتلو په تکل سو  او پاچا ظاهرخان د نوموړي  درا تګ  سره  مؤا فقه وکړل،او هغه یی وبخښۍ  تررا تګ  څو  ورځی وروسته ښاغلی پوهاند علامه  عبدا لحی "حبیبې" وپاچا (محمد ظاهر) ته په پا کستان کي د خپلوسترګو لیدنی  اوریدنی ،ارزوني  او د پاکستان د واکمونو شوم   او د دښمنيو ډک نیتونه د پاچا د غوښتنی د مخی پر کاغذ ولیکلی او خپل کاغذ  یی د پاچا  و مخته کښیښود.

 په خط کی داسی لیکل سوی وه : ترجمه  هغه خطر چي  زموږ پر لوررا روان دی  :

 زما د راتلو پر وخت ښاغلې والا حضرت معظم اشا ره تاً  و فرما یل هغه څه چي  د پښتونستا ن په باب  پوهیږم  ووایم . دا دی  علاوه  د هغو مضامینو چي وجراِیدو ته مي لیکلي دی،پدې ډول یوشمیر مهم عرضونه په احترام  سره  وړا ندی  کوم:

له مهم ترینو خطرونو څخه چي  زموږ د پرمختګ لاره نیسي،په ډیر  ترسناک   او وحشت ،هغه دی  چي دامریکا د ډالرو په ملاتړ زموږ پر لور  را روا نه دی.  دا هغه خطردی چي زه هغه پاکستانی خطر بولم. ځکه  هلته  دیولسو کالو نژدې مطالعا تو  او دهغه هیواد  دلویانو  سره  په تفصلی خبروکي مي پیداکړل ،چي دغه  خطر زموږ ملي ژوند را تهد یده وي.

  او حتی  هغه وخت چي د پاکستا ن لمړی وزیر لیاقت علي خان په ټوله مانا په ښکاره توګه وما ته وویل: چي د سرحد د سورپوښو "خان عبدالغفار خا ن حزب د  پرابلم تر حل وروسته به حتمي  افغانستان  د پاکستان  سره  ګد وو،  او موږ ته دا کار آسانه دی .....؛دا هغه  خبره  ده چي  یولس کاله مخکي  له دی  مي د جناح  داعتما دی  شاګرد داستعمار دهوښیارد سیسه کار څخه اورید لې وه.

مګر پنځه کاله وروسته کله چي پاکستا ن دافغانستان او سرو آغوستونکو( دخان غفار خان حزب)  سره  لاس په ګریوان سوو، د سرحد ګورنر خواجه شهاب الد ین ما ته ویل :

"په پا کستان کي د عبدا لغفار خان د مقاومت  نه ماتیدل اونه حل کید لو،دافغانستان عمر اوږد  کړی.ځکه که دغه مقاومت  په منځ کي نه وايې،موږ پوره وخت پیدا کاوه  چي دافغانستان کارمو یوطرفه کړی وايې"

په هر صورت :ماو روسته له د قیقو مطالعا تو دا پیدا کړل، اوسل فیصده  وما ته ثا بته سول ،چي آمریکأ او پاکستان حتمي وروسته له ماتولو څخه د سرحدي قبا ئیلو   او د سرحد د سیاسي احزابو،ودې خوا ته د ډیورین تر خط ،خپل کار او فعا یت په ښکاره شروع کوي.

او  حتی ډیر امریکایان په دی عقیده دی  چي افغانستان  باید د پاکستان ستلايت وي  ،نه د آمریکأ ستلايت . مکا تیب افغانی درېم کتا ب  ۱۳۰ صفحه د داکتر محمود  حبیبی لیکنه .

دا د پوهاند علامه عبدالحي حبیبی خط  ظاهرشاه ته ډېر اوږد دی، ما دلته د نموني په شکل دا څو جملې رانقل او وژباړلی.نو  اصلی خبره  داده چي پاکستان  او دافغانستان  دښمنانو په خاصه توګه د پښتون قوم دښمنانو دافغانستان د خلق  د دموکراتیک ګوند تر جوړوني مخکي د دې هیواد  او دې قوم د خرابید و، د منځه وړلو کار  راشروع کړي و.

 زما د خبري د ښه باوري کیدو دپاره  هغه داده چی پر موږ باندی حاکمی  بد بختي او جاهلې کورنۍ  ټول  افغانان  زاړه اوځوانان د سياست،کتا ب،مطا لعي او پوهي لیري ساتلو.په دغه سبب په وطن کی سيا سي پوهه  او تجربه کمزوري وه. چی د خطاؤ اوغلطیو  سره  ټول لا س   او ګرېوا ن سول.

دا دی  داکتراکا د ميسن محمود حبیبې صاحب  سره  د دې  چي د داود خان توصیف ډ ېر ترحد زیات کوي ،خو ځای ،ځای بیا  د دې  کورنۍ غفلت چي زه يې خیا نت بولم  د لوی حبیبی صاحب د خولې او  لیکني څخه  محترم محمود حبیبی هم را نقلوي.د ی هغه په نرمو الفاظو  داسي بیا نوي:

 ترجمه" پدې چي د یحيی کورنۍ  په هیڅ ډول د ډولو دی ته حاضره نه سول،چي خپل ظالمانه  او دزوره ډک لاسونه  دی د بیچاره ولسونو د غاړي څخه لیري کړي.  او یا دې د خلګوملي حقوق هغوی ته ورکړي.

