حقیق

ښځه داسلام له نظره دبشري ټولنې مهم اړخ دی

څه ډول چې دمارچ دمېاشتې اتمه نېټه په نړېوالو ټولنو کې دښځې دورځې په توګه پېژندل کیږی، په همدې بانه دادی داسلام له نظره دښځو پرحقونو باندې لنډ تم کیږو.

کله چې دعربو په نیمه وچه کې داسلام رڼا خوره شوه ورسره جوخت دښځو په ژوند کې خورا ډېر بدلون رامېنځته شواو هغه حقونه چې دجهالت له کبله له ښځو اخستل شوی ؤ هغوی ته بېرته ورکړل شول.

له اسلام نه مخکې به ښځې ژوندی خښېدلې او هم به د یوې ملعبې په توګه کارېدلې ، دغه راز یو کس کولای شول ډېرې ښځې په خپل واک کې ولري  هغوی که  خپلواکه وې که وینځې دوینځو په توګه کارېدلې. داسلام په راتګ سره ښځو ته ځانګړی حقونه ورکړل شول او هغوی دبشریت دنیم اړخ په توګه له درناوی نه برخمنې شوې. ځېنې وخت په اسلام نیوکه کونکی دغه دین دښځو پرحقونوباندې په تیري تورنوی چې که هغوی سره سالم او علمی بحث وشی نو ضرور به هغوی پردې قانع شی چې داسلام سپېڅلی دین نه یواځې داچې د ښځو پرحقونو څه تیری نه دی کړی بلکې هغوی ته یې په ځېنو برخو کې  ان ترنارینه هم زیات حق ورپه برخه کړی دی او کله ناکله که دکوم مسلمان له خوا دښځو په اړه ناسم نظر ورکول کیږی او یاهم له هغوی سره ناوړه چلند کوی  دهمدغه مسلمان په شخصی کړنو او اند  پورې اړه لری نه داسلام پردین پورې.

له بده مرغه  په افغانی ځینو  ټولنو کې هم لیدل شوی دبېلګې په ډول چې دکونډو ښځو حقونه هغه ډول چې اسلام یې حکم کوی نه مراعاتیږی دغه راز دنکاح ، میراث ، زده کړې، کورنی ژوند او یو شمېر نورو برخو کې داسلام ددین له مطابقت څخه پرته له هغوی سره  چلند کېږی چې بیاهم خپله زموږ دهمدغو یو شمېر خلکو او ټولنو نیمګړتیا ده نه داسلام دسپيڅلی دین.

 داسلام مقدس دين ديوي داسي بشري ټولني غوښتو نکي دى چي له هر قسم بداخلا قيونه پاکه وي او دا هله کيداي شي چي ښځه په ټولنه کي خپل مقام او مرتبه او خپل حقوق واجبات او په ټو لنه کي دخپل کار کو لو ساحه و پيژني تر څو د نفسي خواهشاتو دغلا مانو په دام کي ګيره نه شي ،چي کله په يو نامه او کله په بل نامه يي  پري په ټولنه کي دبداخلاقيو ميدان  ګرم ساتلي وي نو له همدي وجي نه دقران کريم ډير ايتونه اود حديثو غټه پانګه په ټولنه کي دښځي مقام او مرتبه او دهغي حقوق  او واجبات او دهغي دکارکولو په اړوند مسائلو پوري ارتبا ط لري نو له دي نه معلو ميږي چي اسلام دغې موضوع ته داهميت په سترګه ګوري ځکه دغه موضو عات ديوي ټولني په اصلاح او فسادکي مهم رول لري.

په اسلام کى ښځى دسړو سره پر عدالت ولاړ حقونه  لرى ځکه دواړه انسانان دى.
په ټولنيز ژوند کى ښځه سپکه او بى مقصده هستى نه ده ځکه د کوم نفس نه چى نارينه پيدا شويدى له همغه نفس نه ښځه پيداشويده لکه څه رنگه چى نارينه د ټولنى يو مهم رکن دى همدارنگه ښځه  هم ده،دانسانى ټولنى او معاشرى وجود بقاء اوتسلسل په دواړو پورى تړل شويدى يو پر بل بهترى نه لرى چى ديو وجود مهم اوبل غير مهم شى خو د دواړو استعدادونه صلاحيتونه او ځانگړتياوى سره فرق کوى خو دد ى فرق سره هم يو پر بل بهترى نه لرى بلکى هر يو بايد د خپلو ځانگړتياو او صلاحيتونو قدردانى وکړى او کوم ذات چى دغه صلاحيتونه او ځانگړتياوى یې ورکړيدى د هغه ذات شکراداکړ
ي.
هر کله چى ښځه اونارينه ځانته پيدا يشى ځانگړتياوى اوصلاحيتونه لرى نو د ټولنيز ژوند په کومه برخه کى چى ددواړو ځانگړتياوى او استعدادونه فرق کوى په همغه برخه کى  ئى حقوق او واجبات هم فرق کوى او په کومه برخه کى ئى چى ځانګړتياوى او استعدادونه فرق  نه کوى نو حقوق او واجبات ئى هم سره برابر دى.

که چېرې ښځه ماشوم دنیا ته راوړی او نارینه یې نه راوړی ،که چېرې ښځه له فزیکی اړخه هغه کارونه چې نارینه  یې کوی نه یې شی کولای، که چېرې ښځه میاشتنې عادت لری او نارینه یې نه لری، که چېرې ښځه په جسمی جوړښت کې هغه ډول چې نارینه وی نه ده ... نو دغه راز ددوی په ځېنو واجباتو او حقونو کې هم له نارینه وو سره تفاوت موجود دی او که چېری موجود نشی نو بیاهم یا دښځو او یاهم دنارینه وو په حقونو تیری کیږی چې داسلام سپېڅلي دواړه اړخه په پام کې نیولی دي.

داسلام په سپيڅلی دین نیوکه کوونکی کله ناکله په اسلام کې دزوجاتو په تعدد، دښځې پرحجاب ، او دښځې په وړاندې دیوشمېر نورو محرماتو په اړه خبرې کوی دوی خو یو له هغو حقونو بیخبره دی چې اسلام یې ښځې ته ورکوی او بل داچې اسلام ددوی په وړاندې دا استدلال لری که چېرې ښځو ته هغه څه چې اسلام ورته ټاکلی که مراعات نشی نو ددوی پرحقونو تیر ی کیږی که هغه دزوجاتو دتعدد مساله ده یا دحجاب او نورو محرماتو چې په دې اړوند تفصیلی بحث ددې لنډې لیکنې له حوصلی نه وتلی دی خو که چېرې هغه بدمرغی چې ښځو ته داسلامی حقونو اوواجباتو دنه مراعاتولو له کبله پېښږی ، که هغه پردوی جنسی تیری، ددوی له انرژی څخه ناوړه ګټه ، روانی ستونزو او نورو ته وکتل شی نو دعقل خاوند انسان به خپله پردې فکر کې شی چې په ريښتیا هم اسلام ښځو ته هغه حقونه ورکړی چې څه ډول ورته ښایې ، له همدې کبله همدا اوس اوس په غیر اسلامی ټولنو کې داسلام سپيڅلی دین ته دښځو دعلاقې او دې دین ته دورننوتو بهیرچټک شوی دی.

دافغانستان داسلامي جمهوریت اساسی قانون هم چې داسلام پردین بنا شوی دښځو حقونو ته داسلام له نظره ګوری او ترخپلې وسې باید داسلام دسپېڅلی دین پربنسټ دهغوی دحقونو ساتنې ته ژمن وي.

------------------------------------------------------

 

 


بالا
 
بازگشت