مشفق

۱۳ جدی ۹۴

سوله  دوخت مهمه اړتیا

تل ویل شوی چې سوله دافغانستان ستره اړتیا ده چې دا بشپړ حقیقت هم لری او باید چې پوره پوره پاملرنه ورته وشی سره له دې چې  ددی بهیر مخالفین هم دافغانستان په دننه او هم بهر کې شته او ان چې یو شمیر لاپه خوله سوله سوله وایې خو په عمل کې یې مخالف دي او دغه مخالفتونه هم بیلابیل عوامل لري . له سولې سره مخالفت یو عامل هم دځینو کړیو ګټې دي چې یواځې یې په افغانستان کې دجګړې له لارې تأمینیږي ، همدغه کسان دسولې په وړاندې خنډونه جوړوي او په عمل کې نه غواړي چې څه ترسره شي .

دایومسلم حقیقت دی چې سوله په تیره بیا دمظلومو او مجبورو افغانانو ترټولو مهمه غوښتنه ده ! هو دهغو افغانانو چې په جګړه کې یې کور ورانیږي ، کلی یی ورانیږي ، هېواد یی ورانیږي ، هیوادوال یې له مېنځه ځي او د ګڼو نورو بدمرغیو ترڅنګ اقتصادي تاوان هم ورسیږي . بنا پردې سوله همدغه کس غواړي او هغه څوک یې نه غواړي چې جګړه یې ګټې تأمینوي نور یی دده څه که په موږ هرڅه راځي خو چې دده ګټې تأمینوي .  خو څه ډول سوله او اوڅه ډول تګلاره ؟ هغه سوله  چې په ملي ګټو ولاړه وي ، سوله کې زموږ ملي یووالی باید تأمین وي ، او سوله مو داوس او راتلونکي بري او سوکالي او دخلکو دغوښتنو تضمین وکولای شي.

له نېکه مرغه په دې وروستیو ورځو کې بیا داسې هڅې پیل شوي چې کولای شو تریو بریده ورته هیله من واوسو ،په ترکمنستان او په لندن کې دپاکستان له صدراعظم ښاغلي نواز شریف سره د افغانستان دجمهور رییس لیدنه ،  افغانستان ته دپاکستان دپوځي مشر راحیل شریف راتګ، مخکې تردې دنوموړي تګ امریکې ته چې ویل کیدل مهم ټکئ یې په افغانستان کې دسولې مسأله ده، او دافغان او پاکستاني چارواکو ګڼې څرګندونې چې په دې اړوند شوي داڅرګندوي چې بهرنۍ او سیمه ییز ماحول په افغانستان کې دسولې دخبرو لپاره چمتوشوی او که چیرې صداقت په کې موجود وي نو دبریالیتوب چانس یی هم ډیر دي .