 پر هم دی بنیاد  دازادۍ  غوښتونکو حرکتونو دوام چي د افغان ملت د هر وګړي په زړه کي محکم ځای لري، تیر کا ل وپا کستان ته راغلم.که چیري د ننه د وطن په خاوره کي ، په ښکاره  مخالفت ، د مشروع  او قا نوني لاري د سیا سي جوړښت  او د مخکښو دغه  مقد س مسیر ته لاس رسی واې ،هر ګز به دګران افغانستان دخاو ري څخه وپردي هیواد ته،ولوچي مؤقتي هم واې نه را تلم ، رد اوبدمي هم نه  ویل!... "

پس ا سیر افغانستان په داسي  یو حا لت کي قرا ر  درلودئ . د ښاغلی پوها ند علامه عبدا لحی حبیبی د لیکني څخه د وې خبري ښه  واضح کیږي : د پا کستان لاسوهنی او د لاس وهنو  تاریخ چي  د همدغه کتا ب په ۱۰۷ صفحه کي  داسي  راو ړی:

"د نورو جریاناتو د تذکرڅخه به تیرسم ،خو دا به ووایم چي اول په پیښورکي،پا کستاني مقاما تو زما پر اعزاز احترام کاوه   او حتی کله چي دافغانستان– پا کستا ن منا سبا ت لا نور وخرابید وته ورسيد ل،نوما ته په جد ی او محرما نه توګه پیشنها د وسوو چي  دیوه نژدې لسزریز پاکستاني عسکري فوځ په مشري،و افغانستان  ته ورننوزم ،  او د کابل د حکومت د  انقراض مقد مات فراهم کړم "

فکر وکړی له نن ورځی( ۶۰ ) شپیته کاله مخکی پا کستان (۱۰،۰۰۰) لس زره  فوځ د افغانستان د اشغال اوخرابی د پاره استعمالاوه.

 رښتیا هم د پا کستا ن د لاسوهنو لړې دافغانستان په کورنیو چا رو کي ډ ېره پخوا نې وه . مثلاً د پا کستا ن تر زوکړې لږ وروسته  پا کستا ني هوایي ځواک  دافغانستان د پکتیاد ولایت د خوست  پر ولسوالې  د مغولګي  پر کلي بمبا رې وکړې .د پا کستا ن همدې عمل دافغانستان حکومت ته بهانه په لاس  ور کړل څوخپل پوځ ته وسلې خریداري کړي.

بل  لوري ته  د ننه په افغانستان کي واکمنه سرداري کورنۍ اوپه خاصه د سردا رداؤد خان خیانتونه او جفاوي د مترقیونو عناصرو سره  کولی .هیڅ وخت اوهیڅ کله يې  نه غوښتل چی افغانان دی خبری،انتقاد ،سیا ست اوپه سیاست  کي برخه واخلی.پس نو پا کستا نۍ مداخله دافغانستان په کورنۍ چا روکي  د ۱۳۵۷ هش کال د ثورد ۷ نیټی  د پاڅون زیږند ه نه وه.  او   را وروسته هم  نه ده شروع سوې. د دې  د ښمني   او مدا خلې زڼي ډ ېره پخواني وه  او لادوام لري.

خفه نه یم پدی چي دافغانستان د خلق  د دموکراتیک جریان   سره   مخا ف  نظروال پرواقیعتونو سترګي پټوي، او ډېر ځله يې لیکلي دی  چي د ۱۳۵۷هجري کال د ثورد میاشتي د  اوومي نیټي پاڅون د دې  سبب وګرځیدی چي پاکستان دافغانستان په کورنیو چا روکي مداخله شروع کړی.

اې کاشکي سالم  قضاو ت ته چا غوږ نیولاي.اې کاشکي موږ هم د نورجها ن په شا ن حکومتونه لرلاي،زموږ داحکومتونه نه وه صرف وژونکي ،رشوت خوا ره، ډوډۍ خوا ره  او حتی زیات   يې په اخلاقي لحاظ کمزوري لاهم وه.

همدا دی  چي پا کستا ن  او آمريکا خپل خوبونه رښتیا کړل. زموږ ولس په هغه د دوی  څخه په ميرا ث راپا ته بی سوا دی  کي لا سوځيږی او د دوی په سلاح ګانو باندی وژل کیږی.

 راځوخپلي خبري ته ،نو هغه وو چي دویښو ځلمیانو د نهضت تر ټکولو او پاشلو وروسته یوځل بیا  په  ۱۳۴۰ کلونوکی  خط وهنکو هیواد والو په ټول هیواد کي په خاص ډول کابل کي د قلم او سيا ست مینه والو په علاقه  او جد یت  سره  د عملي سيا ست لمنه ټینګه کړه.

 مګرد خلق  د دموکراتیک ګوند لمړنۍ خښته ایښود ونکي نورمحمد تره کي چي د ویښو ځلميانو د جوړښت او هلته ور سره  مخامخ مشکلا تو،خوږي او ترخی تجربی   يې درلودې.

داحتیاطه کار واخیستی. اول  يې په ځوانو سياستوالو کي د کار  کميټی په کار و ګوما رلي. څو د نژدی د دوو کالونو  څخه لا په زیاته موده کي هرڅوک، هرچیري ، د هرولایت،هری ژبی او هرمليت څخه با خبره مبازېن  د یوه ګډ سياسي کار او فعالیت  سره  مینه وا ل  تشخیص اووروسته نودیوه حزب د جوړېدو کار ضروري کړي، همدغسي وسول.

 د افغانستان  دخلق د دمکراتیک ګوند د کنګري د جوړښت اوسمبالتیا دپاره  په یوه وړه کمیټه کي  د یوې اساس ګذاره جلسی دپاره  علأوه د اشتراک کوونکو د شمیر پر تعین نیټه دراټولیدو  پرځای،وخت او ورځ تعینولو فیصله وکړل. بیا یی معین شخصیتونه  دمسلی څخه خبره کړل څول ټول پر هغه ورته ټاکل سوی وخت معین ادرس ته  په داسی ترتیب سره راغلل  چی پولیس او نور څوک یی پر اتلو اشتباهی نسول. د غونډی د جوړیدو ځای د ښاغلی نور محمد تره کی کور ؤ.

  په لمړۍ ابتدایی غونده کی دغو لاندی شخصیتونو ګډون لاره : هریو  محترم مير غلام محمد غبا ر،نور محمد تره کي، داکتر محمودي ،علي محمد زهما، صد یق ا لله روهي،محمد طاهر بد خشي ،ببرک جا ن  او ميراکبر خیبر."ص ۱۳۲ د کشتمند لیکنه.

هغه دسته  بخیلا ن چي وايې   اویا لیکي نورمحمد تره کي ددغو ځوانانومشري نه کول.نوبیا سوال پیداکیږي چي چا کول ؟ ولي داجرأت په چاکي نسته چي ادعاو کړي   او  یا مشخص ولیکي چي احمد یا محمود دا کار  وکړئ .

