د بیان له آزادۍ څخه د اوپوزیسیون اوبشري نهادونو ناوړه ګټه اخیستل

په افغانستان کې د بیان د آزادۍ په اړه موږ خپله ملي وثیقه لرو او له مخې یې په همغه قانوني چوکاټ کې هر افغان د دومره ویلو حق لري چې په ځانګړي لحاظ خپل ځانته ، په ټولنیز لحاظ نورو افغانانوته ، او په ملي لحاظ خپلوهېوادنیو دولتي کټو ، ملي پالېسیو او سیاسي ، پوځي ، امنیتي او اقتصادي جریانونو ته زیان وا نه ړوي . د لته په افغانستان کې د بیان د آزادۍ موخه هم دغه ده .

نوره نړۍ هم همداسې ، او یا دېته ورته پالېسیانې او قوانین لري ، او د خپلو ملي پالېسیواوقوانینو درناوی کوي . دیموکراتیک دولتونه د خپلو دولتي اداروترڅنګ اپوزیسیونه اونورد مدني ټولنونهادونه هم لري ، چې له دولتي چوکاټ څخه د باندې په خپلوهېوادونوکې د خپل ذمه واردولت دندې څاري اوپرمنفې اړخونو باندې یې رغنده نیوکې کوي ، خو ترڅنګ یې له اپوزیسیون سره جوخت پرته له شخصي مفاداتو څخه دولت ته رغنده لارې چارې ورپه ګوته کوي او مثبتي ملي سلا مشورې هم ورکوي . هو! د اپوزیسیون ، مدني ټولنو او حقوقي نهادونو اصلي دنده همدا ده .

ولې متأ سفانه چې په اصطلاح زموږاپوزیسیون ، مدني ټولنې او د بشري حقونوعلمبرداران په افغانستان کې ټول ملي ضد د خپل شخصي بجټ ترلاسه کولو له پاره په ( ان جي او ) یي سبک باندې روان دي . دوی غواړي چې په خپل دغه بورژوازي سیستم سره د دولت ځینې اړخونه او ناخبره خاموش اکثریت د فرویدېزم په ناروغۍ باندې اخته کړي ، له خپلو پټو شخصي سرمایو او ګټو څخه د خلکو پام بلې خواته ورباندې واړوي ، په خپل وخت له هغوی څخه د ډېر لږ مزد په بدل کې کار واخلي ، او بیا یې لکه له کاره لوېدلی مصرفي افزار چېرې لیرې وغورځوي . دوی په دې کار سره یوازې ملت د دولت په وړاندې مصروف ساتي . ترڅو د خلکو پام ددوی پټو غلاګانو او پټو دسیسو او مافیایي کارونو ته ور وا نه وړي .

په نوره نړۍ کې اپوزیسیون ، مدني او بشري ټولنې په خپلو هېوادونو کې خپلو خلکو ته د خدمت کولو په موخه د خپل دولت تېروتنو او نیمګړتیاوو ته متوجه وي او په ګډه هغه تېروتنې اصلاح ، او خپلې ملي نیمګړتیاوي د اړتیا تر بریده ور پوره کوي . که چېرې د خپلو ملي منافعو د خوندي ساتلو جوګه نه وي ، نو بیا په بله دوره کې اپوزیسیون د خلکو په خوښه او رأیه واک ته رسېږي .

خو زموږ په هېواد کې له پېله پورته یاد نهادونه د یوبل په وړاندې په خصومت او تربګنیو سره مینځته راغلي . او زیاته هڅه یې هم داده چې څه ډول خپل حریف را نسکور ـ زاړه دښمنان ځنډې او خپله څنګه واک ته ورسېږي ؟! چې دا بیا بله پوښتنه ده . ځکه خو په افغانستان کې د ملي اجماع اوملي اصلاح پرځای ملي ضد خوځښتونه او حرکتونه د افغانستان د دښمنانو په ملاتړ په لاره اچول شوي ، ترڅو دا هېواد همداسې په بحراني بهیر کې وساتي . او دلته په افغانستان کې اپوزیسیون او مدني او بشري ټولنې هم په واک کې اوهم په بحراني حالت او نا امنیو کې د خپلو شخصي ګټو پرګونیو باندې ور پراته دي . دوی په دغه دواړو حالاتوکې خوښ  ـ اویوازې د خپلو شخصي ګټو د شیدوغوا یې په کې چاغه کړې ده . له همدې امله خو په دې دواړو حالاتو کې له دوی سره د ملي خیانتونو او فساد د تصفیې په اړه حساب کتاب نه شي کېدای .

