مشفق

 ۲۳/ جدی/۹۴

راځئ خپلو کورنیو تولیداتو ته وده ورکړو

په دې وروستیو کې افغان چارواکو د کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په غونډه کې ویلي چې د کورنیو تولیداتو ۱۲ پراختیایي پروګرامونه په بشپړېدو دي  او حکومت په دې برخه کې د نوېو اسانتیاوو د رامنځته کولو هڅې کوي.

چارواکي دغه راز  د هېواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره د خصوصي سکتور پرمختګ او دداخلي تولیداتو څخه استفاده مهمه ګڼي وايي چې دې کار ته ډېره پاملرنه کوي.

افغان چارواو ویلي چې د اصلاحاتو د پلي کېدو او د لازم اقتصادي تحرک پیدا کېدو لپاره په بېلابېلو برخو کې د فساد سره جدي مبارزه د پرمختګ په حال کې ده. په تړونونو کې د سهولتونو د رامنځته کېدو او کورنیو تولیداتو ته دلومړیتوب ورکولو لپاره په دې وروستیو کې د تدارکاتو قانون اصلاح او تعدیل شوی دی چې د چټکتیاترڅنګ یې روڼتیا هم رامنځته کړې ده."

د افغانستان د اساسي قانون له مخې دولت مکلف دی چې په هېواد کې خصوصي پانګې اچونې او خصوصي تشبثات د بازار د اقتصاد د نظام پر بنسټ وهڅوي، ملاتړ یې وکړي او مصؤنیت یې تضمین کړي.

په همدې توګه افغان ولسمشر هم تل په دې ټینګار کړی چې دخپلو ورځنيو احتياجاتو  دلرې کولو لپاره بايد  له هيوادنيو توليداتو څخه  استفاده وکړو .هغه ویلی چې دولتی قراردادونه باید تر ډیرې کچې زموږ له کورنیو سرچینو سره ترسره شي په تیر بیا دملی اردو او امنیتی ځواکونو اکمالات ترهغه بریده چې دکورنی محصول په توان کې وی باید چې له همدغې لارې ترسره شي چې دایوه مهمه او اړینه مسأله ده .

دغه راز زموږ هیواد وال هم باید له کورنیو تولیداتو ګټه پورته کړي ، که چيرې موږ دخپلو ورځنيو احتياجاتو دلرې کولو لپاره  له هيوادنيو محصولاتو  او توليداتو څخه  استفاده وکړو دبهرنيو  محصولاتو بازار  په خپله  خپل ځاى  زموږ دهيواد  محصولاتو ته  ورکوي  او زموږ  کورني محصولات  په هيواد کې  سمون مومي او له امله يې  زموږ  توليدات  پياوړي کيږي او سوداګر هم  دبهرنيو محصولاتو  دواردولو پرځاى  دخپل هيواد  دتوليداتو  سوداګرۍ او کاروبار ته  پاملرنه کوي  اوپه کرنې ، بڼوالۍ او د خوړو  دپروسس  دصنعت  او دکورني سوداګرۍ  په پراختيا باندې به اغيزې  څرګندې شي .

په نوره نړۍ کې هم دهرهیواد میشت خلک زیار باسی څوچی خپل اقتصاد تقویه کړي او له خپلو هیوادونیو تولیداتو څخه استفاده وکړي موږ ته یی لنډ مثالونه زموږ دوه ګاونډي هیوادونه ایران اوپاکستان دي چی دواړه نږدې اقتصادي خودکفایی ته رسیدلی دي . دغه هیوادونه سره له دې چی خلک یی دخپل هیواد جوړشوي توکی او محصولات کاروي دولتونه یی هم زیار باسی څو چي دبهرنیو توکو اومحصولاتو دواردولو مخه ونیسي څوچی دهیواد اقتصاد یی تقویه شي.

داسې نه ده چی زموږ هیواد دکورنیو تولیداتو  په برخه کې څه نشي کولاي ،همدا اوس په هیواد کې په ډیر ښه کیفیت سره بوټونه جوړیږي چی هم په موډ او هم په کلکوالي کې تربهرنیو هغو ډیر ښه دي،  دغه راز غوړي ، ساختماني ډبرې ، پلاستیکي توکي ، خوراکي توکي ، دپخلی وسایل لکه دبخاردیګي او المونیمي دیګي او نورلوښي ، بیلابیل مشروبات ، فرنیچر او نور دلرګیو څخه جوړ شوي توکی لکه الماری میزونه ، دآشپزخانې وسایل، ... او ګڼ نور کورني تولیدات هغه څه دي چی موږ یی دهیوادنی مسؤلیت په توګه پيرلی شو او په دی توګه دخپل هیواد داقتصاد په پیاوړتیا کې برخه اخستلی شو.او که چیرې ددولت دغه نوئ اعلان شوی پرواګرام عملي بڼه غوره کوي او هغه ۱۲ پروګرامونه په ریښتنې توګه عملي شي نو تر ډیره بریده به په کورنیو تولیداتو کې زیاتوالی رامېنځته کیږي او په دې توګه به هم دبیکاری کچه تریوبریده په هیواد کې کمه شي او هم به مو ملي اقتصادځواکمن شي .

تردې دمه لاهم موږ خپل ډیرئ کاریدونکي توکي له بهره واردوو خو نور باید له دې مرحلې نه دوتو لاره غوره کړو او دخپلو کورنیو تولیداتو په زیاتولو  او کارولو سره پرځان دمتکي اقتصاد پړاو ته لاره لنډه کړو.

په هیواد کې غټي ستونزی چی موږ دپرمختګ لورته نه پریږدي هغه بې امني سیاسی نه ثبات او په دولتی اړخ کې پراخ اداري فساد دي چی موږ ته یی ډیر تاوانونه رارسولي او زموږ اقتصادی بهیر یی له ستونزو سره مخ کړی. دعا کوو چی زموږ دغه ټولې ستونزې دافغاني ټولنې داړونده اړخونو او مسؤلو لورو له خوا حل شي او هیواد مو دپرمختیا او پرځان دبسیاینې لورته ګامونه اوچت کړي. او څرګنده ده چې په دې برخه کې دولت رغنده او ټاکونکی رول لري . خو یو څه چې باید وویل شي دولت ته په کارده هغه څه چې وایی عملي بڼه هم ورکړي ، متاسفانه تراوسه پورې ډیر داسې لیدل شي چې له خلکو سره دحکومت له لوري په ډير برخو کې ژمنې شوي خو لایې هم عملي بڼه په سترګو نه لیدل کیږي ، دبېلګې په توګه دولت دبیکاري دکچې دکمېدو لپاره ډير ځلې بهر ته دافغانانو لیږل اعلان کړي ، دښاروالیو او ښاري نظم په برخه کې ژمنې شوی... خو لاتراوسه یې هم عملي څرک نه څرګندیږي .

خلک هیله من دي چې په هیواد کې دسولې دبهیر له پیاوړي کېدو سره چې په دې وروستیو وختونو کې یې پرمختیاوې ډیرې شوي او په اسلام آباد کې څلور اړخیزه غونډه چې په دې نږدې وختونوکې ترسره شوه یوه بیلګه ده دهغه ترڅنګ  په اقتصادي برخه کې هم چټکې پرمختیاوې رامېنځته شی چې نیغ په نیغه له امنیت سره تړاو لري .

---------------------------------------------------------------------

  

 


بالا
 
بازگشت