 نو پخپله  خوهم دا چاري سرته نه رسیدلې. چا ودي ناستي ته داشخاصو شميراو تعدا د مشخص کړئ ؟ چا د ناستي ورځ او نیټه تعین کړل ؟ ولې د نورمحمد تره کي په کورکي راټول سول؟ولي غونډي د نور محمد تره کي تر مشری لاندی جوړیدی او ولی د غونډی برخوالو نور محمد تره کی ته په دونه ارزښت قایل وه؟

اوپه لس هاو  نور ولې ولې......؟ سته . ایا داټول ولې ولې تصادفي سرته رسيد ل،که یوڅوک و چي تنظيمول يې . که وو نو هغه شخص څوک ؤپه هر صورت شپه که تیا ره ده مڼې په شمار .

سلطان علي کشتمند د ببرک کارمل د شوری کښینولي حکومت صد راعظم ؤ ده  هم یو  پنډ کتاب چي زیات برخه يې دولتي کارونه دی چاپ کړی دئ  . که بد ویل د بل غیبت ځیني  جلاکړي د خپل   اووه (۷) مياشتنی  بندي ګرئ کیسه يې ځینی وباسۍ نور څه  نه پاتیږی د ۷ میاشتو بند کیسه یی  د ونه غټه کړېده، لکه د ده  د حکومتدارۍ پر وخت چي ده  هیڅوک نه وي  بندي کړي.

حا ل داچي زه لیکونکي د نوموړي د دفتر څنګ ته شپږ میاشتي هره شپه  وهل کید م او دئ په ټول جریا ن خبر وو، بیا مي یوکال نوردڅرخي پله د زندا ن په لمړي بلاک کي هره شپه د وهلو او بد ویلو  سره  مل تحقیق ورکړی یعني جمعاً (۱۸) میاشتي .

هغه ټولي نا روا کړنۍ چي دی لیکي اودی وایې  چي ورسره سوېدي طبعی ده چي بد سوېدي .مګر متاسفانه صدراعظم  صاحب هغه بد ورک نه کړل  بلکي نور يې غښتلې وسا تلې.  داچي زه ستا سي غوندي ښاغلي د عقدو  پر  بنیا د دوې  میاشتي  پر دې خبره چي ولې د تحقیق کونکو سوالونوته جوابونه په پښتو ژبه  لیکم.باېد په فا رسي خبري وکړم   او باېد په فا رسي ژبه تحقیق ورکړم وهل کیدم اوته په هرڅه خبر وی.

دهغه تلیفون سیمان چي ستا سي د پښو په ګوتو پوری  یي که په رښتیا د رتړلې وي ،هغه تلیفون ما ته  او ډ ېرو  افغانانو ته تا سي وتړئ.تا سی د خپل بند  او زوروني د بیا ن حق لری .تا سي چي خلګ زورولي او وژلي دی چي یو زه  د دې  څوجملو لیکونکې یم  اووه(۷) کاله بیله د محکمي د حکم د تطبیقه،دټولو ا لهي   اوبشري قوا نینو خلا ف د هر ډول بشري آزادیو محروم په کوټه کي قلف وسا تلم تا سي خو لمرلید ئ،تا سي تفریح لرل،تا سي ته پایواز  پر یښول کید ی.

ایا چي صد راعظم سوې یوځل په دی فکرکي هم سوی يې چي ستا ترسیوري  لاندي   پر سیا سي بند یانو څه تیريږي؟   او زما په شان تر شمار تیر نور هم وه آیا هغو ته دی  هم کوم وخت فکر کړی دئ ؟

د نوموړي صد راعظم صاحب لپار مناسبه نه وه چي  پر دې سن  او سال دی  د ځوانانو ترمنځ د وحدت او درا تلونکي مترقي جنبش د جوړیدو  په لاره  کي داغزن بوټي په توګه رول بازي کړي. زیا ت تهمتونه تړي راځه چي نور رښتیا ووایوو.

 د خلقیا نو د بد پیژندلوپه منظوريې په داکتر نجیب ا لله  اوعبدا لقدوس غور بندي  پسي هم بد لیکلي  دي. زما په عقیده نه ښايې صد راعظم صاحب ته چي  تر ما تي اوپاشل کیدو وروسته نوروته بد ووايې   او یا په نورو پسي بد ولیکي.

ډ ېرو نورو به هم څه لیکلي وي خو د ښاغلی کشتمند لیکنه د واقیعتو نو سره  په سل کي شل هم برابره نه ده . فقط دافغانستان د خلق  د دموکراتیک حزب اساس ایښو د ونکئ  ځا ن  او ببر کار مل بولي وبد یی نه دی کړی  روسان یی ندی راوستی.

د ميراکبر خیبر په وژنه کي د حفيظ ا لله امين لا س لرل  بیا دعبدا لقد وس غور بندي  په همکاری یا د وی. سوال دا دئ  چي کشتمند صاحب تا سي صد راعظم وا ست ولي دی  د صدا رت  پر وخت یوه ورځ هم میراکبر خیبردر یاد  نه سو ؟ولي دی  هغه وخت د میراکبرد قتل یاد ونه کړی؟نوراحمد نور دمیر اکبرخیبر تر ترور نژدې لس ورځي وروسته دکورنیو چارور وزیرمقرر سوو ولي یی  دخیبر دترور دوسیه ونه شنل؟.    او نور.

 عبدا لقد وس غور بندي زما  سره یوځای د څرخي پله په زندا ن کي بندي  ؤ، نژدی یو کال را سره په یوه کوټه کی ؤ زیاته د سطرنج لوبه مي ور سره  کوله. په نوموړی  کي ما دونه جرا ت ندی لید لي ،بیا د مرګ هغه هم ترقدرت  مخکي.

دا تهمت دی  د واقیعت  سره  نشي نژدې کیدای. بیرته راګرځم خپلي خبري ته،  زه دا خبره منم چي ببرک کار مل د حزب تر جوړید و مخکي  د کنګری د نور اعضأؤ په شا ن د ځوانانو په راټولو کي اوبیدا رولو کي زحمت ایستلی دی  ، ځوانان يې منظم کړي دی.

همدا يې علت وو چي هریودرهبري غړې د خپلو جوړو کميټو په نماینده ګی په لومړنۍ کنګره کي اشتراک لا ره.