دغه راز افغان جمهور رییس ښاغلی غني هم په خپل وروستي مطبوعاتي کنفرانس کې څرګنده کړې چې افغان دولت دسولې دخبرو لپاره چمتوالئ لري ، نوموړي دیوې پوښتنې په ځواب کې ویلی: (دافغانستان دسولې په اړوند غونډه به دروان زیږدیز کال دجنورۍ په یوولسمه نېټه  په اسلام آباد کی جوړه شي ، دویمه غونډه به  بیا  په کابل کې جوړه شي. ددی غونډې غړي هیوادونه به ، افغانستان، پاکستان، چین او امریکا وي. او هدف دادی چی ژر تر ژره د لاری یوه نقشه د پایداری سولی د پاره برابره کړو. اما ددې د پاره چی پایدارې سولې ته ورسیږو، اول ضرورت دادي چی دجګړې دابعادو په هکله وضاحت ترلاسه شي . ) چې دغه ټول داجوتوي چې یوځل بیا دادی ښکیل لوری او نړیوال او سیمه ییز هیوادونه دې ته چمتودی چې دافغانستان دسولې دبهیر په اړوند یو څه رامېنځته شي . له بل لوري دوخت غوښتنه هم همدا ده ، پاکستان اوس دومره په کورنیو امنیتی او اقتصادي ستونزو کې راګیردی چې په افغانستان کې سوله ییزه فضا به یی ترډیره بریده په ګټه وي ، له بلې خوا امریکا چې دا یوه نیمه لسیزه په سیمه کې په ټول ځواک سره بوخته ده نور داسې ګومان کېږي چې دافغانستان کراری یې په ګټه وي او له دې لارې کولای شي خپل اوږد مهاله پلانونه هم عملي کړي ، چین ، روسیه او ایران هم نه غواړي چې دافغانستان دجګړو دوام ددوی دهیوادونو امنیت ترلاډیر ګواښ لاندې ونیسي نو که چیرې دافغانستان دسولې له خبرو سره یی له زړه مرسته هم نه ده کړې خو هسې مخالفت یی هم نه دی څرګند کړی چې اغیزې یې ددې بهیر لپاره کوم زیان پېښ کړی ، نوځکه په خبرو اترو کې دچین او امریکا ګډون او ان دایران غوښتنه چې دنوموړي هیواد جنرال قنسل دهرات په ولایت کې وکړه دا په نښه کوي چې هغوی هم له دغه بهیر سره کوم مخالفت نه لري او ان چې ملاتړ هم ترې کوي . پاتې شو یواځې په یو شمېر کورنیو حلقو کې په دې اړوند مخالفت او هم دپردې ترشا دیوشمیر هیوادونو او سیاسی حلقو غوښتنې چې دافغان ولس به ټینګې ارادې سره  به یې انشاالله دغه مخالفتونه هم کومه اغیزه ونه لري.

 له بلې خوا په کوردننه دسولې اوپه دې اړوند دخبرو اترو لپاره باید چې په هرډګر کې کار وشی اوپه ځانګړی توګه  رسنۍ په دې برخه کې  خپل ځانګړی رسالت لری چې دسولې دبهیر دټینګېدو او بشپړېدو لپاره له هېڅ ډول هڅو او هاند نه سپما ونه کړی او په هرډول چې وی دسولې لپاره ښه پوره تبلیغات وکړی او دغه داعیه توده وساتی.

له بده مرغه زموږ یوشمېر رسنۍ دغه ځانګړنې نه لری دبېلګې په توګه  په کابل کې یو شمېر  ورځپاڼې ،تلویزیونونه  او راډیو ګانې چې  شمېرېې ډېرهم  دی  نه یواځې دسولې له بهېر، او په دې لار کې له پېل شویو هڅوڅخه په کلکه ملاتړ نه کوی بلکې  په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه ددغه بهیر په وړاندې پوښتنې راولاړوي او دخلکوپه اذهانو کې نوموړي بهیر ته ناسم رنګ ورکوي .

دډېروافغانانو په اند چې اوس زموږ هېواد داسې یوه پړاو ته رسېدلی چې نور باید جګړې او تاوتریخوالی دلته ختم شي، بس دی ډېرې جګړې وشوې او ډېر زیانونه یې له کبله موږ ته واووښتل او ډېر کړاوونه مو وګالل او س نو ددې وخت دی چې افغانان یو څه  په کرار شواو افغانان دهمدې غوښتونکی هم دی.

  دسولې افغاني اړخ مخالفینو ته باید وویل شی چې دوی ولې دیو څه ګټې  لپاره خپلو ملی ارزښتونو او ګټو ته  شاکړې ده ؟  دغه ډله خلک ګومان کوی ددوی ګټو کې هرڅه نغښتي ، داچې څه بلا به پردې خلکو او اولس راولی دې ته یې پام نه دی؟ یوه ډېره مهمه مسأله چې دغه کسان دخپلو موخو دلاسته راوړو لپاره کار ترې اخلی هغه دقومی اختلاف او ژبنیو تعصبونو ته لمن وهل دی هغوی ګومان کوی چې له دې لارې دخپل قام لپاره خدمت کوي،  له دې نه بېخبره دی چې همدغه خبره ددوی دخپل قام لپاره هم ستره بدمرغي زېږوي.

