حقیق

  ۲۵/۵/۹۴

دکابل حلقوي سړک  له هراړخه مهم دی

د لويو لارو بيارغاونه او پراختيا د هيواد د امنيت، اقتصاد او د خلكو د اسانتياوو لپاره ډيره ضرورى ده. له همدې كبله دولت او په ځانگړي توگه جمهور رییس لازمه پاملرنه ورته كړې. تر اوسه پورې د مرستندويو هيوادونو په مرسته او د فوايد عامى وزارت په مټ گڼ شمير لويې لارې جوړې شوي او يا هم تر بيارغاونې لاندې دي.

دکابل حلقوی لویه لاره چی دکابل او ټول هیواد لپاره ډیره مهمه ده داسې یوهدف دي چې ډیر وخت کېږی پرې خبرې کیږي خولاتراوسه هم په دې برخه کې یو شمیر ستونزې وجود لری چې دولت غواړي جدی پاملرنه ورته وکړي.

په دې وروستیو کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابل د حلقوي سړک د جوړېدو د طرحې په باب ، غونډه وشوه چې د فواید عامې وزیر د کابل د حلقوي سړک د جوړېدو په باب د دغه وزارت طرحه غونډې ته وړاندې کړه او وړاندیزیې  وکړ چې د دغې طرحې د پلي کېدو لپاره دې د کابل ښاروالۍ، د ځمکو د ادارې، د فواید عامې او د ښار جوړولو چارو د وزارتونو یوه ګډه تخنیکي کاري ډله وټاکل شي. جمهور رئیس په دې اړوند ویلی چې  (د کابل حلقوي سړک یوازې سړک نه، بلکې د ښاري انکشاف یوه هر اړخیزه پروژه ده.) جمهور رئیس غني د دغه سړک د جوړېدو په چاره کې د ولس د ونډې اخیستنې، امنیتي لید لوری، ټولنیز تاثیرات، استملاک او د زیربنایي چارو په شمول ټول اړخونه د پاملرنې وړ بللي  او ویلي یې دي (که دا ډول پروژې په سمه توګه مدیریت نه شي د ځینو خلکو په ژوند مثبت او د ځینو نورو په ژوند منفي اغېزې درلودلای شي او له بله پلوه د خلکو له ګډون پرته د سړک د حریم له  غصب څخه مخنیوی او د ګټورو اقتصادي اغېزو رامنځ ته کېدل ممکن نه دي، له دې امله حکومت ته په کار ده چې له ولس سره په مشارکت کې د یو ټولنیز تړون له مخې د دغه سړک د هر اړخیزو اغېزو په پام کې نیولو سره د نوموړي سړک پر جوړېدو کار وکړي.)

دکابل حلقوی لویه لاره په اوسنی وخت کې له څو اړخه مهمه ده :

-         ددغې لارې په جوړیدو سره به دکابل په مینځ کې دموټرو تګ راتګ لږ شي او دلارې بندښت چې تر ډیره بریده دخلکو ژوند او اقتصادي چارو ته یې  ستونزې پیدا کړي تریوکچې له مینځه ولاړې شي.

-         دکابل حلقوي لویه لاره به زموږ په اقتصاد ښه اغیز ولري او دلیږد لښګټ به ترډیره بریده راکم کړي او دتوکودارزانۍ لپاره به هم ګټوره تمامه شي.

-         حلقوي سړک به د چاپیریال ساتنې په برخه کې ګټور تمام شي او په کابل ښار کې به تر ډیره بریده دهوادککړتیا مخه ونیسی.

-         حلقوی سړک هغو وسایلو او سوداګرو ته دډیرو سهولتونو سبب کیږي چې غواړی دکابل له لارې له یوه ولایت نه بل ولایت ته یا له هیواد څخه بهر دتوکو دلیږد رالیږد چارې پرمخ بیایي.

-         حلقوي لویه لاره به دکابل ښاردلارو دخرابیدو مخه ونیسی چې مخکې له دې دباروړنکو او درنو موټرو او سایلو له کبله له زیان او ورانۍ سره مخامخ وو.

-         حلقوی لویه لاره به دکابل داطراف سیمو او ولسوالیو ته ترانسپورتي استانتیاوې برابري کړي چې تراوسه لا ورته مساعدې شوې نه دي.

-         په دې توګه به ښاري چاپیریال ستر شي او ښار به هم پراختیا وموي.

-         دغه لویه لاره به دکابل ښار دامنیت لپاره هم ترډیره بریده ګټوره وي .

-         حلقوی سرک به کابل دنورې نړۍ له سترو ښارونو سره سیال کړي او وبه کولای شو په دې برخه کې د نویو پراختیاوو له مزایاوو څخه برخمن شو.

ددې ترڅنګ نورې ګټې هم دحلقوي لويې لارې په جوړید کې شته خو خبره دلته ده چې ولې تراوسه پورې دغه لاره نه ده جوړه شوې او ګټې اخستنې ته نه ده چمتوشوې. ډیر ځل دکابل دحلقوي سړک اوهم دټول هیواد په کچه دحلقوی سړک خبرې پورته شوي خو بیا جدي پاملرنه نه ده ورته شوې ، داځل خلک هیله من دي چې په دې برخه کې جدي کار ترسره شي او داوس لپاره باید دکابل دحلقوي سړک په چارو ژر ترژره کار ترسره شي.

جمهور رییس غني چې په اقتصاي چاروکې ښه وارد دي د حلقوي لويې لارې په اهمیت هم ښه خبردی نو ځکه یی پاملرنه ورته کړې او په دې برخه کې هم دوزیرانو شورا اوهم یی له اړوند څانګو سره ناستې جوړې کړي . لازمه ده چې په دې اړوند پرمختیا وې وخت په وخت درسنیو په واک کې ورکړل شي او هم دې په چارو کې چټکتیا رامینځته شي.

داهم سمه ده چې داستملاک ، تمویل، پلان جوړونې ، حفظ او مراقبت ، امنیت اونورو برخو کې لا یو شمیر ستونزې شته چې دکابل دحلقوی سړک چارې یی یو څه له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي خو دملی یووالی حکومت او په تیره بیا دفواید عامې وزارت ډیر ژر باید دغه ستونزې حل کړي او د لویې لارې عملی چارې پیل کړي.

په دې هیله چې څومره ژر چې کیږي حلقوي سرک جوړ او دخلکو او وسایلو ګټې اخستنې ته چمتو شي.

 

 


بالا
 
بازگشت