کشتمند لیکي چي خلقیا ن په خاص ډول نورمحمد تره کي په باب:ترجمه"د تره کي طرف لږترلږه  پر خپل چپ تلونکي دریځ باندي  ټینګا ر کاوه  .هغوی د حزب د بد نې د  سره  ښود لو جدي طرف دا ر وه".ص ۱۷۴کي .

 فکرکوم  رښتیا حافظه يې د لا سه ورکړېده ،لږوروسته په دغه  صفحه کښی خپله لیکي ، ترجمه: تره کي به په تکرا ر  سره  موږته ویل" دغه  کوچنئ بیچا ره ماشوم(ح، د ،خ،ا ) نه با ید چي د پیل د پښو ومخته وروغورځوو".

اوس نو تاسي فکر پر وکړئ چي  اوله  خبره يې رښتیا ده  او  که وروستۍ.د نوموي قضات خو د خلقیانو په باب چپروان، سور،ماجراجویان  او  حتی ډ ېر ځایونه يې د مائو ایستانو  سره  یو ځای   او  یوشا ن بللي دی .

خوبیا وايې چي د خلقیانو د مشر نور محمد تره کی توصیه هميشه د  اوه چي احتیاط زموږ حزب ماشوم دی چي د فیل تر پښو يې  لاندي  نه کړی. د ونه ډ ېرد ځان وصف هم یوه د عمرپه لحاظ پاخه ، سیا سي سړی ،صد راعظم    او د سیا سي مشرد پاره  نه ښايې.

 کشتمند په ۲۱۶ص کښی بیا  پر یوه امریکايې لویس دوپري حواله ورکوي د هغه له  خولې  يې یو اوږد لیست د ميتنګونواو اعتصا بونو لیکلې  دی چي دا ټول د وخت د  پرچم  لخوا وه. لکه لویس دوپري چي په ټولو میټینګو کي برخه لرل . زه وایم نه صاحب لویس دوپري ته هم تاسي  غلط د واقعیت خلا ف معلومات ورکړي  دي.

په نورو ځایونو او ولایتونو زه د لته کار نلرم  چی خبره اوږدیږی یوازي  د کندها ر په هکله به درته و وایم .دابه ډ ېر بده وي چي ولیکم صد راعظم صاحب داخبري دی رښتیا نه دی .رښتیا دا دی  :په کندهاراو  بیا د کندها رد وړیواو بد لودفابریکې   او شرکت ميوي د کار یګرو اعتصابو نه خو په  پر چم اوتاسي پوري هیڅ اړه نه درلود ل.

اصلاً په د غو فابر یکو کي څه چي په کندها رکي  ټول  پر چميا ن د ۱۳۵۶هجري کا ل د دو باره وحد ت  پر وخت سربلند د(۱۴)  نفرو نفرو لیست موږ ته راکړی:  په هغه کي هم ۷ نفره  معلوم  نور و۷نفرو يې یوه ورځ هم حزبي حوزه لید لي نه وه.

 د وړیو  د اوبدلو په فا ریکه کي اعتصا ب په (۱۳۵۰) هجري کال کي ؤ. هغه وخت په کندهار کي د سربلند ،اخند موتروا ن،نورا نې کرکبا ز، یوبل د قطعه بازی ملګری نوراحمد چي یوې سترګي يې تکلیف لاره او واقعاً  نور احمد یوشریف ،غریب ،کاریګر ؤ اوزما هم آشنای ددوی سره  يې نا سته پا سته لرل  نه اخند زاده اونه هم نورانی هیڅ  وخت حزبیان نه وه .یوازی نور احمد کاریګر حزبی ؤ.

ما په هغو ټولو اعتصابو او مظاهر دهغوی په تنظم کی برخه لرل.  خلقی صوفی عنایت الله کاریګر  دولایتی کمیتی غړۍ چی وروسته د هغی فابریکی رئیس سؤ  هلته  هلته کاریګرؤ اومستقیم مسؤلیت یی لاره .ټول کار یګر نه خو یوڅه يې د خلق د دموکراتیک حزب غړي وه  دا خبره ټولوکندهاریانو ،حزبیانو او غیري حزبیا نو ته معلومه د ه،بل حزب او جریان په کندهار کی نه وو. صد راعظم صاحب!  یود واقعیتو لیکل دی  د پیښو بیا ن دی  بل  پر  مړوتهمت    او بد ویل   او  ځا ن سلامت بلل  دا ښه کار نه نه دی .

رابه سو  ښاغلې پوها ند داکترعبدا لرشيد جلیلي صاحب ته د ه هم په خپله د واقیعتونوخلاف لیکنه  "غميزه څرنګه مينځ ته راغله" کي دثور پر(۷) تاریخ دنظامي  پا څون په هکله یوڅه لیکلي دی او د ښاغلۍ نور محمد تره کي  د شخصیت په هکله یی داسي لیکي:

"د نورمحمد تره کي ژوره پوهه  او د روند توب د ده  د پښتو په ژبه لیکل شوو د بنګ مسا فري،څړه  او سپین په نومونه  ناولونونه په ښه توګه معلوميداي سي. د دې  کبله  ده د پښتو ژبی او فرهنګی ډګرکي په  هیواد  او منطقه کي ښه مقام نیوی   او  په روښان فکري کړيوکي په  درناوي یا دیدی .د همدې کبله وچي کله دافغانستان د خلګ د موکرا تیک ګوند جوړشو، دی  يې د مشر په حیث وټاکل شو." ۳۸  صفحه.

 څونه کمزوري خبره  يې کړېده  او دمحترم جلیلي څخه تر دی زیات  توقوع هم باید ونسي،ګوره چي دغه  به يې لام هم  پر ځا ن زیات فشا رراو ړی وي چي د نور محمد تره کي په هکله يې لیکلي دی  چي " په روښان فکري کړیو کي په  درناو ي یا دیده".

لمړی د ښاغلی نورمحمد تره کي لیکلي ا ثرونه  دغه درې نه دی  بلکي په(۲۴ )ا ثرونو يې زه او دی د واړه ښه خبریو،چي  وروسته به يې زه  د ټولو  نومونه ولیکم .

