حقیق

مخدره توکي لاهم زموږ یو بدنامي او ستونزه ده

په افغانستان کې دمخدره توکو دکرنې مسأله تل په نړیوالو رپوټونو کې راځي او دنورو ستونزو ترڅنګ دایوه بله ستونزه او بدنامي موږ ته زیږوي ، داهم سمه ده چې موږ یو بې وزلی ملک یو او د غه توکی موږ ته اقتصادي ګټې راوړي خو په دغه ډول ګټو دې اور شي چې هرکال په لکونو خلک معتادوي او هم په زرګونو خلکو دنیستۍ کندې ته لیږي .

 په همدې ډول مخدره توکي دافغانستان دنورو بدمرغیو ترڅنګ دهیواد دبدنامی لپاره یو بل داغ زیاتوي چې په نړۍ کې مو ورځ تربلې دپرمختګ او سوکالۍ له کاروان څخه شاته اچوي . په دې وروستیو کې له سپینې ماڼۍ  څخه یوه خبر پاڼه خپره شوې چې په کې راغلي: د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دغه هېواد کانګرس ته د رپوټ په استولو سره د هغو ۲۲ هېوادونو یادونه کړې چې په‌کې په ناقانونه توکه نشه‌یی توکی کرل کېږی او تولیدېږی. سربېره پر دې چې افغانستان او پاکستان د دغو هېوادونو په سر کې راځی دیوشمېر نورو هیوادونو نوم هم اخستل شوی ، په‌ دغه رپوټ کې د امریکا د ولسمشر له قوله راغلیL(په افغانستان کې د کوکنارو کښت له نشه‌یی توکو سره د مبارزې په برخه کې یو له سترو ننګونو څخه دى، دغه هېواد په تېرو ١۶ کلونو کې د نړۍ په کچه د کوکنارو یو له سترو تولېدوونکو هېوادونو څخه دى))

د امریکا حکومت له‌خوا په‌داسې حال کې دغه اعلان کېږی، چې افغانستان ته د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د راتګ یو اصلی لامل له ترهګرۍ سره د مبارزې سربېره له مخدره توکو سره مبارزه هم وه؛ خو نه یوازې دا چې دغې مبارزې مثبتې پایلې نه درلودې؛ بلکې د هر کال په تېرېدو سره د نشه ‌یی توکو کر، تولید او قاچاق زیات شوی. له‌دې وړاندې داسې رپوټونه هم خپاره شوی وو چې بهرني ځواکونه په خپله د مخدره توکو په قاچاق کې لاس لری.

که له یوې خوا دنشه یی توکو قاچاق او کر زموږ هیواد ته غټې ستونزې راولاړې کړي او په نړۍ کې یې دافغانستان هویت او نامه ته زیان رسولی له بلې خوا دنشه یی توکو استعمال هم زموږخلکو او هېواد ته غټې ستونزې راولاړې کړي دی . د نشه یي توکو پر خلاف د مبارزې د وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې د یونیم میلیونوتنو  په شاوخوا کې معتادین وجود لري. داسې یو هېواد چې دنفوسو شمېر یې په اټکلیز ډول پنځه ویشت میلیونو تنو ته رسېږی یونیم  میلیون معتادین په کې ډېر سرساموونکی ارقام دي . پردې سربیره ویل کیږي چې نږدې درې میلیونه تنه نشه توکی کاروي چې سم نیمایي یې  بیا معتادین جوړوي.

همدا اوس اړوندې څانګې خبرونه خپروي چې زموږ ډېر شمېر هیوادوال چې په مخدره توکو اخته شوي او خپل نورمال ژوند یې له لاسه ورکړی ، په بیابانونو ، کوڅو ، خوړونو او وچو سیندونو او پلونو لاندې ژوند کوي او خپل ژوند دبېلابېلو عواملو له کبله له لاسه ورکوي ، چې له بده مرغه دا زموږ دهېوادوالو لپاره غټ ناورین دی . نه یواځې معتادین خپل ژوند له لاسه ورکوی او یاهم دنشې توکو داستعمال له کبله خپل نورمال ژوند نه بې برخې دی بلکې ددوی کورنۍ هم له غټو ستونزو سره مخامخ دی.

 که له یوې خوا جګړې له موږ نه هره ورځ زموږ هیوادوال اخلی ، زموږ په کونډو او یتیمانو کې زیاتوالی راځی له بلې خوا هم نشه یی توکي بله هغه بلا ده چې پرخلکو نازله شوې او دهغوی ژوند ته یې خطر پېښ کړی.

لازمه ګڼل کېږی چې ددغې شومې پدیدې د له منځه وړلو په موخه دې د هېواد په رسنیو کې په پراخه کچه تبلیغات تر سره شي، دیني عالمان، د ښوونځیو ښوونکي او د پوهنتونونو استادان دې د خپل دیني او ملي رسالت له مخې ددغې منفي پدیدې له دنیوي او اخروي ضررونو څخه خلک خبر کړي.

،

په کارد ه چې ددولت اړوندې څانګې که هغه امنیتي څانګې دی او که هغه ټولنیزې څانګې دي  او که هغه فرهنګی او اداری څانګې دي ټولې باید په دې هکله سره اشر وکړي او پرېنږدی چې زموږ هیوادوال له دې زیات وکړېږي او دنشې دود نورهم زیات شی.

زموږ دیني عالمان ترټولو ډېره دنده لري چې داسلام دمقدس دین داحکامو پراساس ددې ناوړې پدېدې دله مېنځه وړلو لپاره هڅې او زیار وباسی او په خپلو وعظونواو دعوت سره هېوادوالو ته چوپړ وکړي.

رسنۍ په تیره انځورېزې رسنۍ که په دې اړوند کاروکړي هغه به ډېر اغیزمن او ګټور وي

دغه راز دمعتادینو لپاره روځنځایونه او درملځایونه هم مهم او اړین دی ، دقاچاق وړونکو مخنیوی او دکر کېلې مخنیوی یې هم ضروری ده .

دکر په برخه کې نړېواله ټولنه هم ستر مسولیت لري ، دامریکا جمهور رییس چې دغه راپور خپروي په دې اړوند باید پام وکړي چې دوی هم یوڅه پړ دي نړیوالې ټولنې په هیواد کې دبدیل معیشت په اړوند څه ګټور کار نه دی کړی نو ځکه داستونزه هم زموږ دهیواداوهم دنړۍ په غټه ستونزه بدل شوی.

نړۍ هم دمخدره توکو په اړوند مکلفیت لری ، که افغانستان کې  ددغو توکو کرنه  کيږي خو نړیوال قاچاق وړونکی او کارونکي هم سخت ملامت دي چې هغه نقلوي او کاروي یې. لازمه ده چې نړیوال هم په دې اړوند پام وکړي او دقاچاق ، خرڅلاو او کاریدو مخه یې ونیسي .

په دې هیله چې دغه ناوړه پدیده نوره زموږ له ټولنې نه خپله لمنه ټوله کړي او زموږ ټولنه یې له ناوړو اغیزونه په امان شي.

-------------------------------------------------------------------------

 

 


بالا
 
بازگشت