افغانستان د ستراتیژیکو اړیکو په محور کې

له کله نه چې په افغانستان کې دملي وحدت حکومت جوړ شوی ـ بیا تر ننه پورې افغان چارواکي په خپلو کورنيو او باندنيو جوړښتونو باندې لګیا دي . له یوې خوا په کور د ننه د بنسټيزو اصلاحاتو ، همپالنې ، بدلون او تداؤم په چارو بوخت دي ، او له بلې خوا له هېواده بهر د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د تل پاتې سترا تيژیکو اړیکوپه ټینګولو باندې کار کوي . ځکه دغه دواړه ډوله (کورنۍ او بهرنۍ) اړیکې زموږ د هېواد ، خلکو او نظام له پاره د روح ، جسم او تغذیې حیثیت لري . چې پرته له دې د هېواد پایه داره ثبات او بقاء امکان نه لري . ځکه د انساني نړۍ ټوله الهې هستي هم پر متعادلو سالمواړیکو(ارتباطاتو) باندې بناء او ولاړه ده .

افغانستان او افغان نظام هم د انساني نړۍ او انساني اړیکو یوه برخه ده چې باید چارواکي یې د خپلې وجیبې او بین المللي حقوقو له مخې ددې اړیکو تارونه په متوازن ډول له خپلو نږدې او لیرې ګاونډیانو ، او د سیمې او نړۍ له نورو دوستو هېوادونو سره په ډېر احتیاط ـ ولې ډاډمننه او خپلواکه توګه وغړي .

افغان ؤلسمشر د خپل حکومت په لومړیو کې تر هرڅه وړاندې لومړی د عمرې ادأ کولو په نیت سعودي عربستان ته ورغۍ . او ملي سلاکار حنیف اتمر بیا ایران ته سفر وکړ . ور پسې ؤلسمشر ګاونډي هېواد چین ته سفر وکړ ، له هغې وروسته یې پاکستان ، هندوستان ، جرمني ، او د سیمې او نړۍ نورو هېوادونو ته هم سفرونه وکړل ، او دا سفرونه ټول د افغانستان د امنیت ،  سولې ، سوداګرۍ ، ترانزیت ، بیا رغونې ، په افغانستان کې د پانګونې اچونې او نورو اقتصادي مسایْلوپه اړه وو .

نن سه شنبه چې د (۱۳۹۳) هجري لمریز کال د سلواغې له (۲۸) نېټې سره برابره ده په خبرونوکې د ایران او افغانستان ترمینځ د سترا تيژیکو اړیکو د پیاوړ تیا په خاطرکابل ته د ایران د مرستیال ؤلسمشر (شریعتمداري ) د راتلو ـ او همدا راز ایران ته د همدغو یادو اړیکو د لاسلیک کولو په تړاو د ؤلسمشر اشرف غني د ورتلو ویل شوي دي ـ  چې ور سره په څنګ کې نورې ضد او نقیض لیکنې هم په مېدیا کې را غلې دي .

خو زه وایم چې افغانستان دا مهال ځان جوړونې ته اړتیا لري ، او ځان جوړونه په داسې سلیقوي او فرمایشي اشکالو سره نه تر لاسه کېږي چې دایې ښه دئ ـ او دا یې بد ، له دې سره اړیکې جوړې کړۍ ـ او له هغه بل سره یې مه جوړوۍ . ددې معنا خو داکېدای شي چې ګواکي آزادې هوا ته محتاج افغانستان ته دې د آکسیجن فرمایشي بالونونه ور وتړل شي . په داسې حال کې چې خواو شا یې د تنفس وړ آزاده هوا شتون لري . له هرې خوا یې چې د آزادې هوا تنفس کول ممکن وي ، باید له همغې خوا څخه دا هوا تنفس کړي .

زموږ د هېواد کورنۍ او باندنۍ لارې موږ ته د شارګونو حیثیت لري . که چېرې موږ په کور د ننه ـ او له هېواده بهر مواصلاتي لارې او د هغو امکانات ونه لرو . نوڅنګه به د سیمې هېوادونو او نورې نړۍ ته لار ومومو ؟ په داسې حال کې چې افغانستان په وچه د آسیا په زړه کې پروت یو هېواد دئ چې سمندر ته هېڅ لاره نه لري . او ددې لارو د پرانستلو له پاره افغان دولت یوازې یوه لار لري ـ هغه هم د اړیکو ټینګولو له پاره ديپلو ماتیکه کاري او متخصصه او مؤثره ژبه . خو افغان چارواکي دا ژبه هغه وخت کارولی شي چې په دې اړه له خپلو ګاونډیانو ، د سیمې له نورو هېوادونو او نړۍ سره د رغنده تفاهم په نتیجه کې ګام په ګام یوې دوه اړخیزې پلانیزه سترا تیژیکې هوکړې ته ورسېږي .