بل داچي نورمحمد تره کي وو چي د خلګ د موکرا تیک حزب يې جوړ کړی ،نه داچي دده  د ښه سړیتوب اوپه روڼ اندو کي دهغه په درناوي یا دیدني  له وجهي د حزب تر جوړېد و وروسته ،خلګو راو ستی وي او د خپل حزب مشردي يې ټاکلې وي.  پر دې کمزوري لیکني مونوروخت نه درضایع کوم.

خپلي خبري ته به را سو، دیوې   پر اخی تهداب ایښود ونکي جلسي د پا ره د کار د کميټوڅخه درا نه شخصیتونه په انتخابی توګه وټاکل سول.  او  په دی ټاکلو نماینده ګا نوکي ټول  د هیواد په  سطحه هغه  پراته رمزونه په نظرکي نیول سوي وه.د نور  د ادعاګانو  او لیکنو خلا ف په اصل کي (۳۱) نفره انتخابی نماینده ګا ن وه.۲

نفره د جلسي دراغونډې دو په معینه ورځ داچي د حکومت رسمي مامورین وه.د وخت حکومت  درسمي وظیفود پاره ولاېاتوته ا ستولی وه.لکه عبدا لقد وس غور بندي او محمداسما عیل دا نش. بل کاظم  داد ګر چي  په خپله غونډي ته نه دی  را غلي   او  وروسته شعله  جاو ید سا زما ن ته ولاړئ.

 د کنګری د غونډي مستقیم برخه وا ل ۲۸ نفره وه. دافغانستان    له جوړښت څخه ترهمدغه نن ورځي پوري،چي په  افغانستان  کي څه سا زما نو نه، حزبونه ،جریا نونه،خوځښتونه او ګروپونه په هیوا د کي راپیدا سوي  دي.په دغه  شکل مليتی، منطقوي،  او ژبنی ټولي حسا سي مسلی په کښي په نظرکي نه  دی  نیول سوي، تردې بهتر خوڅه چي برابرهم نه دی  تردا  اوسه  جوړسوې.

 یوشميرقلم په لاس  کي اخیستونکي د خلق  د دموکراتیک حزب  سره   مخا لف  ، د واقیعتونو ليري، د تعصب، بد بینی   او دښمني د مخی د دې  جریا ن د جوړښت په هکله  قصدي توګه غلطي لیکني کړي دی او نورد خلق  د دموکراتیک حزب  سره  بد بینه  اوس هغه غلطي لیکنې  د مأخذو په بڼه کار وي.

که په رښتیا د خلق ددموکراتیک ګوند د بد خواهانو هریوه اساس او ریښه  وشنۍ حتمي به پرپیښ سي چي خپل دوی او یا پلرګنۍ يې د سلطنتو  سره  په ګټو شریک وه او یا د یوخوا ګمارل سوی دی  یا به  د اخواني مافیا سره بسط خلګ وي. نه داچي په ناپوهي  سره  بلکي قصدي خلاف د واقیعتونو څه وايې،حتی د سبا ورځي د شرمه يې هم باک نسته .

تر نومونو مخته پوها ند، پوهندوی ،آستاد، ماسټر،ډاکتر ،اکا د ميسن،کا ند یداکا د ميسن    او نور علمي  ا لقاب  هم لیکي .

 دمثا ل  په توګه : ډیرلیکي چي په دغه  غونډه کي راټولوعا لي تحصیلا ت نه لرل.  او که د هغوی چي داخبري کوي وپوښتی :ایا تا یا تا سي چي عا لي تحصيل لرل څه توره موکړېده؟   او دې  هیوا د  او هیوا د وا لو  ته مو څه خد مت کړی دئ؟ .چي پا ته نورسوه.  اوڅونور بیا لیکی هغو چی  یی تحصیل کړی دی د وخت په شوروي کي تحصیلا ت کړي دی .

نوداخلګو د شوروي په هدایت دغه  حزب جوړکړې.دهغوچي د غسي څه يې لیکلي دی  نوما ن به نه اخلم ځکه  د لیکنو يې سړی پوهيږی چي خوار خلګ دی . د وطن د خلګوپه ژبه خپلي ......دي کوي.

 زه وایم د هر چا هرجریا ن هردولت څخه چي د  چا بد  راځي اویا یی  کړني نه خوښیږي  دا يې خپل حق دی .مګر د خپل هر کار  په سرته رسولو کي  د هري خبري په کولوکي ، د هري جملې په لیکلو کي باېد تر ټولو خبرو لمړئ خپل حیثیت ته صد مه ونه رسوي.

د دوهمی برخی پای

نور بیا

 

 

+++++++++++++++++++++++++++++++++++++++

 

۱۳۴۳هـ  ش کا ل

د جدي یولسمه

  عزیزانو! د افغانستان په درست تاریخ کی یوازنی حزب چی د جوړښت ،کار او نړښت ټول اړخونه یی لمر غوندی روښانه دی هغه  د افغانستان  د" خلق د مکراتیک ګوند" ؤ. چی  اشتباهات  او کاریی  معلوم ؤ .زه به هم  دافغانستان د خلق   د دموکراتیک جنبش  پر  جوړید نه ، غټید نه ، او  لوید نه  باندي  خبري ولرم .

ځکه د" خلق د ګوند"جوړښت اود هغه د مبارزو تاثیراتو نه یوازي دافغا نستان په تاریخ کي ژور بدلون را وست  بلکي د جهان په تاریخ کي  د یوه لوی اوښتون  سبب  وګرځیدی.

   د خبر و په  سر  کي  به دا  خبره  عرض کړم چي  بیا به د ډیروختونو  د پاره انتیظار باسوو څو په افغانستان کی یو بل" دافغانستان د خلق  د دموکراتیک  جنبش " په شان غښتلی جنبش  ظهور کوی. داسی یو سیاسی  حزب چي  تر حاکمیت نیولو پوری یی په صفوفو کی هیڅ کورنی او بهرنی جا سوس لاره نه لرل. زما د دی خبری ثبوت د۱۳۵۷ کال د ثور(۷) نیټی بریالی  نظامی پاڅون ؤ چی د ټول جهان استخباراتی شبکی ورته یښ پا ته وه.