اپوزیسیون په افغانستان کې اراده نه لري چې بحران او نا امنۍ دې په دې جنګ ځپلي هېواد کې د پای ټکی ومومي . داسې نهادونه سوله هم نه غواړي . تاسې وګورۍ چې په دا تېرو څولسیزو کې افغانستان د ډول ډول کېمیاوي ، بیولوژیکي اوذروي وسلو د استعمال په اورکې وریت شو . مرګ ژوبلې هم بې دفاع ؤلس ته وراوښتې ، دفاع هم د خپلو وینو په بدل کې مظلومو هېوادوالوکړې ، او له هرڅه نه په کې محروم هم همدغه خاموش اکثریت دئ !

خو له دې ټولو سره سره بیا هم په دې هېواد کې دیموکراسي ، له بشري حقونو سرغړونې ، ظلم او تېری ، ظالم او مظلوم ، حق او نا حق ، عدالت او انصاف ، دوست او دښمن تعریف نه شول . او نه خو دا معلومه شوه چې څوک دې خاورې ته کارکوي ، څوک ورته صادق دي او څوک ورته خایْن دي ؟

بس هر څوک د دیموکراسۍ ، عدالت او صداقت نارې وهي . خو دا خبره په خوله نه راوړي او له خلکو اوعامه ذهنیت څخه یې پټوي چې ګواکي ما د ملي منافعو پرضد د خپلو شخصي ګټوله پاره دې کارته ملاتړلې ده .

بس په اصطلاح اپوزیسیون ، مدني ټولنې او دبشري حقونو نهادونه ټول له آسمکاني فرښتو څخه یو داسې جوړشوی غیر جانب دارانه درېیمګړی ظل الله ، غیر مسؤول اوواجب الاحترام سپېڅلی مخلوق دئ چې په دغه دری نیمو لسیزو کې د هېڅ ډول جرم او جنایت مرتکب نه دي شوي . له دوی څخه لاس نیوی په کار دئ ، او افغانان او راتلونکي نسلونه باید دوی ته د عقیدت پېرزوینې وړاندې ـ او د تبې تارونه ور باندې واچوي . ځکه دا همدوی وو چې په دا دری نیمو لسیزو کې يې سر تاسري امنیت او ټیکاو را مینځته کړی ؤ ؟ له کومې ورځې چې دا نهادونه په افغانستان کې مینځ ته را غلي نوهرڅوک په خپل کور کې ور سره هوسا او بسیا ؤ؟ آیا د عدالت او انصاف د تلې شاهین به یې تل په قایْمه زاویه پر صفري درجه باندې ولا ړ ؤ ؟

نه ! هېڅکله نه !  دوی د حق او باطل تر مینځ تل داسې سمبولیکې چیغې کړې دي چې ظالم به یې یوه سترګه ـ اومظلوم به یې بله سترګه ؤ . ددوی په موجودیت کې حق تل د بې عدالتیو په داررا ځړېدلی ، او لومړنۍ قرباني هم په کې حقیقت ؤ چې ژوندی د بې انصافیو په خاوروکې ښخ شوی .

نو د بیان آزادي دوی ته د خپل فساد او دروغو جوړولو یوه وسیله ده ، دوی له دغو سپېڅلو نومونو څخه ناوړه ګټه پورته کوي ، خو په اصل کې د هغوی اصالت ور ته هېڅکله د یو توت ارزښت هم نه لري . ځکه د بیان د آزادۍ په وړاندې زر، زور او تزویر دری واړو لاسونه سره ور کړي ،  له ملاء ، ارباب او رهبان څخه خپل ځان پرې تمویلوي او د اپوزیسیون ، مدني ټولنو او بشري نهادونو په نوم خپلې شخصي  اقتصادي پروژې ور باندې پر مخ وړي . ځکه خو په افغانستان کې تاو تریخوالي او نا امنۍ پرله پسې دوام لري ، سولې ، سوکالۍ ، امن او ټیکاوله دې هېواده کډه کړې . د عدالت او قانون پر ځای انارشي او زورواکي حاکمه ده . فساد او مافیایي ناروغیو له افغان کالبوت څخه د سیمې نورو هېوادونو ته سرایت کړی . همزمان په هغو ورشوګانو کې ځالې جوړوي او بچي باسي چېرې چې د نیواکګرواو ځبېښاکګرو نړیولو ځوا کونو باروتي پادې او رمې پنډې دي .

هو! د بشري حقونو ، مدني ټولنو او اپوزیسیون ساري وایرس له دوی سره افغانستان او سیمې ته راغلی . چې د تشخیص او مدوا د نسخې دوز یې هم د هغوی له وتو سره بشپړېدای شي او بس .   

مفسر:  ۲۵ـ ۱۱ ۱۳۹۳ هجري لمریز کال

 

 


بالا
 
بازگشت