مشفق

راځی کورني محصولات وکاروو

جمهور رييس اشرف غني په خپلو ویناوو کې تل دې  مهمې موضوع ته اشاره کړې او ټينکار یې کړى دى  چې دخپلو ورځنيو احتياجاتو  دلرې کولو لپاره بايد  له هيوادنيو محصولاتو  او توليداتو څخه  استفاده وکړو .

 لوى خداى ( ج )  يو داسې هيواد  زموږ په برخه کړى دى  چې  ډيرې مناسبه اوبه  ، خاوره او هوا لري . زموږ دهيواد غلې دانې ، ميوې او سابه  دخوند او ګټورتيا  له پلوه  په نړۍ کې  سارى نه لري . چې په ډير ښه کيفيت سره دغلو دانو ، حبوباتو، ميوو او سبو  په لرلو سره ،  بايد  غوره وبولو چې  دخپل هيواد  کرنيز محصولات او توليدات  وپيرو او استفاده ورڅخه وکړو . 

که چيرې دخپلو ورځنيو احتياجاتو دلرې کولو لپاره  له هيوادنيو محصولاتو  او توليداتو څخه  استفاده وکړو دبهرنيو  محصولاتو بازار  په خپله  خپل ځاى  زموږ دهيواد  محصولاتو ته  ورکوي  او زموږ  کورني محصولات  په هيواد کې  سمون مومي او له امله يې  زموږ  کرنيز او دبڼوالۍ  توليدات او نورې برخې   پياوړي کيږي او سوداګر هم  دبهرنيو کرنيزو محصولاتو  دواردولو پرځاى  دخپل هيواد  دتوليداتو  سوداګرۍ او کاروبار ته  پاملرنه کوي  اوپه کرنې ، بڼوالۍ او د خوړو  دپروسس  دصنعت  او دکورني سوداګرۍ  په پراختيا باندې به اغيزې  څرګندې شي .

که چيرې موږ دخپلو محصولاتو څخه استفاده کوو نو دا دخپل هیواد او اقتصاد لپاره دمرستې او خدمت یوه آسانه لاره ده .

په نوره نړۍ کې هم دهرهیواد میشت خلک زیار باسی څوچی خپل اقتصاد تقویه کړي او له خپلو هیوادونیو محصولاتو څخه استفاده وکړي موږ ته یی لنډ مثالونه زموږ دوه ګاونډي هیوادونه ایران اوپاکستان دي چی دواړه نږدې اقتصادي خودکفایی ته رسیدلی دي . دغه هیوادونه سره له دې چی خلک یی دخپل هیواد جوړشوي توکی او محصولات کاروي دولتونه یی هم زیار باسی څو چي دبهرنیو توکو اومحصولاتو دواردولو مخه ونیسي څوچی دهیواد اقتصاد یی تقویه شي.

یوڅه چی دولت ته راجع کیږي هغه دملی اقتصاد او کورنیو محصولاتو وده ده چی پام باید ورته وشي او له کیفی پلوه له بهرنیو محصولاتو څخه په لوړه کچه تولید شي. دغه راز دولت دنده لري چی دهغو توکو دواردولو مخه هم ونیسي چی په افغانستان کې موندل کیږي. دبیلګې په ډول تازه میوه لکه مڼې ، ناک ، شفتالو، او نور دغه راز لبنیات لکه پنیر، مستې ، شيدې او کوچ  زموږ په هیواد کي هم په ښه کیفیت او پراخه کچه موندل کیږي خو یو شمیر سوداګر بیا همدغه توکي هم له بهره لکه دچین پاکستان او ایران له هیوادونو څخه واردوي چی مخه یی باید ونیول شي.

دغه راز په نور و برخو لکه په صنعتی برخو کي هم کورنیو تولیداتو ته پاملرنه وشي او خلک وهڅول شي څو چې دخپل هیواد جوړشوي توکی وپیري. داسې هم نه ده چی زموږ هیواد په دې برخه کې څه نشي کولاي ،همدا اوس  دبېلګې په ډول زموږ په هیواد کې په ډیر ښه کیفیت سره بوټونه جوړیږي چی هم په موډ او هم په کلکوالي کې تربهرنیو هغو ډیر ښه دي،  دغه راز غوړي ، ساختماني ډبرې ، پلاستیکي توکي ، خوراکي توکي ، دپخلی وسایل لکه دبخاردیګي او المونیمي دیګي او نورلوښي ، بیلابیل مشروبات ، فرنیچر او نور دلرګیو څخه جوړ شوي توکی لکه الماری میزونه ، دآشپزخانې وسایل، اوسپنیز توکي  ... او ګڼ نور کورني تولیدات هغه څه دي چی موږ یی دهیوادنی مسؤلیت په توګه پيرلی شو او په دی توګه دخپل هیواد داقتصاد په پیاوړتیا کې برخه اخستلی شو.