   یوځل د افغانستان په تیر تاریخ کی د ګورګاني امپراتور په وړاندی  په( شپاړه سمه پیړۍ کي   ) د بایذ روښان نهضت چی سیاسي هدف لرونکۍ تحریک ؤ  منڅته راغلۍ.  چی هغه تحریک هم د کور د ننه ظالمواستثمارګرو او د کور دباندی  خاریجی استعمارکونکوپه ګډه  د مذهب تر چترلاندي  دهغومسلطو ناوړو خرافاتو چي د ټولني د ذهني ،فرهنګي اواقتصادي شاته پاتوالی له امله په خپلو خلګو باندی سخت و ټکا وه  کوم چی د خپلی ټولنی  د پرمخ تګ  له پاره یی  مبارزه کول.

  هغه خل هم  په منطقه کي د هغه وخت  حاکمو ،مسلطو قدرتونوپه ډیره بې شرمي او سخت ظالمانه  تو ګه  دعاموخلګو د نه پوهي څخه په ګټه د مذهب  تر پوښښ لاندي  خپل ګمارل سوي  نماینده ګان  اومزدوران د اوسنیو په ډول د مترقي  نهضت پرضد  اومخالفت کي اسعتمال کړل.

 تر هغه را وروسته د افغانستان په معاصرتاریخ  کي  د مشروطیت جنبش ، د ویښو زلمیانو جنبشونه وه . په  دوام یی ډیر پا یښت لرونکی  جنبش همدغه  د "افغا نستان د خلق  دمکراتیک ګوند" ؤچی  دهغو څځه په الحام اخیستو سره جوړ سوو. هغه لمړی  نهضت بلل کیدای سي چي بیله شخصي منفعت يې  تلاښ کاوه څود ټولني ځوانان د عمل، پوهي، زده  کړو او مطا لعې  طرف ته تشویق کړي.

 او وروسته یی  په ټولنه کي دمسلطو شرایطو په پیژندلو باندي آګاه  او پوهه ګړي. چي د افغا نستان  د خلق دموکراتیک  ګوند دا چاري  تر قد رت نیولو مخکي او وروسته  په مړانه سرته رسولي دی د دی کاره یی سترګی نسی پتیدای.

  د هیواد په لیری پرتو سیمو کی یی هم  د خپلو ګوندی ملګرو پر لاس تر حاکمیت مخکی ځانګړي دهري سویې اوهر سن اوسا ل د پاره بیل بیل دزده  کړو کورسونه لرل .خلګ يې د مطالعي اوسیاست سره آشنا کول. چي د افغانستان په  سیاسی جریاناتو کی هیڅ بل  سیاسی  حزب او تنظم مخکي اوتردا اوسه پوري دا کارونه  نه دي کړي.

ډیره ا ساسي مسله د دی جنبش  دو هلو همدا د دوی مینه د خپلی خاوری او خلګوسره  وه .دافغانستان د خلق  د دموکراتیک  جنبش  په شتون او حاکمیت کي په خاص ډول د (نور محمد تره کي  ) په شتون کي جها ني لویوځبرخواکو قد رتونو(شرقی   او غربی) د واړو اړخونو نسوای کولای چي  خپلو مؤخو یا اهدافو ته په منطقه کي ورسیږي کوم چي دوي  له پخوا څخه ورته پلان  لاره.

د خلق د مکراتیک حزب  د ( شرقی اوغربی) استعمار ګرؤ اهدافو د تطبیق  په لا ره کي یو ستر خنډ ؤ.په هر ډول چي کیدا ی سوای شرق او غرب  دواړو باید دخپلو ګټو د پلاس راوړلو په خاطر دغه حزب د منځه وړی وایی لکه چي ويې کړل دغه  ټول حزب اوپه ځانګړې توګه د۱۳۵۷ هجري کال څخه وروسته  تر هرڅه اول د لمړنی  رئیس جمهورنورمحمد تره کي له منځه وړل ورته  ضروري وه.

پسله هغه چي دافغانستان د خلق  د دموکراتیک ګوند نظامی کدرونه  دحفظالله امین په قومانده سره راووتل او د سردار محمد داود نظام یی دمنځه یوړی ، دخلق دګوند رهبری او ټوله نړۍ د یوه انجام سوی عمل سره مخامخ سول. چی وروسته به یی تشریح کړم  تر هغه وروسته نوکه درهبرۍ هرغړي دوه دوه قرآ ن شریفونه  هم  یو  پر سراو بل په څنګ کي  او د حزب ټولو اعضا ؤ یو یو قرا ن( م ) په لا س کي  ګرځولای هم.

شرقي ا ستعما ر ګرو او غربې  ا ستعما ر ګرو د افغانستان د خلق د دیموکراتیک ګوند دخرابیدو او بد نامیدو اوله منځه وړو څخه مخ نه وایې اړه ولۍ؟ .ځکه هغوی خپلو اهدا فو ته درسید ودپاره ډیرمصارف کړي وه. هغه ؤ چی وروسته یوازي غربي طرف( ۲۶)بیلیا رډه امریکايې ډا لر دافغا نستان دخلق د دموکراتیک حزب په خرابۍ ولګول.

د تاریخ په اوږدو کی به د بل حزب  حتا بل هیواد پر خرابیولو باندي  دونه غټ لګښت  او مصرف نه وی راغلی.نور به  پرهغه خبري ولرو چي په ظاهرکي دصحنی پر مخ  څه تیر سول.

هغه دا چي د ۱۳۵۷ هجري کا ل د ثورد میاشتي پر (۷) نیټی د خلقي د د مکراتیک ګوند د نظامي ا فسرا نوملکی خلقیانو مټ اوقربانیو یوه بریا لې پاڅون د یوی استبدادی کورنۍ واکداري ونړول. وروسته  اوبیا خصوصا د داکترصاحب نجیب ا لله د حاکميت تر چپه کید و وروسته. پردې جریا ن  او  پاڅون باندي هرچاه د خپل توا ن تر حده یو څّه لیکلي دي . هرڅونه چي يې زړه غوښتي دي دغه نهضت یی  ټکولۍ او په عامه ذهنیت کی یی بد معرفی کړیدی.