او که چېرې دافغانستان دسولې په اړه بدبینه نظرونه هرڅومره زیار وباسی چې په مېنځ کې خنډ شي او هم دسولې مخالفین ستونزې رامېنځته کړي سوله هغه په شا نه تلونکی بهیر دی چې افغانانو خپل لاره ورته ټاکلی او نور ددې هیواد خلک نه غواړي چې تېرو ناخوالو ته کله هم  بېرته ستانه شي.

دسولې دمخالفینو له دریځ نه داسې  ښکاري چې له مخالفینو سره تر سولې نه همدا جګړه او په افغانستان کې دبهرنیو مداخلو شتون ښه دی ، هغوی په داشان دریځ سره داهم ثابتوي چې په افغانستان کې دمرګ ژوبلې د ملکي خلکو دله مېنځه تلو او دافغانستان دورانیو پلویان دی که داسې نه وای نو کله به هم دوی داسې دریځ نه وای خپل کړی ، د دا ډول کړیو څېرې اوس بربنډې شوی دافغانستان خلک دهغوی پرخبرو باور نه کوی اوهم به دهغوی بد نیتونه دافغانستان دسولې دبهیر په وړاندې  لا نورې هم څرګندې شي . نو په کار نه ده چې دوی خپل دغه کار ته دوام ورکړي.

په هرصورت دافغانستان دسولې بهیر چې ورته کلکه اړتیا لیدل کیږی باید  لا پیاوړۍ شی.  دافغانانو ګټه په سوله او کراری کې ده دافغانانو ګټه دهېواد په بیا جوړولو او آبادی کې ده دافغانانو ګټه په ملي یووالي او یو بل ته په تېریدنه کې ده دافغانانو ګټه په لوړ فرهنګ ښه تعلیم، اتفاق او صداقت کې ده نوراځی چې دې هدفونو ته درسېدو لپاره یو بل ته لاسونه سره ورکړو! او هغه توان چې لرویې په دې برخه کې په کار واچوو،  حد اقل په دې توګه مو په ښو تبلیغاتو سره دخپل وطن او دین په وړاندې خپل رسالت دسولې دلاسته راوړو او جګړې دختمېدو په لارکې  ترسره کړی وي .

دسولې په لاره کی دولسونو یووالی یو اساسي رکن دی او که چیرې یووالی او تفاهم موجود نه وي بیا دسولې تمه او هیله هسې یو خیال او آرزو ده . یووالی هم  بل څوک موږ ته نشی راوستلای هغه موږ خپله افغانان راوستلای شو او باید یې هم خپله راولو ځکه په یووالي کې زموږ ګټه ده دنورو ګټه زموږ په بېلتون او بې اتفاقۍ کې ده نوراځی چې خپله ، خپله ګټه ترلاسه کړو او لار ورته هواره کړو. نو دایواځې خپله افغانان دی که چېرې  سوله دځان لوړتیا ، ارامښت، پرمختیااو سوکالی غواړي نو دملي یووالي فضادې په خپل هیواد کې رامېنځته کړي.

راځئ ! هریو له ځانه پيل وکړو ، له خپلې کورنۍ او خپل ماحول نه ، راځئ همدا اوس یې پیل کړو ځکه سبا به بیا ناوخته وي.

که چیرې ولسونه سره یووالی ولري که چیري ولسونه اوخلک ویښ او بیدا ره واوسي ، که چیرې زموږ مشران ، دیني عالمان ، سیاستوال ... نور دسولې غږ په ګډه اوچت کړي او په دې لاره کې خپلې هڅې ونه سپموي او خپل ټول امکانات په کارواچوي نو هېڅ له امکان څخه  لرې نه ده چې هیواد به  مو دآرامښت او سوله ییزې فضا لورته ګامونه اوچت کړي.

 

 

 


بالا
 
بازگشت