تردې دمه لاهم زموږ داقتصاد ډیری برخه په بهرنیو مرستو ولاړ دي  او کاریدونکي توکي هم له بهره واردوو خو نور باید له دې مرحلې نه دوتو لاره غوره کړو او دخپلو کورنیو محصولاتو او تولیداتو په زیاتولو  او کارولو سره پرځان دمتکي اقتصاد پړاو ته لاره لنډه کړو.

دهیواد چارواکی په خپلو څرګندونو کې وایې چی افغانستان کولای شي تر څونورو کلونو پوري پرځان متکي اقتصاد ولري چې ډیر ښه خبر دي خو یواځې په( ګوړه ګوړه ویلو خوله نه خوږیږي) باید عملاً هم  اړوندې برخې یو څه ترسره کړي  او  په ریښتنی توګه دخلکو اعتماد ترلاسه کړي .

په هیواد کې غټي ستونزی چی موږ دپرمختګ لورته نه پریږدي هغه بې امني سیاسی نه ثبات او په دولتی اړخ کې پراخ اداري فساد دي چی موږ ته یی ډیر تاوانونه رارسولي او زموږ اقتصادی بهیر یی له ستونزو سره مخ کړی. دعا کوو چی زموږ دغه ټولې ستونزې دافغاني ټولنې داړونده اړخونو او مسؤلو لورو له خوا حل شي او هیواد مو دپرمختیا او پرځان دبسیاینې لورته ګامونه اوچت کړي.

یو څه چې دولتی څانګې یې باید په پام کې ونیسي هغه خپله ددولت پیرودنې دي چې باید له کورني بازار نه ترسره شي په تیره بیا په امنیتی او پوځي برخه کې موږ ډیره لوړه بودجه کاروو لازمه ده چې دغه برخې هم خپلې اړتیاوې تر ډیره بریده له کورني بازار څخه پوره کړي ، که څومره زموږ دکورنیو تولیداتو کیفیت لوړ هم نه وي خو دهڅونې لپاره لازمه ده چې موږ خپل کورني تولیدات وکاروو او ګټه ترې واخلو. بهرنی هیوادونه دخپلو صادراتو او جنسونو دپلورلو لپاره اوږد مهاله او لنډمهاله پلانونه لري هغوي سیمه مطالعه کوي او دخپلو توکو دصادرولو لپاره منظم تجویز ورته نیسي چې یوه بېلګه یی دچین هیواد دي چې پرله پسې مطالعه کوي او په سیمه او نړۍ کې د اړتیاوړ توکي مطالعه کوي او په ارزانه بیه ورته همغه ډول توکي تولیدوي څو چې خلک هغه وپیروي او په دې توګه خپل اقتصاد پیاوړۍ کړي. په زړه پورې داده چې دچین په نفوسو کې دمسلمانانو شمیر په ډیره کوچنۍ سلنه کې راځي خو خپله دغه دمسلمانانو داستعمال وړ توکي لکه ، خولې ، جامې ، جای نمازونه ، قبله ښوونکې بریښنایی قرانکریمونه او نور په دې هیواد کې تولیدیږي او بیا اسلامي هیوادونو ته لېږدول کیږي .

دافغانستان دولت ددې لپاره چې وکولای شي دکورنیو توکو کارونې ته خلک وهڅوي یوه لاره هم په بهرنیو محصولاتو دلوړوې مالیې تعینول دي چې له نیکه مرغه په دې وروستیو کې همدا سې آوازه ده چې دغه کار به ترسره شي خو باید هغه توکو باندې لوړه مالیه تعیین شي چې خپله په هیواد کې دننه تولیدیږي او نورتوکی چې موږ یې ورته بدیل نه لروباید مالیه پرې لوړه نشی څوچې زموږ بې وزلي خلک له اقتصادي ستونزو سره مخامخ نشی خو که چیرې په هغو توکو چې په کوردننه یې موږ تولیدولای شو مالیه لوړیږی ښه کار دی او په دې سره  خلک او اړوندې برخې دې ته هڅیږي چې کورني توکي وکاروي . په هرصورت خپله هیوادوال هم باید دیوې ملي غوښتنې او غریزې په توګه هغه محصولات چې په کور دننه یی موږ جوړولای شو باید وکاروو سره له دې که کیفیت یې ټیټ هم وي خو باید دا کار ترسره کړو. په دې هیله چې یو وخت مو خپل هیواد پرځان بسیا شي او داسې توکي موجود نه وي چې موږ یې له بهره وارد کړو.

---------------------------------------------------------------------

  

 

 


بالا
 
بازگشت