  په افغاني ټولنه کي د دې مترقي جریا ن  مخالیفو  افغانانوحتا د دې  نهضت جوړښت د شوروي لخوابللې  دئ.د دې  جریا ن غړي يې د شوروي جا سو سا ن بللي دي . د ۱۳۵۷  هجري کا ل د ثورد  او ومي نیټي نظامي پاڅون يې درو سا نو په مستقیم  دخا لت  سره  لیکلي دئ  چی د کندهاریانو په ژبه  دانو سخته نا ځوانی ده.

یوشمیرخوبیا ترخپلي کمبلي تیری کړیدۍ  او ډیر ځل دا تیری هم هغو افرادو  کړیدی  چی یو وخت  د دغه حزب  افراطی چپ  نوکران وه او یا دحزب د حاکمیت پر محال چاپلوس،غوړمال انسانان وه. د افغانې ،ا نسانې او اسلامي اد ب خلا ف نومونه د ثور د (۷) نیټی پر تحول باندی ږدی .

 څومره به  بی انصافی وی چی  د ثور د میاشتی  د اوومی نیټی  پا څون ته  د غوائي  پا څون  ولیکو او یا  یی د غوایی پا څون  و بولو.  نومونه به  د دغو اشخاصو نه لیکم  که په رښتیا ټولی میاشتی په هغه نومونو لیکو نو بیا  د سرطان  د ۲۶ تمی نیټی کودتا  د چنګاښ کودتا باید ولیکو. خیر دا دهرچا د اخلاقو نما ینده ګی کوی چی په څه نوم یی یادوی او لیکی.

مګرواقیعت  د مسلی دا سی نه وو،لکه د وی چي څه لیکلي دي اویا وايې . هرڅوک په هنداره کي خپل ځانونه اودخپلو حزبونواوګروپونو جوړښت  ته ګوري،چي پردو ورته جوړکړل دوی فکرکوی چی ټول د دوی پشان پر دو جوړول.

 رښتیا خبره خو دا وه چی  دافغانستان د خلق د موکرا تیک ګوند د جها ني زبر ځواکو امپر یا لیزم ، سوسیا لیزم   او مذهبي متعصبو ،ا سلامي بنیاد ګرو حکومتونو دسیا سي رقا بتونو ترمنځ قربا ني سوو. د خلق  د دموکراتیک حزب  د جهانی قدرتونو دسیالیو په یوه  ډیره پیچلی مرحله کی تباروز وکی، حالات داسی راغلی وه چی د افغانستان د خلق د یمکراتیک ګوند د حاکمیت  د دوام  اونه دوام  په دواړو صورتونوکی نړیوال توازن  برهم خوړۍ.

 شوروی طرف  پوهیدی چی د خلق دمکراتیک ګوند د دوی د غلامی چوغ پر وږه نه پریږدی. شوروی په افغانستان کی یو غلام  او کمزوری حکومت غوښتی.  نړیوال امپریالیزم هم  د خپل نوکر صفته حکومت جوړولو سره مینه وه. دنورمحمد تره کی او حفظ الله امین په شتون او ژوند کی دوی یو هم خپلو اهدافو ته نه رسیدل.

 هغه وو چی   دنور محمد تره کی  او حفیظ الله امین  د خرابې،بد پیژندګلوۍ ،نا کا مي او د له منځه  وړلو د پاره  دهري ممکنی وسيلې کارواخستۍ.

 دا خبره ممکنه د ه چي هره داخلې اوخا رجي جا سوسي شبکه کوښښ کوي او وظیفه یی  ده چي د هرنوي نهاد د  ننه  خپل نفر ولري. هیڅ جا سوسي شبکه  دیوه نهاد ټول غړي نه اخلې اوټول يې پکارهم نه وي.

پس موږته هم لا زمه نه ده چي دهیڅ جریان  ټول اعضأ  بد وبولو او یا د ټول جریان له اعضأ ووسره په زړونوکي  بغض اوکینه  وپالو او که یی و هم پالو هیڅ مو لاسته نه راځی.

سپک  الفاظ  کاره ول خوپه هیڅ توګه بدواشخاصوته هم درست کار نه دئ.سره  د دې  چي د دې  جریا ن د لومړي غونډي د برخوالو په منځ کي پر ببرک کار مل دا تورونه ډ ېر لګید ل،تر یوې ا ندا زي کار مل خپله هم  داسي اکټ کاوه  چي د شوروي  سره  اړیکي لري .

مګرد نورو غړو په باب بیا په خاص ډول د خلقي اړخ خوا ته د د غو اړیکو ا ثا راو علایم نه لید ل کید ل.  او زما په باور په هغو وختونوکی د حزب  د ډیروغړو انتقاد دا ؤ چی ولی د شوروي  سره اړیکي اوتماس  نسته .دا د خلق ددموکراتیک ګوند درهبرۍ یوه  لویه نیمکړيتا  بلل کیدل.

خلقیانوشوروي او دهغه کمونست حزب د نړي د زحمت کښا نو د ګټو نماینده با له  هغه وخت دورسته پاته هیوادونو دمترقي او دموکراتو احزابو ټولوکوښښ داوه چي ځان شوروي ته نژدې وښې.

دمحمد ظاهر شاه د حکومت او داودخان د حکومتونو پر وخت  په افغانستان کی د شوروي  د (کی،جي،بې ) دیوه لوړپوړي مامورد خوا هغه وخت یو کتا ب (کا جي بې )په  افغانستان  کي  په  دی نوم نشر سو تر هغه وروسته نوموړی لوړ پوړي  بیا ا نګلستا ن ته وتښتید . د کتا ب لیکوا ل   په ټول  افغانستان کي و(کا جي بې) ته کار  کونکي  یا د  (کاجی بې) اجنټا ن ټول ( ۱۵۰ ) نفره ښئ .

هغه هم ډ ېرئ يې د وزارت خارجه مامورین او نور يې هم مشخص کوي چي په قومي لحاظ محمد زایي  وه .او اضا فه  کوي چي څه ملا یان ،مبلغین  او یو د طب داکتر هم ؤ.

