مشفق

۲۸ دلو ۹۴

دملکي تلفاتو لړۍ لاهم لري

ملکی تلفات په افغانستان کې له کلونوراهیسې غټه ستونزه او غمیزه وه چې له بده مرغه دښکیلو لورو له خوا جدی پاملرنه ورته ونه شوه او داده تراوسه هم لا دوام لر ي.

یوناما ( په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسی دفتر) په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې په ۲۰۱۵ کې په افغانستان کې ۳۵۴۵ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۷۴۵۷ تنه ټپیان شوی دي په راپورکې ددغو تلفاتو د۶۲ په سلوکې مسولین دافغان دولت وسله وال مخالفین او ۱۷ په سلوکې ددولت ځواکونه ښودل شوي دي. دغه دفتر هرکال دملکي تلفاتو په اړوند یو راپور خپروي او په دې اړوند له خپل لوري اندېښنې جوتوي .

په همدې اړوند افغان دولت هم یوه اعلامیه صادره کړې اوپه هغه کې یې دملکي تلفاتو په اړوند یو شمیر ژمنې کړي . ددولت په اعلامیه کې راغلي چې  ((د افغانستان اسلامي جمهوري دولت به خپلې ملي پالیسي ته په پام د ملکي تلفاتو د کموالي او د اړوند کاري پلان په موخه یو ژمن او مسلکي ټیم رامنځته کړي، چې ملکي وګړو ته د جګړې له امله ټول اوښتي  زیانونه وارزوي. اعلامیه زیاتوي چې د افغانستان ستره محکمه زیانمنو شویو افغانانو ته د اوښتو زیانونو د جبران د ټاکلو په هکله کار کوي ، د افغانستان دولت په ټینګار سره څرګندوي چې د ښوونځیو، روغتونونو او کلینیکونو په ګډون یې له ملکي تاسیساتو څخه د نظامي موخو لپاره ګټه نه ده اخیستې او که هر سیمه ییز او نظامي مقام د دې عمل مرتکب شي، نو پوښتنې او څېړنې به ورڅخه وشي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لوی مسوولیت د هېواد د وګړو ساتنه او مصونیت دی او هر کوښښ چې له موږ سره دې موخې ته د رسېدو په برخه کې همکاري کوي،  هرکلی او ملاتړ یې کوو.))

تیرو څو لسیزوکې په لکونو ملکی افغانان وژل شوی او شتمنی یې له مېنځه تللی دی او دجګړې سترې غمېزې هم همدغو اړخونو له لوری زغمل شوی دی .

دملکی وګړو وژل ، دهغوی دشتمنیو له مېنځه وړل دجګړې دهيڅ لوری په ګټه هم نه دی اوهم دټولو اسلامی او نړېوالو اصولو خلاف کار دی چې هم دافغانستان ددولت مخالفین او هم نړېوال ځواکونه اوهم دولتی لوری که چېرې دغه کارسرته رسوي  په دې اړوند ګرم بلل کیږی.

داحقیقت دی چې هم په افغانستان کې نړېوالو ځواکونو هم افغان دولتی ځواکونو اوهم دافغان دولت مخالفینو دملکی وګړو په وژلو او دخلکو او عامه شتمنیو په له مېنځه وړلو کې ونډه لرلې ده چې ددې بهیر دوام دافغانستان دخلکو لپاره دغمیزو ددوام په مانا ده .

 که په جګړو کې ښکېل لوري وایې چې  په جګړه کې حلوا نه ویشل کیږی او خامخا به ملکی تلفات مېنځته راځی نو دا استدلال بیخی ناسم دی ځکه ښکېل لوری کولای شی چې ملکی تلفات که بیخی له مېنځه نشی وړلای نو تر ډېره بریده یې راکمولی شی . په یو کال کې څه ډول چې دیوناما په رپوټ کې راغلې له یوولسو زروتنو په شاوخواکې د ملکی کسانو وژل کیدل او ټپیانېدل او معیوبېدل ډیر ستر رقم دی او ویل کیږي چې دتیرو کلونو په پرتله داشمېره زیاته ده   چې دا یوازې  دملکې تلفاتو تخمینی رقم کیدلای شی که د جګړې د پوځي دتلفاتو شمېر ورسره یوځای  شي نو ډیرې لوړې کچې ته رسېږي او که دا لړۍ همداسې  دوام ومومي څرګنده نه ده چې په خوارکیو افغانانو  چې څه دپاسه درې نیمې لسیزې یې  په میلیونو تلفات ځغملي نوربه څومره  ځاني او مالي تاوانونه ورواوړي؟

خو داسې هم نه ده چې دغه ستونزې دحل لار ونه لري هرومرویې لري چې دستونزو دکمولو او بیخي له مېنځه تلو لپاره کیدای شي لاندې لارې چارې په پام کې ونیول شي:

-         په لنډ مهال کې همدا ملګري ملتونه او نور اړوند سازمانونه او بیطرف لوري کولای شي دښکېلو لورو په مینځکې وګرځي او هغوی دملکي تلفاتو کمولو ته راوبولي .

-         بله لار چې هم په لنډ مهال او هم منځمهاله توګه د ملکی تلفاتو او جګړو د ناوړه اغیزو په کمولو کې رول درلودی شي هغه درسنیو ، دینی علماوو ، دتعلیمي څانګو دښوونکو او نورو اړوندو تبلیغاتی او تعلیمي برخو هڅه او بلنه ده چې ګټور ثابتیدلای شي او په دې اړوند هم ددولت هم د ټولیزو نورو برخو او عامو خلکو له لوري باید پراخ تبیلغات ترسره شي څو چې دملکي تلفاتو کچه راکمه شي.

-         په اوږده مهال کې باید چې دجګړو په بشپړه توګه مخنیوی وشي چې دجګړو دله مینځه تلو لپاره هم یواځینی ګټور بهیر هماغه دسولې او تفاهم بهیر دی چې ښکیل لوري باید ورته غاړه کیږدي او په دې اړوند وګړنیز ملاتړهم موجود دی.  اوپه دې کې شک نشته چې دجګړې او دهغو دعواملو په له مېنځه تلو سره به نه یواځې دملکي تلفاتو مخه نیول کېږي بلکې دنظامي تلفاتو مخنیوي به هم وشي چې له بده مرغه په اوس وخت کې ډیری خپله  افغانان ورسره مخامخ دي.

هیله داسې ده چې ټول اړخونه خو به لومړی تر ټولو دجګړې دبیخی دله مېنځه وړلو په هڅه کې کېږي او که جګړې داوس لپاره  نه شي کمولای نو د ملکي وګړو او عامه شتمنیو د تلفاتو په کمولو کې خو باید جدي تصمیم ونیسي. چې په دې اړوند هم د نړېوالې ټولنې هم افغان دولت او هم نورو اړخونو دنده ده چې خپل مسؤلیتونه درک کړي څو چې د افغانستان د خلکو دغې اوږدې غميزې ته دپای ټکی کېښودل شي.

 

 

 


بالا
 
بازگشت