دا خبره سمه او پر ځای ده چې افغانستان دا مهال له نورو هېوادنو سره د خپلواکوسترا تيزيکو اړیکوټینګولوته اړدئ . هغه هم داسې چې :

لوموړی : که افغان چارواکي له ایران سره اړیکې ټینګول غواړي ، نو لازمه ده چې په ایران کې د مېشتو افغان مهاجروپرکیفي ژوند او د هغوی په شرایْطو ، او همدا راز له هلنده ـ تر هرات پورې د ایران او افغانستان تر مینځ د ګډ فزیکي سرحد پر کمیت او کیفیت ، د کمال خان ، سلما او پښتون بندونو پر غیر رسمي بندیزونو ، د چاه بهار پر بندر افغانستان ته د لارې په ورکولو او دوه اړخیزه سوداګرۍ ، په افغانستان کې د ټیکاو را وستو له پاره پر امنیت او سولې ، او د افغانستان د بیا رغونې پر نورو پروګرامونو دې هم پرته له غرضي لاسوهنې سترا تیژیک تړونونه ور سره لاسلیک کړي .

لکه څنګه چې افغانستان له چین سره د کانونو را ایستلو اود واخان له لارې چین ته د ورېښمود لارې جوړېدو او د کونړ پر سیند د اوبو او برښنا د لوی بند جوړولو . او له ترکمنستان سره یې د هندوستان په شمول د ټاپې پروژې د ترانزیتي تجارتي نړیوال کانال پر پرانستلوـ او د ګازو د نل لیکې او رېل پټلۍ غځولو او جوړولو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي ، همداسې به یې په افغانستان کې د سولې او ثبات راتلو په خاطر له ګاونډي پاکستان سره هم د یوه خپلواک هېواد په توګه د چین او عربي هېوادونو په منځګړتوب ځینې سترا تیژیک تړونونه د اړتیا له مخې  لاسلیک کړي وي . او هندوستان چې له پخوا را هیسې له افغانستان سره دوستانه اړیکې لري او نږدې (دوه میلیارده ) ډالره پانګونه یې د افغانستان په بیا رغونه کې کړې ، او د حاجي ګک د اوسپنې د کانونو را ایستو په اړه یې د لس میلیارده ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه او همداسې د چاه بهار له بندر څخه د افغانستان د هلمند له لارې تر حلقوي سړک پورې د لارې جوړولو په اړه له افغانستان سره تفاهم لاسلیک کړي . همداسې یې له قطر او سعودي عربستان سره هم د سولې ، پانګونې، بیا رغونې او تجارت په اړه تړونونه لاسلیک کړي . له ترکیې سره یې هم د افغانستان په بیا رغونه ، تعلم او سولې په تړاو تړونونه کړي دي . له انګلیستان ، جرمني ، او امریکې سره یې هم د افغانستان د امنیت ، پوځي ، ټرېنېنګ ، تمویل او تجهیز او بیا رغونې په اړه سترا تیژیک تړونونه لاسلیک کړي . له اوزبېکستان او تاجیکستان سره یې هم په افغانستان کې د سولې راتلو ، تجارت او بیا رغونې په اړه تړونونه لاسلیک کړي دي .

دا چې هندوستان له پاکستان ، او ایران له سعودي عربستان سره ځینې ستونزې لري هغه د هغوی خپل کار دئ او په افغانستان ـ او له افغانستان سره پر اړیکو پورې هېڅ اړه نه لري . ځکه داسې ـ او یا دېته ورته ستونزې امریکا له روسیې او چین سر ه هم لري . له ایران سره یې هم لري . له افغانستان ، پاکستان، عربستان او هندوستان سره یې هم تړونونه لاسلیک کړي دي ،  د هغوی په وړاندې ولې غبرګونونه نه شته .

اوس چې افغانستان د خپل ضرورت له امله له کرښه پر کرښه پاکستان یا ایران سره ، او یا هم له سعودي عربستان او هندوستان سره دوستانه اړیکې لري ـ نو ایران به د سعودي پر سر ـ  او هندوستان به د پاکستان پر سر له افغانستان سره خپلې اړیکې پرې کوي ، پانګونه ، بیا رغونه  ، تجارت او مرسته به نه کوي ، نه ! هېڅکله نه ! ځکه د افغانستان او پاکستان ، او همداسې د افغانستان او ایران ، هندوستان او افغانستان ، او سعودي عربستان او افغانستان اړیکې دوستانه او د اوږد مهال له پاره دي . او بل دا چې افغانستان دعربستان او هندوستان له پاره د نورې نړۍ په خاطر د پل حیثیت لري ، نو ځکه  خو به سعودي عربستان  د ايران ـ او هندوستان به د پاکستان په خاطر هېڅکله افغانستان له لاسه ور نه کړي ، او نه خو به افغانستان هغوی له لاسه ورکړي . او بل داچې دا مهال افغانستان د خپل فزیکي ، جغرافیوي او جیو پو ليتیکي موقعیت له مخې د سترا تیژیکو اړیکو په محور باندې اوښتی . فکر کوم چې د سیمې او نړۍ هېڅ هېواد به یې له لاسه ور نه کړي . ځکه  د افغانستان په دوستۍ کې به د سیمې او نړۍ ګټه ټوله ددوی وي ، او په له لاسه ور کولو او لاس په سر کېدو کې به د سیمې او نړۍ ټول تاوانونه ددوی په برخه وي

  

  محمد انور ولید:   ۲۸ـ ۱۱ ـ ۱۳۹۳ هجري لمریز کال

 

 


بالا
 
بازگشت