خلقیانو د بین المللي امپر یا لیزم ،ا ستعما راو کورنی استثما رګرو، د خان خا نې او په ټولنه کي  دهغې د شاته پاته کیدو او ټولو خرافاتو پرضد مبا رزه کول او په د ی لا رکي یی  د شوروي د ملا تړ او مرستی جلبولو  دپاره کوښښ لا ره. خو هیڅ وخت یی  نه غوښتل  دیوه پړي د غاړي وکاږي اود بل پړي غاړي ته واچوي.

دا خبره نورمحمد تره هغه وخت وکړل چی د بریژ نیف د ملاقات ولاړ سوو خپلو ملګرو ته یی وویل" موږ د یو پری دغاړی و ایستۍ نور نه غواړو  دبل پړی غاړی ته واچو "  یعنی بریژیف زموږ غاړی ته پړی را اچوی. دا خبره د نورمحمد تره کی دمرګ  سبب سول .

خلقیانود شوروي او جهان سره د وستي غوښتل ،خلقیا نو  د آزا دو  ، پر  مختللو، مترقي ا نسا نا نو په شا ن دافغانستان دولس ژوند غوښتۍ،  دهرچاه سره  د مساوي حقونو لرونکو انسانو په شان ژوند یی ارزو وه . سره  له د ی چي   اوس حزب شتون نه لري  هر عضو یی جلا ،جلا ،ټوټه ،ټوټه ستړي  پرا ته  دي  نور خلقیا ن هم نه دي ، مګر شوروي څه چي د جها ن د نوروسترو هیوا د و  سره  جا سوسي نه غواړيباو رولرې  د جا سوس او جا سوسۍ کلمه اوس هم په توره وهو. فکر کوی چي په جریان د دغو شلو کلونو کي به کومي جا سوسي شبکي  د دوی سره تما س نه وي نیولې ؟ او د دوی څخه به يې نه وي غوښتي چي ور سره  ا ستخدام سی ؟ولي نه ډیر  ځله......

خو د دوی ککرې پا ک رب غلامې   او جا سوسې ته نه دي  پیدا کړي. د ثور په نظامي پاڅون کي بیله  افغانانو د نظامي   او ملکي ا فرا دو څخه د هیڅ چاه ا ثر، د خا لت   او  رسوخ نه ؤ ټول تبليغا ت د واقعتونو خلا ف سویدی ،رابه سو خپلې خبري ته.

په  افغانستان  کي هغه وخت یعنی ۱۳۴۲ش کا ل کي کله چي د پاچا محمدظاهرشاه  له خوا درابلل سوي لوې جرګې د خوا د احزابو قا نون طرحه تصويب سول، په خاص ډول داحزابو قانون د تائید ،امضأ   او انفاذ دپاره شاه محمدظاهرشاه ته وړا ندی  کړل سو.ټول ولس په خاصه توګه روڼ اندي  په د ی با و ری وه چي شاه به قا نون امضأ   او  په رسمي جریده ءکي  به يې نشرته سپا ری.ولې چي لویه جرګه د شاهي کورنۍ په بلنه د همدې منظورد پا ره رابلل سوې وه.

خو محمد ظاهرشاه ترمرګ پوري هم د نورو سالموکار و په شا ن چي نه يې کول داکار  هم ونه کړئ، یعنی داحزابو قا نون  يې امضأ نه کړی  اونشرته یی  ونه سپاری دا د محمدظاهر شاه  لخوا دافغان ولس سره  دا لوی خیا نت وو چي هغه وکړی.  په خاص  توګه  د افغانی روڼ اندو سره . له هغه ځایه وو چي  د  او سينوبد بختیو را زیږد ل شروع سول.

 ځکه دټولني هر منور پر خپل سر بیله کوم قید وشرط څخه  په آزاد لاس مبارزه شروع کړل ،لڅ اوپټ حرکتونه فعال سول .که چیري هغه وخت داحز ابو قا نون امضأ او ځوانانو ته په ښکارتوګه د سیا سي فعا لیت اِجازه کوم چي په ا سا سي قا نون کي لیکل سوي وه ،ورکړل سوې واې ،کتاب ،اخبا راو جراید  به  ځوانانو لوستلاي ، سیا سي   تنده به يې ما ته واې سا لم رقا بتو ته به شرا یط ا ما د ه سوي وايې.

د پټو تما سونواوپټ سیا سي فعا لیتو نو ضرورت به له منځه تللې وايې هر څوک ،  او دهري ایډ یا لوژي پیرو به خلګو پیژند لاي،بیا نو  ځوانانو په علمي ډول خپل د ژوند لا ره ټاکل .مګرمحمد ظاهر شاه  او سلطنتي کورنۍ نه غوښتل ملت وېښ شي.

په د ی وختو نو کي دافغانستان    اقتصا دي  حا لت ورځ تربلي مخ  پر خرابئ روا ن وو.په سيا سي لحاظ وضعه کړکيچنه وه،پا کستا ن  او ایرا ن په ښکار ه بیله کوم ترسه د خپلو طرفدارو   او جا سوسا نو  پر لا س د ولسو په منځ کي د علم ضد  پرو پا ګندي کولې ،کله به  يې د عربو  دیوشيخ د خوب لید و  اوبیا  دهغه خوب تعبیر چي قیامت را نژدې سو د د  نیا کار ونه  پر ېږدئ ، د توبې وخت دی .

 مکتب لوستل  خود کفا رو پیشه ده، سرتور سرګرځیدل ،دږیری خریل، پطلون اغوستل خو دقیا مت نښانه وه، چي نه کار  په هغه دي  څه کار ، نیمه ډوډۍ د کوټي پاي ، پاچا پردې مځکه دخدای سیورۍ دئ   او ډ ېر به یي د خپلوټګا نو  او اجنټا نود ملا،پیراو شيخ  تر پوښښ لاندي  ولسونه ګمراه کول او په تیاروکي ساتل.

د شاهي دولت د لټۍ ،غفلت،عیاشۍ ،ناپوهی  او  په نهایت کي د ولس  سره  د د  ښمنۍ  پر اساس هرچاچي هرڅونه د ولس دګټو ضد  څه چي کول  کولاې يې سوای سلطنت يې مخه نه نیول . شاهي کورنۍ په هرڅه اګاه  اوخبره  وه  دمثا ل  په ټوګه:

نوربیا

 

 

 


بالا
 
بازگشت