مشفق

۲۷ جدی ۹۴

دا ځل کابل او دسولې خبرې

څومره چې وخت تیریږی او په هیواد کې دبې امنې بهیر دوام مومی هومره دافغانستان خلکو او په ټوله کې زموږ دهېواد هریو بنسټ  ته کلک زیانونه رسېږی. چې جبران یې ورځ تربلې ستونزمن او ناشونی کېږی. اوږدوجګړو نه یواځې دخلکو په روان او ژوند اغیزه کړي چې  دهیواد په اقتصادی او امنیتی حالت هم اغیزه لري چې له همدې کبله یې عوامل باید له مېنځه یووړل شي.

له نېکه مرغه په دې وروستیو کې په دې برخه کې داسې یو شمېر خوځښتونه ترسترګو کېږي چې دبشپړې سولې لپاره هیله مندۍ زیاتوي چې  داځل په کابل کې دسولې په اړوند څلور اړخیزه غونډه په خپل ډول کې ځانګړې ده . مخکې تردې هم دافغانستان دسولې په اړوند په بېلابېلو هیوادونو کې خبرې شوي خو په کابل کې قدم په نېک فال نیسو او که خدای کول رغنده پایلې به ولري .

همدا څه باندې یوه اوونۍ مخکې په اسلام آباد کې دکابل ، اسلام آباد ، واشنګتن او بیجنګ داستازو ترمنځ په دې اړوند خبرې وشوې او دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې په دې اړوند له هیله مندیو ډکې خبرې وکړي ، هغه وویل چې په راتلونکې دوو مېاشتو کې به دافغانستان دسولې په اړوند رغنده بدلون ترسترګو شي ، نو خلک هیله من دي او غواړي چې په ریښتنې توګه په دې برخه کې بدلونونه او مثبتې پرمختیاوې په سترګو وګوري .

بل ښه پرمختګ هم دا فغانستان دسولې دخبرو په برخه کې په نږدې راتلونکي کې دقطر په هیواد کې دکاناداهیواد پورې اړوند دپګواش مؤسسې  په نوښت جوړیدونکې غونډه ده چې که چیرې دکابل ، او اسلام آباد غونډو پایلې ورسره  همغږې شي اغیزې به یې ډیرې ښې وي .

سره له دې چې یو شمیر شنونکې دافغانستان دسولې دخبرو او ددغه بهیر په اړوند ډیر مثبت نظر نه لري هغوی وایی چې مخکینو هڅو تراوسه کومه خاصه پایله نده ورکړې ، اوسنی افغان ولسمشر ښاغلی غني په خپل انتخاباتی کمپاین کې دسولې په اړوند ډیر واضح نظر وړاندې کړئ ؤ حتی ویلي وو چې که چیرې سوله په هیواد کې زما دژوند به بیه هم تمامه شي نو زه به ځان ونه سپوم خو ترکومه چې لیدل کېږي لاتراوسه کوم محسوس پرمختګ دافغانستان دسولې په برخه کې نه دي راغلی او برعکس جګړه هم تونده شوې چې دکندز جګړه چې په هیواد کې دنوي بهیر له رامېنځته کیدو وروسته په لومړي ځل دهیواد یو لوي ښار ددولت دمخالفینو لاس ته ولوید هغه یې یوه  بېلګه ده. همدارنګه دهیواد په بېلابېلو برخو دهغو له ډلې نه په هلمند ، فراه او شمالي ولایتونو کې جګړو نورهم زور واخست او ډیرې سیمې ددولت مخالفینو لاندې کړې.

دسولې دبهیر په اړوند په همدې توګه ویل کېږي چې ترواسه ډیرې ناستې ترسره شوې خوکوم ځای یې نه دي نیولي ، تراوسه پورې په کورنۍ ، سیمه یزه او نړیواله کچه ډیرو حرکتونو جووړونکي ځای نه دي نیولي مخکې تردې دجاپان ، فرانسې ، ناروې ، اماراتو ، قطر ، پاکستان ، چین  هیوادونو کې د دولت دمخالفینو په ګډون یو شمیر غونډې شوي چې پایلې یې څرګندې نه شوې ، په همدې توګه په افغانستان کې دسولې په اړوند لویه جرګه او دسولې عالي شورا جوړه شوه چې دکارنتیجه یې ډیره څرګنده نه وه او په همدې توګه یو شمېر نور انتقادونه هم په دې بهیر کیږي چې تریو بریده پرځای هم دي .

خو داځل داسې بریښي چې نړیواله فضا په افغانستان کې دسولې لپاره یو څه مساعده شوې او دوروستیو حرکتونو پایلې هیله بښونکې جوتېږي . د یو شمېر دنظر دخاوندانو په اند چې پاکستان اوس هم ترنړېوال او هم ترکورني فشار لاندې دی چې په افغانستان کې دسولې لپاره غاړه کیږدي ، په وروستیو خبرو اترو کې دچین او امریکا ګډون او ددې خبرو دوام بل ټاکونکي او رغنده پرمختګ دی چې هیله مندۍ زیاتوي ، په همدې توګه دافغان دولت د وسله والو مخالفینو څو ډلې کیدل او ددوی دبنسټ ایښودنکي مشر له مېنځه تلل یو بل عامل کیدای شي چې داځل هغوی هم دسولې لپاره تر پخوازیات متمایله کړي . خو ولیدل شي چې وخت څه ثابتوي اودافغانستان دغه اوږده کشاله په پای کې کومه دحل لارمومي او که نه؟ دا به وخت جوته کړي .

 

یو څه چې په ریښتنې توګه څرګند دي  هغه دادي چې جګړو په افغانستان کې هیڅ لوري ته هم ګټه ونه کړه او هیڅ لوری یې هم بري ته ونه رساوه، سره له دې چې یو لوری اوبل لوری دجګړې له لارې هڅه کوي چې خپلو موخو ته ځان ورسوي خو داسې کله هم ونه شول. په همدې توګه به په راتلونکی کې هم دجګړې له لاری افغانستان ته کراری رانه شی او هغه څه به افغانان ونه وینی چې ددوی  هیله مندی او غوښتنه ده.

نو اوس ددې هیواد او خلکو غوښتنه ده چې سوله دې  هیواد ته راشی او دې موخې ته درسېدو ټولې لاری چاری باید ګړندې شی. چې په دې اړوند هم نړېوال هم افغان دولت اوهم ددولت مخالفین مکلفیت لری چې دافغانانو دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي.

حقیقت دادی چې دستونزو نه دوتلو لاریواځې او یواځې همغه دسولې لاره نیول دی او په هره بیه چې کیږی باید سوله په هېواد کې قایمه شي. په دې هیله چې دسولې لپاره هڅې پایله ورکړي او په دې اړوند دې ټولې خواوي خپلو زیارونو ته  په صادقانه توګه دوام ورکړي . که داسې ونه شی زموږ دبدمرغیو بهیر به همداسې روان وي او افغان اوسنی نسل او ان چې راتلونکی نسلونه به دجګړو دبدمرغیو له کبله کړېږي.

    ---------------------------------------------------

 

 


بالا
 
بازگشت